امنیت

د سلیماني د وژنې په وړاندې د تهران ډارن غبرګون د رژیم ماتېدونکی حال څرګندوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته ووتل او له وقفې څخه پرته یې د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه ورکړل.

کابل -- د مرغومي په نیمایي کې د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له خوا د ایران د یوه نظامي قوماندان له وژل کېدلو څخه وروسته د دغه هېواد لومړۍ زړورتیا په چټکۍ سره ورکه شوه او د کمزورتیا داسې یوه نښه یې وښودله چې د رژیم ثبات ګواښي.

د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې د برید په مقابل کې د خونړي انتقام د اخیستلو ډېر غږونه وشول

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي او ولسمشر حسن روحاني د «سخت انتقام» خبرداری ورکړ.

د تهران یوې جیګپوړې امنیتي موسسې، د ملي امنیت عالي شورا، وویل چې متحده ایالات به «په صحیح ځای او وخت کې ... له سخت انتقام سره مخامخ شي.»

جیګپوړي ایراني پوځي مشران د مرغومي په ۲۴مه په تهران کې په یوه غونډه کې اندېښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

جیګپوړي ایراني پوځي مشران د مرغومي په ۲۴مه په تهران کې په یوه غونډه کې اندېښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

دا عکس چې د مرغومي په ۲۳مه په انسټاګرام خپور شوی یوه ښځه په تهران کې په داسې حال کې ښیي چې د ایران د امنیتي خدمتونو په یوه غړي باندې انتقاد کوي. [آرشیف]

دا عکس چې د مرغومي په ۲۳مه په انسټاګرام خپور شوی یوه ښځه په تهران کې په داسې حال کې ښیي چې د ایران د امنیتي خدمتونو په یوه غړي باندې انتقاد کوي. [آرشیف]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ پخواني قوماندان او د هېواد د نظام د مصلحت د تشخیص د مجمع اوسني منشي محسن رضایي په ټوېټر ولیکل چې تهران به «له امریکا څخه سخت انتقام واخلي.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر تخت روانچي وویل، «معلومه خبره ده چې انتقام به واخیستل شي او یو سخت انتقام.»

د ایران د پوځ لوی درستیزتورن جنرال عبدالرحیم موسوي دومره مخکې لاړ چې ویې ویل، متحده ایالات دا «زړورتیا» نه لري چې جنګ پیل کړي.

شور او غوغا

له ټول ډراماتیک شور او غوغا څخه وروسته، د رژیم «قاطع غبرګون» هغسې چې روحاني یاد کړی وو، دا وو چې د مرغومي په ۱۸مه یې په عراق کې په دوو ا‌ډو باندې چې امریکایي او نور بهرني عسکر په کې دېره ول، ۲۲ توغندي وتوغول..

هغه وخت د ایران دولتي رسنیو ادعا وکړه چې دغو توغندیو لږ تر لږه ۸۰ تنه امریکایي عسکر وژلي دي، خو امریکایي او عراقي چارواکو تایید کړه چې هېڅ مرګ ژوبله نه ده ور پېښه شوي.

په حقیقت کې، توغندیو ډېر کم مادي تاوان اړولی وو.‌

اسلامي انقلابي ګارډ هغه وخت ادعا وکړه چې، «د یرغل د هر نوي او ناوړه حرکت ځواب به په ډېرو دردوونکيو او ویجاړوونکیو غبرګونونو سره ورکول شي.»

خو د اسلامي انقلابي ګارډ مشرانو له خپلو پخوانیو متکبرو موقفونو څخه په شاتګ وکړ.

د اسلامي انقلابي ګارډ جیګپوړي قوماندان حسین سلامي د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۲مه/ د مرغومي د ۱۸مې د میزایلو عملیاتو ته په اشارې سره پارلمان ته وویل، «زموږ هدف دا نه وو چې د دښمن عسکر ووژنو. هغه مهم نه وو.»

هغه په یوه وینا کې چې په دولتي تلویزیون خپره شوه وویل، «فزیکي ویجاړتیا یوازې د دې لپاره وه چې موږ غوښتل ووایو چې موږ له دښمن څخه ډېرتکړه یو.»

د اسلامي انقلابي ګارډ د هوا او فضا قوماندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده هم دغه خبره تکرار کړه.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا، هغه وویل، «موږ نه غوښتل چې وژل وکړو.»

په هر څه کې مبالغه کول

د رژیم د وړتیاوو په هکله د ایراني مشرانو دومره پراخه مبالغه او د پوځ دومره بي زړه «سخت انتقام»، د روحاني او پوځي ادارو لویې کمزورتیاوې څرګنده کړې.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي عزیزاحمد وردګ وویل، «د متحده ایالاتو او ایران پوځي وړتیاوې اصلا د پرتلې وړنه دي.»

هغه وویل، د سلیماني له مرګ څخه وروسته تهران د خپلو وړتیاوو په هکله لاپې پیل کړې او ویې ویل چې هغوی به سخت انتقام واخلي او امریکایان به له سیمې څخه وباسي.

وردګ وویل، «خو تر نن ورځې پورې، هغوی نه سخت انتقام واخیست او نه یې امریکایان له سیمې څخه اېستلو ته اړ کړل. داسې خبرې دا معنی لري‌ چې هغوی یواځې د سیمې هېوادونه ډاروي.»

هغه وویل، «د ایران پوځ، په ځانګړې توګه اسلامي انقلابي ګارډ د خپل ځان په هکله دروغ وایي او مبالغه کوي. حقیقت دا دی چې ایران داسې پوځي او جنګي وړتیاوې نه لري چې ادعا یې کوي.»

په کابل کې د پوځي چارو شنونکي عزیز ستانکزي وویل، اسلامي انقلابي ګارډ «د دې لپاره د دروغو ویلو ته مخه کړې چې په خپل هېواد کې عامه ذهنیت کټرول کړي.»

هغه وویل، ایراني مشرانو «د خپلو رسنیزو چینلونو له لارې پروپاګند خپرول پیل کړي، او ادعا کوي چې په عراق کې په امریکایي ا‌ډو باندې د هغوی د میزایلو په بریدونو کې تر ۸۰ پورې امریکایان وژل شوي دي.»

هغه وویل، «د ایران سیاسي او پوځي چارواکو د سخت انتقام اخیستلو عواقب سنجولي وو، هغوی په ارادي ډول ونه غوښتل چې په عراق کې امریکایي ځواکونو ته زیان ور ورسوي.»

هغه وویل، «د ایران حکومت او پوځ پوهېږي چې هغوی دا وړتیا نه لري چې د نړۍ تر ټولو پیاوړي پوځ سره جګړه وکړي.»

مرګ په دکتاتور

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داخلي لاریونونو د څپو په راپورته کېدلو سره د رژیم کمزورتیا لا ډېره څرګنده شوه.

په لسګونو زره ایرانیان وروسته له هغه له نوې غوسې سره لارو او کوڅو ته راووتل چې اسلامي انقلابي ګارډ اعتراف وکړ چې د مرغومي په ۱۸مه د شخړې په ترڅ کې راغورځول شوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه هغوی په سهوي ډول ویشتلې ده.‌ اعتراضونه له کومې وقفه څخه پرته دوام وکړ.

اعتراض کوونکیو چیغې وهلې او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکول.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ډېرو ویډیوګانو کې لاریونوال په داسې حال کې ښودل کیدل چې د خامنه اي د استعفا او د هغو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه یې کوله چې د الوتکې د رانسکورولو مسؤلیت یې پر غاړه وو.

لاریونوالو شعارونه ورکول، «خامنه اي، شرم وکړه. وطن پرېږده.»

د اوکراین د هوایي کرښې الوتکه له الوت څخه څو دقیقې وروسته -- او یوازې څو ساعته پس له هغه چې ایراني رژیم په عراق کې خپل د میزایلو بریدونه ترسره کړل، را وغورځول شوه. په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ واړه مسافر او د الوتکې عمله ووژل شول.

د ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د میزایل په برید کې ویشتل شوې ده.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني چې له پراخ نړۍ وال او داخلي فشار سره مخامخ وه بالاخره د شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د ایران پوځ په «یوه غمجنه غلطۍ» کې ویشتې ده.

د مرغومي په ۲۴مه قضایه قوې د دغې غمیزې غلطۍ په تور کسان ونیول خو دا څرګنده نشوه چې څو کسان یې نیولي دي.

ځینې محصلانو چې په لاریونونو کې یې برخه لرله اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نامه یاداوه.

یوې سیاسي فعالې، د پارلمان پخوانۍ غړې او د ایران د یوه پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایضې هاشمي له اعتراض کوونکیو څخه ملاتړ اعلان کړ.‌

د بي بي سي فارسي له خوا په یوه غږیز ریکارډ کې هغې خامنه اي باندې غږ وکړ چې واک دې پرېږدي او اجازه دې ورکړي چې په نظام کې تغیرات رامنځته شي. همدارنګه، هغې په سرکونو کې د لاریونونو دوام وهڅاوه.

د پارلمان پخواني رییس او جیګپوړي ناراض سیاستوال مهدي کروبي هم وویل چې خامنه اي «وړتیا نه لري» چې هېواد رهبري کړي.

کروبي په یوه زړور لیک کې ستر مشر ته په اشرې سره لیکلي، خامنه اي له هغو کوایفو څخه چې د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې د هېواد د مشرتابه لپاره تصریح شوي دي، یو هم نه لري.

کروبي زیاته کړې، د اوکراین د هوایي کرښې د الوتکې د ویشتلو او په کې د سپرو کسانو د وژنې «ټول مسؤلیت» د خامنه اي پر غاړه دی.

هغه وویل، «دا د شرم خبره ده چې تاسو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ د پېښې په هکله خبر وئ او بیا مو هم پوځي او ملکي مقاماتو او د هېواد تبلیغاتي ماشین ته اجازه ورکوله چې تر درې ورځو پورې خلک وغولوي.»

هغه د رسنیو ځینې راپورونو ته په اشارې چې ادعا یې کوله چې ټیټ پوړو مامورینو د غمیزې له پېښېدلو څخه دوه ورځې وروسته خامنه اي ته خبر ورکړی وو، وویل، «دا هم د شرم خبره ده چې تاسو تر دوه ورځو پورې له غمیزې څخه خبر نه وئ.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500