تجزيه

تهران د سلیماني له وژل کېدلو څخه یو کال وروسته اوس هم د سیمې لپاره ګواښ جوړوي

د فریس العمران راپور

د ایران د اسلامي‌ انقلابي ګارد غړي، د وروستيو جنګي تمریناتو په ترڅ کې، د امریکایي سمندري ځواکونو او تجارتي ټانکر بېړیو د په نښه کولو په خیال، په عربي خلیج کې د متحده ایالاتو د یوې الوتکه وړونکې بېړۍ د بېلګې د محاصره کولو لپاره له چټکو بریدګرو بېړیو څخه استفاده کوي. [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ایران د اسلامي‌ انقلابي ګارد غړي، د وروستيو جنګي تمریناتو په ترڅ کې، د امریکایي سمندري ځواکونو او تجارتي ټانکر بېړیو د په نښه کولو په خیال، په عربي خلیج کې د متحده ایالاتو د یوې الوتکه وړونکې بېړۍ د بېلګې د محاصره کولو لپاره له چټکو بریدګرو بېړیو څخه استفاده کوي. [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

یو کال وروسته له هغه چې د ایران رژیم یو تر ټولو بانفوذه او نوښتګر پوځي قوماندان له لاسه ورکړ، تهران د متحده ایالاتو او په سیمه کې د هغه متحدینو ته د ګواښونو لړۍ روانه ساتلې ده.‌

د تېر کال د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه سمدلاسه وروسته،‌ ایراني مشرانو د خونړي غچ اخیستنې اخطار وکړ.

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي او ولسمشر حسن روحاني د «سخت انتقام» خبرداری ورکړ.

د تهران یوې جګپوړې امنیتي موسسې، د ملي امنیت عالي شورا، وویل چې متحده ایالات به «په صحیح ځای او وخت کې ... له سخت انتقام سره مخامخ شي.»

د اسلامي انقلابي ګارد غړي د وروستیو جنګي تمریناتو په لړ کې، د امریکایي سمندري ځواکونو او تجارتي ټانکر بېړیو د په نښه کولو په خیال، د عربي خلیج په لوري توغندي توغوي. [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

د اسلامي انقلابي ګارد غړي د وروستیو جنګي تمریناتو په لړ کې، د امریکایي سمندري ځواکونو او تجارتي ټانکر بېړیو د په نښه کولو په خیال، د عربي خلیج په لوري توغندي توغوي. [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

کارپوهان د ایران د اسلامي انقلابي ګارد له خوا چلېدونکي تر ځمکې لاندې مرکز کې د اوږده واټن توغندیو په جوړولو باندې کار کوي.‌ [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

کارپوهان د ایران د اسلامي انقلابي ګارد له خوا چلېدونکي تر ځمکې لاندې مرکز کې د اوږده واټن توغندیو په جوړولو باندې کار کوي.‌ [د اسلامي انقلاب د ګارډ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد پخواني قوماندان او د هېواد د نظام د مصلحت د تشخیص د مجمع اوسني منشي محسن رضایي په ټوېټر ولیکل چې تهران به «له امریکا څخه سخت انتقام واخلي.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر تخت روانچي وویل، «معلومه خبره ده چې انتقام به واخیستل شي او یو سخت انتقام.»

د ایران د پوځ لوی درستیز تورن جنرال عبدالرحیم موسوي حتی لا وویل چې، متحده ایالات دا «زړورتیا» نه لري چې جنګ پیل کړي.

له ټول ډراماتیک شور او غوغا څخه وروسته، د رژیم «قاطع غبرګون» هغسې چې روحاني یاد کړی وو، دا وو چې د مرغومي په ۱۸مه یې په عراق کې په دوو ا‌ډو باندې چې امریکایي او نور بهرني عسکر په کې دېره ول، ۲۲ توغندي وتوغول.

توغندیو ډېر کم مادي تاوان واړاوه.‌

په عین ورځ، یواځې څو ساعته وروسته له هغه چې ایراني رژیم په عراق کې خپل د میزایلو بریدونه ترسره کړل، د ایران پوځ د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې د ۷۵۲ الوتنې الوتکه وویشتله. څو ورځې وروسته روحاني دغه پېښه یوه «غمجنه تیروتنه» وبلله.

په سیمه کې ګډوډي جوړول

په فرانسه کې د عراق د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز رییس غازي فیصل حسین وویل، «ایران او ملېشو یې [د سلیماني وژنه] په متحده ایالاتو او د لویدیځ په ګټو باندې د بریدونو د توجیه کولو لپاره بهانه وګرځوله.‌

هغه وویل، په داسې حال کې چې د اسلامي انقلابي ګارد په ګډون د ایران پوځ نشي کولی چې نېغ په نېغه له متحده ایالاتو سره جګړه وکړي، ایران په سیمه کې ګډوډي جوړونکيو فعالیتونو ته دوام ورکوي.»

نوموړي وویل، په دغو فعالیتونو کې «په عراق کې خپلو اجیرانو ته داسې لارښوونې چې په نړۍ والو دپلوماتیکو او نظامي ماموریتونو باندې د توغندیو بریدونه وکړي او خپل وسله وال ګروپونه ... لکه د لبنان حزب الله ډله او حوثیان [انصارالله] داسې حمایه کړي چې په لبنان، سوریه، یمن او د سیمې په نورو هېوادونو کې ستونزې راپورته کړي» شامل دي.

حسین وویل، ایران د جنګ په میدان باندې د سیمې په بدلولو او په دې توګه د امنیت په ګواښلو او د ثبات، سولې او پرمختګ د احتمالاتو په کمزوري کولو سره خپلې پراختیا غوښتونکې ستراتیژۍ ته دوام ورکوي.

هغه وویل، خو «که سلیماني نه وای وژل شوی، د ایران له خوا رامنځته شوي ګواښونه او ستونزې» به لا نور جدي او خطرناک وای.‌

مداوم ګواښونه

د سلیماني له مرګ نه لږ وروسته برید جنرال اسماعیل قاآني د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک قومانده پر غاړه واخیستله.

لکه څنګه چې تمه کېدله،‌ هغه په پراخه کچه د خپل سلف له خوا د طرحه شویو پلانونو عملي کولو ته دوام ورکړی، خو په دې نه دی توانېدلی چې د سلیماني ځای ډک کړي.

سلیماني ته په ایران کې له خامنه اي څخه وروسته د تر ټولو ځواکمن کس په سترګه کتل کېدل.‌

د پوځي او ستراتیژیکو چارو شنونکي حاتم الفلاحی وویل، سلیمانی یو فوق العاده شخص وو چې له خامنه ای څخه پرته بل هیچاته یې ځواب نه وایه.

هغه وویل، له ستر مذهبي مشر سره د نږدې او باوري اړیکو له برکته هغه ته د یوه ډېر قوي شخص په سترګه کتل کېدل، او دا وړتیا یې درلوده چې له دغه نفوذ څخه په سیمه کې د تهران پلوه اجنټانو چې د هغه حکمونه یې منل یوه پراخه شبکه جوړه کړي.

که څه هم دا ناشونې برېښي چې قاآني دې په هېواد کې دننه یا بهر د سلیماني ځای ونیسي، لاکن ایران په خپلې پراختیا غوښتونکې اجندا سره د سیمې ګواښلو ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکي احمد شاوکي وویل، ایران «داسې اراده نه لري» چې خپل چلند بدل یا یې ترهګریز فعالیتونه کم کړي.‌

هغه وویل، «اسلامي انقلابي ګارد، د نړۍ پر وړاندې د یوه باغیانه پیغام په ورکولو او د دې ټکي په تاییدولو سره چې د سلیماني په مرګ سره د هغه ستراتیژي نه ده اغېزمنه شوې، د پارونکیو بریدونو د ترسره کولو په موخه د خپلو ملېشو ملاتړ ته دوام ورکوي او اړوندو ګروپونو ته داسې لارښونې کوي ترڅو له خپل قلمرو څخه بهر ناارامي وپاروي.»

د بریدونو دروند قېمت

شاوکي وویل، د سلیماني له مړینې څخه وروسته د یوه کال په بهیر کې، تهران هڅه کړې ترڅو «د خپلو ګروپونو په پارولو او د هغوی د عملیاتو په منسجمولو سره، د هغه ټکان اغېز له منځه وېسي چې د خپلې ترهګریزې پروژې د یوه مشر په له لاسه ورکولو سره ور رسېدلی وو.»

د خلیج په اوبو کې د متحده ایالاتو وروستي خوځښتونه او د اضافي وسایلو ځای پرځای کول د ایران یا د هغه د اورپکو ډلو د احتمالي بریدګرو اقداماتو پر وړاندې د چمتووالي په لړ کې شوي دي. دغو ډلو د لیندۍ په ۷مه له تهران سره نږدې د ایران د نومیالي هستوي ساینسپوه محسن فخري زاده له وژل کېدلو څخه وروسته بیا ګواښونه پیل کړي دي.

فخري زاده د اسلامي انقلابي ګارد یو پخوانی غړی،‌ د دفاع وزارت مرستیال، د دغه وزارت د نوښتونو او دفاعي تحقیقاتو رییس او د ایران د هستوي پروګرام مؤسس وو.

هېڅ ډلې یا حکومت د دغې وژنې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو تهران یې پړه پر خپلو معمول دښمنانو؛ اسراییل، متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د ایران مجاهدین خلق سازمان باندې چې یوه سیاسي - نظامي ډله ده او غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت واکمني رانسکوره کړي او پرځای یې خپل حکومت جوړ کړي، ور واچوله.

د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو ملېشو د قاسم سلیماني د مرګ له کالیزې څخه مخکې هم په عراق او سیمه کې د متحده ایالاتو په ګټو باندې بریدونو ته دوام ورکړ، او په دې لړ کې یې د لیندۍ په ۳۰مه په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت باندې د توغندیو بریدونه ترسره کړل.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې نوموړی به «په عراق کې په امریکایي وګړو باندې د هر ډول وژونکې حملې مسؤل ایران» وبولي، پوځي سرچینو وویل چې د ایران له خوا هر ډول غلطې محاسبې او یا پارونې کولی شي چې ویجاړونکې پایلې ولري.

شاوکي وویل، که ایرانیان «کوم برید پیل کړي، سخت او کلک ځواب به یې ترلاسه کړي، او هغوی به د داسې فعالیتونو چې په سیمه کې وضعیت ترینګلی کړي او هغه د تاوتریخوالي او نښتو په لړۍ باندې واړوي، د ښکېلېدلو غټ قېمت پرې کړي.»

د پوځي او ستراتیژیکو چارو عراقي کارپوه علاء النشو وویل، که سلیماني وو او که اوس نشته، اسلامي انقلابي ګارد او سیمه ییزې ملېشې یې د سیمې لپاره یو ستر ګواښ دی.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې دا حقیقت دی چې دغه شخص د فقیه ولایت د رژيم لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي، لاکن هغه د ډېرو هغو بحرانونو چې عراق او د سیمې هېوادونه اوس هم ترې کړېږي، مسؤل وو،‌ د ایران په یرغلیزو سیاستونو کې یې محوري نقش درلود، او د هغه [سلیماني] له وړتیاوو او رول څخه د وېروونکیو هدفونو لپاره کار اخیستل کېده.»

هغه وویل، د سلیماني له مرګ څخه یو کال وروسته، «داسې ښکاري چې چاپېریال ډېر تغیر کړی دی، ځکه چې ایران او د هغوی متحدین اوس هم نه یواځې په سیمه بلکې د نړۍ په ټولو برخو کې د ستونزو او ترینګلتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د ایران مخه وننیول شي ایران به ټولې نړۍ ته په ځانګړې ډول متحده ایالاتو ته ستر ګواښ راته مینځ ته کړي.

ځواب ورکړئ

ایران او چین د متحده ایالاتو لپاره په خطرناکو سیالانو باندې اوړي، او په راتلونکي کې ښایي چین له متحده ایالاتو څخه هم ډېر لوی زبرځواک جوړ شي او چین به ایران هم ترخپل څنګ ولري، ځکه چې ایران د چین لپاره ډېر مهم دی. هغه به د ایران په وسیله متحده ایالاتو ته، چې د چین یوازنی خطرناک سیال او د نړۍ د دې وخت زبرځواک دی، تاوان ور ورسوي. د متحده ایالاتو لپاره به دا ګټوره وي چې په افغانستان او عربي هېوادونو کې چې دا وخت په کې جنګونه روان دي، سوله ډاډمنه کړي او د ایران او چین پر ضد له اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي. چین او ایران به ونشي کړای چې په دغو هېوادونو کې نفوذ ترلاسه کړي، او که په دغو هېوادونو کې جنګونه دوام ومومي،‌ متحده ایالاتو ته به زیان ور ورسوي.

ځواب ورکړئ

امریکا او ناټو باید افغان وسله وال پوځ ته اتومي او نورې داسې وسلې ورکړي چې د ایران د انقلاب ساتونکو ترهګرو او د پاکستان د ترهګر پوځ پر ضد یې وکاروي او سیمه او نړۍ د دغو دوه شیطانانو له شر نه خلاص کړي.

ځواب ورکړئ