امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي باوري دي چې افغان ځواکونه کولی شي امنیتي لاسته راوړنې وساتي

د خالد زېري راپور

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې د نړۍ والو ځواکونو له وتلو څخه وروسته، د ننګرهار ولایت په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای او د سپین غر او هسکه مېنې ولسوالیو امنیت یې ټینګ کړی دی. [خالد زېری]

ننګرهار -- ځايي چارواکي او اوسېدونکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ایتلافي ځواکونو په اډو کې له ځای پر ځای کیدو څخه څلور میاشتې وروسته، افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونه دا په اثبات رسوي چې هغوی کولی شي د داعش له ماتې څخه وروسته ترسره شوې امنیتي لاسته راوړنې وساتي.‌

افغان چارواکو د تېر لړم په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې ماتې اعلان کړه.‌

ایتلافي ځواکونه د روژې د میاشتې په وروستیو کې د سپین غر ولسوالۍ له الته بند سیمې څخه ووتل، او په خپل ځای یې افغان ملي اردو پرېښودله.

په سیمه کې د ځای پر ځای شوي یوه بلوک مشر لومړي بریدمن حشمت الله وویل، «درې میاشتې کېږي چې موږ دلته توظیف شوي یو.»

د افغان ملي اردو منسوبین د وږي په ۵مه د سپین غر ولسوالۍ په هغې پوځي اډه کې لیدل کیږي چې ایتلافي ځواکونه د غوایي په میاشت کې ترینه ووتل.‌ [خالد زېری]

د افغان ملي اردو منسوبین د وږي په ۵مه د سپین غر ولسوالۍ په هغې پوځي اډه کې لیدل کیږي چې ایتلافي ځواکونه د غوایي په میاشت کې ترینه ووتل.‌ [خالد زېری]

هغه وویل، «داعش دلته فعالیتونه کول خو نور نشته.»

هغه وویل، د داعش د خراسان څانګې په ماتېدلو او د ناټو ځواکونو په وتلو سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغو سیمو د امنیت خوندي کولو مسولیت په غاړه اخیستې ده.‌

حشمت الله وویل، «موږ له خپلو خلکو څخه غواړو چې په خپلو امنیتي ځواکونو باندې اعتماد ولري.»

هغه وویل، افغان ملي اردو درنې او سپکې وسلې لري او کولی شي چې د غرونو پورې غاړې ته هم دښمنان په نښه کړي، او زیاته یې کړه چې، «موږ به هر هغه وسله وال ګروپ چې هڅه کوي دلته فعالیت وکړي وځپو.»

په الته بند اډه کې یوه سرتیري ذبیح الله نورستاني وویل، «موږ اوس دلته راغلي یو او موږ ژمن یو چې د اوسېدونکیو او سیمو امنیت ټینګ کړو.»

د داعش له ماتې څخه وروسته امنیت ښه شوی دی

د اچین ولسوالۍ د مومند درې سیمې یوه اوسېدونکي شفیق الله شینواري وویل چې دی د پخوا په پرتله ډېر د خوندیتوب او امنیت احساس کوي.

هغه وویل، «ما خپله کورنۍ څلور میاشتې مخکې بېرته خپل کور ته راوستله. اوس امنیت بهتر دی

هغه وویل، «دلته پخوا داعش وو، او موږ ډېر زیانونه وګالل. داعش زموږ د خپلوانو سرونه پرې کړل. هغوی داسې جنایتونه ترسره کړل چې زه یې حتی په هکله خبرې نشم کولی؛ زه نشم کولی چې خپلې اوښکې ودروم.»

شینواري وویل، «اوس چې زموږ امنیتي ځواکونه دلته ځای پرځای شوي دي، موږ خوندي یو او له اندېښنو څخه پرته خپل ژوند پرمخ بیایو.»

د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګرۍ سیمې یو اوسېدونکی رفیق جان له خپلې کورنۍ سره یوځای درې کاله مخکې له هغه وروسته جلال اباد ته کډه شو چې داعش یې کور ور ویجاړ کړ.‌

هغه وویل، «زه غواړم چې خپله کورنۍ بېرته خپل کلي ته بوځم. اوس هلته امنیت دی. داعش له منځه وړل شوی او زموږ ملي اردو او سرحدي ځواکونه هلته ځای پرځای شوي دي.»

رفیق وویل، «موږ به له پوره باور سره بېرته لاړ شو او خپل کورونه به بیا ورغوو.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري وویل، له هغه وخت نه چې افغان چارواکو د داعش د خراسان څانګې ماتې اعلان کړې ده،‌ په شینوارو ولسوالۍ کې امنیت ښه شوی دی.

هغه وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځای پرځای کېدلو سره، «امنیت په بشپړ ډول ښه شوی دی او خلک په خوندي توګه ژوند کوي.»

په ننګرهار کې د افغان ملي اردو د څلورم غونډ قوماندان تورن جنرال محمد کریم نیازي وویل، «زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې اوس هلته امنیت ښه دی او ستاسو زړور ځواکونه به د هر دښمن پر ضد ودرېږي.»

هغه وویل، «موږ په سپکو او درنو وسلو سمبال او له هر دښمن سره مخامخ کېدلو ته چمتو یو. موږ به د خپلو خلکو او دې ځمکې په دفاع کې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې قرباني ورکړو.»

هغه وویل،‌ «خلک باید وارخطا نشي؛ بلکې هغوی باید باوري وي چې موږ به د دوی دښمنان له منځه وېسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د طالبانو پر ضد جنګ وکړ، خو ونه توانېدل چې هغوی له منځه وېسي. طالبان له یوې ورځې څخه بلې ته قوي کیږي. ښایي چې طالبان په راتلونکي کال کې د سږ کال په نسبت ډېر قوي شي.‌ زه نه پوهیږم چې دلیل څه دی. سره له دې چې په افغان ځواکونو باندې په میلیونونو ډالر لګول کیږي،‌ بیا هم طالبان هره ورځ دغه ځواکونه وژني.‌ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو شمېر له ۳۰۰ زرو څخه ډېر دی، په داسې حال کې چې د طالب جنګیالیو شمېر ۳۰ زره دی. بیا هم د جګړې په ډګر کې طالبان بریالي دي.‌ افغان حکومت باید خلکو ته ځواب ووایي چې ولې حکومت نشي کولی چې د ۳۰ زرو طالب ځواکونو پر ضد بریالی شي.‌

ځواب ورکړئ

افغان امنیتي ځواکونو واقعاً د جګړې په ډګر کې،‌ په ځانګړې توګه د داعش پر ضد، ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي، خو د داعش د چاودنو او ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. هغوی د جګړې په ډګر کې ډېر قوي دي او داعش نشي کولی چې د افغان ځواکونو پر ضد جنګ وکړي، خو د دغو ځواکونو استخباراتي ادارې ډېرې کمزورې دي. افغان حکومت په مداومه توګه هڅه وکړه چې افغان ځواکونه پیاوړي کړي، خو ونه توانېدل چې مجرب او په کار پوه خلک استخدام کړي. استخبارات د یوه هېواد، په ځانګړې توګه د داسې یوه هیواد چې هغه په جنګ کې ښکېل وي، هسته بلل کیږي. حکومت باید هڅه وکړي چې خپلې استخباراتي ادارې پیاوړې کړي څو هغوی له پېښېدلو څخه مخکې د چاودنو او ترهګریزو بریدونو د پېښېدلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ