امنیت

افغان ځواکونو د کابل پوهنتون د ډله ییزې وژنې طراحان ونیول

سلام ټایمز او ای اېف پي

امنیتي منسوبین د لړم په ۱۲مه له کابل پوهنتون څخه بهر په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د لړم په ۱۲مه له کابل پوهنتون څخه بهر په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د روانې میاشتې په نیمایي کې په کابل پوهنتون باندې د شوي مرګوني برید تر شا لاس لرونکي دوه مشکوک طراحان نیولي دي.

لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول چې درې وسله والو سړیو د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې برید وکړ او څو ساعته پرله پسې یې په ټولګیو باندې ګولۍ وورولې.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست، لاکن حکومت یې پړه پر طالبانو واچوله.‌

داعش د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د شوي برید ادعا هم وکړه.‌ هغه ځانمرګي برید ۲۴ کسان ووژلاو له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل چې اکثر یې ځوان زده کوونکي ول.

په دې ویډیو سکرین شاټ کې چې د ملي امنیت ریاست خپور کړی دی د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې د مرګوني برید مشکوک طراح محمد عادل لیدل کیږي. [د ملي امنیت ریاست]

په دې ویډیو سکرین شاټ کې چې د ملي امنیت ریاست خپور کړی دی د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې د مرګوني برید مشکوک طراح محمد عادل لیدل کیږي. [د ملي امنیت ریاست]

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۶مه/ وویل، د برید «دویم طراح» په پکتیا ولایت کې ووژل شو او د عملیاتو درېیم نمبر مسؤل ونیول شو.

صالح وویل، دغو مجرمانو د برید له پیلولو څخه مخکې د کابل پوهنتون احاطه بررسي کړې او دا یې معلومه کړې وه چې امنیت یې کمزوری دی.

صالح په یوه راپور کې چې د هغه په فیسبوک پاڼه خپور شوی، ویلي دي، «هغوی د زده کوونکیو په څېر جامې کړي او له بیکونو سره چې له وسلو څخه ډک وو احاطې ته ننوتي ول.»

نوموړي ویلي، «دغه بیکونه هیچا هم نه دي تلاشي کړي. د هغوی پلان داسې وو چې که ونیول شي، هغوی به د تمانچو په وسیله په پولیسو باندې ډزې وکړي.

له حقاني شبکې سره اړیکې

د صالح دغه څرګندونې وروسته له کیږي چې هغه د شنبې په ورځ /د لړم ۲۴مه/ د «اصلي طراح» محمد عادل نیول اعلان کړل.‌

هغه وویل، «دغه برید د دې لپاره شوی ترڅو په حکومت باندې فشار راولي، بدنام یې کړي او کمزوری یې وښيي.»

صالح وویل، عادل -- چې شرعیات یې لوستلي او د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی -- اعتراف وکړ چې د طالبانو د یوې څانګې حقاني شبکې له خوا استخدام شوی وو او له هغوی څخه یې وسلې ترلاسه کړې وې.

حقاني شبکه په افغانستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره له داعش سره همکاري لري.

د ملي امنیت ریاست د لړم په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې عادل یې نیولی دی.‌

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلي چې، په کابل پوهنتون کې د وژنو او په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د برید «اصلي طراح» عادل وو.‌

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې عادل کله ونیول شو او د لړم په ۳مه یې په کوثر دانش مرکز باندې ځانمرګی بمي برید څنګه پلان کړی وو.‌

د هغې ډله ییزې وژنې مسؤلیت داعش هم اخیستی وو.

امنیتي سرچینو وویل چې عادل پخوا د کابل پوهنتون محصل وو.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، عادل د پوښتنو په ترڅ کې د ملي امنیت ریاست افسرانو ته وویل چې ده په پوهنتون باندې د برید وړاندیز د دې لپاره وکړ چې دا کار به په پراخ ډول تر پوښښ لاندې ونیول شي او په حکومت باندې به فشار راوړي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین د لړم په ۲۶مه وویل، له یوې څېړنې څخه وروسته، یو شمېر پولیس افسران «د وظیفوي غفلت» په تور له کاره ګوښه کړای شول.‌

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، له هغوی څخه اوس هم پوښتنې ګروېږنې کېږي‌.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د لړم په ۲۲مه وویل چې افغان ځواکونو د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې وواژه. دغه ډله په نړۍ واله کچه ترهګره نومول شوې ده. وزارت ونه ویل چې دغه عملیات کله ترسره شوي دی.‌

د دفاع وزارت وویل، «عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ترهګریزو بریدونو او د افغانانو په وژلو کې ښکېل وو.»

عزیز د ازبکستان د اسلامي حرکت د مؤسس طاهر یولداش (یولداشېف) زوی وو. طاهر یولداش د ۱۳۸۸ د زمري په میاشت کې د افغانستان - پاکستان پولې ته نږدې ووژل شو.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د عزیز زوی حکمت یولداش ټپي شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که حکومت په ریښتیا سره په خپل کار کې صادق وي او غواړي چې د مظلومو ځوانانو انتقام واخلي،‌ هغه باید په کابل پوهنتون باندې د برید طراحان اعدام کړي چې نور خلک داسې کارونه ونه کړي. زه فکر کوم چې په کابل پوهنتون باندې برید یو بې سابقې برید وو او تر اوسه پورې په افغانستان کې داسې بریدونه نه دي شوي. د مجرمانو نیول د امنیت په راوستلو کې مرسته نه کوي. د جرم ترسره کوونکي باید سمدلاسه دوزخ ته ولېږل شي. په افغانستان کې په جرم او وژنو کې د شدت یوازنی دلیل دا دی چې مرتکبینو ته سزا نه ورکول کیږي. هغوی په محبس کې بهترین ژوند لري او بهترین خواړه خوري، او ښایي څو کاله وروسته خوشې کړای شي. مونږ تر ټولو ډېر خطرناک مجرمان ولیدل چې په ډېرو پېښو کې یې لاس درلود، خو حتی پنځه کاله یې په حبس کې تېر نه کړل او خوشې شول. نو د هېواد ټول خلک غواړي چې په کابل پوهنتون باندې د برید ترسره کوونکي سمدلاسه اعدام کړای شي.

ځواب ورکړئ