امنیت

د جګپوړي هستوي ساینسپوه وژنه د ایران کورني امنیت کې نیمګړتیاوې په ګوته کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

ویر کوونکيو د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۰مه په شمالي تهران کې د امام زاده صالح په زیارت کې د وژل شوي ایراني هستوي ساینسپوه محسن فخري زاده د تدفین په مراسمو کې برخه اخیستې ده.‌[حامد مالک پور/تسنیم نیوز/ای اېف پي]

ویر کوونکيو د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۰مه په شمالي تهران کې د امام زاده صالح په زیارت کې د وژل شوي ایراني هستوي ساینسپوه محسن فخري زاده د تدفین په مراسمو کې برخه اخیستې ده.‌[حامد مالک پور/تسنیم نیوز/ای اېف پي]

تېره اونۍ د ایران د جګپوړي هستوي ساینسپوه وژنې یو ځل بیا د ایراني رژیم د کورني امنیت نیمګړتیاوې څرګندې کړې.‌

محسن فخري زاده تېره جمعه /د لیندۍ ۷مه/ وروسته له هغه مړ شو چې موټر او ساتونکي یې له تهران څخه بهر پر یوه لوی سړک په یوه برید کې په نښه کړای شول.‌

فخري زاده د ایران رژیم کې یو له ډېرو مهمو څېرو څخه وو.

د ایران د اسلامي انقلاب ګارد ځواک پخوانی غړی فخري زاده د دفاع وزارت مرستیال، د وزارت د دفاعي نوښتونو او پلټنې د سازمان رییس،‌ او د ایران د هستوي پروګرام یو بنسټ اېښودونکی وو.

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک غړي د وږي په ۲۹مه په تهران کې د یوې کتنې لپاره سره غونډېږي. ځینې په دې باور دي چې د فخري زاده وژنه د هغو ایراني سخت دریځو کار وو چې غواړي ایران د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) سره د هغه له ژمنو څخه لیرې کړي او د احتمالي مذاکراتو مخه ونیسي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک غړي د وږي په ۲۹مه په تهران کې د یوې کتنې لپاره سره غونډېږي. ځینې په دې باور دي چې د فخري زاده وژنه د هغو ایراني سخت دریځو کار وو چې غواړي ایران د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) سره د هغه له ژمنو څخه لیرې کړي او د احتمالي مذاکراتو مخه ونیسي. [د ایران د دفاع وزارت]

انځور خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د ایران د رژیم له خوا د اقتصاد د پياوړتیا په هکله خبرې کولې، دوه کوچنۍ نجونې چې په کثافت کې اوسېدلې، د هغه ځای تر شا په منډه تېرې شولې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په کې وینا کوله.‌ د ایران رژیم همدارنګه له یوه مخ پر ځوړي اقتصاد او د داخلي وګړو له ناخوښۍ سره مخامخ دی چې ورځ تر بلې غواړي خپله لاس په کار شي. [آرشیف]

انځور خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د ایران د رژیم له خوا د اقتصاد د پياوړتیا په هکله خبرې کولې، دوه کوچنۍ نجونې چې په کثافت کې اوسېدلې، د هغه ځای تر شا په منډه تېرې شولې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په کې وینا کوله.‌ د ایران رژیم همدارنګه له یوه مخ پر ځوړي اقتصاد او د داخلي وګړو له ناخوښۍ سره مخامخ دی چې ورځ تر بلې غواړي خپله لاس په کار شي. [آرشیف]

د ایران د ولسمشر مرستیال علي اکبر صالحي چې د ایران د اتومي انرژۍ د موسسې رییس هم دی، وویل، فخري زاده «د هېواد د اتومي فعالیتونو د ملاتړ لپاره په ټولو برخو په ځانګړې توګه د یورانیمو د غني کولو په برخه کې کار کړی وو.»‌

هغه د ایران د اسلامي انقلاب ګارد د قدس ځواک مشر تورن جنرال قاسم سلیماني ته چې د غوایي په ۱۳مه په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، په اشارې سره وویل، فخري زاده «یو نامتو ساینسپوه وو چې کېدی شي د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د شهید سلیماني سره په یوه کچه وګڼل شي.»

تر ډېره داسې ګڼل کېدله چې سلیماني له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي څخه وروسته په ایران کې تر ټولو ډېر پیاوړی سړی وو.‌

ژورې نیمګړتیاوې

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي امیرالبحر علي شمخاني وویل، د فخري زاده د وژلو په «پېچليو» عملیاتو باندې له دوه لسیزو راهیسې کار کېده او د ایران استخباراتي ادارې پرې خبرې وې.‌

هغه وویل، خو دا چې د وخت په تېرېدلو سره د عملیاتو وخت او جزیات تغیر او تبدیل شول، د ایران استخباراتي ځواکونه «له بده مرغه ونه توانېدل چې په وخت سره لاس په کار شي.»

په جرمن مارشال فنډ څېړنیزه موسسه کې د منځني ختیځ د چارو یوې څېړونکې آرین طباطبایي واشنګټن پوسټ ته وویل، «له سیاسي او سمبولیک پلوه دا ډېره مهمه ده. دا یو ځل بیا د ایران په کورني امنیت کې ژورې نقیصې په ګوته کوي.»

هغې وویل، «دا یوه له هغو ډیرو پېښو څخه ده چې سږ کال رامنځته شوه او د ایران هستوي پروګرام په کې ښکېل دی او یوه له څو هغو هدفي وژنو څخه ده چې د ایران په خاوره کې ترسره شوې یا جګپوړي ایرانیان په کې اغېزمن کیږي.»

د ۱۳۸۹ او ۱۳۸۱ کالونو تر منځ شویو هدفي بریدونو لږ تر لږه څلور تنه څېړونکي او د ایران هستوي پروګرام سره اړیکې لرونکي کسان ووژل. تهران په اسراییلو او متحده ایالاتو باندې تور ولګاوه چې د پټ جنګ د برخې په توګه یې دغه بریدونه طرحه کړي وو.‌

امریکایي چارواکو له لاس لرلو څخه انکار کړی، او اسراییلو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

په ۱۳۹۰ کال کې د برېښنایي انجنیرۍ د دوکتورا یو محصل داریوش رضایي نژاد چې په هستوي اپلیکېشنونو باندې یې کار کاوه، په تهران کې له خپل اپارتمان څخه بهر په ډزو ووژل شو.

په ۱۳۹۱ کې، موټرسایکل سپرو کسانو یوه موټر پورې چې په نطنز کې د یورانیمو د غني کولو د عمومي مرکز کارکوونکی هستوي ساینسپوه مصطفی احمدي روشن یې لېږداوه یو مقناطیسي بم ونښلاوه چې وروسته یې چاودنه وکړه.

۳۲ کلن روشن پلان درلود چې د یوه بل هستوي څېړونکي او د تهران پوهنتون د استاد مسعود علي محمدي په یاد جوړه شوې غونډه کې برخه واخلي. محمدي په ۱۳۸۹ کې په یوه ورته هدفي چاودنه کې وژل شوی وو.

داخلي کار؟‌

د فخري زاده وژنه -- په وروستیو کالونو کې د نورو ایراني هستوي ساینسپوهانو په وژنو، په حساسو پوځي مرکزونو کې ګڼ شمېر چاودنو، او په ایران کې له یوه هستوي مرکز څخه د حساسو هستوي او د میزایلو د پروګرام د اسنادو په وروستۍ غلا باندې ور اضافه شوه -- او د ایران په استخباراتي وړتیاوو باندې یې له هرې خوا څخه انتقادونه راوپارول.

دغه انتقادونه په ځانګړې توګه د ایران د سخت دریځو له خوا کیږي چې وایي فخري زاده یو ښکاره هدف وو. هغوی وایي چې د هغه موټر مرمۍ ضد نه وو، چې د هغوي په اند دا د یوه قصدي ضعف ښکارندوي کوي.

داسې ګومان هم کیږي چې ښایي دغه وژنه یو داخلي کار وي.

یوه نظریه دا ده چې ښایي د ایراني سخت دریځو هغه ډله چې له متحده ایالاتو سره د هر ډول مذاکراتو مخالف دي، کیدی شي پارېدلي وي چې فخري زاده ووژني،‌ او داسې بهانه رامنځته کړي ترڅو ایران د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) سره له خپلو ژمنو څخه په شا کړي او د احتمالي مذاکراتو مخه ونیسي.‌

هېڅ ډلې یا حکومت د دغې وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، لاکن تهران یې پړه پر خپلو معمول دښمنانو: اسراییل، متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د ایران مجاهدین خلق سازمان باندې چې یوه سیاسي - نظامي ډله ده او غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبري رانسکوره کړي او پرځای یې خپل حکومت جوړ کړي، ور اچوي.

د ایران رژیم همدارنګه له یوه مخ پر ځوړي اقتصاد او د داخلي وګړو له ناخوښۍ سره مخامخ دی چې ورځ تر بلې غواړي چې خپله لاس په کار شي.

د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې، ایراني مشران په ډیر مشکل هڅه کوي وضعیت کنترول کړي، خو په عین حال کې ځانونه ډیر ځواکمن ښیي.‌

د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو په اساس، انفلاسیون ۴۰٪ ته نږدې دی چې مصرفوونکي د خوړو او نورو ابتدایي اړتیاوړ توکو د لوړو قېمتونو له امله خفه دي. نړۍ وال بانک وایي چې له ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو پورې ځوانانو په منځ کې د بۍ کارۍ کچه له ۲۸٪ څخه لوړه ده.

دغه وضعیت په ایران کې پراخې ټولنیزې او سیاسي نا ارامۍ ته لاره هواره کړې ده.

تېر کال یوې حیرانونکې پرېکړې چې د پيټرولو قېمتونه یې تر ۲۰۰٪ پورې لوړ کړل، د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې په ګرد هېواد کې لاریونونه راوپارول.‌

د ایران د حکومتي احصایو په اساس، په دغو لاریونونو کې د ۱۲۰ زرو او ۲۰۰ زرو تر منځ خلکوبرخه اخیستې وه.

که څه هم چې هغه اعتراضونه د پیټرولو د قیمت د لوړېدلو له امله راوپارېدل، لاکن د نا ارامۍ ریښې تر ډېره اقتصادي ستونزو ته غځیږي چې له پوروړي بانکي سکټور څخه نیولې په اقتصاد کې د پوځ اړوند سازمانونو پراخ او مبهم رول پورې دي.

ډېر ایرانیان وایي چې رژیم، په خپل هېواد کې د پانګونې پر ځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه سوریه، عراق او یمن -- کې د نیابتي جنګونو په ملاتړ سره د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډیروي.

د رژیم له خوا د لاریون کوونکیو، ژورنالستانو، د بشري حقونو د فعالانو او محصلانو پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډکو عملیاتو چې د لړم د لاریونونو پر وخت ترسره شول، یواځې دا ثابته کړه چې د خلکو د اندېښنو د ارامولو پر ځای د هغوی اندېښنې زیاتوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500