امنیت

افغان هوایي ځواک د ترهګرۍ پر ضد جګړه نویو لوړو نقطو ته ورسوله

د سلیمان لخوا

د افغان هوایي ځواک پیلوټان د وري له ۲مې راهیسې د افغانستان د جنوب په بېلابېلو برخو کې د دښمن په هدفونو د لیزر په وسیله رهبري شوي بمونه غورځوي. د دقیقو بریدونو کولو دا وړتیا د مخالفینو دا توان محدودوي چې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د پټنځایونو په توګه کار واخلي او د ملکي خلکو د تلفاتو په مخنیوي کې مرسته کوي. [د هوایي څانګې جیګپوړی کارمند ریان ګرین/د متحده ایالاتو هوایي ځواک/ جکي فای/ناټو/افغان هوایي ځواک]

کابل -- چارواکي وایي، چې د افغانستان هوایي ځواک د روزنې او عصري الوتکو په بڼه د نړیوالو متحدینو د ملاتړ له برکته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ښه پرمختګونه کوي.

د پیلوټانو د روزنې یو پروګرام او داسې پلانونه چې دغه هوایي ځواک په ۱۵۹ یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک الوتکو سمبال کړي د دغه هوایي ځواک د عصري کولو او پرمختګ یو مثال دی.

چارواکي وایي، د کندهار د هوایي ډګر درې افغان عملیو د بلیک هاک د الوزولو په برخه کې خپل لومړی ماموریت د غوایي په ۱۸مه بشپړ کړ. دغه ماموریت -- چې په هلمند ولایت کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکزونو څارنه وه -- یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شو چې ۱۵ تنه پیلوټان او ۱۶ تنه د ځانګړي ماموریت چلوونکي د دغې الوتکې د کارولو وړ وبلل شول.‌

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال محمد رادمنش په وینا، افغانستان اوس د بلیک هاک څلور ماهرې عملیې او ۱۳ بلیک هاک هیلیکوپترونه لري، چې ۸ په کې فعال دي.‌

د افغان هوایي ځواک یوه سي - ۲۰۸ د غبرګولي په ۱۱مه په کابل هوایي ډګر کې د افغان هوایي ځواک د لومړني عاجل هوایي تأمین لپاره د چمتووالي په خاطر د نژدې ۱۰۰۰ پاونډه مهماتو له بارولو څخه وروسته د الوت لپاره ځان چمتو کوي.‌ [جګړن بریان بارنیټ/ناټو]

څلور وزره ای - ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکې د ۱۳۹۶ د کب په ۲۹مه د کابل هوایي وېنګ ته را رسېږي. [د هوایي څانګې جیګپوړی کارمند جوردان کستیلان/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

څلور وزره ای - ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکې د ۱۳۹۶ د کب په ۲۹مه د کابل هوایي وېنګ ته را رسېږي. [د هوایي څانګې جیګپوړی کارمند جوردان کستیلان/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان هوایي ځواک سي - ۲۰۸ الوتکې د سلواغې په ۳۰مه د کابل په هوایي وېنګ کې ليدل کيدې شي. سي - ۲۰۸ یوه څوکاره الوتکه ده چې د افغان هوایي ځواک لپاره لوجیستیکي بیا تأمینات، د پرسونلو حرکت، ناڅاپي تخلیه او د انسانانو د ټرانسپورټ خدمتونه برابروي. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان هوایي ځواک ای - ۲۹ سوپر ټوکانو د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۳مه د کابل دپاسه د ۲ شکل د جوړولو الوتنه کوي. [د سټاف بریدمن لیری اي ریډ/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

د افغان هوایي ځواک ای - ۲۹ سوپر ټوکانو د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۳مه د کابل دپاسه د ۲ شکل د جوړولو الوتنه کوي. [د سټاف بریدمن لیری اي ریډ/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

د افغان هوایي ځواک د ای - ۲۹ سوپرټوکانو دوه مراقبت کوونکي د ۲۰۱۷ د جولای په ۲۶مه د کابل په هوایي وېنګ کې جي بي یو - ۱۲ (رهبري شوي بمونه) راښکته کوي. [د تخنیک د څانګې بریدمنه ویرونیکا پیرس/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

د افغان هوایي ځواک د ای - ۲۹ مراقبت کوونکي د کب په ۱۵مه په کابل هوایي ډګر کې په یوه افغان ای - ۲۹ کې له ځای پرځای کولو څخه مخکې یوه بم ته حرکت ورکوي. د افغان هوایی ځواک د مهماتو د عملیاتو لپاره ټولې روزنې په هیواد کې د افغانانو لخوا ترسره کیږي. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان هوایي ځواک یوه سي - ۱۳۰ د کب په ۱۲مه د کابل هوایي ډګر کې ځغل لیکې ته ځان برابروي. په سي - ۱۳۰ کې له هیلیکوپترو او شپږ ټایره زغره والو عرادو څخه نیولې تر سټانډرډ په صندوقونو کې بندې کارګو او منسوبینو پورې د کارګو بېلابېل ډولونه ځایېږي. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

ولسمشر اشرف غني د تېر اکتوبر په ۷مه د کندهار په هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغان هوایي ځواک کې د یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک هیلیکوپترو د معرفي کولو د پرانستې پټۍ پرې کوي.‌ [د سټاف بریدمن بینجامین ګونسایر/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان هوایي ځواک یو پیلوټ د سلواغې په ۲۹مه په کندهار هوایي ډګر کې په یوه یو اېچ - ۶۰ الوتکه کې دننه ناست دی. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان هوایي ځواک یو پیلوټ د سلواغې په ۲۹مه په کندهار هوایي ډګر کې په یوه یو اېچ - ۶۰ الوتکه کې دننه ناست دی. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د سلواغې په ۲۹مه په کندهار هوایي ډګر کې د افغان هوایي ځواک یوه یو اېچ - ۶۰ الوتکه ښکاري.‌ د یو اېچ - ۶۰ لومړنی ماموریت به د عسکرو او کارګو ټرانسپورټ وي. [د سټاف بریدمن جرید ج. دوهن/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د افغان اېم آی - ۱۷ پیلوټان او امریکایي لارښود پیلوټان د تېر اکتوبر په ۲مه په کندهار هوایي ډګر کې د لومړنۍ افغان یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک د ځانګړتیاوو په هکله خبرې اترې کوي. [د سټاف بریدمن الیګزاندر ډبلیو ریډل/د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د دښمن پر ضد په جګړه کې د دغو نویو الوتکو برخه اخیستل... به غټ تغیرات راولي."

رادمنش وویل، "دا وخت زمونږ هوایي ځواک له ۱۵۰ څخه ډېرې الوتکې لري، چې مونږ یې د ټرانسپورټ، د ترهګرو د سنګرونو او د جنګیالیو د له منځه وړلو، او د خپلو ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په څېر د بېلابېلو هدفونو لپاره کاروو."

هغه وویل،‌ "الوتکو... د دښمن په وړاندې په جنګ کولو کې یو مهم رول لوبولی دی. هغوی د دښمن مهم مشران او قوماندانان ووژل،د هغوی ډېر مرکزونه،‌ د نشه ییزو توکو فابریکې، محبسونه او د ماین جوړونې مرکزونه یې ویجاړ کړل."

هغه وویل، "متحده ایالاتو ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان هوایي ځواک ته ۱۵۹ بلیک هاک الوتکې برابرې کړي، او زمونږ د هوایي ځواک شمېر به د حکومت څلورکلن امنیتي پلان او له افغانستان سره د نړیوالو ملاتړ کوونکیو د شویو ژمنو په اساس دوه برابره زیات شي."

ترهګر په نښه کول،‌ ملکیان خوندي کول

نوې جنګي الوتکې او افغان هوایي ځواک ته ورکول کېدونکې روزنه د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوې نوې سطحې ته رسوي.‌

رادمنش وویل، "له څه وخت راهیسې اوس، هوایي ځواک د لېزر په وسیله رهبري کېدونکي بمونه استعمالوي چې د ترهګرو مرکزونه او جنګیالي پرې له منځه وېسي او د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.‌ زمونږ پیلوټانو توان لري چې په فراه، هلمند، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د لېزر په وسیله رهبري کېدونکو بمونو په کارولو سره په مهارت سره د نشه ییزو توکو مرکزونه، د دښمن سنګرونه او د هغوی غونډې ویجاړې کړي."

هغه وویل، "دا د لېزر په وسیله رهبري کېدونکي بمونه... نېغ په نېغه هدف ولي. له همدې امله، په دې بریدونو کې ملکي خلکو ته تاوان نه دی وراوښتی."

د هوایي ځواک پخواني قوماندان متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل،‌"هوایي ځواک د افغان ځمکنیو ځواکونو یو ښه ملاتړ کوونکی دی.پیاوړي کول له دې امله، د هوایي ځواک به یوې خوا ته دښمن مات کړي او بلې خوا ته به هغه د ځمکنیو ځواکونو تر منځ تلفات راکم کړي."

هغه وویل، "د افغانستان هوایي ځواک تر وروستیو وختونو پورې په زړو، تاریخ تېرو الوتکو او تجهیزاتو سمبال وو، نو مونږ د دښمن په نښه کولو کې هغسې بریالي نه وو څنګه چې مونږ تمه لرله."

امرخېل وویل، "خو د پیلوټانو لپاره مسلکي روزنې او ورسره نویو الوتکو چې افغانستان ته ورکول شوي هوایي ځواک د عصریتوب سر ته ورساوه."

امرخېل وویل، "د ملکي خلکو تلفات همېشه داسې یوه اندېښنه وه چې له هوایي بریدونو سره به ملګرې وه، خو د پیلوټانو لپاره د مسلکي روزنې کورسونه، د پرمختللیو جنګي الوتکو استعمال او د دښمن د موقعیتونو او سنګرونو په هکله دقیق معلومات د ملکي خلکو تلفات کموي."

پرمختګ او بریا

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال ډګر جنرال مرزا محمد یارمند سلام ټایمز ته وویل، هوایي ځواک ته ورکول شوې نوې الوتکې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره "د بریا په مهمو عناصرو کې دي."

هغه وویل، "موجودې امنیتي ننګونې یا چلینجونه ایجابوي چې هوایي ځواک پياوړی او معیاري کړای شي. د هوایي ځواک په معیاري کولو او پیاوړي کولو سره، به امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګرونو او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریاوې ترلاسه کړي."

هغه وویل،‌"هوایي بریدونه د ترهګرو ډلو د مهمو غړو په له منځه وړلو کې مؤثر ثابت شوي... او اورپکي یې له هوایي بمبار څخه سخت وېرولي دي."

یارمند وویل، "اوس، د بلیک هاک څرخکو په را رسېدلو سره، دا یقیني ده چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د جګړې په ډګر کې ګټونکي وي."

د وسله وال پوځ د لوی درستېز لومړي مرستیال ډګر جنرال عبدالحمید حمید د غوایي په ۵مه په کابل کې د کمانډو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وویل، "هوایي ځواک د تېرو دوه کالونو په ترڅ کې ښه پرمختګ کړی دی.‌ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د کندهار قول اردو، د هلمند قول اردو، او ۲۰۱ سېلاب قول اردو اوس عصري الوتکې لري، په داسې حال کې چې ځینې نورې قول اردوګانې به هم ژر دغه ډول الوتکې ترلاسه کړي."

هغه وویل،‌"زمونږ ای - ۲۹ الوتکه کولی شي چې د وسلو ۳۶ بېلابېل ډلونه انتقال کړي. سربېره پر دې، زمونږ سکن ایګل الوتکه کولی شي چې تر ۵۰۰۰ مترو پورې جیګه الوتنه وکړي، چې له هغه ځای څخه هغوی کولی شي چې په روښانه ډول پر ځمکه دښمن وویني او حتی د اورپکو سرونه په نښه کړي."

حمید وویل، "زمونږ د ځمکنیو او هوایي ځمکنیو تر منځ ښه همغږي موجوده ده، چې هوایي ځواک دښمن ته غټې ضربې ورکوي."

په ولسي جرګه کې د کابل استازي ذکریا ذکریا وویل،‌"طالبانو څو ځلې هڅې وکړې چې بېلابېل ولایتونه ونیسي او خپل مرکزونه او د نشه ییزو توکو د جوړونکې فابریکې په کې جوړې کړي، خو هڅو یې ګټه ونه کړه."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "زمونږ د ځمکنیو ځواکونو متمم زمونږ هوایي ځواک دی، چې د دښمن مرکزونه او د نشه ییزو توکو لابراتوارونه بمباروي او طالب ځواکونه په نښه کوي، او طالبان د ولايتونو د نيولو نه منع کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500