سياست

د ظریف افشا شوی غږ ښيي چې سپاه پاسداران په پرېکړو کې برلاسی دی

د سلام ټایمز راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره لیدل کیږي. ظریف په یوه آډیو فایل کې چې د غوایي په ۵مه لیک شوی دی، په سلیماني او حکومت باندې انتقاد کوي چې په سپاه پاسداران باندې لګښتونه کوي. [عکس له اېرنا څخه]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره لیدل کیږي. ظریف په یوه آډیو فایل کې چې د غوایي په ۵مه لیک شوی دی، په سلیماني او حکومت باندې انتقاد کوي چې په سپاه پاسداران باندې لګښتونه کوي. [عکس له اېرنا څخه]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د یوې مرکې غږیز فایل چې د یکشنبې په ورځ /د غوايي ۵مه/ رسنیو ته لیک شوی، په نړۍ واله کچه په بیلابیلو سیاسي ډګرونو کې غبرګونونه راپارولي او جنجالونه، د توطیې تیورۍ او نظریات یې خوځولي دي.

د کب د ۶مې له یوې ویډیوي مرکې څخه راوتلی دا ۱۹۰ دقیقه يي فایل هغه وخت رابرسېره شو چې ظریف، د ایران د هستوي پروګرام په هکله د یوه نړۍ وال تړون د تازه کولو لپاره په ویانا کې د خبرو له درېیم پړاو څخه مخکې، له عراق څخه په لیدنه وو.

د یوې مرکې په ترڅ کې -- چې د یوه شفاهي تاریخ د پروژې برخه ده او هدف یې دا دی چې د ولسمشر حسن روحاني د حکومت په هکله نور معلومات وړاندې کړي -- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مکرر ډول ټینګار کوي چې غواړي ځینې خبرې یې ریکارډ نشي.

په یوه پخوانۍ مرکه کې، ظریف ویلي وو چې هغه د بهرني سیاست په هکله پرېکړو کې رول نه لري. په لیک شوې ویډیو کې هغه خپل دغه موقف بیا تکرار کړی دی.

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، قاسم سلیماني (منځ) له نورو جګپوړو ایراني پوځي قوماندانانو او ستر مذهبي مشر علي خامنه اي سره لیدل کیږي. د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، که د سپاه پاسداران موقفونه به د ایران د دپلوماسۍ اوبهرنۍ پالیسۍ لپاره ۲۰۰٪ زیانمن هم وو، سلیماني به جوړجاړی نه کاوه. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، قاسم سلیماني (منځ) له نورو جګپوړو ایراني پوځي قوماندانانو او ستر مذهبي مشر علي خامنه اي سره لیدل کیږي. د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، که د سپاه پاسداران موقفونه به د ایران د دپلوماسۍ اوبهرنۍ پالیسۍ لپاره ۲۰۰٪ زیانمن هم وو، سلیماني به جوړجاړی نه کاوه. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

هغه وایي نوموړی د هغو خبرو په ترڅ کې چې په نتیجه کې یې د ۱۳۹۴ هستوي تړون وشو او د عمل د ګډ هر اړخیز پلان (جی سي پي او ای) په نامه یادېږي له شا وار پرې وشو، او زیاته یې کړه چې ډېر سخت دریځي نه غواړي چې د متحده ایالاتو - ایران اړیکې عادي حالت غوره کړي.

ظریف وویل چې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد له ده سره جوړه نه وه او غوښتل یې چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د سفیر په توګه ولېږل شي، او زیاته یې کړه چې «غټو قوتونو» (یعنې ستر مشر علي خامنه اي) غوښتل چې دی په خپله وظیفه پاتې شي.

ظریف وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره د روحاني بلنه یې چې که په بې میلۍ سره ومنله نو پوهېده چې دی به «یو اتل نه، یو قرباني» وي.

په دغې مرکه کې، هغه په تکرار سره ټینګار وکړ چې په تهران کې واکمن رژیم د سپاه پاسداران سیمه ییز حضور او پالیسیو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وایي، دا پالیسۍ چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک فقید قوماندان قاسم سلیماني طرحه کړي او جوړې کړي دي، د سلیماني په دوره کې په منظمه توګه په دپلوماسۍ باندې غوره بلل شوي دي.

سلیماني دپلوماسي له خطر سره مخامخ کړې وه

ظریف وویل، که د سپاه پاسداران موقفونه به د ایران د دپلوماسۍ اوبهرنۍ پالیسۍ لپاره ۲۰۰٪ زیانمن هم وو، سلیماني به جوړجاړی نه کاوه.

هغه وویل، څو میاشتې وروسته له هغه چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران د خبرو په رڼا کې دپلوماتیکې هوکړې وشوې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري هغه ته خبر ورکړ چې سوریې ته د ایران الوتنې شپږ برابره زیاتې شوي دي.‌

ظریف وویل هغه له دې خبرې نه خبر نه وو.‌

هغه وویل د هغه ټیم ته زرغون څراغ ورکړل شوی وو چې نوې بوینګ او ایربس الوتکې واخلي چې د ایران د زړو الوتکو ځای ونیسي، لاکن سوریې ته د الوتنو په شمېر کې ناڅاپي زیاتوالي چې له ایران ایر څخه یې استفاده کوله دغه پېرودنه له خطر سره مخامخ کړه.‌

دا ځکه چې سلیماني د ایران ایر له اجرائیه رییس څخه پرته نور هیچا ته دا خبره نه وه کړې، او پرېکړه یې کړې وه چې سوریې ته د سپاه پاسداران د الوتنو لپاره د ایران ایر الوتکې د «ماهان ایر په پرتله ډېرې خوندي» وې.

د ایران ایر دولتي شرکت له لارې نه اعلان شویو الوتنو او تر بندیزونو لاندې ماهان ایر، په وروستیو کالونو کې د ایراني رژیم په استازیتوب د دواړو هوایي کرښو د پوښتنې وړ فعالیت په هکله پوښتنې راپورته کړې. په دغو هوایي شرکتونو باندې تور لګېدلی وو چې په ګرده سیمه کې د جنګ ساحو ته وسلې او جنګیالي لېږدوي.

ظریف وویل د سلیماني کار دپلوماتیکې اړیکې له خطر سره مخامخ کړې او د نورو الوتکو د پېرودلو امکان یې له منځه وېوړ.‌

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه به په اونۍ کې یو ځل له سلیماني سره لیدل، خو دغه کتنې د دې لپاره نه ترسره کېدلې چې د هېواد د چارو په هکله بحث وکړي یا متقابل عمل وشي. هغه وویل، پرعکس یې، سلیماني به خپل سیمه ییز سیاستونه او ترجیحات د اولویت له مخې ورته کتار کړل.

په سپاه پاسداران باندې لګښت ارزښت نه درلود

ظریف په هغو سخت دریځو باندې چې له متحده ایالاتو او ستر نظامي ځواک سره یې د اړیکو ترینګلتیا ته ترجیع ورکوي، انتقاد وکړ، او ټینګار یې وکړ چې د ایران ځواک په توغندیو یا پوځي تجهیزاتو کې نه دی، او دا یو څرګند حقیقت دی چې ایران نشي کولی په خپل پوځي قوت باندې تکیه وکړي.

هغه وویل، د اسلامي جمهوریت د قوت ټکی باید د خلکو ملاتړ وي، «چې له ملي امنیت سره برابر دی».

هغه یادونه وکړه چې د تهران بهرنۍ پالیسي تل د یوې «دوه قطبي، د سړې جګړې د دورې» د قاعدې په اساس فیصله کېږي او وړاندې کیږي، یعنې د سپاه پاسداران سیمه ییز حضور دپلوماسي په منظمه توګه خرابه کړې ده.

هغه وویل، ایران د سپاه پاسداران د سیمه ییز حضور لپاره «له اړتیا زیات لګښت کړی دی» او بیا یې یادونه وکړه چې «هغه دومره نه ارزېده.»

ظریف وویل، د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۸مه د اوکراین د نړۍ وال هوایي شرکت د ۷۵۲ الوتنې د راغورځولو په هکله د سپاه پاسداران له جګپوړو چارواکو څخه پرته، نه روحاني، نه د هغه د کابینې غړي، او نه هم تقریبا بل څوک خبر ول.

هغه وویل، له پېښې څخه په وروسته ورځ په هغه باندې فشار واچول شو چې ټویټ وکړي او له دې څخه انکار وکړي چې سپاه پاسداران الوتکه ویشتلې ده، خو هغه دا غوښتنه رد کړه.‌

هغه زیاته کړه، کله چې هغه د سپاه پاسداران له چارواکو څخه وغوښتل چې د روحاني کابینې ته د حقیقت په هکله معلومات ورکړي څو هغوی وکولی شي چې یوه حللاره راوباسي، هغوی «ماته داسې را وکتل لکه زه چې کفر وایم.»

د چین او روسیې زیان رسوونکي رولونه

ظریف د متحده ایالاتو په ګډون له لوېدیځ سره د ښکېلتیا په پام کې نیولو سره، په داسې حال کې چې له روسیې او چین سره د تهران د اړیکو د دوام په اړتیا ټینګار وکړ، وویل، چین او روسیه د ایران په لوري نه دي او د خپلو ګټو لپاره له تهران سره اړیکې پالي.

ظریف وویل،‌ د دې دلیل یوه برخه چې چین او روسیه غوره ګڼي ترڅو له متحده ایالاتو سره د تهران اړیکې ترخې وي دا دی چې هغوی ایران د متحده ایالاتو لپاره یو «اولویت» (ستونزه) بولي، او دا کار هغوی ته اجازه ورکوي چې د واشنګټن د اولویتونو په لست کې یې ځای ښکته شي.

هغه له لوېدیځ سره د ایران په مذاکراتو کې د مسکو رول دومره زیان رسوونکی وباله، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هڅه وکړه چې په ۱۳۹۴ کې دپلوماتیک حلونه له خطر سره مخامخ کړي.‌

ظریف وویل لاوروف په پټه تللی وو ترڅو له کیري سره خبرې وکړي، خو ظریف له خبرتیا پرته ورغی چې له خپل امریکایي سیال سره وویني او هغوی دواړه یې سره یوځای وموندل.

په هغې شپه مسکو ته د لاوروف له روانېدلو څخه مخکې، هغه ظریف او کیري ته وویل چې ایران او متحده ایالات به ونشي کولی چې د یوې ځانګړې مسئلې په هکله توافق وکړي.

ظریف وویل، په ځواب کې هغه لاوروف ته وویل چې دا موضوع «ستاسو کار نه دی».

مرکې سخت دریځي په قهر کړل

په لیک شوې غږ کې، په ځانګړې توګه د سلیماني او سپاه پاسداران په هکله، د ظریف خبرو په ایران کې دننه سخت دریځي په قهر کړي او ځینو هغه په خیانت تورن کړی دی.‌

د ایران د پارلمان (مجلس) وکیلان، چې اکثریت یې محافظه کار دي، د لیک شوي غږیز فایل د پلټنې غوښتنه کوي او غواړي چې ظریف ته دې «د سلیماني د سپکاوي» له امله سزا ورکړل شي.‌

یو څو استازي په ظریف باندې برید کې مخته تللي او وایي چې هغه د رژيم د سرو کرښو په هکله خبر نه دی، او ډېرو مخکښو محافظه کارو په هغه باندې د «لوېدیځ پالي» تور ولګاوه.‌

ډېرې سخت دریځې ورځپاڼې کیهان چې ظریف یې په خپله مرکه کې د مسؤل مدیر یادونه کړې ده د بهرنیو چارو په وزیر باندې سخته نیوکې وکړې. د کیهان یوې سرمقالې غوښتنه وکړه چې د عمل د ګډ هر اړخیز پلان (جی سي پي او ای) د تازه کولو په موخه د ۱۴۰۰ د خبرو لپاره دې ظریف بدل کړای شي.

کیهان د دوشنبې په ورځ د ظریف په هکله یوه ترخه سرمقاله خپره کړه او ادعا یې وکړه چې دغه غږیز فایل قصدا افشا شوی دی.‌

د محافظه کار اسلامي ایتلاف ګوند یوه ویاند په ظریف باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې بهرنیو رسنیو ته د دغه غږ لیک کېدل وړه غلطي نه ده.‌

په ورته وخت کې، اصلاح غوښتونکیو او معتدلو سیاستوالو په افشا کوونکیو باندې تور ولګاوه چې هڅه کوي په ویانا کې راروانې خبرې ټکنۍ کړي او دا یې د ظریف پر ضد یو ککړ کمپاین وباله.‌

د اسلامي جمهوریت منتقدین وایي دا چې ظریف د نظام برخه دی هغه اجازه نه لري چې نقد پرې وکړي، او که هغه د رژیم له څه برخو سره ستونزې لري، هغه باید استعفا ورکړي.‌

ظریف او د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وښود

د سې شنبې په ورځ ظریف یادې مرکې ته په مستقیم ډول له اشارې کولو څخه پرته په انسټاګرام باندې یو کوچنی کلېپ خپور کړ. هغه په څرګنده د شفاهي تاریخ پروژې ته په اشارې وویل، «موږ باید د خدای (ج) او خلکو په هکله فکر وکړو، موږ باید د تاریخ په هکله اندېښنه ونه لرو.»

دغه راز د سې شنبې په ورځ، روحاني په لومړي ځل د لیک شوې مرکې په هکله غبرګون وښود او خپل د استخباراتو وزارت ته یې حکم وکړ چې افشاکوونکي معلوم کړي. حکومت وویل چې دغه فایل «غلا» شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې په لیک شوي غږیز فایل کې «غورچاڼ‌ شوی او ځای، ځای پرې کړای شوی دی.»

وزارت وویل چې که اړوندې ادارې توافق وکړي هغوی به دغه مرکه چې هغوی ادعا کوي «اوه ساعته» اوږده وه، ټوله خپره کړي، او ټینګار یې وکړ چې ظریف په نورو برخو کې چې ادعا کېږي چې خپرې شوي نه دي د سلیماني ستاینه کړې ده.‌

د مرکې په پای کې، مرکچي له ظریف نه پوښتنه کوي چې د راتلونکي په هکله د تاریخ لپاره څه ووایي، او پوښتي یې چې آیا هغه به په راتلونکي کې ولسمشر شي که د ولسمشر مرستیال به شي او که ارام به په کور کې کېني.‌

په ځواب کې، ظریف وایي چې ښایي په بل ځای کې په بل ډول جامو -- یعنې زندان کې -- وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اوکراینۍ الوتکې د ویشتلو او راغورځولو عامل علي خامنه اي او سپاه پاسداران وو.‌ د هغوی حماقت دې ته لاره هواره کړې چې فکر وکړي چې نور خلک احمق دي او په دې به پوه نشي چې الوتکه چا وویشتله او راوغورځوله. د ایران خلک به په دوامداره توګه د سپاه پاسداران د احمقانه او متکبرانه عملونو له عواقبو څخه کړېږي.

ځواب ورکړئ

د ایران چټل رژیم د خپلو خلکو یا د هغه د بې وزلو ګاونډیانو له ویجاړولو څخه پرته بل هېڅ هدف نه لري. خدای دې د اخوندانو حکومت ژر راچپه کړي.‌ د ایران حکومت نه یوازې د هغه د ګاونډیانو بلکې همدارنګه پخپله د ایرانیانو لپاره هم په تاوان دی.‌

ځواب ورکړئ

د ایران او چین په رابطه د سلام ټایمز لیکنې ښه معلومات لري. ما د همدې ویب سایټ له لارې د چین او ایران په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړل. ایران او پاکستان باید په سیمه کې له ترهګریزو سیاستونو نه لاس واخلي او پرېږدي چې د سیمې هېوادونه خپل نظامونه پخپله خوښه جوړ کړي.

ځواب ورکړئ