امنیت

افغان هوایي ځواک د طالبانو په ځپلو کې مخ پر ودې بریاوې ښیي

د سلیمان راپور

د افغان هوایي ځواک پیلوټان د ۱۳۹۷ د وري له ۲مې راهیسې د دښمن په هدفونو باندې د لېزر په وسیله رهبري کېدونکي بمونه غورځوي. د دقیقو بریدونو دغه ظرفیت د مخالفینو دا وړتیا محدودوي‌ چې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د پټنځای په توګه کار واخلي او د ملکي خلکو د تلفاتو په مخنیوي کې مرسته کوي. [ناټو/افغان هوایي ځواک]

کابل -- کتونکي وایي، افغان هوایي ځواک د طالبانو پر ضد جګړه کې مخ پر ودې رول لوبوي او د یادې ډلې پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ځمکني عملیات حمایه کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، افغان هوایي ځواک ۱۰ کاله مخکې په موجوده بڼه د جوړښت له پیل راهیسې، په پام وړ ډول وده کړې، شمېر یې زیات شوی، ظرفیت یې لوړ شوی، او الوتکې یې عصري شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او نورو متحدو ځواکونو څخه د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، افغان هوایي ځواک اوس په افغانستان کې ۷۰٪ عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي.‌

امان د ګڼو تازه مثالونو په ورکولو سره وویل، «هوایي ځواک د طالبانو ډېر ویجاړوونکي او ترهګریز بریدونو د هغو له پېښېدلو څخه مخکې شنډ کړي دي.»

یو افغان پیلوټ په ۱۳۹۷ کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په فضا کې په یوه ای - ۲۹ سوپر ټوکانو کې روزنه ترسره کوي. [ایتلافي ځواکونه]

یو افغان پیلوټ په ۱۳۹۷ کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په فضا کې په یوه ای - ۲۹ سوپر ټوکانو کې روزنه ترسره کوي. [ایتلافي ځواکونه]

یوه بلیک هاک څرخکه چې د افغان هوایي ځواک له خوا د کارېدونکو الوتکو له ډولونو څخه یو ډول دی په ۱۳۹۸ کې د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ایتلافي ځواکونه]

یوه بلیک هاک څرخکه چې د افغان هوایي ځواک له خوا د کارېدونکو الوتکو له ډولونو څخه یو ډول دی په ۱۳۹۸ کې د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ایتلافي ځواکونه]

هغه وویل، «د طالب جنګیالیو یوې ډلې پلان درلود چې د وري په ۲۱مه په میدان وردک ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ا‌ډو باندې بریدونه ترسره کړي، خو له نېکه مرغه چې هوایي ځواک په چټکۍ سره ځواب ورکړ.»

هغه وویل، د افغان هوایي ځواک عملیاتو د میدان وردک ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ولي جان چې د حمزه په نامه هم مشهور وو د هغه له پنځو جنګیالیو سره یوځای وواژه.

امان وویل، د وري په ۳۰مه په یوه بل عملیات کې په لوګر ولایت کې د افغان هوایي ځواک هوایي بریدونو په لسګونو طالب اورپکي له منځه وېوړل.

هغه وویل، «طالبانو پلان درلود چې په څرخ ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو باندې یو ترهګریز برید وکړي، خو هوایي ځواک له پېښېدلو څخه مخکې شنډ کړ... چې ۱۰ تنه طالب جنګیالي یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل، او د هغوی یو د قوماندې مرکز او د وسلو او مهماتو ډیپو یې ور ویجاړ کړل.»

د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ د یوې افغان سوپر ټوکانو الوتکې یوه هوایي برید په بلخ ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې یو جګپوړی قوماندان ملا یعقوب چې د منصور په نامه هم یادېده د هغه له ۱۵ جنګیالیو سره یوځای وواژه.

امان وویل، «موږ غواړو افغانانو ته ډاډ ورکړو چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه افغان هوایي ځواک به وکولی شي چې د طالبانو هر ویجاړونکی فعالیت شنډ کړي -- او که هغوی جنګ ته دوام ورکړي، له منځه به وېوړل شي.»

امان وویل،‌ یو فکټور چې د افغان هوایي ځواک په پیاوړتیا کې یې مرسته کړې ده هغه مرسته ده -- چې ناټو او متحده ایالات یې د هوایي ځواک د روزنې او په عصري الوتکو د تجهیز په بڼه کوي.

ښه تجهیز، پرمختللې روزنه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي لوی مفتش (سیګار) د راپور له مخې، افغان هوایي ځواک ۱۵۴ موجودې الوتکې لري.‌

په کابل کې د پوځي چارو شنونکی او د هوایي ځواک یوه پخواني قوماندان متقاعد جنرال عبدالوهاب وردک وویل، «له ۱۳۸۰ کال څخه مخکې، هوایی ځواک تقریبا هیڅ موجود نه وه، خو د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته، نړۍ والو ځواکونو مرسته وکړه چې په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سربېره افغان هوایي ځواک هم جوړ شي.»

هغه وویل، «له ۱۳۸۸ څخه وروسته، هوایي ځواک ته پاملرنه زیاته شوه، او له ۱۳۹۳ راهیسې حکومت او د افغانستان نړۍ وال شریکان ورته ځانګړې پاملرنه کوي.»

وردک وویل،‌«د هوایي ځواک پیلوټانو په متحده ایالاتو، چک جمهوریت، متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو کې پرمختللې جنګي او پوځي روزنه ترلاسه کړې ده. د هغوی د روزنې له برکته، د هوایي ځواک پیلوټان، انجنیران او نور پرسونل دا وړتیا لري چې له نوې ټکنالوجۍ او سیستمونو څخه استفاده وکړي.»

هغه وویل، «اوس افغان هوایي ځواک مسلکي پرسونل او پرمختللي او عصري تجهیزات لري،» او زیاته یې کړه چې هوایي ځواک «د کوچنیو او لویو ټرانسپورټي الوتکو، ای سي - ۲۰۸ جنګي الوتکو او ای - ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکو، بلیک هاک او اېم ډي - ۵۳۰ څرخکو په ګډون» شپږ ډوله الوتکې الوزوي.

هغه وویل، «هوایي ځواک ... په ۲۱ ولایتونو کې اډې لري او په افغانستان کې په هرځای کې فعالیت کوي.» د یرغلیزو هوایی بریدونو په ترسره کولو سربېره، «هغه ځمکنیو ځواکونو ته وسلې او مهمات هم رسوي.»

د طالبانو پر ضد پرمختګ

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخواني وکیل داود کلکاني وویل، «افغان هوایي ځواک هغسې نه دی لکه څو کاله مخکې چې وو.»

هغه وویل، «په هوایي ځواک کې د پام وړ تغیرات او پرمختګونه شوي دي. هغه پیلوټان او مسلکي پرسونل روزلي دي. دغه ځواک په پرمختللیو جنګي الوتکو باندې سمبال دی او دا وسایل دا وړتیا ورکوي چې له نړۍ والو هوایي ځواکونو څخه له مرستې پرته دښمن له منځه وېسي.»

کلکاني وویل، «افغان هوایي ځواک د طالبانو او نورو ترهګرو اړوند د قوماندې په یو غټ شمېر مرکزونو، اډو او غونډو باندې بریدونه کړي دي.»

هغه وویل، «د هوایي ځواک په ځانګړیو او مستقلو عملیاتو کې د طالبانو قوماندانان او وتلي شخصیتونه وژل شوي دي.‌طالبان تر ډېره له هوایي ځواک څخه وېرېږي او دا زړه نه لري چې له خپلو خوندي پټنځایونو څخه راوځي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي او د محلي پولیسو د لوی ریاست پخواني مرستیال رییس متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «افغان هوایي ځواک د طالبانو د قوماندې په مرکزونو کې د هغوی د اکثرو پلانونو او فعالیتونو مخه نیولې ده.»

هغه وویل، «هوایي ځواک د خپل مسلکی پرسونل او پرمختللیو تجهیزاتو له برکته، دا ظرفیت لري چې په طالبانو باندې مستقل بریدونه ترسره کړي او هغوی ته په یواځې ځان ماتې ورکړي،» او زیاته یې کړه چې افغان هوايي ځواک د طالبانو بریدونه شنډ کړي او برخه وال یاغیان یې وژلي دي.

په کابل کې د سیاسي او امنیتي چارو یوه شنونکي عزیز ستانکزي وویل، «په وروستیو کلونو کې، طالبانو هڅه وکړه چې ولایتونه ونیسي او د لویو جغرافیوي سیمو کنټرول په لاس کې واخلي، خو هوایي ځواک په هر ولایت کې چې هغوی برید کړی درانه تلفات ور اړولي دي. له نېکه مرغه چې دغه ځواک تر اوسه پورې هم دښمن ته فرصت نه دی ورکړی چې حتی د یوه ولایت کنټرول هم ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «هوایي ځواک یو غټ خنډ دی چې د طالبانو او نورو ترهګرو د هدفونو ترسره کولو مخه نیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا د افغانستان هوایي ځواک به په راتلونکي کې د ای-۲۹ سوپرټوکانو تر څنګ جنګي جیټان هم ولري؟ زما هدف دا دی چې مېګ ۲۹ یا کوم بل ډول جیټان؟

ځواب ورکړئ

ښه خبرونه

ځواب ورکړئ

ستاسوخدمتونو څخه موږ خوښ يو تل موباريا غواړو دلاخدمتونو په هيله مو. نظام الدين ځواک- دملى دفاع پوهنتون د حقوقو دپووهنځى ددريم کال زده کړيال

ځواب ورکړئ

د افغان هوایي ځواک په سمبالولو سربېره په کار دی چې ځمکني ځواکونه هم غښتلي کړای شي. دا اوس ما د سي سي اېن په یوه ویډیوي راپور کې لیدل چې امریکا غواړي چې له باګرام هوایي ډګر څخه خپل ټانکونه او نور جنګي وسایل وباسي او د پاکستان له لارې یې امریکا ته ورسوي. بهتره به دا وای چې دا وسایل یې په افغانستان کې پرېښي وای او که په افغان ملي اردو ۱۰۰٪ باور نه لري، امریکا کولی شوای چې تر خپل نظارت لاندې یې د افغانستان لپاره وساتي خو بدبختي دا ده چې امریکا اصلا په افغانستان باور نه کوي خو تمه ترې ډېره کوي.‌ څو کاله مخکې هم امریکا یو شمېر وسایل د دې پرځای چې په افغانستان کې یې پرېږدي پاکستان ته ورکړل په داسې حال کې چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو اوله درجه حامي، روزونکی، او د افغانانو او نړۍ وال ایتلاف د عسکرو د وژلو مسؤل دی. کله چې سړی له پاکستان سره د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا چلند ته وګوري، له سړي سره شک پیدا شي چې آیا امریکا د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې واقعا ریښتنې ده که نه ترهګري هسې یوه ډرامه وه او ده؟

ځواب ورکړئ

که څه هم چې د اوسني افغان هوایي ځواک او د تېرو لسیزو د هغه مقایسه کول داسې دي لکه صفر چې له سلو سره مقایسه کیږي، خو مونږ باید اوس هم زر ځلې د خدای شکر ادا کړو چې زمونږ هوایي ځواکونه دومره مجهز دي.‌ زه هیله لرم چې متحده ایالات افغان هوایي ځواک ته اېف – ۱۶ جنګي جیټان او اپاچي څرخکې ورکړي او له افغان هوایي ځواک سره د تعلیم او تجهیز په برخه کې مرسته وکړي،‌ خو زه پوهېږم چې متحده ایالات به دا کار ونه کړي،‌ ځکه چې هغه په مونږ افغانانو باندې حتی یوه سلنه باور هم نه لري. متحده ایالات پوهېږي چې مونږ افغانانو په سلګونو روسۍ جنګي الوتکې په ګاونډیو هېوادونو باندې خرڅې کړې او حتی چې په خپله د روسانو پر ضد مو استعمال کړې.‌ که هغوی اوس د روسانو غلطي تکرار کړي او مونږ اېف – ۱۶ جیټان د متحده ایالاتو پر ضد استعمال کړو؟!! هغوی به هېڅکله هم داسې غلطي ونه کړي.‌ حتی که متحده ایالات زمونږ له سوپرټوکانو الوتکو سره د لیزري بمونو مرسته وکړي، مونږ باید ډېر خوښ واوسو.

ځواب ورکړئ

ستاسو تبصره صحیح نه ده. افغانستان په روسیې باندې حمله نه ده کړې، روسانو په افغانستان باندې حمله کړې وه. نو آیا د روسانو پر ضد به له موجودو وسایلو څخه استفاده نه کېدله؟ هغه کسان چې الوتکې او ټانکونه یې پاکستان او نورو هېوادونو ته وېوړل هغوی پرون هم خاینان وو او نن هم خاینان دي، او باید چې پوښتنه ترې وشي او سزا ورکړل شي.

ځواب ورکړئ

کاش چې دغو ځواکونو تل ترهګر په نښه کولی.‌ هر کله چې افغان هوایي ځواکونو هوایي بریدونه کړي، هغوی د غریبو او بې چاره خلکو کورونه په نښه کړي دي، او په نتیجه کې یې په لسګونو ملکي خلک وژلي دي. حکومت تل د ښارونو د خلکو په هکله فکر کوي. حکومتي چارواکي د کلیو خلکو ته هېڅ پام نه کوي.‌ حکومت د ښارونو خلکو ته هم مرستې برابروي او هم ډاډګېرنه ورکوي.‌ تاسو ګورئ چې حکومت په دې ورځو کې د نانوایانو له لارې د ډوډۍ په وېشلو سره د ښارونو له غریبو خلکو سره مرسته کوي، خو حکومت د کلیو د خلکو هېڅ غم نه کوي. آیا د کلیو خلک د دې هېواد اتباع نه دي؟ که دي، بیا ولې افغان حکومت هغوی ته عین هغسې پاملرنه نه کوي لکه څنګه چې د ښارونو اوسېدونکیو ته کوي؟‌ یو علت چې د افغانستان په کلیو کې خلک د طالبانو ملاتړ کوي دا دی چې حکومت په هغوی باندې ظلم کړی او د هغوی خپلوان د افغان ځواکونو له خوا په هوایي بریدونو یا ځمکنیو حملو کې وژل شوي دي.‌ څو ورځې مخکې، د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې ګڼ‌ شمېرملکي خلک ووژل شول. د افغان هوایي ځواک پرمختګ ښه خبر دی،‌ خو هغوی باید د عملیاتو په ترسره کولو کې ډېر متوجه وي چې ملکي خلک ژوبل نه کړي.‌

ځواب ورکړئ