امنیت

د ایران د غلطو محاسبو له امله د ترینګلتیاوو په ډېرېدلو سره د متحده ایالاتو پوځ د تیارسی حالت کې دی

د سلام ټایمز راپور

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک منسوبین د لیندۍ په ۲۶مه د قطر په العدید هوایي ډګر کې له الوتنې څخه د مخکې کتنو په ترڅ کې اخوا دې خوا ګرځي.‌ [سینتکام/ د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک منسوبین د لیندۍ په ۲۶مه د قطر په العدید هوایي ډګر کې له الوتنې څخه د مخکې کتنو په ترڅ کې اخوا دې خوا ګرځي.‌ [سینتکام/ د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني]

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې هغه به په عراق کې په امریکایي وګړو باندې د هر مرګوني برید «مسؤل ایران وګڼي»، پوځي سرچینې وایي، د ایران غلطه محاسبه کولی شي چې ویجاړونکې پایلې ولري.

ټرمپ او د متحده ایالاتو پوځ په ایران باندې تور لګوي چې د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۳۰مه/ یې په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د راکټي برید تر شا لاس درلود. دغه برید مادي زیان واړاوه خو څوک یې مړه نه کړل.

په عراق کې د متحده ایالاتو او نړۍ والو په ګټو باندې د یو لړ پخوانیو بریدونو پړه د ایران له خوا په ملاتړکېدونکیو عراقي ملېشو باندې اچول شوې ده.‌

دغه خبرداری په داسې حال کې راځي چې په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې د جګپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې له لومړي تلین څخه مخکې ترینګلتیاوې زیاتېږي،‌ او د متحده ایالاتو پوځ خپل ځواکونه په سیمه کې په یوه جنګي وضعیت کې ښیي.‌

دا درې ایراني راکټونه چې په بغداد کې د متحده ایالاتو د سفارت په لور په توغیدلو کې پاتې راغلي له ودانۍ سره نږدې وموندل شول. [آرشیف]

دا درې ایراني راکټونه چې په بغداد کې د متحده ایالاتو د سفارت په لور په توغیدلو کې پاتې راغلي له ودانۍ سره نږدې وموندل شول. [آرشیف]

د متحده ایالاتو او سعودي عربستان سمندري او هوایي ځواکونه د لیندۍ په ۲۷مه په خلیج کې په یوه ګډ عملیات کې برخه اخلي. دغه عملیات د هغو روانو تمرینونو د برخې په توګه ترسره کیږي چې هدف یې د هغو ګواښونو پر وړاندې مقابله ده چې په سمندري سیمه کې رامنځته شوي او د کښتیو د تګ راتګ او د سوداګرۍ د بهیر ازادي ډاډمنه کوي. [سینتکام]‌

د متحده ایالاتو او سعودي عربستان سمندري او هوایي ځواکونه د لیندۍ په ۲۷مه په خلیج کې په یوه ګډ عملیات کې برخه اخلي. دغه عملیات د هغو روانو تمرینونو د برخې په توګه ترسره کیږي چې هدف یې د هغو ګواښونو پر وړاندې مقابله ده چې په سمندري سیمه کې رامنځته شوي او د کښتیو د تګ راتګ او د سوداګرۍ د بهیر ازادي ډاډمنه کوي. [سینتکام]‌

قاسم سلیماني له دوو لسیزو څخه ډېر د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک مشري کوله. دغه ځواک په عراق، سوریه، لبنان، بحرین، یمن او افغانستان کې اجیرې ملېشې په وسلو سمبال کړي، تمویل کړي او روزنه یې ورکړې ده.‌

د هغه مرګ د تهران له خوا په منځني ختیځ او ترې اخوا د جګړو او اختلافاتو د تخم کرلو د لسیزو په اوږده کمپاین کې د یوې مهمې شېبې په توګه ثبت شو.‌

د هغه له وژل کېدلو راهیسې، د ایران رژیم د متحده ایالاتو پر ضد یو لړ ښکاره ګواښونه کړي دي.

د تهران لپاره سخت خبرداری

ټرمپ د چارشنبې په ورځ د شنبې برید ته په اشارې، په ټوېټر ولیکل، «د یکشنبې په ورځ‌ په بغداد کې زموږ په سفارت باندې څو راکټونه لګېدلي دي.»

هغه زیاته کړه،‌«فکر وکړئ چې هغه له کوم ځای نه راغلي دي: ایران.»

هغه مخکې له دې چې «ایران ته سالمه دوستانه مشوره: که یو امریکایي ووژل شو،‌ زه به یې مسؤل ایران وبولم. فکر پرې وکړئ» وړاندې کړي،‌ زیاته کړه، «اوس مونږ په عراق کې د امریکایانو پر ضد د نورو بریدونو خبرې اورو.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وار له مخه تهران ته ګوته نیولې ده، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي‌ قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې دغه راکټي برید «تقریبا په یقیني توګه د ایران له خوا حمایه کېدونکي یوه باغي ملېشه ګروپ ترسره کړی دی.»

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په یوه اعلامیه کې وویل، په داسې حال کې چې «دغه برید امریکایانو ته ټپونه یا تلفات وانه ړول،‌ د متحده ایالاتو په سفارت کې یې ودانۍ ویجاړې کړې، او دا څرګنده ده چې د دغو بریدونو هدف دا نه وو چې د تلفاتو مخه ونیسي.»

اعلامیه زیاتوي، «متحده ایالات به د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو باغي ملېشه ډلو د کار په پایله کې د هر امریکایي د مړینې مسؤل ایران وګڼي.»

په اعلامیه کې راغلي، «دغه ډلې د ایران له خوا حمایه کیږي ځکه چې ایران هم مادي ملاتړ ورته برابروي او هم لاره ورته ښیي. هغوی باغیان دي ځکه چې هغوی اصلا د ایران د ګټو لپاره او د هغه هېواد په لارښوونه کار او د عراق د حاکمیت پر وړاندې مستقیما خیانت کوي.»

د پارونو ډیریدل

د یکشنبې په ورځ‌ په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت سره نږدې یو لړ راکټونه وچاودېدل.

ای اېف پي راپور ورکړ چې، شاهدانو لږ تر لږه پنځه چاودنې واورېدلې، بیا یې د تندر ډوله چټک اور اوازونه واورېدل او سرې لمبې یې ولیدلې، چې ښودله یې چې د متحده ایالاتو د سفارت د سي - رام (C-RAM) د راکټ دفاعي سیستم فعال شوی دی.‌

عراقي ځواکونو وویل چې دغو بریدونو مادي زیان رامنځته کړ، خو تلفات یې نه درلودل.‌

په عراق کې د متحده ایالاتو په ګټو باندې د پخوانیو بریدونو مسؤلیت داسې ډلو پر غاړه اخیستی چې امریکایي او عراقي چارواکي دواړه یې د کتائب حزب الله په ګډون په عراق کې د ایران له خوا د تنظیمېدونکیو مشهورو وسله والو ډلو د پوځي عملیاتو لوګی بولي.‌

خو په یوه غیرمعمول حرکت کې،‌ د کتائب حزب الله په ګډون څو ډلو د یکشنبې د ورځې برید غندلی دی.‌

یادې ملېشې ویلي، «دا وخت د شیطان (متحده ایالاتو) په سفارت باندې بمي بریدونه بې نظمي رامنځته کوي،» او په ورته وخت کې یې د متحده ایالاتو د سفارت له خوا د سي - رام سیستم کارول هم غندلي دي.‌

ولسي روحاني او پخواني ملېشه مشر مقتدا الصدر په ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې ویلي، «بغیر له حکومت نه بل هیڅوک د وسلې د کارولو حق نه لري.»

په وروستیو میاشتو کې، د متحده ایالاتو په سفارت او نورو بهرنیو پوځي او دپلوماتیکو ساحو باندې په لسګونو راکټونه لګېدلي او د سړک د غاړې بمي بریدونه ورسره شوي دي.

متحده ایالاتو او عراقي چارواکو د دغو بریدونو پړه د کتائب حزب الله په ګډون په سخت دریځو ګروپونو باندې اچولې ده.‌

د تلې په میاشت کې، یادو ډلو په یوه نامعین اوربند باندې توافق وکړ، خو د یکشبې برید درېیمه ښکاره سرغړونه ده.

لومړی چې د لړم په ۲۷مه وشو په ترڅ کې یې د متحده ایالاتو په سفارت او د عراق د پلازمېنې په بېلابېلو برخو باندې یو شمېر راکټونه ولګېدل، چې یوه ځوانه ښځه یې ووژله او پنځه ملکي کسان یې ټپیان کړل.

د لیندۍ په ۲۰مه، په دوو کاروانونو باندې چې نړۍ وال ائتلاف ته، چې له عراقي عسکرو سره د داعش پر ضد جنګ کې مرسته کوي، لوجیستیکي تجهیزات ور وړل،‌ د سړک د غاړې دوه بمونه وچاودېدل.

پوځي تجهیزات

د ځواک د یوې نوې نندارې په لړ کې، د متحده ایالاتو د هستوي وسلو یوه اوبتله د دوشنبې په ورځ‌ د هورموز تنګي څخه تېره شوله. له تېرو اتو کالونو راهیسې، یو اېس اېس جورجیا (USS Georgia) د متحده ایالاتو لومړنۍ هستوي اوبتله وه چې د اوبو په سر له دغه تنګي څخه تېره شوله -- ترڅو په ښکاره ولیدل شي او د متحده ایالاتو هوډ څرګند کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مکینزي د یکشنبې په ورځ ژورنالستانو ته وویل چې که ایران په هغوی باندې برید وکړي، واشنګټن «چمتو دی چې غبرګون وښيي».

د وږي په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوه الوتکه وړونکې بېړۍ، یو اېس اېس نمتز (USS Nimitz) له یاد تنګي څخه تېره شوه. دا یوه مهمه سمندري لاره ده چې د انرژۍ د نړۍ والو تأمیناتو د تېرېدلو لپاره ضروري ده. هغه د لړم میاشتې راهیسې د خلیج په اوبو کې ګزمې کوي.

د لیندۍ د میاشتې په نیمایي کې، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوې جوړې ستراتو فورترېسیس B-52H الوتکو د متحده ایالاتو د هوایي ځواک او په سیمه کې د شریکانو له نورو الوتکو سره یوځای په عربي خلیج کې یو لنډ بې وقفې ماموریت ترسره کړ.

د لیندۍ په ۱۹مه د ځواک ننداره او پیوستون د لیندۍ په ۱ په سیمه کې یوه مشابه اوږدمهاله ماموریت څخه مخکې ترسره شو. د متحده ایالاتو پوځي منسوبینو وویل چې د هغو هدف دا وو ترڅو د یرغل مخه ونیسي او د متحده ایالاتو شریکانو او متحدینو ته اطمینان ورکړي.

د ۹م هوایي ځواک قوماندان ډګر جنرال ګرېګ ګیلوټ هغه مهال وویل، د هوايي ځواک د ماموریتونو موخه دا وه ترڅو «د متحده ایالاتو د هوایي ځواک قوي او متنوع وړتیاوې چې کېدی شي په چټکۍ سره چمتو شي» څرګندې کړي.

هغه وویل، «د هر ممکنه یرغل د مخنیوي لپاره ډیره اړینه ده ترڅو د ابتکار عمل د ترلاسه کولو، ساتلو او ګټه ترې پورته کولو لپاره په چټکۍ سره میدان ته د ځواکونو رسول، ویستل او شاوخوا یې د تحرک وړتیا ولرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران به د قاسم سلیماني د پاکې وینې انتقام واخلي. هغه به نن یا سبا په سلګونو امریکايي وګړي ووژني. تاسو صرف انتظار وباسئ. امریکا د شعیه ګانو دښمنه ده او په سوریه کې یې په زرونو شعیه ګان وژلي دي. امریکا باید سزا وویني. مونږ شعیه ګان به د خپلو سلګونو خلکو د وینې انتقام له طالبانو او داعش دواړو چې د امریکا مزدوران دي، او له خونړۍ امریکا څخه، واخلو. تاسو یوازې انتظار وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو څخه وروسته به د دغه هېواد ګټې د ایران له خوا وګواښل شي، او د اسلامي انقلاب د ګارډ عسکر به په هرځای کې په امریکایي اتباعو باندې بریدونه ترسره کړي. امریکا باید په افغانستان کې داسې یو قوي نظام جوړ کړي چې د طالبانو په شمول ټول ګروپونه په کې شامل وي،‌ او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې باید د پام وړ رول هېوادپال خلک ولوبوي. په تېرو شلو کالو کې،‌ د افغانستان د حکومت اکثر جیګپوړي چارواکي د ایران، پاکستان او هندوستان په شمول د نړۍ د هېوادونو غلامان ول، او د هغو هېوادونو حکمونه یې پلي کول. افغانستان باید په بشپړ ډول یو مستقل هېواد واوسي. هغه باید نه د ایران تر نفوذ لاندې وي نه د پاکستان او هندوستان او نه هم د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې تر نفوذ لاندې وي. زمونږ هېواد او ګټې زمونږ لپاره ډېر ارزښتناک دي. دا نشي کېدی چې مونږ د ایران، هندوستان او امریکا د مرستو په بدل کې د دغو هېوادونوغلامي وکړو. هره ډله چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي هغه باید په ګوته شي او سیاسي فعالیتونه یې ودرول شي. د هېواد د استخباراتو د مشرتابه په رول کې باید داسې کسان وي چې هغوی دې هېواد ته ژمن وي.‌ اوس اکثر هغه کسان چې د ملي امنیت شورا کې دي مستقیماً د هندوستان او د امریکا د متحده ایالاتو تر نفوذ لاندې دي.

ځواب ورکړئ