امنیت

تخصصي پوځي روزنې د مستقل افغان ځواک جوړېدلو ته لاره هواره کړې

د سلیمان راپور

د افغان ځانګړیو ځواکونو نوي غړي د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې د کمانډو ځواک له تعلیمي مرکز څخه تر فراغت وروسته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو قول اردو]

د افغان ځانګړیو ځواکونو نوي غړي د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې د کمانډو ځواک له تعلیمي مرکز څخه تر فراغت وروسته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو قول اردو]

کابل -- افغان پوځي چارواکي او شنونکي وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د حکومت او د هغه د نړۍ والو متحدینو له خوا د ځانګړې روزنې او پاملرنې د ترلاسه کولو له برکته یو مسلکي او وړ امنیتي ځواک رامنځته کړی دی.

افغانستان تر ۱۳۸۱ کال پورې کوم اردو، پولیس، ملي امنیتي یا کمانډو خواکونه نه درلودل.

اوس په افغان ملي اردو، افغان هوایي ځواک، افغان ملي پولیسو، افغان محلي پولیسو او د ملي امنیت ریاست کې له ۳۰۰ زره څخه ډېر ښه روزل شوي ځواکونه موجود دي چې د ترهګرۍ او ولس ته د ورپېښو نورو ګواښونو پر ضد جګړې ته چمتو دي.

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه شنونکي عارف کیاني وویل، «ښې روزنې او په اړتیاوړ تجهیزاتو سمبالتیا افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته فرصت ورکړی چې د جګړې په ډګر کې خپلو اجرأتو ته وده ورکړي.»

افغان امنیتي ځواکونه د تېرې لیندۍ په ۲۰مه د کابل شمال ته پروان ولایت کې د بګرام هوایي ډګر سره نږدې د یوه موټربمي برید ساحې ته رسېږي. چارواکو وویل، لږ تر لږه یو کس هغه وخت ووژل شو او په لسګونو نور ټپیان شول چې د لیندۍ په ۲۰مه په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر ټولو لویې پوځي اډې سره نږدې یو بم وچاودېد، چې د بګرام هوایي ډګر سره نږدې کورونه او یو تر کار لاندې روغتون یې ویجاړ کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د تېرې لیندۍ په ۲۰مه د کابل شمال ته پروان ولایت کې د بګرام هوایي ډګر سره نږدې د یوه موټربمي برید ساحې ته رسېږي. چارواکو وویل، لږ تر لږه یو کس هغه وخت ووژل شو او په لسګونو نور ټپیان شول چې د لیندۍ په ۲۰مه په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر ټولو لویې پوځي اډې سره نږدې یو بم وچاودېد، چې د بګرام هوایي ډګر سره نږدې کورونه او یو تر کار لاندې روغتون یې ویجاړ کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، «د ځانګړیو ځواکونو واحدونو عالي روزنه ترلاسه کړې او د خپلو مهارتونو او پوځي روزنې له برکته یې د دښمن ډېر ویجاړونکي نظامي پلانونه شنډ کړي دي.»

کیاني وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۱۹ کاله مخکې هېڅ قوت نه درلود، خو نن د حکومت او د هغه د نړۍ والو متحدینو د هڅو او ځانګړې پاملرنې په برکت افغانستان ښه روزل شوي او مجرب ځواکونه لري چې کولی شي د ایتلافي ځواکونو له ملاتړ څخه پرته پېچلي او لوی عملیات ترسره کړي.»

ممتاز ځواکونه

د افغان ملي اردو د کمانډو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال فرید احمدي وویل، دغه قول اردو یو «مسلکي او مجرب ځواک دی چې په سیمه کې د خپل کیفیت، جنګي تجربې، تجهیزاتو، روزنې او رهبرۍ په اساس په سیمه کې بې ساري دی.»

احمدي وویل، یوه له هغو ځانګړتیاوو څخه چې د کمانډو قول اردو ځانګړې کوي هغه د استخدام او انتخاب سخته پروسه ده.

هغه وویل، «د ۵۰۰۰ کسانو له جملې څخه یواځې ۱۰۰۰ کسان له سختو ازموینو او بیاکتنو څخه وروسته استخدام کیږي.‌ سواد، مناسبه فزیکي او اروایي روغتیا، په هر ډول حالاتو کې د فعالیت کولو وړتیا د هغو شرایطو په ډله کې دي چې د هغو په اساس د ځانګړیو ځواکونو د واحدونو لپاره کسان انتخابیږي.»

هغه وویل، «د ځانګړیو ځواکونو واحدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ۹۰ ځایونو کې فعالیت کوي. هغوی د رهبرۍ په مهارتونو باندې سمبال او له مهمو تکتیکونو سره اشنا دي. هغوی هم روزنه ترلاسه کوي او هم ځانګړي عملیات ترسره کوي.»

د احمدي په وینا، د کمانډو عسکر ښه امتیازات ترلاسه کوي او ښه مجهز دي چې د نویو کسانو د استخدام فرصت پیاوړی کوي.

هغه وویل، «ځوانان له دې ځواک سره په یوځای کېدلو کې ډېره علاقه مندي لري. یواځې تېر کال په پلازمېنه کابل کې د کمانډو په عالي تعلیمي مرکز او په ولایتونو کې د کمانډو د روزنې په مسلکي روزنیزو مرکزونو کې ۶۰۰۰ کمانډویانو مسلکي ښوونه او روزنه ترلاسه کړه.»

لومړۍ درجه روزنه

تېره اونۍ، د ۶ ښځو په ګډون د ځانګړیو ځواکونو ۷۴ افسرانو د کابل په ختیځ کې خپله پوځي روزنه بشپړه کړه.‌

احمدي وویل، «دغه ځواکونه چې ځانګړې روزنه یې ترلاسه کړې ده په عصري وسلو سمبال دي او د ځانګړیو عملیاتو لپاره روزل شوي دي.»

هغه وویل، «له ۱۳۸۳ راهیسې، ښځې د ځانګړیو ځواکونو له نورو واحدونو سره یوځای په ځانګړیو شپنیو او ورځنیو بریدونو کې ښکېلې دي.»

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نویو پوځي تکتیکونو او نړۍ والو معیارونو په اساس روزنه ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، «هغوی تر ټولو تازه نظامي او جنګي تکتیکونه زده کړي، او اوس کولی شي چې ځمکني بریدونه ۱۰۰٪ پخپله ترسره کړي او ۸۰٪ په خپلواک ډول هوایي بریدونه ترسره کړي.»

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د وړتیا، تجربو او تجهیزاتو په اساس په یوه بهتر حالت کې دي، او وړتیا یې ورځ په ورځ زیاتیږي.»

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال او د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عبدالهادي خالد وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د ښوونې او روزنې ورکول او هغوی ته اړتیاوړ تجهیزات چمتو کول د هغوی له جوړېدلو راهیسې یو لومړیتوب دی، او اوس زموږ هېواد داسې ځواکونه لري چې د نړۍ والو ځواکونو په معیارونو برابر روزل شوي دي.»

هغه وویل، «د ځانګړیو ځواکونو واحدونو اساسي پوځي ښوونه روزنه ترلاسه کړې ده. هغوی ته د انساني ارزښتونو، اخلاقو او نړۍ والو کنوانسیونونو په اساس روزنه ورکول شوې ده.»

هغه وویل، «دا چې افغان ځواکونه د دې خاورې بچیان دي او په جګړه کې پیدا شوي او لوی شوي دي، هغوی په لوړ مورال د ترهګرو پر ضد جنګیږي.»

وړ او اړین

د افغان ملي اردو د کمانډو قوماندان احمدي وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د روزنې او چمتووالي داسې یوې سطحې ته رسېدلي چې د سیمې نور هېوادونه یې دې ته هڅولي چې خپل ځواکونه د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته راولېږي.»

هغه وویل، «تېر کال، د متحده ایالاتو په مرکزي قوماندانۍ کې زما د پریزینټیشن پر وخت، د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو له ما څخه غوښتنه وکړه چې آیا هغوی کولی شي چې خپل افسران د کمانډویانو د روزنې په عالي تعلیمي مرکز کې د روزنې ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته راولېږي. د ګاونډیو هېوادونو له خوا افغانستان ته د خپلو ځواکونو په رالېږلو کې علاقه مندي د افغان امنیتي ځواکونو د لوړې وړتیا او ظرفیت یو بل مثال دی.»

احمدي وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو د کمانډو د قول اردو ځواکونه د دښمن په مقایسه په ښه حالت کې دي، او هغوی بشپړ باور لري چې کولی شي هغوی له منځه وېسي.»

هغه وویل، «موږ د سولې ملاتړ کوو، خو په ورته وخت کې، مونږ د دې لپاره پوره چمتووالی لرو چې له افغانستان څخه دفاع وکړو. زمونږ په ځواکونو باندې د خلکو اعتماد د هغوی مورال لوړ کړی دی.»

احمدي وویل، د افغان ملي اردو د کمانډو قول اردو ځواکونه په عصري وسلو سمبال دي او د دې کافي تجربه او وړتیا لري چې د داعش او طالبانو په ګډون د هر ترهګر او اورپکي ګروپ پر ضد جنګ وکړي.

هغه وویل، «د افغان ملي اردو د کمانډو قول اردو ځواکونو... یواځې د تېر کال په دوران کې ۱۶۰۰ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په کې د دښمن ۱۵۰ مهم کسان، د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان، د ماینونو خښوونکي ګروپونه او د لومړۍ جبهې قوماندانان چې د جنګ مشري یې کوله، وژل شوي دي.»

احمدي وویل، «زموږ د ځواکونو د وړتیا یو بل مثال دا دی چې موږ تېر کال ۱۸ ځانګړي عملیات ترسره کړل چې د دښمن له جېلونو څخه بندیان را ازاد کړو،» او زیاته یې کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک او امنیتي منسوبین را ازاد شول.‌

داعش او طالب اورپکي په شا تمبول

په کابل کې د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه کمانډو او د ځانګړیو ځواکونو واحددونه، په نړۍ واله سطحه تعلیم او تربیه لري، او دا چې هغوی په یوه جنګي چاپېریال کې ښوونه او روزنه ترلاسه کړې ده، له دې امله د هغوی جنګي تجربه د ایتلافي ځواکونو په نسبت بهتره ده.»

هغه وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه په عمومي توګه مناسبې وړتیاوې لري، خو د ځانګړیو ځواکونه واحدونه لا ښې وړتیاوې لري. په وروستیو کالونو کې، د مشرانو په ګډون له ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې د داعش جنګیالي یي له منځه وېوړل او په ننګرهار کې یې د هغوی مرکز ویجاړ کړ او طالبانو ته یې اجازه ورنه کړه چې د یوه ولایت واک هم ترلاسه کړي.»

د ملي امنیت ریاست د غوایي په ۲۲مه اعلان وکړ چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د پولیسو د ځانګړیو ځواکونو له ۲۲۲ یونټ سره په همکارۍ کې د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش مشر ضیاءالحق (چې د ابو عمر الخراساني په نامه هم یادېده) د هغه له ویاند صهیب او د هغه د استخباراتو له مشر ابو علي سره یوځای ونیو.

وزیري وویل، «همدارنګه هغوی وکولی شوای چې د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نامه هم یادېدهد داعش له نورو مهمو کسانو سره یوځای ونیسي، او په لسګونو مهم طالب جنګیالي ووژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې خپل نظر په یوه کرښه کې څرګند کړم. دا د افسوس وړ ده چې په دې بې کفایته حکومت کې ټول ځوانان د متحده ایالاتو او د پاکستان د آی اېس آی د اجیرانو په لاس داسې په بې رحمانه ډول وژل کیږي.‌

ځواب ورکړئ

ملي اردو، کمانډو او ځانګړي ځواکونه په خپلو کارونو کې ښه فعال دي او هغه پولیس چې له پلازمېنې کابل او ولایتي مرکزونو څخه لیرې وخت تېروي هغه هم ښه دي خو کوم پولیس چې په کابل ښار او ولایتي مرکزونو کې کار کوي اکثر یې غله دي او یا د غلو مله دي. په اکثرو غلاوو او شوکو کې او هم په تښتونو او پیسو اخیستنو کې لاس لري. په کار دی چې د ښارونو پولیس هم په نوبت سره د جنګ لپاره اطرافو ته ولېږل شي چې لږ پوه شي چې د اطرافو پولیس څومره په سختۍ کې وخت تېروي.

ځواب ورکړئ

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد ساتونکي او زمریان دي. مونږ پرې افتخار کوو.

ځواب ورکړئ

زمونږ ټولو زړورو امنیتي منسوبینو، په ځانګړې توګه زمونږ د ګران وطن ملي اردو ته سلامونه او ښې هیلې. خدای دې تاسو ټول له هر مصیبت، په ځانګړې توګه ستاسو د شرمېدلو او بزدلو دښمنانو له شر څخه په امان کړي او خدای دې تاسو روغ جوړ لري.‌ هیله ده چې زمونږ د اردو زړور او ایماندار منسوبین دښمن ته تسلیم نشي. کاش چې داسې یو حکومت وای چې د دغو زړورو عسکرو له وینې سره یې لوبې نه وای کړې. زه د خپل هېواد دواړو مشرانو ته له خدای پاک نه د لارښوونې او هدایت غوښتنه کوم.

ځواب ورکړئ

آیا د افغان ملي اردو دا منسوبین هغې د مرګ قطعې پورې تړلي دي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په وروستیو کې جوړه کړه؟

ځواب ورکړئ

د ملی اردوی ځانګړي ځواکونه د دې خاورې اصلی ساتونکې دي. دوی کولی شي چې دې دښمن پر وړاندې و جنګیږي او دښمن ته ماته ورکړي. حکومت باید د ملي پوځ په ښوونه او روزنه کې ښه پاملرنه وکړي تر څو موږ وکولی شو چې یو مسلکی او پیاوړی پوځ ولرو. ژوندی دې وي د افغانستان ملي پوځ، ژوندی دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي زما د ګران افغانستان پوځي ځواکونه

ځواب ورکړئ

مونږ په خپلو زړورو ځواکونو باندې افتخار کوو. تل دې وي اسلام. تل دې وي زمونږ ګران هېواد د افغانستان اسلامي جمهوریت. مرګ په خاینانو.

ځواب ورکړئ

که له طالبانو سره سوله وشي، مونږ د خپل هېواد راتلونکي ته هیله من یو، خو که له دغه ګروپ سره سوله ونشي، د هېواد راتلونکی مبهم ښکاري ځکه چې طالبان یو قوي نظامي ګروپ دی چې د افغانستان د خاورې له نیمایي څخه په ډېره باندې واکمن دي، او امریکا او ناټو ۲۰ کاله د طالبانو پر ضد جنګ وکړ، لاکن د طالبانو پر ضد جنګ یې ونه ګاټه.‌ په داخلي ملاتړ سربېره،‌ اوس طالبان د روسیې، چین، قطر، سعودي عربستان او نورو په شمول بهرنیو هېوادونو ملاتړ هم لري، له دې امله، دا ناشونې ده چې له طالبانو څخه پرته دې واکمني وشي او دا هېواد دې خوندي کړای شي. که د طالبانو پر ضد ۲۰ کاله نور جنګ هم وشي، هغوی بیا هم نشي کولی چې دغه ګروپ ته ماتې ورکړي. مونږ د ملي روغې جوړې د عالي شورا په رییس ډاکتر عبدالله باندې قوي فشار اچوو چې په هېواد کې په هر څه باندې سولې ته اولیت ورکړي او په دې هېواد کې سوله خوندي کړي. هغه پوره صلاحیت لري چې له طالبانو سره خبرې وکړي او له هغوی سره سوله وکړي.‌

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د افغان ملي اردو کمانډو ځواکونه او ځانګړي ځواکونه مسلکي او روزل شوي ځواکونه دي.‌ که مونږ دغسې پنځوس زره ځواکونه (عسکر) لرلی، اوس به مو بهتر امنیت لرلی ځکه چې د ملي اردو د ځواکونو اکثر غیر مسلکي دي.‌ د افغان ملي اردو ځانګړي ځواکونه تعلیم یافته دي او مورال یې لوړ دی. په اکثرو جنګونو کې، هغوی د ملي اردو د نورو ځواکونو په نسبت د لمس وړ لاسته راوړنې لري.‌ حکومت باید د دغو ځواکونو پیاوړي کولو ته ډېره پاملرنه وکړي چې مونږ د سیمې په سطحه داسې یو مسلکي ځواک ولرو چې کولی شي زمونږ له خاورې او د هېواد له ملي وقار څخه دفاع وکړي.

ځواب ورکړئ