امنیت

اروپایي مشران وایي چې د سعودي د تېلو په تاسیساتو د برید تر شا د ایران لاس دی

ای اېف پي او سلام ټایمز

په دې عکس کې چې د وږي په ۲۹مه اخیستل شوی د سعودي عربستان د بقیق د تېلو د پروسیس په دستګاه کې ویجاړ شوي تنصیبات لیدل کیږي. [فایض نورالدین/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وږي په ۲۹مه اخیستل شوی د سعودي عربستان د بقیق د تېلو د پروسیس په دستګاه کې ویجاړ شوي تنصیبات لیدل کیږي. [فایض نورالدین/ای اېف پي]

د فرانسې، جرمني او برتانیا مشرانو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱/ موافقه وکړه چې تېره میاشت د سعودي عربستان د تېلو په تنصیباتو باندې برید د ایران رژیم ترسره کړی، او په تهران یې غږ وکړ چې د لا نورې «پارونې» پرځای د خبرو اترو لاره ونیسي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمنی لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د بقیق او خوریس په مرکزونو باندې د چاودنو په هکله د متحده ایالاتو د پایلې ملاتړ وکړ.‌

هغوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په حاشیه کې له کتنې څخه وروسته د فرانسې له خوا خپره شوې یوه ګډه اعلامیه کې وویل، «دا مونږ ته روښانه شوې ده چې د دغه برید مسؤلیت د ایران پر غاړه دی. دا بل وضاحت نه لري.»

خو دغو درې واړو هېوادونو وویل چې د حل لاره دپلوماسي ده.

د ایران پوځي چارواکي د وري په میاشت کې سره ګوري چې د وروستیو پوځي لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړي. [ډي اي اېف ای پرېس]

د ایران پوځي چارواکي د وري په میاشت کې سره ګوري چې د وروستیو پوځي لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړي. [ډي اي اېف ای پرېس]

هغوی وویل، «مونږ په ایران باندې غږ کوو چې داسې یوه دیالوګ ته ژمن واوسي او د هرې نوې پارونې او د مسئلې د سختولو مخه ونیسي.»

هغوی زیاته کړه، «دغه بریدونه همدارنګه دا اړتیا روښانوي چې په سیمه کې باید د ځنډول شویو دپلوماتیکو هڅو او له ټولو لوریو سره د ښکېلتیا په نتیجه کې د حالاتو شدت راکم کړای شي.»

د خلیج په سیمه کې له یو لړ زیاتېدونکو جدي پېښو څخه وروسته ترینګلتیاوې په پرله پسې توګه زیاتېږي. په دې کې هغه پېښه هم راځي چې په کې وسله والو بریدګرو کشتیو چې باور کیږي د ایراني رژیم اسلامي انقلابي ګارډ پورې یې اړه لرله د چنګاښ په میاشت کې هڅه وکړه چې یوه برتانوۍ ټانکر بېړۍ ونیسي.

څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو سمندري ځواک یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه وروسته له هغه وویشتله چې د هورموز تنګي په خوله کې یې یوه امریکایي سمندري بېړۍ تهدید کړه.

پراخه ویجاړتیا

سعودي عربستان د وږي په ۲۹مه په خریص کې د تېلو د ستر دولتي شرکت ارامکو په مرکزونو او په بقیق کې د تېلو د پروسیس کولو په تر ټولو لوی مرکز د شویو بریدونو په نتیجه کې د پراخې ویجاړتیا په هکله معلومات خپاره کړل.‌

د وږي د ۲۳مې د بریدونو، چې د سعودي عربستان د تېلو نیمایي تولیدات یې ودرول، مسؤلیت په یمن کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکو حوثي یاغیانو په غاړه اخیستی دی، په داسې حال کې چې واشنګټن تهران ته ګوته نیولې او دغه بریدونه یې «د جګړې عمل» بللی دی.‌

د ارامکو چارواکو وویل چې په بقیق باندې ۱۸ ډزې شوي، په داسې حال کې چې په خریص باندې څلور ډزې شوې دي. د دغه برید په نتیجه کې ګڼې چاودنې رامنځته شوي او داسې لمبې ترې پورته شوي چې مړ کولو یې ساعتونه ساعته وخت ونیو.

ارامکو په لسګونو نړۍ وال ژورنالستان ویشتل شویو ساحو ته ور وستل چې ورته وښیي چې هغوی په چټک ډول ترمیمات ترسره کوي. هغوی د نړۍ د تېلو تر ټولو لوی تولیدوونکي مرکز ته د لاسرسي لږ اسانتیاوې ورکوي.

لا نور بندیزونه

متحده ایالاتو د مرکزي بانک په شمول په تهران باندې سخت بندیزونه لګولي دي، خو د وږي په ۲۹مه نوي بندیزونه د «ترهګرۍ» د اضافي دلیل په اساس ولګول شول. د متحده ایالاتو حکومت وویل چې د ایران مرکزي بانک د متحده ایالاتو له خوا په تور لست کې شامل شویو دوه ګروپونو ته په «بیلیونونه ډالر» ورکړي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیفن منوچین وویل، «د خزانې وزارت اقدام د تمویل داسې یو مهم میکانیزم په نښه کوي چې د ایران رژیم یې د قدس ځواک، حزب الله او نورو اورپکو په شمول چې ترهګري خپروي او سیمه بې ثباته کوي د خپلې ترهګرې شبکې د ملاتړ لپاره کاروي.»

قدس ځواک د اسلامي انقلابي ګارډ لپاره نړۍ وال عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې د شیعه ملېشو ګروپ او په لبنان کې سیاسي ګوند حزب الله د ایران د تر ټولو نژدې سیمه ییزو شریکانو په ډله کې دی.

د وږي په ۱۹مه، متحده ایالاتو د خپلو چارواکو او ادارو صلاحیتونه داسې پراخ کړل چې د ترهګرو ډلو مشران او افراد او هغه بنسټونه په نښه کړي چې هغوی ته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مالي ملاتړ برابروي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د یوې اعلامیې په اساس، یو نوی لاسلیک شوی اجرائي حکم «د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې د ترهګرو ډلو مشران یا چارواکي او همدارنګه هغه افراد چې په ترهګریزه روزنه کې برخه اخلي په لا ډېره مؤثره توګه په نښه کړي»

متحده ایالاتو د وري په میاشت کې اسلامي انقلابي ګارډ د یادې ډلې له خوا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لسیزو اوږدو دښمنانه فعالیتونو څخه وروسته د یوه ترهګر سازمان په توګه اعلام کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500