امنیت

د افغانستان د ځانګړیوعملیاتو ځواکونه په جګړه کې ترهګرو ته ماتې ورکوي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو د ځانګړیو عملیاتو د قول اردوګانو چارواکي وایي، چې کمانډو ځواکونو د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۸۰۰ څخه ډېر ترهګر وژلي دي. [سلیمان]

کابل -- چارواکي وایي، چې د افغان ملي اردو کمانډو ځواکونو د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۸۰۰ څخه ډېر د داعش او طالبانو اورپکي وژلي دي.

د اردو یوه ویاند ډګروال عبدالقیوم نورستاني د جنورۍ په ۲۵ مه سلام ټایمز ته وویل، «د ۲۰۱۷ د نومبر له ۲۲مې راهیسې، د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو افغان کمانډو په ۱۵ ولایتونو کې سلګونه عملیات او نظامي فعالیتونه ترسره کړي دي،»

هغه وویل، «د دغو عملیاتو په ترڅ کې، د داعش او طالبانو د ډلو د غړو په شمول، ۸۳۶ تنه ترهګر، ووژل شول، ۳۷۹ تنه ټپیان او ۱۶۷ تنه نور ونیول شول،»

د نورستاني په وینا، افغان ځانګړیو ځواکونو همدارنګه دوه فابریکې، چې د ځانمرګو د واسکټونو د جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېده او ۲۵ «د ترهګرو مرکزونه» ویجاړ کړل، او ۶۲۰ میله سپکې او ۲۶۵ میله درنې وسلې یې له ترهګرو څخه ضبط کړې.

کارپوهان وایي، د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو عسکر په افغان ملي اردو کې تر ټولو ښه مجهز او چمتو شوي عسکر دي. [فیسبوبک/د ځانګړیو عملیاتو عسکر]

کارپوهان وایي، د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو عسکر په افغان ملي اردو کې تر ټولو ښه مجهز او چمتو شوي عسکر دي. [فیسبوبک/د ځانګړیو عملیاتو عسکر]

دا عکس، چې د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې اخیستل شوی، افغان ځانګړي ځواکونه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له یوه عملیات څخه مخکې ښیي. [د ځانګړیو عملیاتو د عسکرو د رسنیو دفتر]

دا عکس، چې د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې اخیستل شوی، افغان ځانګړي ځواکونه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له یوه عملیات څخه مخکې ښیي. [د ځانګړیو عملیاتو د عسکرو د رسنیو دفتر]

د ترهګرۍ پر ضد بریالیتوب

د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو قوماندان جنرال بسم الله وزیري د جنورۍ په ۸ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې په تېرو ۹ میاشتو کې د خپل یونټ پراخې لاسته راوړنې شریکې کړې.

هغه خبریالانو ته وویل، «ځانګړي ځواکونه په ۱۴ ولایتونو کې دایمی بېسونه لري، چې له هغو بېسونو څخه هغوی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملیات ترسره کوي،»

هغه وویل، د لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، چې د مارچ په ۲۱مه پیل شو، «د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې، ۱۴۷ ځانګړي عملیات، ۴۷۷ پلان شوي عملیات او ۲۱۲۰ عملیاتي حرکتونه ترسره شوي دي،»

وزیري وویل، د هغه وخت په ترڅ کې، «د ځانګړیو ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې، د داعش د جنګیالیو په شمول، ۶۰۱۱ دښمن جنګیالي وژل شوي، ۳۲۸۵ ټپي شوي او ۴۴۳ نور بندي کړای شوي دي،»

هغه وویل، «په دغو عملیاتو کې، ۱۵ اداري او ستراتیژیک مرکزونه، چې له هغو څخه ترهګرو ګروپي او ځانمرګي بریدونه ترسره کول... او همدارنګه د هغوی ۳۵۲ کوچني مرکزونه ویجاړ کړای شوي دي،»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو همدارنګه ۲۸۷۱ ځمکني ماینونه، چې ترهګرو کرلي ول، موندلي او شنډ کړي دي.

وزیري وویل، «د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې، په ننګرهار ولایت کې د کوټ، اچین او نازیان ولسوالۍ او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۳۵۲ نورې سیمې له داعش او طالب اورپکو څخه پاکې شوې،»

د افغانستان تر ټولو قوي پوځي ځواک

د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو قول اردوګانې په پیل کې د افغان ملي اردو په چوکاټ کې د یوه کنډک په بڼه تاسیس شوې. بیا په قطعه باندې واوښتې، او وروسته په لوا باندې بدل شوې.

د څلورکلن امنیتي پلان د برخې په توګه، د ۲۰۱۷ کال په اګست کې دغه یونټ په یوه قول اردو باندې واوښت چې له څلورو قطعو، لسو د کمانډو غونډونو او څلورو زغره والو غونډونو څخه تشکیل شوی وو، او ټول په پرمختللیو جنګي عرادو او تجهیزاتو سمبال ول.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وویل، «اوس مونږ نوي غړي ګومارو چې د دغو ځواکونو شمېر دوه برابره کړو،»

رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «دا ځواکونه قوي فزیکي او ذهني وړتیاوې لري. د هغوی جنګي ظرفیتونه او وړتیاوې د نورو ځواکونو په نسبت ډېر لوړ دي او هغوی شپه او ورځ په ټولو شرایطو کې او د افغانستان په ټولو برخو کې عملیات ترسره کوي.»

د ځانګړیوعملیاتو د قول اردو یوه افسر تورن شکرالله سلام ټایمز ته وویل، «د هغې ښې او معیاري روزنې له برکته چې ما ترلاسه کړې،ما ځانګړي پوځي او جنګي مهارتونه زده کړي دي. زه افغانانو ته اطمینان ورکوم چې زه به ترهګرو ته ماتې ورکړم او د عامو خلکو امنیت به خوندي کړم.»

د یونټ یوه بل غړي احسان الله وویل، «زه د دې لپاره له کمانډو ځواکونو سره یوځای شوم چې د خپل وطن خدمت وکړم».

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د دې وطن بچیان او ساتونکي یو. مونږ به هیچا ته هم اجازه ورنه کړو چې زمونږ په وطن حمله وکړي یا نا امني راولي.»

داسې ځواک چې د وړتیا له امله یې جدي ګڼل کیږي

د پوځي چارو کارپوهان او افغان قانون جوړونکي د ځانګړیو عملیاتو عسکر تر ټولو بریالي او تر ټولو ښه سمبال شوي د ترهګرۍ ضد ځواک بلي.

په کابل کې د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «هغه سطحه، چې ځانګړي ځواکونه پرې روزل شوي، د ناټو ځواکونو سطحې ته ورته ده. هغوی پوځي روزنه په ځانګړیو وسلو کې ترلاسه کړې ده، اوجنګي وړتیا یې ډېره لوړه ده

هغه وویل، «سربېره پر دې، دا ځواکونه د تلفاتو د رامنځته کولو او ترهګرو ګروپونو ته د ماتې ورکولو تر ټولو لوی عامل دی،»

امرخېل وویل، «ځانګړي ځواکونه یا کمانډو کولی شي چې د ګرمې او یخې هوا، غرونو او ځنګلونو، او د شپې او ورځې په شمول په هرو او ټولو شرایطو کې عملیات ترسره کړي،»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي محمد داود کلکاني وویل، «سره له دې چې شمېر یې کم دی، د اردو ځانګړيو ځواکونو د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې تر ټولو لویې لاسته راوړنې لرلې دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ځانګړیو ځواکونو د ترهګرو ګروپونو په ستراتیژیکو مرکزونو کې د ځانګړیو عملیاتو د ترسره کولو له لارې، د ترهګرو ډېر تخریبي پلانونه شنډ کړي او د هغوی مهم قوماندانان یې وژلي دي،»

کلکاني وویل، «که د دغو ځواکونو شمېر زیات او هغوی پیاوړي کړای شي... ترهګر ګروپونه به کمزوري شي او د هغوی تلفات به ډېر لوړ شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې قول اردو

ځواب ورکړئ

د افغان ملي‌ اردو ځانګړیو ځواکونو په وروستیو کې واقعاً خپلې غټې وړتیاوې ښودلي دي. همدارنګه، زه باید یاده کړم چې هر هغه لاسته راوړنې چې مونږ په افغانستان کې لرلې د هغوی د قربانیو په نتیجه کې شوي دي.

ځواب ورکړئ

خوښېږي مې.

ځواب ورکړئ