تجزيه

په سیمه او له سیمې څخه وړاندې د قاسم سلیماني له خوا د وینو تویولو تاریخ لیکل

سلام ټایمز

یو بې نېټې عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۰مه خپور کړی دی قاسم سلیماني (منځ کې) د ایران له نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو او ستر مذهبي مشر علي خامنه اي سره یوځای ښیي. [د ایران د دفاع وزارت]

یو بې نېټې عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۰مه خپور کړی دی قاسم سلیماني (منځ کې) د ایران له نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو او ستر مذهبي مشر علي خامنه اي سره یوځای ښیي. [د ایران د دفاع وزارت]

ځینې خلکو، د ایران جګپوړی پوځي قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني نږدې یو کال مخکې له مرګ څخه یې، په منځني ختیځ کې تر ټولو ډېر وېرونکی کس ګاڼه.‌

سلیماني له دوو لسیزو څخه ډېره موده د ایران د اسلامي‌ انقلاب ګارد د قدس ځواک مشري پر غاړه درلوده. قدس ځواک د ایران د پوځ یوه وتلې څانګه ده چې د عراق، سوریې، لبنان، بحرین، یمن او افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د ترهګرۍ د صدور او د ایراني رژیم د اجیرو ملېشو په وسلو د سمبالولو مسؤلیت پر غاړه لري.

د هغه په وروستیو پلانونو کې په عراق کې د متحده ایالاتو په ایتلافي ځواکونو باندې بریدونه شامل وو. د تېر مرغومي په ۱۰مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د یوې ورځې اوږد برید هم د دې لړۍ یوه کړۍ و چې په ترڅ کې یې ورانکارو په دېوال باندې «سلیماني زموږ مشر دی» لیکلی وو.‌

یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۲۳مه سلیماني په بغداد کې وواژه،‌ چې د تهران له خوا په ګرده سیمه کې د اورپکۍ او اختلافونو د تخم کرلو په لسیزو اوږده کمپاین کې یوه ډېره مهمه شېبه وګرځیدله.‌

سلیماني په ۱۳۹۶ کې د سوریې په البو کمال کې په کردي جامو کې لیدل کیږي. [اېسنا]

سلیماني په ۱۳۹۶ کې د سوریې په البو کمال کې په کردي جامو کې لیدل کیږي. [اېسنا]

سلیماني په ۱۳۹۷ کې د اسلامي انقلاب ګارد تر ملاتړ لاندې ملېشو سره لیدل کیږي. [جهان نیوز]

سلیماني په ۱۳۹۷ کې د اسلامي انقلاب ګارد تر ملاتړ لاندې ملېشو سره لیدل کیږي. [جهان نیوز]

د متحده ایالاتو حکومت په ۱۳۹۰ کې په واشنګټن ډې سې کې متحده ایالاتو ته د هغه وخت د سعودي عربستان سفیر عادل بن احمد الجبیر، چې اوس په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر دی، د ترور د ناکام پلان د څارنې له امله سلیماني د یوه نړۍ وال ترهګر په توګه اعلان کړ.‌

د هماغه کال په لومړیو کې،‌ په سلیماني باندې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم ته د ملکي معترضینو د سختې ځپنې په ترڅ کې د مادي ملاتړ په برابرولو کې د رول لرلو له امله بندیزونه ولګول شول.‌

د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت یو بې ساری ګام واخیست او د سلیماني تر مشرۍ لاندې د قدس ځواک له خوا د ترسره شویو اعمالو0 له امله یې مکمل اسلامي انقلاب ګارد ځواک یو بهرنی ترهګر سازمان ونوماوه.‌

ترهګري صادرول

د سلیماني تر مشرۍ لاندې، د اسلامي انقلاب ګارد د قدس ځواک، ترهګري صادره کړه، فرقه ییزې شخړې یې زیاتې کړې، د سیمه ییزو حکومتونو خپلواکي یې کمزورې کړه، او د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو او اخوا دې خوا یې -- که لسګونه زره نه وو -- په زرګونو خلک ووژل او بدمرغۍ یې رامنځته کړې.‌

شنونکي وایي،‌ په داسې حال کې چې د ایران رژیم په سیمه کې د امنیت کمزوري کولو ته دوام ورکوي، که سلیماني تر اوسه پورې ژوندی وای د تهران ګواښونه به لا ډېر جدي وو.

د عراق د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز رییس غازي فیصل حسین وویل، سلیماني «له دولتي مشرانو لکه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې ولسمشر بشار الاسد سره د نږدې اړیکو یوه پراخه شبکه لرله، او ملېشه جنګیالیو ته نږدې او د جنګ په ترڅ کې په سیمه کې حاضر وو.»

هغه دې نظریې ته په اشارې چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي باید په ټولو مسایلو باندې واکمن وي، وویل، «هغه د ایران د انقلاب او د ولایت فقیه د نظریې د پراخولو او په سیمه کې د قانوني رژیمونو پرځای د ایران د نوکرصفته رژیمونو د واکمنولو لپاره کار وکړ.»

د یمن د سیاسي چارو یوه شنونکي او ژورنالست وداع الجلیل وویل، «قاسم سلیماني ته دنده سپارل شوې وه ترڅو په سیمه کې د اسلامي انقلاب ګارد نفوذ پراخ کړي.»

سلیماني په ۱۳۷۷ – ۱۳۷۸ کې د خپلې کاري دورې په لومړیو کالونو کې ډیر وخت د حزب الله په نامه د اورپکي ډلې لارښوونې ته وقف کړی وه.

پخپله سلیماني له ۱۰ کالونو څخه ډېر په عراق کې د ترهګرو لارښوونه وکړه او وسلې یې ورته برابرې کړې او دا کار یې د بې ثباتۍ د پارولو لپاره د ایران د هڅو د برخې او د عراق د حکومت د خپلواکۍ د کمزوري کولو لپاره وکړ.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، د ۱۳۸۰مو کالونو په ترڅ کې، په عراق کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو جنګیالیو له خوا لږ تر لږه ۶۰۳ تنه امریکایي پوځي منسوبین ووژل شول چې دا د ټولو هغو امریکایانو ۱۷٪ جوړوي چې په عراق کې په جنګي فعالیتونو کې وژل شوي دي.‌

د ۱۳۹۸ له تلې راهیسې، په زرګونو عراقي معترضین په مکرر ډول سړکونو ته راوتلي ترڅو په عراق کې د ایران د بې ثباته کوونکي نفوذ پر وړاندې اعتراض وکړي.‌

د بې وسه ځوانانو جلبول

په سوریه کې، سلیماني د هغو پراخو عملیاتو څارنه کوله چې د الاسد تیت شوي ځواکونه یې له ناکامېدلو څخه وژغورل او د هغوی ملاتړ یې وکړ.‌

له ۱۳۹۳ څخه رانیولې د څو کالونو په ترڅ کې، ایراني فعالانو د سلیماني تر لارښوونې لاندې په افغانستان، پاکستان،‌ عراق او نورو هېوادونو کې داسې ملېشه جنګیالي -- چې ډېر یې کم عمره وو او/یا یې اقتصادي ستونزې لرلې، استخدام کړل.

د اسلامي انقلاب ګارد تر مشرۍ لاندې د فاطمیون لوا سره د یوځای کېدلو په بدل کې له افغانانو سره د ایران د تابعیت او میاشتنیو تنخاګانو ژمنې وشوې، لاکن د ایران رژیم په مکرر ډول د دغو ژمنو په پوره کولو کې ناکام شو.

د فاطمیون د سرچینو په وینا، سلیماني په سوریه کې د کورنۍ جګړې په تنظیمولو سره تر ۲۰ زرو پورې بې وزلو افغان جنګیالیو د استخدام چارې څارلې. د دغو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه ۲۰۰۰ یې وار له مخه وژل شوي او ۸۰۰۰ نور یې ټپیان شوي دي.‌

د مخالفو فعالانو په وینا، د ۱۳۹۹ د مرغومي میاشتې پورې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ټولو مړو شمېر د ۳۸۷۱۰۰ او شاوخوا ۵۹۳۰۰۰ تر منځ اټکل کیږي.‌

ورلډ وېژن وایي، شاوخوا ۶.۲ میلیونه خلک په سوریه کې دننه بې ځایه شول، په داسې حال کې چې له ۵.۶ میلیونو څخه ډېر نور ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.‌

سلیماني په یمن کې هم د ایران د نفوذ په پراخولو کې رول ترسره کړ. هلته په ۱۳۹۴ کې د اسلامي انقلاب ګارد له خوا حمایه کېدونکيو حوثي یاغیانو (انصارالله) هغه وخت زور واخیست چې سعودي عربستان -- چې په سیمه کې د ایران له تر ټولو سترو حریفانو څخه دی -- د یمن د حکومت په استازیتوب مداخله وکړه.‌

د ستراتیژیکو څېړنو لپاره د آباد مرکز رییس عبدالسلام محمد وویل، «د سلیماني رول دا وو چې د صنعا او دمشق او همدارنګه د بیروت او بغداد د نیولو په ګډون د ایران د ستراتیژۍ تطبیق چټک کړي.»

هغه وویل، «د هغه وژنه به هغه ستراتیژي بدله نه کړي

د یمن د ارقامو د پروژې د معلوماتو په اساس، په یمن کې بحران چې د ایران له خوا حمایه کېدونکیو حوثیانو زور ورکړ له ۱۳۹۴ راهیسې له ۱۷۵۰۰ څخه ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.‌ د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړ چې له ۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او ۱۰ میلیونه د قحطۍ په خطر کې دي.‌

نړۍ والو څېړنو وښودله چې، حوثیان په منظمه توګه په غیرقانوني ډول زده کوونکي، ښځې، د بشري حقونو فعالان، ژورنالستان، د بشري مرستو کارکوونکي او مذهبي اقلیتونه نیسي او شکنجه کوي یې.

ملېشې په بدمعاشانو باندې بدلېږي

په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کې، په عراق کې د جګړې په ډګر کې په پوځي جامو کې د سلیماني عکسونو په هغې شخړه کې د ده مستقیم رول په ګوته کړ.‌

ډېرې هغه ملېشې چې د کالونو په اوږدو کې د سلیماني په مرسته جوړې شوې وې، سرکشې شوې دي او د هغوی له ادعا شویو مذهبي هدفونو څخه ډېرې اوښتې دي.‌

په عراق کې، دغو ملېشو له هغه ځواک څخه ګټه اخیستې چې د کالونو په اوږدو کې یې د سلیماني تر مشرۍ لاندې د عراقي معترضینو د ځپلو، د ولسي پاڅون ځواک څخه د ناوړه استفادې، او حتی د هغو په لسګونو عراقي لاریونوالو چې د حکومت له خوا د اداري فساد او بې کفایتۍ پر وړاندې یې اعتراض کاوه، د ځپلو له لارې ترلاسه کړی دی.‌

یوه جګپوړي عراقي سیاستوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د کب په میاشت کې رویټرز ته وویل، «له ملېشو څخه بلاګانې جوړې شوې، داسې حریص او زورور شوي چې نه مهاریږي.»

هغه وویل، «هغوی له شرکتونو څخه پیسې واخیستلې؛ هغوی په هر څه کې خپله برخه غوښتله، او تر دې چې حکومت یې مجبوراوه ترڅو د هغوی کسانو ته وظیفې او دولتي قراردادونه ورکړي.»

عراقي ملېشو همدارنګه په ناقانونه توګه وسلې ونیولې او په یو شمېر هغو ښارونو کې یې چې له داعش څخه ازاد شوي وو پانګونې ټکنۍ کړې.

[فارس العمران او نبیل عبدالله التمیمي د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوازې سلیماني نه بلکې هر ایرانی او پاکستان جنرال د افغانانو قاتل دی. له ټولو سره به یو وخت حساب کیږي. ان شاءالله

ځواب ورکړئ