امنیت

ایرانیو مسافر وړونکیو الوتکو لومړی منځني ختیځ ته وسلې لېږدولې، اوس یې روسیې ته لېږدوي

د سلام ټایمز راپور

ماهان ایر د تهران په سر روانه ده. دغه هوایي شرکت، چې سپاه پاسدان یې شریک مالک دی، له کالونو راهیسې د وسلو او اورپکو په لېږدولو کې لاس لري. [آرشیف]

ماهان ایر د تهران په سر روانه ده. دغه هوایي شرکت، چې سپاه پاسدان یې شریک مالک دی، له کالونو راهیسې د وسلو او اورپکو په لېږدولو کې لاس لري. [آرشیف]

ایران په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه د ملاتړ لپاره خپل پخواني منځني ختیځ تکتیکونو ته مخه کوي: او د ملکي هوایي چلند د مسافر وړونکیو الوتکو په وسیله په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې کریملین ته ورلېږي.

فوربس د لړم په ۲۵مه راپور ورکړ چې، د ایران اییر، ماهان اییر، قشم فارس ایر او سحا هوایي شرکتونو ملکي الوتکو په وروستیو میاشتو کې روسیې ته ګڼ‌ شمېر الوتنې ترسره کړي دي.

په نیدرلنډز کې د الوتکو د یوه تعقیبوونکي او د انځورونو د شنونکي ګیرجون د یوه ژور تحلیل په اساس، د وري له میاشتې راهیسې، له ایران څخه مسکو ته لږتر لږه ۶۹ ایراني کارګو الوتنې شوي دي.

دا لست د الوتنو له یوه ژوندي تعقیبوونکي فلایټ رادار ۲۴ (Flightradar24) او د الوتنو په هکله د نه فلتر شویو معلوماتو د برابروونکي خدمت ای دی بی اکسچینج (ADSBexchange) له خوا د ارقامو په شریکولو سره رامنځته شوی و.‌

په اوکراین باندې له یرغل څخه وروسته د درې میاشتو (د کب ۵ - د غبرګولي ۳مې) په ترڅ کې د درې ایراني باري الوتکو د الوت د تګلارو بیاکتنه.‌ په دغې موده کې، نورې الوتنې هم شوي دي چې د لړم تر ۱۳مې پورې یې ټول شمېر ۶۹ ته رسېږي. [@Gerjeron_/Twitter]

په اوکراین باندې له یرغل څخه وروسته د درې میاشتو (د کب ۵ - د غبرګولي ۳مې) په ترڅ کې د درې ایراني باري الوتکو د الوت د تګلارو بیاکتنه.‌ په دغې موده کې، نورې الوتنې هم شوي دي چې د لړم تر ۱۳مې پورې یې ټول شمېر ۶۹ ته رسېږي. [@Gerjeron_/Twitter]

خلک د تلې په ۲۵مه د اوکراین په مرکز کییف کې د ایران سفارت څخه بهر اعتراض کوي. دا اعتراض وروسته له هغه وشو چې په دغه ښار باندې کامیکازه ډرونونو چې ایران په روسیې باندې خرڅې کړي دي، بریدونه ترسره کړل او لږ تر لږه درې کسان یې ووژل. [سیرګي چوزاوکوف/ای اېف پي]

خلک د تلې په ۲۵مه د اوکراین په مرکز کییف کې د ایران سفارت څخه بهر اعتراض کوي. دا اعتراض وروسته له هغه وشو چې په دغه ښار باندې کامیکازه ډرونونو چې ایران په روسیې باندې خرڅې کړي دي، بریدونه ترسره کړل او لږ تر لږه درې کسان یې ووژل. [سیرګي چوزاوکوف/ای اېف پي]

ایراني ځانمرګي ډرونونه

لوېدیځ چارواکي وایي، دا الوتنې د ایران شاهد - ۱۳۶ ځانمرګي ډرونونه انتقالوي چې مسکو ترې د اوکرایني ښارونو او د برقي شبکې پر ضد استفاده کوي.

هغوی وېره لري چې کېدی شي ایران ژر روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي (اېس آر بي اېم) هم ورکړي.

سي اېن اېن د لړم په ۱۰مه د لوېدیځ چارواکو له قوله راپور ورکړ چې ایران دې ته چمتووالی نیسي چې د ۴۵۰ ډرونونو د لېږلو له بشپړولو څخه لږ وروسته، روسیې ته ۱۰۰۰ نورې وسلې هم ولېږي.

ښایي چې په نوې محموله کې د لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغنديو لومړۍ جوپه هم شامله وي چې کېدی شي په جګړه کې یو بل غټ خوځښت رامنځته کړي.

نويو استخباراتي معلوماتو وښودله، چې دغه راز د لړم په میاشت کې دواړو هېوادونو په ایران کې داسې یوه هوکړه نهایي کړه چې د روسیې په خاوره کې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي.

واشنګټن پوسټ د لړم په ۲۸مه راپور ورکړ، چې روسیه او ایران په چټکۍ سره دې ته ځانونه جوړوي چې طرحې او مهمې پرزې انتقال کړي.

په دې هکله خبرو چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې دا کار به په میاشتو کې دننه به په وسلو د سمبالو (بې سړي الوتکو) تولید پيل کړي.

د اوکراین پوځ د تلې په ۲۷مه وویل، «د وږي په ۲۲مه د اوکراین په خاوره کې د ایران جوړ شاهد - ۱۳۶ کامیکاز لومړۍ بې پیلوټه الوتکې له راغورځېدلو راهیسې، د اوکراین هوایي ځواک او د دفاعي ځواکونو نورو جزوتامونو د دغه ډول ۲۲۳ بې سړي په وسلو سمبال الوتکې راغورځولې دي.»

ایران مسکو ته د بې پیلوټو الوتکو د لېږلو په هکله د ښکاره شواهدو له موجودیت سره سره له څو اونیو انکار څخه وروسته، د لړم په ۱۴مه په ناڅاپي ډول خپله تګلاره بدله کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تایید کړه چې د هغه هېواد روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي، خو داسې راپورونه یې رد کړل چې هغوی دې مسکو ته د اوکراین پر ضد جنګ لپاره توغندي لېږلي وي.

هغه وویل، ایران په دې نه پوهېږي چې بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې څنګه کارول کیږي ځکه چې تهران د روسیې - اوکراین په روان جنګ کې د بې طرفۍ ادعا کوي، او زیاته یې کړه چې دغه بې پیلوټه الوتکې د اوکراین پر ضد د جګړې له پیلېدلو څخه مخکې لېږل شوې وې.

روسیې ته منظمې الوتنې

فوربس راپور ورکړ چې، ایران د اوکراین د جګړې له پیلېدلو راهیسې مسکو ته دوه ځلې الوتنې کوي، خو الوتکه یې د روسیې په هوایي ډګرونو کې په پوځي مرکزونو کې لیدل شوې ده.

دا الوتکې سپاه پاسدان پورې تړلیو شرکتونو پورې تړاو لري. دغه بنسټ د خپل قدس ځواک له لارې په بهرنیو هېوادونو کې د ایران د عملیاتو څارنه کوي.

متحده ایالاتو د داسې غیرقانوني فعالیتونو له امله د ایران په ملکي هوایي عمله باندې بندیزونه لګولي دي.

څو کاله مخکې له هغه چې روسیه په اوکراین باندې یرغل وکړي، ایران له دغو مسافر وړونکیو الوتکو څخه د دې لپاره کار اخیست چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ژوندي ساتلو کې مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، په ځانګړې توګه ماهان ایر په منظم ډول جنګیالي او وسلې دمشق ته لېږدول. دغه راز، د دې هوایي کرښې له الوتکو څخه «د سپاه پاسداران قدس ځواک لپاره د مالي، مادي یا ټکنالوجیک ملاتړ برابرولو لپاره» کار اخیستل کېده.

د ۱۳۹۹ په غبرګولي کې، ایراني رسنیو د ماهان ایر له یوه پیلوټ امیر اسداللهی سره یوه مرکه خپره کړه، چې هغه په کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د هغه وخت قوماندان قاسم سلیماني سره اوه کاله مخکې په الوتکه کې د یوځای سفر په هکله خپله کیسه وکړله.

اسداللهي وویل چې هغه د ۱۳۹۲ د غبرګولي په میاشت کې دمشق ته یوه مسافر وړونکې الوتکه بووله او اوه ټنه داسې مواد یې په کې بار کړي ول چې هغه «ممنوع کارګو» وبلله.

سلیماني د هغو ۲۰۰ مسافرو په ډله کې و چې په یاده الوتکه کې سپاره ول.

د ایران پخواني تکتیکونه

شنونکي وایي، ایران له ماهان ایر څخه په منځني ختیځ کې جنګي ساحو ته د وسلو، پوځي تجهیزاتو او بهرنیو جنګیالیو د انتقالولو لپاره کار اخلي او په دې توګه خپله د پراختیا غوښتنې اجندا حمایه کوي.

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو د مرکز څېړونکی فتحي السید چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وایي، ځینې راپورونه دغه هوایي شرکت د سپاه پاسداران او قدس ځواک اصلي لېږدونکی بولي.

هغه وویل، د سپاه پاسداران قوماندان حامد عرب نژاد د کمپنۍ د مشر په توګه کار کوي، په داسې حال کې چې د سپاه پاسداران یو بل قوماندان حامد اسلاني په کې په یوه بل جګپوړي موقف باندې کار کوي.

السید وویل، «د سپاه پاسداران ۱۹۰ واحد د سوډان، یمن، سوریې او لبنان په څېر نورو هېوادونو ته د وسلو په قاچاقولو کې تخصص لري، او دا واحد له ټولو موجودو وسایلو څخه په استفادې سره د ځمکې، سمندر او د ماهان ایر په وسیله د هوا له لارې کارګو انتقالوي.»

هغه وویل، «یو ورته واحد چې د ۱۹۸ واحد په نامه یادیږي، جنګي ساحو ته د هوایي ټرانسپورټ د الوتنو او د سپاه پاسداران د افسرانو د پټ انتقال مسؤلیت پر غاړه واخیست. دا دویم واحد اکثر وختونه د ۱۹۰ واحد له خوا ترسره کېدونکي فعالیتونه خوندي کوي او ډاډمنوي.»

تهران ختیځ ته مخ ورګرځوي

په روسیې سربېره، ایران په ډېرېدونکي ډول خپلې اړیکې له چین سره پراخوي، او دا کار د خپل افلاس ته نږدې اقتصاد د تحریک او د نړۍ والو بندیزونو پر وړاندې د مقاومت په بهانه کوي.

د ایران رژیم له چین او روسیې سره دوه اوږدمهالي ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل چې ډېرو شنونکي «مبهم» بللي دي.

د ۱۳۹۹ د کب په میاشت کې، په تهران کې د ایران - چین د ستراتیژیکې همکارۍ د ۲۵ کلن تړون له لاسلیکولو څخه وروسته، ډېرو ایرانیانو په رژیم باندې «د ایران د خرڅولو» تور ولګاوه.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې په مسکو کې د یوه ملاقات په ترڅ کې «د یوه ۲۰ کلن چوکاټ دننه د اوږدمهالې همکارۍ» په هکله له خبرو اترو څخه وورسته، ډېرو په رژیم باندې تور ولګاوه چې غواړي د ایران پاتې برخه په روسیه باندې خرڅه کړي.

د ایران د سمندري ځواک یوه پخواني شنونکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل، د بیجینګ له لیدلوري،‌ «د چین لپاره د ۲۵ کلنې هوکړې هدف دا دی چې په ایران، په ځانګړې توګه د فارس خلیج د جاسک او کیش په ټاپوګانو کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي.»

بیجینګ وار له مخه د هند سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او بیا تأمینولو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده. په دې هوکړې سره به تمرکز د ایران جاسک او چابهار بندرونو ته واړول شي.

سربېره پر دې، تهران سږ کال د اېس سي او په غونډه کې چې د وږي په ۲۴مه او ۲۵مه د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شو، د شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او) یو دایمي غړی شو.

خو د ایران له کړکېچ ځپلي اقتصاد سره د مرستې کولو پرځای، د اېس سي او غړیتوب، لکه څنګه چې حکومتي تبلیغات پرله پسې ادعا کوي، مسکو او بیجینګ ته وړتیا ورکوي چې د ایران منابعو ته ازاد او یو طرفه لاسرسی ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران باید هڅه وکړي چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې لاسوهنه ونه کړي. که ایران د دې توان ولري چې دغه دوه هیوادونه له تباهۍ وژغوري، باید هر هغه څه وکړي چې دا دواړه هیوادونه د سولې د خبرو میز ته راولي. د دغو دوو هېوادونو تر منځ د جګړې دوام به د بل هېواد په ګټه نه وي. اوکراین یو په زړه پوری زراعتي هیواد دی. اروپایي او اسیایي هیوادونه به د اوکراین په جګړه کی ډیر زیانمن شی. ایران باید جګړه ودروي، نه داسې چې د جګړې اور بل کړي. په جګړه کې هېڅ هېواد ګټه نه کوي. د اوکراین خلک په وینو کې ډوب دي او هره ورځ په اوکرایین کې لسګونه کسان مري او زرګونه کسان بې کوره کیږي. نور هېوادونه باید غلې پاتې نه شي. دوی باید ژر تر ژره د خبرو اترو له لارې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار پیل کړي.

ځواب ورکړئ