امنیت

د سلیماني د دې خوب دروند قېمت چې یمن د یوه نیابتي جنګ په لوبغالي بدل کړي

د نبیل عبدالله التمیمي راپور

یوه یمنۍ کورنۍ د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۲مه د تَعِز ښار په لوېدیځ کې د یوه غار مخې ته ناسته ده. هغوی د فقر او بې کورۍ له امله په دغه سوري کې پناه اخیستې ده. [احمد الباشا/ای اېف پي]

یوه یمنۍ کورنۍ د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۲مه د تَعِز ښار په لوېدیځ کې د یوه غار مخې ته ناسته ده. هغوی د فقر او بې کورۍ له امله په دغه سوري کې پناه اخیستې ده. [احمد الباشا/ای اېف پي]

عدن -- د ایراني تورن جنرال قاسم سلیماني له مرګ څخه یو کال وروسته، اوس هم یمن د نوموړي د هغه پلان دروند قېمت پرې کوي چې دغه هېواد یې د ایران په سیمه ییزو نیابتي جګړو کې د لومړۍ کرښې دولت وګرځاوه.‌

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک پخواني قوماندان سلیماني د یمن په اوسني وضعیت کې چې د اقتصادي او سیاسي سقوط پر غاړه ولاړ دی، غټ‌ لاس درلود.‌

د یمن د معلوماتو پروژه وایي، په یمن کې بحران چې د ایران له خوا حمایه کېدونکیو حوثیانو زور ورکړ له ۱۳۹۴ راهیسې له ۱۷۵۰۰ څخه ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.‌ د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړ چې له ۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له کمښت او ۱۰ میلیونه د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.‌

سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو. دغه برید د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو پر ضد د ایران او د هغه د اجیرانو د بریدونو پر وړاندې له مکررو خبرداریو څخه وروسته ترسره شو.‌

یو جنګیالی یوه درنه ماشینګنه په داسې حال کې چلوي چې د یمن حکومت ته وفادار ځواکونه د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲مه په مرکزي یمن کې د مارب شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال لویدیځ ته په الجدان سیمه کې له حوثي یاغیانو سره په نښته بوخت دي، . [ای اېف پي]

یو جنګیالی یوه درنه ماشینګنه په داسې حال کې چلوي چې د یمن حکومت ته وفادار ځواکونه د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲مه په مرکزي یمن کې د مارب شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال لویدیځ ته په الجدان سیمه کې له حوثي یاغیانو سره په نښته بوخت دي، . [ای اېف پي]

د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني د آرشیف په یوه بې نېټې عکس کې چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۰مه خپور کړی دی، لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني د آرشیف په یوه بې نېټې عکس کې چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۰مه خپور کړی دی، لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د هغه مرګ د تهران له خوا په منځني ختیځ او ترې اخوا د جګړو او اختلافاتو د تخم کرلو د لسیزو په اوږده کمپاین کې د یوې مهمې شېبې په توګه ثبت شو.

سلیماني او د ایران اسلامي انقلابي ګارد حوثیانو ته مالي، پوځي او لوجیستیکي مرستې برابرولې او هغوی یې سمبالول ترڅو په یمن کې د ایران اجندا تطبیق کړي. دغه کار د جګړې په اوږدولو سره چې اوس شپږم کال ته ننوتې ده د یمنیانو کړاوونه لا نور زیات کړل.‌

د ځواک د سیمه ییز انډول ګډوډول

د ایران اسلامي انقلابي ګارد له پیل څخه غوښتل چې له حوثیانو څخه د یوه اجیر ځواک په توګه کار واخلي او په سیمه کې د ځواک انډول ټکنی کړي، ځکه چې دغه ملېشه د سعودي عربستان له جنوبي سرحد او باب المندب تنګي سره چې د نړۍ والې سوداګرۍ یو وېشنځی (ګېټ وی) دی، نږدې ستراتیژیک موقعیت کې پرته ده.‌

د سیاسي چارو شنونکي وضاح الجلیل وویل، «سلیماني غوښتل چې د اسلامي انقلابي ګارد استخباراتي او امنیتي تجربې حوثیانو ته ولیږدوي، څو هغوی داسې مشخص کارونه ترسره کړي چې هغوی ته نفوذ او کنټرول په لاس ورکړي او د سیمې او نړۍ امنیت ټکنی کړي.»

هغه وویل،‌ دا هدف د بالستیک توغندیو د توغولو، بې پيلوټه هوایي عرادو د کارولو او د کشتۍ چلولو په نړۍ والو لارو کې د ماینونو د کرلو په څیر د کیفي عملیاتو له لارې کېدای شوای.‌

د تېر کال له نیمایي راهیسې په سعودي عربستان باندې په لسګونو بالیستیک توغندي ور ورول شوي او د بې پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلی دی. په دې لړ کې د ۱۳۹۸ د وږي په ۲۳مه د دغه هېواد په ختیځ کې په ارامکو مرکزونو باندې یوه ویجاړونکې او بې ساري حمله هم شامله ده.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان د برید مسؤل ایران وباله.‌

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، د سعودي عربستان د تېلو په یوه ساحلي ترمینل کې وروسته له هغه اور ولګېد چې د عرب ایتلاف ځواکونو د حوثیانو له خوا په چاودېدونکیو توکو د سمبالو دوو کشتیو د تګ مخه ونیوله.

بیا د لیندۍ په ۵مه، یوې چاودنې د یونان له خوا چلېدونکی د تېلو یو ټانکر چې د سعودي عربستان په جنوبي الشقیق بندر کې یې لنګر اچولی وو، ویجاړ کړ. په لندن کې د سمندري استخباراتو ادارې دریاد ګلوبل وویل چې دغه چاودنه حوثیانو «په اوبو کې د کارېدونکې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې» په واسطه کړی.

یواځې څو ورځې مخکې حوثیانو وویل، هغوی د ارامکو له خوا په جده کې چلېدونکې یوه ژرنده د قدس - ۲ توغندي په وسیله وویشتله. ارامکو وویل چې دغه برید د تېلو په یوه ټانکر کې سوری واېست او چاودنه او اورلګېدنه یې رامنځته کړه.

له حزب الله سره روزنه

الجلیل وویل، «قاسم سلیماني په سیمه کې د اسلامي انقلابي ګارد نفوذ د پراخولو مسول وو،» او ټینګار یې وکړ چې په عراق، سوریه او لبنان کې نیابتي جنګونه سلیماني پیل کړي وو.‌

هغه وویل،‌ «که څه هم چې یمن له دغو درې هېوادونو څخه ډېر لیرې دی ... سلیماني له خپلو اړیکو څخه په ګټه اخیستنې سره په یادو هېوادونو کې ځان پورې اړوندې ملېشې وهڅولې ترڅو له حوثیانو سره اړیکې ونیسي او هغوی ته کارپوهان او د ښه کیفیت وسلې ور ولیږدوي.»

نوموړي وویل، هغه همدارنګه د حوثیانو نظامي او امنیتي قوماندانان لبنان، عراق او ایران ته ولېږل ترڅو هلته روزنه او تجربه ترلاسه کړي.‌

د ۱۳۹۳ په وروستیو کې،‌ د حزب الله یوه قوماندان فینانشیل ټایمز ته وویل چې حوثي او د حزب الله جنګیالیو له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې ګډه روزنه ترلاسه کوله. هغه وویل، «هغوی له موږ سره په ایران کې روزنه اخیستله، بیا موږ هغوی ته دلته [په لبنان] او یمن کې روزنه ورکړه.»

د څیړنو لپاره ستراتیژیک فکر مرکز د ۱۳۹۴ د غوایي میاشتې د یوه راپور په اساس، د اسلامي انقلابي ګارد د حوثیانو د مخکښو ځواکونو په روزنه کې مستقیما لاس درلود.‌

په راپور کې راغلي چې دغه روزنه په دوو پړاوونو کې ترسره شوې چې لومړی پړاو یې په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کې وو او د لوړې او منځنۍ کچې قوماندانانو باندې متمرکز وو.‌ دغه روزنه په لبنان، سوریه او ایران کې ترسره شوې.

راپور وایي چې دویم پړاو روزنه په سعده کې د حوثیانو په کمپ کې ترسره شوه چې د حزب الله او د اسلامي انقلابي ګارد کدرونو په کې برخه واخیستله.‌

د ناقانونه قاچاق عملیات

د سیاسي چارو شنونکي فیصل احمد وویل، «هغه ملاتړ او پاملرنه چې سلیماني حوثیانو ته برابر کړل یمن وران کړ،‌ او د سیمې هېوادونو ته یې درانه تاوانونه ور واړول.»

احمد وویل، «سلیماني د خپلو پلانونو او د قاچاق د واحدونو له لارې بالستیک توغندي... کارپوهان،‌ وسلې او مادي ملاتړ برابر کړ.»

ډېرې هغه وسلې چې حوثیان یې په جنګ کې کاروي د ۱۳۹۳ په وږي کې د یادې ملېشې له کودتا څخه مخکې په یمن کې نه وې لیدل شوې.‌

ملېشې ته د وسلو د قاچاق لپاره ایران د یمن له ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدې ساحلي کرښې،‌ یمني ټاپوګانو او کیشتیو څخه کار اخیستی دی.‌

یمني ځواکونو په ۱۳۹۲ او ۱۳۹۴ کې د یمن په اوبو کې د جهان ۱ او جهان ۲ په نومونو ایرانۍ کیشتۍ چې په وسلو بار وې ونیولې.‌

سږ کال د عربو ایتلاف د وري او غبرګولي په میاشتو کې په عربي سمندر کې د وسلو دوه بارونه چې حوثیانو ته ور روان ول ونیول.

د یمن ساحلي ساتونکو په اوړي کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د څو هغو کیشتیو مخه ونیوله چې په وسلو، مهماتو یا کوکایینو بار وې.‌

احمد وویل،‌ «د سلیماني مرګ د اسلامي انقلابي ګارد لپاره د هغو پلانونو په تطبیق کې یوه تشه رامنځته کړه چې هغه د حوثیانو لپاره طرحه کړي وو.»

احمد زیاته کړه، «دا حقیقت د دې تشې شاهد دی چې ایران د اسلامي انقلابي ګارد افسر حسن ایرلو د خپل سفیر په توګه ولېږه څو نېغ په نېغه د حوثیانو نظارت وکړي او د یمني ښارونو، د انتقالاتو د نړۍ والو لارو او د سعودي د اقتصادي مرکزونو پر ضد نظامي عملیات ترسره کړي.»

احمد وویل، دغو کارونو «جنګ اوږد کړ چې په پایله کې یې یمن په ټولو کچو کې ویجاړ کړ،‌ او په نړۍ کې یې تر ټولو بد انساني بحران رامنځته کړ.»

سیمه ییز امنیت ته تللې لاره

د ابعاد د ستراتیژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالسلام محمد وویل، «د اسلامي انقلابي ګارد ستراتیژي دا وه چې یمن ته ورسیږي، له هغه ځای څخه د خلیج شتمنو هېوادونو ته نږدې شي،‌ او په ورته وخت کې په ډېرو ګڼ مېشتو سیمو کې حضور ولري ترڅو د راتلونکي لپاره داسې یو پوځ رامنځته کړي چې د مقدسو ځایونو او د تېلو د ساحو د کنټرول په ترلاسه کولو کې د هغوی د خوب په ریښتیا کېدلو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، د حوثیانو خوځښت د دغې ستراتیژۍ لپاره «مهمه وسیله» وه.‌

هغه د ایران ستر مذهبي مشر ته په اشارې سره وویل، «څو چې خامنه اي په واک کې وي، ایران به د خپلو دښمنانه او ویجاړونکیو سیمه ییزو پالیسیو» تعقیبولو ته دوام ورکړي.

محمد وویل، «نوې پلازمېنې به سقوط وکړي،‌ او هرکله چې ایران یو نوی ځای کنټرولوي، بیا به یې هېڅکله هم نه پرېږدي. په دې توګه،‌ هغه غواړي چې داسې یو امنیتي کمربند جوړ کړي چې د خپلو هستوي وسلو د مالکیت له اعلانولو څخه وروسته یې خوندي کړي.»

د ایران رژیم د لیندۍ په ۱۲مه یو قانون تصویب کړ چې حکم کوي چې که په رژیم باندې د نړۍ والې ټولنې بندیزونه د سلواغې تر وروستیو پورې لیرې نشي، یورانیم دې تر هغې کچې پورې غني کړای شي چې د وسلو د سطحې سون توکو ته ورسیږي او د هستوي وسلو نړۍ وال ناظران دې واېستل شي.‌

دغه ډول ګامونه د هغو ژمنو خلاف دي چې د ایران رژیم په ۱۳۹۴ کې له نړۍ والو ځواکمنو هېوادونو سره د یوه تاریخي هستوي تړون د برخې په توګه کړې وې.

محمد وویل، «د سلیماني رول دا وو چې د صنعا او دمشق او همدارنګه د بیروت او بغداد د نیولو په ګډون د ایران د ستراتیژۍ تطبیق چټک کړي، او د هغه وژل به دغه ستراتیژي بدله نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «د اسلامي انقلابي ګارد کې د هغه عوض کسان شته، خو تراوسه هغومره ځواکمن نه دي.»

د قدس ځواک نوی قوماندان اسماعیل قاني په هغې کچه نفوذ نه لري چې یو وخت سلیماني درلود،‌ خو شنونکي وایي چې ښایي دی هم د هغه تګلاره ونیسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران تل هڅه کوي چې د سني اسلامي هیوادونو نظامونه له منځه یوسي. ایران په یمن او سوریه کې په زرګونو کسان وژلي دي. ایران په دغو دوو هیوادونو کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي. ایران په افغانستان کې سیاسي او غیر سیاسي لاسوهنه کوي. ایران په افغانستان کې د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان زیربناوې ویجاړوي او د ایران حکومت دغو ترهګرو ډلو ته وسلې ورکوي څو په افغانستان کې جګړه روانه وي. ایران هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې بشپړه سوله وي او د افغانستان خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

ایران او اسراییل د سیمې د هېوادونو لپاره په یوه سرطان باندې بدل شوي دي. هرکله چې د دغو دواړو هیوادونو نظامونه سقوط وکړي، د سیمې هېوادونه به د ارام ساه واخلي.‌ څو چې دا دوه هیوادونه د نړۍ په نقشه کې وي، د خلیجي هېوادونو او افغانستان خلک به ښه ورځ ونه لري.

ځواب ورکړئ

د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني د آرشیف په یوه بې نېټې عکس کې چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۰مه خپور کړی دی، لیدل کیږي. د دې عکس پرځای چې تاسو یې پاس شرحه لیکلې ده هغه ویډیو او عکسونه خپاره کړئ چې دغه ناولی او وحشي ایرانی په کې وژل شوی دی.‌

ځواب ورکړئ