امنیت

متحده ایالاتو د ایران پر مذهبي مشر او ددغه هیواد د اسلامي انقلاب پر ځواکونه نوي بندیزونه ولګول

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د یوې څرخکې له خوا اخیستل شوي عکسونه د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر په داسې حال کې ښیي چې د غبرګولي په ۲۳مه له اېم ټي کوکوکا کریجیوس څخه یو ناچاودی صدفي ماین لیرې کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د یوې څرخکې له خوا اخیستل شوي عکسونه د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر په داسې حال کې ښیي چې د غبرګولي په ۲۳مه له اېم ټي کوکوکا کریجیوس څخه یو ناچاودی صدفي ماین لیرې کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

واشنګټن ډي سي -- متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ‌ (د چنګاښ په ۳ مه) په ایراني رژیم باندې نوي بندیزونه ولګول چې په ترڅ کې یې ستر مشر آیت الله علي خامنه ای او د ایران د اردو ځینې نور جیګپوړي مشران په نښه کړل.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تهران باندې دا بندیزونه له دې امله ولګول چې وایي د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په شمول یې «جارحانه چلند» کړی دی.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه بې پیلوټه الوتکه یوه له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکي ایراني توغندي په داسې حال کې وویشتله چې د غبرګولي په ۲۹مه د هورموز تنګي په سر په نړۍ واله فضا کې یې عملیات کول.

سپینې ماڼۍ وویل چې دغه بندیزونه «به مالي منابعو ته د ایران د رهبرۍ لاسرسی بند کړي، او هغوی به د متحده ایالاتو د مالي سیستم له کارولو یا په متحده ایالاتو کې هرو شتمنیو ته له لاسرسي څخه ایسار کړي.»

د ایران د رژیم له لوري تمویل شوي د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې پداسې حال کې ښودل کیږي چې په کتار ولاړ دي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

د ایران د رژیم له لوري تمویل شوي د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې پداسې حال کې ښودل کیږي چې په کتار ولاړ دي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل چې هغوی په خامنه ای سربېره د اسلامي انقلابي ګارډ د ۸ جیګپوړو قوماندانانو پر ضد اقدامات کوي.‌

ناوړه او تحریکوونکي فعالیتونه

د خزانې وزارت وویل، «دغو قوماندانانو داسې یوه بیوروکراسي جوړه کړې چې د بالستیک توغنديو د تحریکوونکي پروګرام، په نړۍ والو اوبو کې د تجارتي بېړیو د وېرولو او مختلولو، او په سوریه کې د بې ثباته کوونکي حضور په شمول، د اسلامي انقلابي ګارډ د ناوړه سیمه ییزو فعالیتونو څارنه کوي.»

د خزانې وزیر سټیفن منوچین وویل چې متحده ایالات به همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په تور لست کې ور واچوي او په «میلیاردونو» نور ایرانۍ شتمنۍ به بلاک کړي.

منوچن وویل، «دا کار د اسلامي انقلابي ګارډ او د ایران د رژیم د ټولو سطحو چارواکو ته یو خبرداری دی چې مونږ به په ټولو هغو باندې د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړو چې تاوتریخوالی، ګډوډي او ترهګري صادروي.»

واشنګټن د وري په ۱۹مه اسلامي انقلابي ګارډ په نړۍ کې د دغه ګروپ له خوا د لسیزو اوږدې ورانکارۍ له امله یو ترهګر سازمان ونوماوه.‌

د متحده ایالاتو اردو د غبرګولي په ۲۷مه داسې نوي عکسونه خپاره کړل چې له هورموز تنګي سره نژدې په ټانکر لرونکیو کشتیو باندې یوه برید کې ایران پړ ښیي.

په ورته وخت کې، د ایران رژیم په افغانستان کې طالب اورپکو ته د وسلو او پیسو ورکولو ته دوام ورکوي او افغان کډوال استخداموي چې په سوریه کې جنګ وکړي‌.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500