تروريزم

د ایران انقلابي ګارډ د دولت په مرسته د لسیزو اوږدې وینه تویونې څخه وروسته ترهګر ونومول شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

په سعودي عربستان کې خبر برجونه په ۱۳۷۵ کې له یوه لارۍ بمي برید څخه وروسته چې اسلامي انقلابي ګارډ ته یې نسبت کیږي، ښودل کیږي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]

په سعودي عربستان کې خبر برجونه په ۱۳۷۵ کې له یوه لارۍ بمي برید څخه وروسته چې اسلامي انقلابي ګارډ ته یې نسبت کیږي، ښودل کیږي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د القدس ځواک قوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د هغه د ښه فعالیت له امله تېره میاشت د ایران د ستر مشر آیت الله علي خامنه یي له خوا وستایل شو. [د ایران د دفاع وزارت]

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د القدس ځواک قوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د هغه د ښه فعالیت له امله تېره میاشت د ایران د ستر مشر آیت الله علي خامنه یي له خوا وستایل شو. [د ایران د دفاع وزارت]

ایران له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کړی، د بېخبنا د پروژو مخه یې ډپ کړې او د فرقه ییز نفاق تخم یې کرلی دی. د هرات پخوانی والي محمد آصف رحیمي د تېرې سلواغې په میاشت کې وروسته له هغه پخوانیو طالب یاغیانو ته ښه راغلاست وایي چې هغوی تسلیم شول او اعتراف یې وکړ چې هغوی ته په ایران کې د ګډوډۍ رامنځته کولو روزنه ورکړل شوې ده. [سلیمان]

په عکس کې په ۱۳۷۱ کې په بونیس ایریس کې د اسراییلو سفارت له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته ښودل کیږي چې ۲۹ کسان یې ووژل او ۲۴۲ نور یې ټپیان کړل. د دغه برید نسبت د اسلامي انقلابي ګارډ‌ (آی آر جي سي) له خوا ملاتړ کېدونکیو اورپکو ته شوی دی. [آرشیف]

ایران له کلونو راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه کوي او د سوریایي دکتاتور بشار الاسد یو قوي متحد دی. نوموړی په خپلو خلکو د کېمیاويي وسلو د استعمال په شمول په یو شمېر جنګي جنایتونو کې ښکېل دی. په دې عکس کې یو چټک غبرګون ښودونکی په داسې حال کې لیدل کیږي چې تېر کال د سوریې په دوما کې د کلورین له یوه برید څخه وروسته یې یو مړ شوی ماشوم را اخیستی دی. [وایټ هیلمیټس]

ډېر داسې شواهد شته چې ښیي چې القاعده له ایران سره اړیکې لري.‌ د مثال په توګه، له ۱۳۹۶ څخه را اخیستل شوی دا سکرین شاټ په ایران کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن واده ښیي. اوس د حمزه په سر ۱ میلیون ډالر انعام اېښودل شوی دی.

په سوریه کې د فاطمیون لوا نښه ویشتونکي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د افسرانو تر قوماندې لاندې کار کوي، په یوه عکس کې چې د تېرې تلې په میاشت کې خپور شوی دی، لیدل کیږي. [آرشیف]

په سوریه کې د فاطمیون لوا نښه ویشتونکي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د افسرانو تر قوماندې لاندې کار کوي، په یوه عکس کې چې د تېرې تلې په میاشت کې خپور شوی دی، لیدل کیږي. [آرشیف]

واشنګټن ډي سي -- متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۹مه/ په یوه اقدام کې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ (آی آر جي سي) د یادې ډلې له خوا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لسیزو اوږدو تخریبي فعالیتونو څخه وروسته د یوه ترهګر سازمان په توګه اعلان کړ.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اعلامیه کې وویل، دغه بې مخېنې اقدام «دا حقیقت په ګوته کوي چې ایران نه یوازې د ترهګرۍ یو دولتي مرستندوی دی، بلکې دا چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر د یوې دولتي وسیلې په توګه په ترهګرۍ کې برخه اخلي، تمویلوي یې او وده ورکوي.»

ټرمپ وویل، «د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر (آی آر جي سي) د ایران د حکومت د نړۍ وال ترهګریز کمپاین د لارښوونې او تطبیق اساسي وسیله ده.»

دا لومړی ځل دی چې متحده ایالاتو د چریکي ډلو یا نورو ډېرو غیر رسمي بنسټونو پرځای، د یوه بهرني حکومت یوه برخه د یوه ترهګر سازمان په توګه ونوموله.

د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر (آی آر جي سي) د سوریې په کورنۍ جګړه کې د جنګ کولو پر وخت د وژل شویو ملګرو په ډله ییزه جنازه کې برخه لري. [د ایران د دفاع وزارت]

د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر (آی آر جي سي) د سوریې په کورنۍ جګړه کې د جنګ کولو پر وخت د وژل شویو ملګرو په ډله ییزه جنازه کې برخه لري. [د ایران د دفاع وزارت]

د ټرمپ له اعلان څخه وروسته خبریالانو ته په خبرو کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ټولو بانکونو او سوداګریزو ادارو ته سر له اوسه له آی آر جي سي سره د معاملاتو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.

پومپیو وویل، «د ایران مشران انقلابیان نه بلکې جنایتکاران دي. اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سوداګریز شرکتونه او بانکونه په څرګنده دا مسؤلیت لري څو ډاډمنه کړي چې هغه شرکتونه چې هغوی ورسره مالي معاملات ترسره کوي، له آی آر جي سي سره مهم معاملات ترسره نه کړي.»

د ټرمپ د ادارې یوه جیګپوړي چارواکي وویل، نوی ګام به له آی آر جي سي‌ سره ارتباط جرم وګرځوي او «زمونږ څارنوالانو ته به دا فرصت په لاس ورکړي چې هغه کسان مسؤل ونیسي چې هغوی آی آر جي سي ته مادي ملاتړ برابروي.»

د ترهګرۍ تاریخچه

اسلامي انقلابي ګارډ په ۱۳۵۸ کې له اسلامي انقلاب څخه وروسته د دې لپاره رامنځته شو، چې د هغو معمولو پوځي واحدونو پر خلاف چې سرحدونه ساتي، د روحانیونو د رژیم ساتنه وکړي.

د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې په منځني ختیځ کې او له هغه اخوا د ډېرو ترهګریزو پېښو ریښې اسلامي انقلابي ګارډ پورې رسېدلې دي.

په ۱۹۹۶ کې، په سعودي عربستان کې د خبر برجونو د اپارتمانونو کمپلېکس بمي برید ۱۹ تنه امریکایي عسکر ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. د تېر وږي په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوې فدرالي محکمې د هغه برید پړه پر ایران او اسلامي انقلابي ګارډ ور واچوله.

په ۱۳۹۰ کې، متحده ایالاتو وویل چې هغوی په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو لپاره د سعودي د سفیر د وژنې پلان چې قدس ځواک نیولی وو، شنډ کړ.

د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک، چې نوم یې د بیت المقدس له نامه څخه اخیستل شوی،‌ په بهرنیو ماموریتونو کې هم مهارتونه لري، چې د عراقي یاغیانو،‌ حزب الله او حماس په شمول افراطي ډلو ته روزنه، پیسې او وسلې برابروي.‌

په هېواد کې دننه، دغه ځواک سیاسي او اقتصادي نفوذ ترلاسه کړی، چې د ځینې شمېرنو له مخې هغوی د ایران د اقتصاد سم نیمایي کنټرولوي.‌

د ادعاوو له مخې، قدس ځواک په ۱۳۷۳ کې د ارجنټاین پر یوه یهودي اجتماعي مرکز په ځانمرګي برید کې برخه لرله چې له ۸۰ څخه ډېر کسان یې په کې ووژل او خواوشا ۳۰۰ یې ټپیان کړل.

دا یوازې څو له هغو ترهګریزو کړنو څخه دي چې په تېرو کلونو کې یې آی ار جي سي ته نسبت شوی دی.

همدارنګه، آی آر جي سي له القاعدې سره ټینګې اړیکې لري، چې د ایران له خوا د القاعدې یو شمېر هغو عناصرو ته ځای ورکول یې ښکاره ثبوت دی چې نړۍ والو مقاماتو پسې اخیستي دي.‌

د هغوی په ډله کې سیف العدل او عدل رعدي بن سقر الوهابي الحربي شامل دي چې د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه په کینیا او تنزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو د جوړه ځانمرګو بریدونو په طرحه کولو تورن دي.‌

په بهر کې لاسوهنه

قدس ځواک د سوریې په کورنۍ جګړه کې د هغه هېواد د رژیم د ځواکونو په ملاتړ کې یو مهم رول لوبوي.

تحلیلګران وایي چې اسلامي انقلابي ګارډ د خپل سیمه ییز نفوذ د پیاوړتیا او حاکمیت جوړولو په لړ کې، پاکستاني ځوانان د دې لپاره استخداموي چې په سوریه کې د هغوی د ګټو لپاره وجنګیږي.‌

دا ستراتیژي له زینبیون غونډ څخه ښه څرګندیږي چې غړي یې د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا روزنه او وسلې ترلاسه کوي او بیا یې ایران سوریې ته لېږي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د نورو اړوندو ګروپونو او د سوریې د رژیم تر څنګ جنګ وکړي.

سربېره پر دې، ایران د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۶ تر منځ موده کې خواوشا ۵۰۰۰۰ افغان کډوال استخدام کړي چې په سوریه کې د اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون لوا تر بیرغ لاندې جنګ وکړي.

د اسوسیټیډ پرېس د راپور په اساس، د هغو افغانانو له ډلې څخه خواوشا ۱۰۰۰۰ کسان له هغه وخت راهیسې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د مرغومي په میاشت کې یادې دوه ملېشې د دې لپاره په خپل تور لست کې شاملې کړې چې نړۍ والو مالي شبکو ته د هغوی لاسرسی پرې او عملیات یې بند کړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوچین د مرغومي په میاشت کې وویل، «د ایران ظالم رژیم په ایران کې له موجودو کډالو څخه ناوړه استفاده کوي... او هغوی د سوریې د شخړې لپاره د انساني سپر په توګه استعمالوي.»

هغه زیاته کړه، «د خزانې وزارت له طرفه د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکيو ملېشو او نورو مامورو ډلو هدف ګرځول زمونږ له خوا د فشار اچولو د هغه روان کمپاین برخه ده چې هغه ناقانونه شبکې بندوي چې رژیم یې د نړۍ بېلابېلو برخو ته د ترهګرۍ د صدور لپاره کاروي.»

همدارنګه، اسلامي انقلابي ګارډ د سوریایي دکتاتور بشار الاسد یو کلک متحد دی، او نوموړي په خپلو خلکو د کېمیاوي موادو د استعمال په شمول ګڼ شمېر جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500