امنیت

ترینګلتیاوې وروسته له هغه کمې شوې چې د متحده ایالاتو پر پوځ د ایران انتقامي برید د تلفاتو په اړولو کې ناکام شو

کاروانسرای او ای اېف پي

له آرشیف څخه را اخیستل شوي دغه عکس کې د متحده ایالاتو یو سمندري عسکر په عراق کې په الاسد هوایي اډه کې په پیره ولاړ دی. ایرانیانو د مرغومي په ۱۷مه دغه اډه په نښه کړه.

له آرشیف څخه را اخیستل شوي دغه عکس کې د متحده ایالاتو یو سمندري عسکر په عراق کې په الاسد هوایي اډه کې په پیره ولاړ دی. ایرانیانو د مرغومي په ۱۷مه دغه اډه په نښه کړه.

داسې ښکاري چې ترینګلتیاوې وروسته له هغه کمې شوې چې معلومه شوه چې په عراقي اډو باندې چې امریکایي او نور بهرني عسکر په کې مېشت دي د ایران د میزایلو په برید کې چا ته مرګ ژوبله نده وراوښتي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ملت ته په یوه وینا کې تایید کړه چې یادو بریدونو په عراق کې امریکایي مرکزونو ته ډېر لږ زیان ور رسولی دی.

په واشنګټن او تهران کې چارواکو وویل چې ایران د چارشنبې په ورځ په عراقي بېسونو باندې چې د متحده ایالاتو پوځ ترې کار اخلي میزایل ور وار کړل. دا د اسلامي جمهوریت له خوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني، چې امریکا وواژه،د هغې غچ اخیستنې لومړی ګام وو چې ایران یې د ترسره کولو ژمنه کړې وه.

سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې ووژل شو.

د ایران لوی مذهبي مشر علي خامنه اي د مرغومي په ۱۸مه په تهران کې حاضرینو ته وینا کوي، او دا مسؤلیت مني چې په عراق کې په امریکایي اډو باندې یې د میزایلو بریدونه ترسره کړي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران لوی مذهبي مشر علي خامنه اي د مرغومي په ۱۸مه په تهران کې حاضرینو ته وینا کوي، او دا مسؤلیت مني چې په عراق کې په امریکایي اډو باندې یې د میزایلو بریدونه ترسره کړي دي. [د ایران د دفاع وزارت]

په بغداد کې پوځ له شپني برید څخه وروسته د چارشنبې په ورځ وویل، په ټولیز ډول ۲۲ میزایل په عراق کې په الاسد او اربیل اډو باندې چې امریکایي عسکر په عراق کې په کې دېره دي، وتوغول شول، خو عراقیانو ته په کې هېڅ تلفات نه دي وراوښتي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ چې د غوایي په میاشت کې یو ترهګر ګروپ ونومول شو، په سملاسي توګه د میزایلو د بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست او د لا نورو ګواښونو بیانونه یې خپاره کړل.

دغې ډلې وویل، «د تجاوز د هر نوي ناوړه عمل یا حرکت ځواب به په لا ډېر تریخ او ویجاړونکي توګه ورکول شي.»

د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو عراقۍ ملېشو هم ګواښونه خپاره کړل او ویې ویل چې د هغوی بریدونه به هم «د ایران له غبرګون څخه کم نه وي.»

ټرمپ خپلې خبرې په دې ټکو پيل کړې، «تر څو چې زه د متحده ایالاتو ولسمشر یم، ایران ته به هېڅکله هم اجازه ورنه کول شي چې اتومي وسله ترلاسه کړي.» وروسته هغه په دې هکله تفصیل ورکړ چې متحده ایالات به څنګه په تهران باندې نوي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ په دې هکله تفصیلات ورکړل چې سلیماني څنګه له لسیزو راهیسې د زرګونو امریکایانو او په عراق، یمن، سوریه، لبنان او افغانستان کې د هغوی د متحدینو د وژنې مسؤل وو.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل، «هغه باید ډېر مخکې له منځه وړل شوی وای.»

نړۍ وال غبرګون

د نړۍ مشرانو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ د ایران د میزایلو برید وغانده.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د چارشنبې په ورځ په ایران باندې غږ وکړ چې په عراقي ا‌ډو باندې چې ایتلافي ځواکونه په کې مېشت دي راکټي بریدونه تکرار نه کړي.

جانسن پارلمان ته وویل، «ایران باید دا بې باکه او خطرناک بریدونه تکرار نه کړي بلکې د هغه پرځای په چټک ډول د شخړو د کمولو لاره ونیسي.»

د جرمني د دفاع وزیرې د ایران وروستی برید وغانده او په تهران باندې یې غږ وکړ چې د شخړې «تګلاره» دې پای ته ورسوي.

انیګریټ کرمپ کرینباور ای آر ډي اژانس ته وویل، «د جرمنی حکومت دا یرغل په کلکه غندي... اوس دا د ایرانیانو وظیفه ده چې د حالاتو له نورترینګلتیا څخه ډډه وکړي.»

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزېف بوریل وویل، دا برید «د لانجې او ټګر د زیاتیدو» یو بل مثال دی.

هغه زیاته کړه، «دا د هیچا په ګټه هم نه ده چې د تاوتریخوالي لاره مخکې ونیسي.» هغه هم خبرداری ورکړ چې دغه بحران د داعش پر ضد جګړه ټکنۍ کوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به د جمعې په ورځ /د مرغومي ۲۰مه/ د اضطراري خبرو لپاره سره کېني او په دې به بحث وکړی چې دغه بلاک د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره څه کولی شي.

برید د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده

د عراق د پارلمان رییس محمد الحلبوسي د چارشنبې په ورځ د ایران له خوا د انتقام اخیستنې لپاره د راکټي بریدونو ورول «د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونې» په توګه وغندل.

حلبوسي، چې په عراق کې د قدرت د شراکت په سیستم کې تر ټولو جیګپوړی سني عرب دی، غږ وکړ چې د دې لپاره باید چټک ګامونه واخیستل شي چې د عراق خاوره د بهرنیو ځواکونو لپاره د نیابتي جګړې په ډګر بدله نشي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې موږ د ایران له خوا نن سهار وختي د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه غندو... موږ دا په کلکه ردوو چې په شخړه کې ښکېل لوري دې د بریاوو ترلاسه کولو لپاره د عراق خاوره د جنګ د میدان په توګه استعمال کړي.»

د عراق د لومړي وزیر دفتر هم دې ته ورته بیان خپور کړ.

د لومړي وزیر دفتر زیاته کړه، «عراق له خپلې بشپړتیا څخه هره سرغړونه او په خپل قلمرو باندې بریدونه غندي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې هېوادونه له اتومي څخه نیولې ترهایدروجني پورې بېلابېلې وسلې لري؟ که د نړۍ والې ټولنې هدف سوله وي، بیا دا وسلې د څه لپاره دي؟ خو که محدودیت وي، بیا یې مونږ هم باید ولرو.

ځواب ورکړئ