امنیت

پداسې حال کې چې اروپایي ځواکونه له متحده ایالاتو څخه ملاتړ کوي، ایران خپلو اټومي ژمنو ته شا کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو عسکر د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د سفارت د امنیت د پیاوړتیا په ترڅ‌ کې په پیره ولاړ دی. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو عسکر د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د سفارت د امنیت د پیاوړتیا په ترڅ‌ کې په پیره ولاړ دی. [مرکزي قومانداني]

په داسې حال کې چې د یوه جیګپوړي ایراني جنرال له وژل کېدلو څخه وروسته یو شمېر اروپایي ځواکونو له تهران سره د متحده ایالاتو په شخړه کې د دغه هېواد د ملاتړ غږ کړی، د ایران رژیم د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۵مه/ وویل چې هغوی به د اتومي تړون ژمنو ته شا کړي او «د سنتریفیوژونو د شمېر محدودول» به له پامه وغورځوي.

د ایران حکومت د دوشنبې په شپه په یوه اعلامیه کې وویل، «د ایران اتومي پروګرام نور په عملیاتي ساحه کې له هېڅ محدودیت سره مخامخ نه دی.»

په اعلامیه کې راغلي چې دا د یورانیمو د بډاینې یا غني کولو، د ترسره کېدونکې بډاینې د سطحې، د بډای شوي مقدار، او نورې څېړنې او پرمختګ په برخو کې د تهران ظرفیت پراخوي.

تر اوسه پورې، تهران ویل چې هغه اړتیا لري چې یورانیم د ۵٪ تر سطحې پورې غني کړي څو د اتومي ځواک په بټیو کې د برېښنا د تولید لپاره د سون توکي تولید کړي.

جیګپوړي ایراني پوځي مشران د مرغومي په ۱۳مه په ایران کې له پوځي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د روان وضعیت په هکله فکر کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

جیګپوړي ایراني پوځي مشران د مرغومي په ۱۳مه په ایران کې له پوځي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د روان وضعیت په هکله فکر کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

دا سکرین شاټ عکس د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په داسې حال کې ښیي چې په پاریس کې له ایلیزي ماڼۍ څخه ملت ته یوه تلوېزیوني وینا اوروي. هغه او ورسره په برتانیا او جرمني کې مشرانو له ایران سره د متحده ایالاتو په شخړه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ غږ وکړ. [فرانس ۲/ای اېف پي]

دا سکرین شاټ عکس د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په داسې حال کې ښیي چې په پاریس کې له ایلیزي ماڼۍ څخه ملت ته یوه تلوېزیوني وینا اوروي. هغه او ورسره په برتانیا او جرمني کې مشرانو له ایران سره د متحده ایالاتو په شخړه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ غږ وکړ. [فرانس ۲/ای اېف پي]

د چنګاښ په میاشت کې، د ایران رژیم اعتراف وکړ چې د یورانیمو د بډاینې له هغه خط څخه پښه اړوي چې د ۱۳۹۴ په نړۍ وال اتومي تړون کې ټاکل شوی وو.

اروپایي ځواکونه د متحده ایالاتو تر شا درېږي

د جرمني د حکومت یوه ویاند وویل، د جرمني، فرانسې او برتانیا مشرانو د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د ترینګلتیاوو د راکمولو لپاره کار وکړي.‌

د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له خوا د مرغومي په ۱۳مه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وژنه په منځني ختیځ او بهر کې د اورپکۍ او اختلاف په کرلو کې د تهران د لسیزو اوږدې پالیسۍ یو مهم وخت په ګوته کوي.‌

تهران ژمنه کړې چې غچ به واخلي.

ویاند وویل، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن سره د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل له ټیلیفوني خبرو څخه وروسته، مشرانو «موافقه وکړه چې اوس باید په فوري توګه تشنج راکم کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «په ځانګړې توګه په ایران باندې تاکید کیږي چې په اوسني وضعیت کې ډډې کولو ته مخه کړي.»

مکرون د یکشنبې په ورځ متحده ایالاتو ته «د خپل بشپړ پیوستون» اطمینان ورکړ او په تهران یې تاکید وکړ چې «له داسې پوځي تشنج څخه دې ډډه وکړي چې په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.»

په یوه اعلامیه کې چې د ولسمشر له ایلیزي ماڼۍ څخه خپره شوې، راغلي، مکرون «په عراق او سیمه کې د زیاتېدونکیو ترینګلتیاوو» یادښت واخیست او اندېښنه یې څرګنده کړه چې کېدای شي هغه ایراني ځواکونه چې سلیماني یې قومانده پرغاړه لرله داسې کار ته لاس واچوي چې سیمه بې ثباته کړي.

مکرون «صراحت ورکړ چې دا ضروري ده چې ایران داسې فعالیتونه پای» ته ورسوي.‌

مکرون وویل، «لومړیتوب باید د داعش پر ضد نړۍ وال ایتلاف ته ورکړل شي، داسې چې د عراق بشپړتیا، امنیت او سیمه ییز ثبات ته پوره درناوی وشي.»

جانسن په یوه اعلامیه کې وویل، «جنرال قاسم سلیماني زمونږ ټولو ګټو ته ګواښ جوړ کړی وو او په سیمه کې د مزاحمت جوړوونکي، بې ثباته کوونکي چلند د یوې طرحې مسؤل وو.»

دا چې هغه په داسې کارونو کې یو مخکښ رول درلود چې په زرګونو ملکي خلک او لوېدیځوال په کې وژل کېدل، مونږ د هغه په مړینه هېڅ خفګان نه کوو.

«خو دا روښانه ده چې د غچ او انتقام اخیستنې ټول غږونه به په ساده ډول په سیمه کې نور تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي او هغه د هیچا په ګټه هم نه دي.»

جانسن وویل چې د وزیرانو له کتنو او نړۍ والو ټیلیفوني خبرو څخه وروسته به د سې شنبې په ورځ /د مرغومي په ۱۷مه/ د پارلمان غړو ته تازه معلومات ورکړل شي.

د مرغومي په ۱۳مه، د جرمني د حکومت یوې ویاندې وویل چې د متحده ایالاتو هغه برید چې سلیماني او یو جیګپوړی عراقی نظامي قوماندان یې ووژل د تهران د «پاروونکي» عمل په غبرګون کې ترسره شو.‌

ویاندې اورلایک ډیمر وویل، «دغه امریکایي اقدام د یو لړ نظامي پارونو چې مسؤلیت یې د ایران پر غاړه دی، یو غبرګون دی.»

د یوې خبرپاڼې په اساس، د دې اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې، د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزېف بوریل د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د خبرو لپاره بروکسل ته ور وباله.

د اروپایي اتحادیې په وینا، ظریف بلنې ته ځواب نه دی ورکړی او د دې معنی دا ده «چې په دې مسایلو کې خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.»

لویه غلطۍ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ وویل چې ښایي تهران هڅه وکړي چې د سلیماني له مړینې څخه وروسته په امریکایي عسکرو باندې برید وکړي.

هغه فاکس نیوز ته په خبرو کې چې د یکشنبې په ورځ خپرې شوې، وویل، «مونږ فکر کوو چې واقعاً دا احتمال شته چې ایران به داسې غلطي وکړي او پرېکړه به وکړي چې زمونږ ځینې ځواکونو، په عراق کې پوځي ځواکونو یا په شمال ختیځه سوریه کې عسکرو پسې ورشي.»

هغه دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د ایران د ستر مذهبي مشر پوځي سلاکار وویل چې د متحده ایالاتو له خوا د سلیماني له وژنې څخه وروسته به تهران «د پوځي ساحو پر ضد پوځي» غبرګون وښي.

پمپیو وویل، «دا به د ایران یوه غټه غلطي وي چې هغوی پسې ورشي.»

متحده ایالات په عراق کې د خواوشا ۵۲۰۰ عسکرو په شمول په سیمه کې نژدې ۶۰ زره عسکر لري. واشنګټن د سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته د مرغومي په ۱۳مه منځني ختیځ ته د زرګونو نورو عسکرو د لېږلو امر وکړ.‌

عیني شاهدانو ای اېف پي ته وویل، د یکشنبې په ورځ څو ساعته وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو سفیر د دغه هېواد په یوه برید کې د جیګپوړي عراقي او ایراني قوماندانانو د وژل کېدلو له امله احضار کړای شو، دوه راکټونه په بغداد کې د امریکا سفارت سره نژدې ولګېدل.

د یکشنبې د ورځې برید پرله پسې د دویمې شپې برید وو چې ګرین زون -- چې په بغداد کې یوه سخته ساتل کېدونکې سیمه ده -- یې وویشت او ۱۴م ځل دی چې په تېرو دوه میاشتو کې په کې امریکایي تاسیسات په نښه کیږي.‌

طبي سرچینو ای اېف پي ته وویل، په ورته وخت کې یو درېیم راکټ له ګرین زون څخه بهر په یوه کور ولګېد چې ۴ کسان یې ټپیان کړل.

د سلیماني د نقشې جزیات په ډاګه شول

د ځینې هغو طرحو په هکله نوي جزیات رابرسېره شوي چې ښیی چې سلیماني پلان درلود چې د متحده ایالاتو پر ضد یې ترسره کړي.‌

د رویټرز د یوه راپور له مخې،‌د تلې په وروستیو کې چې په عراق کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ پر ضد پراخو مظاهرو زور اخیست او اسلامي جمهوریت یې د نابللي مېلمه ځای ته رساوه، سلیماني د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو یو شمېر عراقي ملېشو له مشرانو سره ولیدل.‌

دوه د ملېشو قوماندانانو او دوه امنیتي سرچینو د یادې کتنې په هکله رویټرز ته وویل،‌ د تلې د میاشتې له کتنې څخه دوه اونۍ مخکې، سلیماني اسلامي انقلابي ګارډ ته امر وکړ چې د دوه سرحدي نقطو له لارې عراق ته پرمختللې وسلې -- لکه کتیوشه راکټونه او له اوږې څخه وارېدونکي توغندي چې کولی شي څرخکې راوغورځوي -- ورسوي.‌

سلیماني د بغداد په وېله کې ټولو شویو قوماندانانو ته وویل چې د ملېشې داسې یو نوی ګروپ جوړ کړي چې ډېر بارز نه وي او کولی شي چې په عراقي پوځي بېسونو کې مېشتو امریکایانو باندې راکټي بریدونه ترسره کړي.‌

د ملېشې یوې سرچینې رویټرز ته وویل، سلیماني هغوی ته وویل چې د امریکایانو لپاره به «د داسې یوه ګروپ کشفول سخت وي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه یوازې ایران بلکې د امریکا په مشرۍ د نړۍ ټول قوتونه باید خپله انرژي او ځواک په نړۍ کې د انسان د تباهۍ پر ځای د انسان ښېرازۍ ته وقف کړي. که زه د ټرمپ په څېر یو ځواکمن مشر وای ما به په نړۍ کې د بدمعاشۍ او ډاکوتوب پرځای داسې کارونه کړي وای چې انسانانو ته یې ګټه رسېدلی وای. تر ټولو مخکې مې د اتومي وسلو لرونکي هیوادونه دې ته جوړول چې خپلې ټولې اتومي وسلې ختمې کړي، په دویم قدم کې هغه غیر اتومي وسلې چې ډېر انسانان وژني ختمې کړي بیا هغه چې له یوه نه ډېر انسانان وژني او بیا هغه چې حتی یو انسان وژني. وسله باید داسې جوړه شي چې یوازې یو څوک زخمي کړي او هغه هم یوازې داسې چې د ټولنې له مسؤلو کسانو سره نه وي نه د هر چا په لاس کې.

ځواب ورکړئ