امنیت

افغان ځواکونه د داعش پاتې شوني په داسې حال کې تعقیبوي چې د هغوی په پخوانیو مرکزونو کې ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی دی

د خالد زېري راپور

افغان سرتېري د زمري په ۸مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

افغان سرتېري د زمري په ۸مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

جلال اباد -- په داسې حال کې چې ژوند عادي حالت ته په راستنېدلو دی، د ننګرهار ولایت، چې یو وخت د داعش د خراسان څانګې مرکز وو، اوسېدونکي خپل کورونه بیارغوي.

لاکن افغان ځواکونه په دغه مات شوي ترهګر ګروپ باندې فشار ته دوام ورکوي، او وروسته له هغه چې دغې ډلې د یو شمېر وروستیو مرګوني بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست، د هغه پاتې شوني نیسي.

وروسته له هغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له داعش څخه یو شمېر سیمې ونیولې، د یادې ډلې د خراسان څانګې د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې یوه اعلامیه خپره کړه او په ننګرهار کې یې د دغې ډلې پر ماتې اعتراف وکړ.

د ملګرو ملتونو څارونکو د غبرګولي په ۷مه راپور ورکړ چې د یادې ډلې پر ضد دوامدارو عملیاتو یې پاتې غړي څنډې ته کړي او د دغې ډلې عایداتي سرچینې یې محدودې کړي دي.

د تلې په ۱ خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ د داعش ډلې غړي په داسې حال کې ښیي چې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې سره راټول شوي دي. [آرشیف]

د تلې په ۱ خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ د داعش ډلې غړي په داسې حال کې ښیي چې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې سره راټول شوي دي. [آرشیف]

د داعش د خراسان څانګې ډېری جنګیالي نیول شوي یا تسلیم شوي دي، په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو له خوا د تعقیب له وېرې د ځینې مشرانو په ګډون نورو یې ځانونه پټ کړي دي.‌

افغان چارواکو د زمري په میاشت کې د استخباراتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا .‌ د داعش د خراسان څانګې د قاضی القضات عبدالله اورکزي د وژنې راپور ورکړ.هغوی د پېښې د نېټې یا موقعیت په هکله معلومات ورنه کړل.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، اورکزي د همغې میاشتې په لومړیو کې په جلال اباد کې په یوه محبس باندې یو برید چې د داعش د خراسان څانګې یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، طرحه کړی وو. په هغه برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول.‌

چارواکو د لړم په ۲۶مه وویل، افغان امنیتي ځواکونو همدارنګه په کابل پوهنتون د روانې میاشتې په نیمایي کې د شوي مرګوني برید دوه مشکوک طراحان ونیول او یو بل یې وواژه.

په کابل پوهنتون د لړم د ۱۲مې د برید چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، «اصلي طراح» محمد عادل وو.‌ په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

مقامات وایي، عادل، چې اوس نیول شوی دی، د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې شوي برید کې هم لاس درلود. په هغه ځانمرګي بمي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شول چې ډیری یې ځوان زده کوونکي ول.‌

داعش په تېښته دی

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي وویل، د داعش د غړو د نیولو کمپاین روان دی.‌

ستانکزي وویل، «دوه نیم کاله مخکې هیچا هم فکر نه کاوه چې داعش ته به کله ماتې ورکړل شي. اوس له داعش څخه ننګرهار ته هېڅ ګواښ نشته.»

هغه زیاته کړه، «داعش په شینوارو سیمه کې پیاوړی وو. هغوی هڅه کوله چې خپل کنټرول پچیر اګام او خوګیاڼو ولسوالیو ته وغځوي.»

نوموړي وویل، «د داعش خراسان څانګې هڅې وکړې چې په توره بوره کې چې غارونه په کې دي، پاتې شي، او هلته ځانونه خوندي کړي... خو زموږ ځواکونو او د ولسي پاڅون ګروپونو په هغوی باندې فشار واچاوه چې هغه سیمې پرېږدي

د ننګرهار د والي مرستیالې حبیبې کاکړ وویل، وروسته له هغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو داعش ته غټ ټکانونه ورکړل، د یادې ډلې ځینې غړو ځانونه پټ‌ کړل او سم چې راوځي نیول کیږي.

هغې وویل، «زموږ د ملي امنیت ریاست ځواکونه هره میاشت په خپلو عملیاتو کې د داعش د مهمو کسانو په ګډون د هغوی یو شمېر جنګیالي نیسي او دا کمپاین اوس هم پرمخ روان دی.»

هغې وویل، «زه باوري یم چې د داعش جنګیالي به ونشي کولی چې په ننګرهار کې بیا سر راپورته کړي. هغوی هڅې کوي چې داسې وکړي، خو زموږ ځواکونه به هغوی ته اجازه ورنه کړي چې سرونه پورته کړي.»

ځایي خلک د داعش پر ضد د مقاومت کیسې کوي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي چې یو وخت یې د داعش د خراسان څانګې پر ضد جنګ کاوه اوس خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د داعش خراسان څانګې د ۱۳۹۳ په نیمایي کې په اچین، هسکه مېنه او نازیان ولسوالیو کې سر راپورته کړ. څو میاشتې وروسته، ترهګرو د ننګرهار ۱۲ قومي مشران ووژل چې د یادې ډلې پر ضد یې ولسي پاڅون راوپاراوه.

د کوټ ولسوالۍ د بر کوټ یوه اوسېدونکي نظرمحمد چې په څرګنده د قومي مشرانو د وژنې له امله د داعش د خراسان څانګې پر ضد د ولسي پاڅون یو غړی وو، وویل، «کله چې داعش د کوټ ولسوالۍ ته راغی او د ولسوالۍ په غټ پله باندې یې ملکي خلک ووژل، موږ پرېکړه وکړه چې راپورته شو.»

هغه وویل، «موږ خپلې وسلې راواخیستلې او د داعش پر ضد جنګ مو پیل کړ. موږ په دوه نیمو کالونو کې داعش ویجاړ کړ او له کوټ ولسوالۍ څخه مو واېست.»

هغه وویل، «که موږ سره یوځای شوي نه وای، هغوی به موږ یو یو وژلي وو. موږ خوښ یو چې اوس په عادي توګه ژوند کوو.»

د ملک کمین په نامه یوه قومي مشر چې ډېر د کورنۍ غړي او خپلوان یې داعش وژلي دي، وویل، «کله چې داعش واک ترلاسه کړ، یو مصیبت یې رامنځته کړ.»

هغه د خپلې سیمې په هکله د خبرو پر وخت وویل، «زموږ ټول خلک مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته لاړ شي او په کرایي ځایونو کې واوسیږي. موږ ډېرې سختۍ وګاللې، او داسې شپې راغلې چې موږ په نهاره وېده کېدلو. اوس چې د خدای په فضل داعش مات شوی دی، موږ وتوانېدلو چې خپلو سیمو ته راستانه شو او خپل عادي ژوند بیا پيل کړو.»

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د سیمې یوه اوسېدونکي فضل محمد شینواري وویل، «ګورګورۍ د داعش له غټو مرکزونو څخه یو مرکز وو.»

شینواري اوس تازه خپل کور، چې د داعش د خراسان څانګې د واکمنۍ پر وخت د ماینونو په چاودنو کې ویجاړ شوی وو، بیارغولی دی.

هغه وویل، «په دې مارکېټ کې ... شپږ یا اوه کاله مخکې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه وه، خو کله چې داعش راغی، هغوی د مارکېټ په دوکانونو کې مرکزونه او محاکم جوړ کړل چې خلک به یې په کې حلالول.»

هغه وویل، «ځینې کورونه اوس هم ویجاړ پراته دي، خو خلک په کې ژوند کوي ځکه هغوی په دې اند دي چې له کرایي کورونو څخه بهتر دي. اوس د داعش هېڅ وېره نشته، او ملکي خلک کولی شي چې عادي ژوند وکړي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، له داعش سره د جنګ په ترڅ کې د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې پروسه روانه ده، او په لسګونو هغه کورونه چې داعش ویجاړ کړي وو د حکومت په مرسته بیارغول شوي دي.‌

هغه وویل، «په اچین او کوټ ولسوالیو کې د ډېرو خلکو کورونه بیارغول شوي دي، او د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه به ډېر نور هم بیاورغول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش وار له مخه ویجاړ شوی او نشي کولی چې عملیات ترسره کړي، لاکن مهمه مسئله طالبان دي چې اوس هم فعال دي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه وژني. تاسو باید طالبانو ته د ماتې ورکولو په هکله او په دې هکله خبرې وکړئ چې حکومت د طالبانو پر ضد څه کړي دي. طالبان له یوې ورځې څخه بلې ته پرمختګ کوي، او حکومت ځمکې طالبانو ته ور پرېږي. که حکومت یو منظم پلان جوړ نه کړي، طالبان به په راتلونکي کال کې د ښار دروازو ته ورسېږي، ځکه چې اوس طالبان د هېواد له ډېرو ښارونو څخه د درې کیلومترو په فاصله کې موجود دي. دا تل ممکنه ده چې په ښارونو باندې برید وشي.

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي زمونږ د هېواد زړور ځواکونه. مونږ په خپلو ځواکونو باندې باور لرو. هغوی کولی شي چې د دې خاورې د وقار او عزت دفاع وکړي.

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي، داعش د امریکا او د افغانستان د ملي امنیت ریاست له خوا د طالبانو پر ضد حمایه کېده. لوستي خلک په دې موضوع باندې ښه صحیح خبر دي. اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د داعش جنګیالي مجبور دي چې جنګ بس کړي او وتښتي. که هغوی ونه تښتي، طالبان به یې له منځه وېسي. د دې لپاره چې طالبان بدنام کړي او خلک یې پر ضد راپورته کړي، امریکا په اکثرو چاودنو او هغو بریدونو کې غیرمستقیم لاس درلود چې د افغانستان په ښارونو کې ترسره کېدل. امریکا هرڅه وکړل خو په دې کې ناکامه شوه چې طالبانو ته ماتې ورکړي او بالاخره مجبوره شوه چې له یادې ډلې سره د وتلو هوکړه لاسلیک کړي.

ځواب ورکړئ