تروريزم

په کابل پوهنتون له برید څخه وروسته محصلینو هوډ وکړ چې د زده کړو له لارې به مقاومت ته دوام ورکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو عکاس د لړم په ۱۳مه، په کابل کې د داعش له خوا په پوهنتون باندې له برید څخه یوه ورځ وروسته، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په سوځېدلي دفتر کې دننه عکسونه اخلي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو عکاس د لړم په ۱۳مه، په کابل کې د داعش له خوا په پوهنتون باندې له برید څخه یوه ورځ وروسته، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په سوځېدلي دفتر کې دننه عکسونه اخلي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- هغو محصلینو چې د روانې اونۍ په لومړیو کې په کابل پوهنتون باندې د داعش له وحشیانه برید څخه ژوندي پاتې دي، ژمنه وکړه چې خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي او د یوه ښېرازه او ازاد افغانستان د جوړولو لپاره به کار وکړي.

یوه ژوندي پاتې کس د چارشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ ای اېف پي ته وویل، محصلین هغه وخت په ډزو ولګېدل چې اورپکو د روانې اونۍ په پیل کې پر پوهنتون پر برید وکړ او هغوی د کابل پوهنتون د ټولګیو له کړکیو څخه ځانونه بهر وغورځول.

لږ تر لږه ۲۲ کسان چې ډېر یې محصلین وو، هغه وخت ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول چې درې وسله والو سړیو د دوشبې په ورځ /د لړم ۱۲مه/ په پوهنتون باندې برید وکړ او په ټولګیو باندې یې ګولۍ وورولې.

محمد قاسم کوهستاني چې ۲۲ کاله عمر لري او په کابل پوهنتون کې د عامه پالیسۍ د څانګې محصل دی، په دې هکله معلومات ورکړل چې دغه ۷ ساعته برید څنګه ترسره شو.

یو ژورنالست د لړم په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش وسله والو سړیو په کابل پوهنتون باندې برید وکړ، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په ویجاړه شوې ودانۍ کې روان دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ژورنالست د لړم په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش وسله والو سړیو په کابل پوهنتون باندې برید وکړ، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په ویجاړه شوې ودانۍ کې روان دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

محمد قاسم کوهستاني چې ۲۲ کاله عمر لري او د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې د داعش له برید څخه بچ شوی دی، د لړم په ۱۴مه په کابل کې په خپل کور کې لیدل کیږي. هغه وویل، وسله والو سړیو په هغو محصلینو باندې چې له کړکیو څخه یې ځانونه غورځول او غوښتل یې چې له دغه وحشیانه برید څخه وتښتي، یو په یو ډزې وکړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

محمد قاسم کوهستاني چې ۲۲ کاله عمر لري او د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې د داعش له برید څخه بچ شوی دی، د لړم په ۱۴مه په کابل کې په خپل کور کې لیدل کیږي. هغه وویل، وسله والو سړیو په هغو محصلینو باندې چې له کړکیو څخه یې ځانونه غورځول او غوښتل یې چې له دغه وحشیانه برید څخه وتښتي، یو په یو ډزې وکړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کوهستاني چې په دویم پوړ کې په یوه ټولګي کې وو، ای اېف پي ته وویل، «موږ د استاد راتګ ته منتظر وو... چې ناڅاپه مو له لومړي پوړ څخه د ډزو لوړ غږونه واورېدل.»

هغه وویل، «موږ پوه شوو چې څه مسئله پېښه شوې ده؛‌ موږ له کړکیو څخه ځانونه وغورځول.»

د کوهستاني چې له خپلو ملګرو سره یوځای یې د یوې کړکۍ تر ژۍ لاندې ځانونه پټ کړي وو د سر دپاسه، یوه خونړۍ صحنه روانه وه ځکه چې بریدګر له یوې خونې څخه بلې خونې ته تلل او د قربانیان یې لټول.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې یو وسله وال سړی زموږ ټولګي ته راننوت، په هغو محصلینو باندې یې ډزې پیل کړې چې د کړکیو له لارې تښتېدل. دوه نورو وسله والو سړیو محصلین لنډ په لنډ یو په یو ویشتل.»

په سلګونو محصلین وتښتېدل، چې ځینې یې د احاطې د دېوالونو له لارې کوڅو ته واوښتل، نورو خپل ځانونه په خونو کې تر هغه ایسار کړل چې افغان ځانګړیو ځواکونو وژغورل.

زموږ له لاسه هیڅ هم نه کیدل

د کوهستاني یو نږدې ملګری احمدعلي چې یوې بلې ملګرې رقیې سره د مرستې لپاره پاتې شوی وو هم ووژل شو.

کوهستاني وویل، «هغه له کړکۍ څخه ځان وانه چاوه ځکه چې رقیې ضعف کړی وو. هغه غوښتل چې رقیه وژغوري، خو وسله وال سړي هغوی دواړه په سرونو وویشتل او ویې وژل.»

کوهستاني چې د ټوپ وهلو له امله یې یوه پښه اوښتې وه، څو ساعته یې په احاطه کې دننه ځان پټ کړی وو.‌

هغه وویل، «دغه زما د ژوند تر ټولو ډېره وېروونکې صحنه وه.»

نوموړي وویل، «ټوله ورځ موږ د هغوی زارۍ او چیغې اورېدلې چې مرسته یې غوښتله، خو موږ بې وزله وو.»

د دغې ډله ییزې وژنې له پای ته رسېدلو څخه وروسته، کوهستاني خبر شو چې وسله والو سړیو د ده تر ټولګي لاندې ټولګي کې ټول کسان وژلي دي.

هغه وویل، «زه اوس هم تر رواني ضربې لاندې یم. تر دې چې پرون ما نشوای کولی چې حتی خبرې وکړم.»

چارواکو وویل، دوه ترهګر د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، په داسې حال کې چې درېیم یې ځان د برید په ترڅ کې وچاوه.

داعش د خپلې تبلیغاتي څانګې اعماق له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

دغې ډلې د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي سیمې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د برید ادعا هم کړې وه. په هغه ځانمرګي برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي چې اکثر یې ځوان زده کوونکي ول.‌

د پوهې له لارې هغوی ته ماتې ورکړئ

افغانستان د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ ملي ماتم ترسره کړ.

د لومړیو جنازو له پای ته رسېدلو څخه وروسته، ډېر محصلین راستانه شول ترڅو د لړم د ۱۲مې له برید څخه پاتې ویجاړۍ وګوري. هغوی یو لاریون وکړ او داسې بیرغونه یې لېږدول چې پرې لیکلي وو «زموږ وژل ودروئ».

سمیع احمدي چې له برید څخه ژوندی پاتې شوی وو ای اېف پي ته وویل، «نن چې زه دلته راغلم او دا ټولګي مې ولیدل، ما داسې و انګېرله لکه دلته چې د پوهنتون هېڅ نښه نه وي.»

احمدي وویل، «دا د ترهګرۍ انتها ده، او دا په هېڅ نظام یا دین کې نشته.»

په ګولیو سوریو دېوالونو او سوځېدلو مېزونو او چوکیو د دې شاهدي ورکوله چې د برید په ترڅ کې دغلته څنګه ګډوډي شوې ده.‌

دوه سوري چې د چاودېدونکو موادو په وسیله جوړ شوي د دې شاهد وو چې څنګه افغان ځانګړیو ځواکونو خپل ځانونه د یوه ټولګي له چت نه راغورځولي وو ترڅو محصلین وژغوري.

د یوه نږدې پوهنتون محصل محمد باقر علي زاده چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل، «ترهګرو ته زما پیغام دا دی چې موږ به هېڅکله هم توقف ونه کړو»

نوموړي وویل، «په هر قېمت چې وي، موږ به بیا راشو او د یوه ښېرازه او ازاد افغانستان لپاره به کار وکړو.»

د کابل پوهنتون محصل بشرمل سهاک وویل، له دې پرته چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او «د پوهې له لارې مبارزه وکړي» بله هېڅ لاره نشته.

هغه په خپل فیسبوک لیکلي دي، «موږ پوهېږو چې یوه ورځ به هغوی موږ هم ووژني، خو موږ به هېڅکله هم تسلیم نشو.»

د عامه ادارې محصل محمد راهد چې په پېښه کې ووژل شو،په پوهنتون کې د خپلو انګېزه ورکوونکیو ویډیوګانو له امله چې آنلاین به یې خپرولې ډیر شهرت درلود.‌

راهد په خپل یوه وروستی ویډیو کلېپ کې وویل، «ژوند له مبارزې څخه ډک دی، له درد څخه ډک دی، له ستونزو او غم څخه ډک دی.»

هغه چې اوس ترې د فراغت خوند هېر شوی دی، وویل، «خو اوس هم تاسو زموږ په شونډو باندې موسکا وینئ، ځکه چې وخت به په هر حال چې وي تېر شي او مونږ باید ژوند وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومتی چارواکی د کابل په خونړي برید کې لاس لري. حکومت باید ژر تر ژره دغه کسان پیدا او د قانون منګوله ته دې وسپاري.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ژغورلو یوازنۍ لاره زده کړه ده. ځوانان باید د پخوا په نسبت ډېره زده کړه وکړي او خپل هېواد له احتیاج، جنګ او فقر څخه وساتي.‌

ځواب ورکړئ