امنیت

روسیې او چین په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د ایران د برید له غندلو څخه انکار وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۲مه اخیستل شوی، په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت ته د ورننوتلو لاره ښیي چې یوه ورځ‌ مخکې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې عراقۍ ملېشې د غړو له خوا ویجاړه شوې وه. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۲مه اخیستل شوی، په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت ته د ورننوتلو لاره ښیي چې یوه ورځ‌ مخکې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې عراقۍ ملېشې د غړو له خوا ویجاړه شوې وه. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ۲۷ غړو هېوادونو داسې اعلامیې خپرې کړې چې په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د تېرې اونۍ برید یې چې ایران پلوه لاریونوالو ترسره کړی وو، وغانده، روسیه او چین په دې برخه کې چوپ پاتې شول.

لاریونوالو،‌ چې اکثر یې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو ملېشو غړي وو، د مرغومي په ۱۰مه په سفارت باندې برید وکړ، او د مرغومي په ۱۱مه د خپرېدلو لپاره د خپلو مشرانو د غوښتنو له منلو څخه مخکې یې د سفارت یوې برخې ته اور ورته کړ.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو ماموریت د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ وویل، د روسیې او چین چوپتیا د امنیت شورا کمزورې کړې ده.‌

د متحده ایالاتو په اعلامیه کې راغلي، «د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې لپاره چې د دپلوماتیکو او کونسلي اصولو په نه ماتولو د تاکید کولو لپاره ابتدایي اعلامیې خپرې کړي، یو ځل بیا د دې شورا اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.»

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه اخیستل شوی، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو عسکر په داسې حال کې لیدل کیږي چې په عراق کې د بغداد د سفارت د ودانۍ د پیاوړتیا د هڅو په ترڅ کې د یوې پوستې د کلکولو لپاره د شګو بورۍ انتقالوي. [مرکزي قومانداني]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه اخیستل شوی، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو عسکر په داسې حال کې لیدل کیږي چې په عراق کې د بغداد د سفارت د ودانۍ د پیاوړتیا د هڅو په ترڅ کې د یوې پوستې د کلکولو لپاره د شګو بورۍ انتقالوي. [مرکزي قومانداني]

واشنګټن وویل، د ویانا د ۱۹۶۱ له کنوانسیون څخه د ملاتړ لپاره غږ پورته کول چې دپلوماتیک ماموریتونه خوندي کوي،‌ «باید جنجالي نه وي او نه پوښتنې په کې وشي.»

اعلامیه زیاتوي، «لکه څنګه چې مونږ ښودلې ده، مونږ به د متحده ایالاتو په کارمندانو او مرکزونو باندې بریدونه ونه زغمو او د خپلو ګټو، اتباعو او متحدینو د خوندي کولو لپاره به قاطع ځواب ورکړو.»

د مرغومي په لومړیو کې په بغداد کې په سفارت باندې برید د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني له خوا مهندسي شوی وو.

د خبري راپورونو له مخې، د تلې په وروستیو کې چې په عراق کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ پر ضد پراخو مظاهرو زور اخیست او اسلامي جمهوریت یې د نابللي مېلمه ځای ته رساوه، سلیماني د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو یو شمېر عراقي ملېشو له مشرانو سره ولیدل.‌

سلیماني ټولو شویو قوماندانانو ته وویل چې د ملېشې داسې یو نوی ګروپ جوړ کړي چې ډېر بارز نه وي او کولی شي چې په عراق کې د امریکا د ګټو پر ضد بریدونه ترسره کړي.‌

په سفارت باندې د برید په غبرګون کې، د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۱۳مه سلیماني وواژه .

د ایران پاروونکې هڅې

د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ، د سلیماني له مړینې څخه وروسته په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره، د دوشنبې په ورځ تهران ته وویل چې «له نور تاوتریخوالي او پارونو» څخه دې ډډه وکړي.

ستولتنبرګ تاکید وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې برید د متحده ایالاتو پرېکړه وه، او زیاته یې کړه چې د ناټو پاتې ۲۸ غړو په منځني ختیځ کې د ایران د بې ثباته کوونکیو فعالیتونو په هکله خپلې د اوږدې مودې اندېښنې تکرار کړي دي.

له ستولتنبرګ څخه دوه ځلې پوښتنې وشې چې آیا کوم غړي هېواد د متحده ایالاتو په برید باندې انتقاد کړی دی، نوموړي تاکید وکړ چې هغوی یوه خوله دي او د ایران د چلند په هکله اندېښنې لري.

ستولتنبرګ وویل، «مونږ په وروستیو کې لیدلي چې ایران وضعیت سختوي چې په دې کې د وږي په میاشت کې په سعودي عربستان کې د تېلو په یوه ساحه باندې برید او د غبرګولي په میاشت کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې راغورځول شامل دي.»

«زمونږ د نن ورځې په مجلس کې، متحدینو د ډډې کولو او د وضعیت د قابو ساتلو غوښتنه وکړه. نوې شخړه به د هیچا په ګټه هم نه وي، نو ایران باید له نور تاوتریخوالي او پارونو څخه ډډه وکړي.»

ستولتنبرګ وویل، ناټو په عراق کې یو ۵۰۰ کسیز ماموریت لري چې محلي ځواکونه د داعش د افراطیانو پر ضد جګړې ته تیاروي، خو اوس، د وضعیت تر ښه کېدلو پورې، د هغوی د روزنې غټ فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د اروپایي کمېسیون رییسې اورسولا وان ډیر ليون د دوشنبې په ورځ وویل، «اوس دا مهمه ده ... چې له دپلوماتیکو چینلونو څخه کار واخیستل شي او دا روښانه شي چې دا همدارنګه د ایران او په ځانګړې توګه د عراق په ګټه ده چې د جوش پر ځای له هوش څخه کار واخلي.»

فرانسه ایران ته: غج مه اخلئ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په تهران زور واچاوه چې د سلیماني د وژنې غچ دې نه اخلي.

جان ایو لودریان بي اېف اېم تلویزیون ته وویل، «دا ضروري ده چې ایران له هر ډول غج او انتقام اخیستنو څخه تېر شي.» نوموړي زیاته کړه، «له نېکه مرغه چې اوس هم د دپلوماسۍ لپاره ځای شته.»

لودریان وویل چې په سیمه کې د داعش پر ضد جنګ لومړیتوب دی، او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو پر ضد هر ډول بریدونه به د هغه ایتلاف موفقیت چې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد جګړه له خطر سره مخامخ کړي.

همدارنګه هغه، په روانه اونۍ کې د ایران د بحران په هکله د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له عاجلې کتنې څخه مخکې، په تهران باندې تاکید وکړ چې د ۱۳۹۴ له تړون څخه چې د ایران هستوي فعالیتونه یې محدود کړي، له په شاتګ څخه دې ډډه وکړي.

د ایران رژیم د مرغومي په ۱۵مه وویل چې هغوی به د هستوي تړون ژمنې له پامه وغورځوي او «د سنتریفیوژونو د شمېر محدودول» به په پام کې ونه نیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500