امنیت

د متحده ایالاتو ای - ۱۰ وارتوګ الوتکې کندهار ته ورسېدې چې لوی هدف یې د طالبانو د نشه ییزو توکو د مرکزونو ویجاړول دي

سلام ټایمز

ای - ۱۰ تندربولټ II د جنورۍ په ۱۹مه د کندهار هوایي ډګر ته رسېږي. د متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قوماندانۍ هوایي ځواک داسې برابر کړی چې د قاطع ملاتړ د ماموریت او د ازادۍ د عملیاتو د قراول په ملاتړ کې د پراخو شويو عملیاتو ملاتړ وکړي.‌ [د متحده ایالاتو هوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

ای - ۱۰ تندربولټ II د جنورۍ په ۱۹مه د کندهار هوایي ډګر ته رسېږي. د متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قوماندانۍ هوایي ځواک داسې برابر کړی چې د قاطع ملاتړ د ماموریت او د ازادۍ د عملیاتو د قراول په ملاتړ کې د پراخو شويو عملیاتو ملاتړ وکړي.‌ [د متحده ایالاتو هوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

کندهار -- د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ راپور ورکړ، چې د طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هوایي کمپاین تېره اونۍ د ای - ۱۰ سي تندربولټ II ځمکې په لور برید کوونکو الوتکو د یوې ډلګۍ په را رسېدلېو سره پیاوړی شو.

ای - ۱۰ چې د وارتوګ په نامه هم یادېږي تر دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې په دغه هېواد کې په ماموریت ګومارل شوې وو.‌

د جنورۍ په ۱۹ مه افغانستان ته د ای - ۱۰ په راستنېدلو سره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو هغه نژدې هوایي ملاتړ او په دقیق ډول د ویشتلو ظرفیت پیاوړی کیږي چې د ستراتیژيک هوایي کمپاین د ترسره کولو لپاره کارول کیږي، د طالبانو عایداتي سرچینې په نښه کوي او د ترهګرۍ ضد نور عملیات ترسره کوي.‌

د دغو عملیاتو ملاتړ به په کندهار هوایي ډګر کې د اېم کیو - ۹ ریپرز او اېچ اېچ - ۶۰ ګ پیوهاک هیلیکوپترونو په شمول د اضافي الوتکو په ځای پرځای کولو سره وشي.‌

د یوې ای - ۱۰ تندربولټ II پیلوټ د جنورۍ په ۲۰ مه د کندهار هوایي ډګر څخه الوتلو ته چمتووالی کوي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

د یوې ای - ۱۰ تندربولټ II پیلوټ د جنورۍ په ۲۰ مه د کندهار هوایي ډګر څخه الوتلو ته چمتووالی کوي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

یو افغان عسکر د تېر اپریل په ۵ مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو یو ناقانونه فصل ویجاړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو افغان عسکر د تېر اپریل په ۵ مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو یو ناقانونه فصل ویجاړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

دغه الوتکې د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا په کندهار هوایي ډګر کې د الوتکو، د الوتکو د عملیې او وسایلو، چې وار له مخه هلته موجود ول، په تعدیلولو پسې وروسته دغلته راغلې.‌

د کی سي - ۱۳۵ سټراټوټینکرز له یوه واحد سره یوځای چې له سپتمبر راهیسې له کندهار څخه عملیات ترسره کوي، ای - ۱۰،‌ اېم کیو - ۹ او اېچ اېچ -۶۰ ګ به د هغو اېف - ۱۶، سي - ۱۳۰، اي سي- ۱۳۰ اېچ او نورو الوتکو ماموریت بشپړکړي چې له بګرام هوایي ډګر څخه د دې عملیاتو ملاتړ کوي.‌

د طالبانو د نشه ییزو توکو د یاغیتوب په نښه کول

دا زیات شوي وسایل به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له روان هوایي کمپاین سره، چې د طالبانو عایداتي سرچینې په نښه کوي، مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک تورن جنرال جیمز هیکر وویل، «طالبانو لا تر اوسه پورې د امریکایي او افغان هوایي ځواک پوره ضربه نه ده احساس کړې،»

هغه وویل، «د نویو هوایي وسایلو په رارسېدلو او د افغان پیلوټانو د وړتیاو په زیاتېدلو سرهبه طالبان په مسلسله توګه د اسمان په لور ګوريځکه چې د هغوی پر ضد یو متحد او یو شوی جنګ د هغوی په لور رهبري کېدونکی دی،»

د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ په وینا، په څو ورځو کې به ای - ۱۰ الوتکې د طالبانو پر ضد خپل لومړنی هوایي برید ترسره کړي، او په دې توګه به هغه هوایي کمپاین ته، چې د نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه ویجاړوي، دوام ورکړي‌.‌

د قوماندانۍ په وینا، له نومبر راهیسې د طالبانو د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو پر ضد ۳۰ بریدونه ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د طالبانو عوایدو ته له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه ډېره ضربه ور رسېدلې ده.

د ای - ۱۰ الوتکو په وسیله دقیق بریدونه به طالبان په هغو ځایونو کې وولي چېرې چې هغوی ته ډېر تاوان ور رسېږي: د هغوی عایداتي سرچینې او د ناقانونه نشه ییزو توکو له انکشاف او خرڅولو څخه ترلاسه کېدونکې ګټې به په نښه کړي.

اوس به طالبان په دې هوایي کمپاین کې له لا ډېر مهاجم دښمن سره مخامخ شي ځکه چې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک اېف - ۲۲،‌ اېف - ۱۶، بي - ۵۲، ای - ۱۰ او اېم کیو-۹ الوتکې به د سمندري ځواک د اېف - ۱۸ په ملاتړ د مالي سرچینو پر ضد عملیاتو کې برخه واخلي.‌

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک برید جنرال لینس بنچ، چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د قاطع ملاتړ د ماموریت یو جیګپوړی چارواکی دی، وویل، «ای - ۱۰، چې له خپل ۳۰ ملي متري توپ څخه د بېلابېلو دقتونو لرونکې وسلې ویشتلی شي او ویجاړونکی اورنی ځواک لري، پلانوونکیو ته حتی لا نور انتخابونه په لاس ورکوي،»

هغه وویل، «په راروانو اونیو کې به د ای - ۱۰ الوتکو عملیات زمونږ له ګډ امریکایي او افغان هوایي کمپاین سره یوځای شي او د داسې ویجاړونکي دقت اورنی ځواک به ولي چې طالبانو ته به یو قوي ضربه لرونکی پیغام ورکړي،»

افغان هوایي ځواک پیاوړی کیږي

افغان هوایي ځواک به د راروانو ۷ کلونو په ترڅ کې د خپلو الوتکو شمېر له دوه برابره څخه ډېر، زیات کړي.‌

په دغو پلانونو کې د ای سي - ۲۰۸ بریدګرو الوتکو او یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک بریدګرو هیلیکوپترونو،‌ او همدارنګه د نورو ای - ۲۹ بریدګرو الوتکو او د اېم ډي - ۵۳۰ بریدګرو هیلیکوپترونو معرفي کول شامل دي.‌

دوه کاله مخکې، افغان هوایي ځواک په ای - ۲۹ الوتکه او اېم ډي - ۵۳۰ بریدګرو هیلیکوپترونو کې خپلې لومړنۍ الوتنې پیل کړې. نن ورځ، افغان پیلوټان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټرانسپورټي الوتکې، بریدګرې الوتکې او درې وزره هیلیکوپترونه الوزوي.‌

تېر کال، افغان هوایي ځواک په مؤثره توګه ای - ۲۹ ځمکې ته برید کوونکې الوتکې، سي - ۲۰۸ او سي - ۱۳۰ الوتکې،‌ اېم ډي - ۵۳۰ او اېم آی - ۱۷ هیلیکوپترونه په ورځنیو عملیاتو کې ونیول، چې د هغو افغان تکتیکي هوایي کوارډینیټرانو، چې په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې ځای پرځای شوي ول، ورسره مرسته کوله څو په بریاليتوب سره عملیات سره یو لاس کړي.‌

د افغان هوایي ځواک قوماندان تورن جنرال محمد شعیب وویل،‌ «ډېرېدونکی افغان هوایي ځواک د جګړې په ډګر کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بریالیتوب لپاره حیاتي رول لري،»

هغه وویل، «ژمن پیلوټان او هوایي عملیې [د جګړې] په ډګر کې خپلو ورونو ته بیا تأمینات برابروي، د هوایي برید، د تلفاتو د اېستلو او د هوایي برید د وړتیاو مراقبت کوي.‌ د هوایي ځواک بریالیتوب د جګړې ډګر د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګټه اړوي. افغان هوایي ځواک په عین وخت کې هم جګړه کوي او هم لویېږي او طالبانو ته د ورځنیو ضربو په رسولو سره د بریدونو وړتیاوې زیاتوي.»

د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ وویل، افغان هوایي ځواک به د متحده ایالاتو له هوایي ځواک سره یوځای د جګړې د هغو مهمو ظرفیتونو انکشاف ته دوام ورکړي چې له هغوی سره به د طالبانو په ماتولو کې مرسته وکړي او د روغې جوړې لپاره به شرایط برابر کړي.‌

د جګړې په ډګر کې بدلونونه

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل،‌ «افغان هوایي ځواک په خپلو عملیاتو سره ترهګرو ډلو ته سخت تاوانونه وراړولي دي. زرګونه طالبان او داعشي جنګیالي زمونږ د هوایي ځواک له خوا له منځه وړل شوي دي،»

هغه وویل، «مونږ په ډاډ سره ویلی شو چې د جنګي جیټانو په ډېرېدلو سره به افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې بری ترلاسه کړي،»

هغه وویل، «ترهګرو ډلو د ځانونو لپاره په غرونو او داسې ځایونو کې، چې ورتګ ورته سخت دی، پټنځایونه جوړ کړي دي،‌ او افغانستان اوس کولی شي چې د هغو الوتکو په کارولو سره چې ملاتړو هېوادونو افغانستان ته ورکړي دي، دا ترهګر په غرونو او درو کې په نښه کړي،»

رادمنش وویل، «کندهار ته د امریکا د ای - ۱۰ الوتکو په را رسېدلو سره به د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان هوایي ځواک وړتیاوې او عملیات زیات شي،»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال محمدګل مجاهد سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰ بېلابېلو ترهګرو سازمانونو سره جګړه کوي، او له دغو جنګي الوتکو څخه مرسته ترلاسه کول به ډېر مؤثر وي،»

مجاهد وویل، «هوایي ځواک له ځمکني ځواک سره یوه غټه مرسته ده،» او زیاته یې کړه چې «نړیواله ټولنه باید افغان ځواکونو ته عصري جنګي، اکتشافي او د کارګو الوتکې ورکړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام

ځواب ورکړئ