امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي د داعش د خراسان څانګې له ماتې څخه وروسته ستنېږي چې خپل کورونه بېرته جوړ کړي

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې د اچین ولسوالۍ د بندر سیمې اوسېدونکي د وږي په ۵مه خپل کورونه بیارغوي. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې د اچین ولسوالۍ د بندر سیمې اوسېدونکي د وږي په ۵مه خپل کورونه بیارغوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د امنیتي ځواکونو له خوا له سیمې څخه د داعش د ترهګرې ډلې له منځه وړلو څخه وروسته، هغه کورنۍ چې د داعش د خراسان څانګې مجبورې کړې وې چې له ننګرهار ولایت څخه وځي، بېرته ستنېږي ترڅو خپل کورونه او ژوند بیاجوړ کړي.

هغه کورونه چې د داعش خراسان څانګې په اچین، هسکه مېنه، سپین غر، نازیان او کوټ ولسوالیو کې نیولي وو او د مرکزونو په توګه یې ترې کار اخیسته اکثر یې د یاغیانو له خوا ویجاړ شوي ول.

د بندر سیمې یوه اوسېدونکي سید محمد شینواري چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «زه څلور کاله مخکې دلته اوسېدم، او کله چې داعش راغی، په پيل کې یې چاته ضرر نه رساوه، خو وروسته یې د خلکو وژنه پيل کړه.»

شینواري وویل، زه مجبور شوم چې د شپې ناوخته له خپلې مېرمنې، شپږو ماشومانو او یوې غوا سره خپل کور پرېږدم، موږ په پښو غني خېلو ته لاړو او بیا مو تورخم طرف ته مخه کړه او هلته مېشت شوو.»

هغه وویل، «ما پیسې نه لرلې چې د خپلو کالیو د انتقال لپاره یې ورکړم، او داعش موږ ته اجازه نه راکوله چې له خپلو کورونو څخه څه وېسو.»

شینواری په وروستیو کې خپل کلي ته راستون شوی او د ګاونډیانو په مرسته په خپل کور کې د یوې لوېدلې کوټې په بیارغونه باندې بوخت دی.

هغه وویل، «زموږ کورونه په کنډوالو باندې بدل شوي وو. داعش زموږ کوټې ورانې کړې وې، او هر هغه څه یې چې موږ په کورونو کې لرل لوټلي وو.»

شینواري وویل، «خو اوس زموږ ټولو کلیوالو په شریکه زموږ د کور په بیارغونه باندې کار پیل کړی دی.»

د اچین ولسوالۍ د تختو سیمې یوه اوسېدونکي لال محمد خان چې ۴۰ کاله عمر لري او د ده کور هم داعش ویجاړ کړی وو، وویل، هغه خوښ دی چې سیمه له ترهګرو څخه پاکه شوې او هغه کولی شي چې خپل کور بېرته ورغوي.

شینواري وویل، «باور کوئ که نه، کله چې زه راستون شوم، ما خپل کلی نه پېژانده ځکه چې داعش هر څه ویجاړ کړي وو. اوس زه کار کوم ترڅو خپله د مېلمنو خونه جوړه کړم ځکه چې شینواري له مېلمونو سره مینه لري.»

لال محمدخان وویل،‌ «اوس موږ اندېښنه نه لرو، او موږ به له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه کار وکړو ترڅو خپلې سیمې خوندي کړو او په سوله کې ژوند وکړو.»

د ملګرو ملتونو څارونکیو د غبرګولي په ۷مه راپور ورکړ چې، د ۱۳۹۸ د وږي او لړم تر منځ، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش خراسان څانګې ته یو لړ قلمروي ماتې او «شتون ته ګواښونکي ټکانونه» ورکړل او له هغه وخت راهیسې په دې توانېدلي چې د جنګیالیو د راستنېدلو مخه ونیسي او د یادې ډلې عایداتي سرچینې محدودې کړي.

د داعش خراسان څانګې د تېر لړم په ۲۶مه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې په ننګرهار کې د یادې ډلې په ماتې باندې اعتراف کړی وو او ویلي یې وو چې غړو یې له څو اونیو راهیسې د خوراک لپاره هېڅ نه لرل.

موږ له داعش څخه هېڅ ډار نه لرو

د اچین ولسوالۍ په مورګۍ سیمه کې چې یو وخت د داعش د خراسان څانګې تر واک لاندې وه، افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د تلاشۍ امنیتي پوستې جوړې کړي څو په سیمه کې د سولې په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي فقیرالله روان وویل، «موږ په تېرو پنځو کالونو کې سخت ژوند تېر کړ. د داعش له لاسه موږ بټي کوټ ولسوالۍ ته کډه شوو او هلته له خپلوانو سره اوسېدلو. موږ یو ستونزمن ژوند درلود. د داعش له ماتې څخه وروسته، حکومتي ځواکونو دلته د تلاشۍ پوستې جوړې کړې، او اوس موږ په امن کې ژوند کوو.»

د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګرې سیمې، چې داعش په کې خپل اصلي مرکز جوړ کړی وو، اوسېدونکیو وویل چې هغوی په دې خوښ دي چې بالاخره کولی شي چې خپلو کورونو ته راستانه شي.‌

یوه ځایي اوسېدونکي بشرمل چې تازه کور ته راستون شوی دی، وویل، «اوس موږ له داعش څخه هېڅ ډار نه لرو ځکه چې امنیتي ځواکونه دلته راغلي او زموږ امنیت یې ټینګ کړی دی.»

هغه وویل، «موږ خپل کورونه جوړوو او خپل نورمال ژوند کوو. زموږ ځینې پټي له څو کالونو راهیسې خاره پاتې دي، او په ځینې پټیو کې داعش فصلونه کرلي وو، خو اوس چې موږ راستانه شوي یو موږ به خپل فصلونه پرې وکرو.»

بشرمل وویل، «زموږ ژوند وده کوي، او امنیتي ځواکونو دلته نږدې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي دي ترڅو زموږ امنیت تأمین کړي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ژمنه وکړه چې مقامات به د ملکي خلکو هغه کورونه چې د داعش خراسان څانګې په شپږو ولسوالیو کې وران کړي دي، بېرته جوړ کړي.

هغه وویل، «د ولسمشر اشرف غني د لارښوونو په اساس به هغه کورونه چې د اچین، هسکې مېنې، سپین غر، نازیان، کوټ او پچیر اګام په شپږو ولسوالیو کې له داعش سره د نښتو په ترڅ کې ویجاړ شوي دي،‌ بېرته جوړ کړای شي.»

هغه وویل، «اوسېدونکي به وکولی شي چې یوه عادي ژوند ته بېرته ور وګرځي. یوه سروې روانه ده ترڅو معلومه کړي چې څومره کورونه ویجاړ شوي دي.‌ د سروې له بشپړېدلو څخه وروسته به له اوسېدونکیو سره مرسته وشي ترڅو خپل کورونه بېرته ورغوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش د ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار او کونړ خلکو ته ډېر زیات زیانونه ور رسولي دي. هغوی په یادو ولایتونو کې قومي مشران ووژل، د نجونو ښوونځیو ته یې اور ورته کړ، ښوونځیو ته د هلکانو د تګ مخه یې ونیوله،‌ او تر دې چې خلک یې له کورونو څخه وتلو ته مجبور کړل او د خلکو په کورونو کې یې سنګرونه جوړ کړل. تر دې چې هغوی ځوانې نجونې مجبورې کړې چې د داعش جنګیالیو سره ودونه وکړي. نو د ختیځو ولایتونو خلکو د نورو ولایتونو د خلکو په نسبت له حکومت سره ډېره همکاري وکړه او هغوی اوس هم له حکومت سره همکاري کوي.‌ حتی مونږ ویلی شو چې ډاکتر محمد اشرف غني په تېرو انتخاباتو کې ۵۰٪ رایې له درې ختیځو ولایتونو، کونړ، ننګرهار او لغمان څخه ترلاسه کړې، او پاتې ۵۰٪ رایې یې له نور افغانستان څخه ترلاسه کړې. اوس باید حکومت د ننګرهار خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزې حل کړي، او حکومت باید له هغو خلکو سره چې کورونه یې د داعش او حکومت تر منځ په جنګ کې ویجاړ شوي دي دي، همکاري وکړي.

ځواب ورکړئ

داعش د خلکو ژوند تباه کړ

ځواب ورکړئ