امنیت

د ملګرو ملتونو منتظم وایي، د هستوي موادو د موجودیت په هکله د ایران بهانې د باور وړ نه دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مرستیال علي اکبر صالحي د وږي په ۳۱مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې په ۶۴م کانفرانس کې په آنلاین بڼه د برخه اخیستنې پر وخت د خبرو کولو په حال کې د سکرین پر مخ لیدل کیږي. [جو کلامار/ای اېف پي]

د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مرستیال علي اکبر صالحي د وږي په ۳۱مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې په ۶۴م کانفرانس کې په آنلاین بڼه د برخه اخیستنې پر وخت د خبرو کولو په حال کې د سکرین پر مخ لیدل کیږي. [جو کلامار/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو د هستوي موادو څارونکي د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۱مه/ وویل، په ایران کې په یوه نااعلان شوي ځای کې د هستوي موادو د موجودیت په هکله د تهران وضاحتونه معتبر نه دي.

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) په یوه راپور کې چې ای اېف پي لیدلی دی، وویل، که څه هم چې ایراني مقاماتو د یادې ساحې په هکله یو څه معلومات ورکړي دي، «دغې ادارې ایران ته خبر ورکړی چې اوس هم د ایران غبرګون له تخنیکي پلوه معتبر نه دی.»

په راپور کې راغلي، «ایران ته په کار دی چې د دغه هېواد په یوه ساحه کې د تکاملي منشأ اړوند یورانیمو د ټوټو د موجودیت په هکله چې د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې ته یې په هکله څه نه دي ویل شوي، پوره او عاجل وضاحت ورکړي.»

په داسې حال کې چې د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې تر پوښتنې لاندې ساحه نه ده په ګوته کړې، دپلوماتیکو سرچینو ای اېف پي ته څرګنده کړې چې هغه د تهران په تورقوزاباد ولسوالۍ کې چې پخوا اسراییلو د پټ اتومي فعالیت د ادعا شوې ساحې په توګه په ګوته کړې وه، پرته ده.

یوې سرچینې چې له دغې موضوع سره بلده وه، وویل، داسې نښې نشته چې دا ساحه دې د یورانیمو د پروسیس کولو لپاره کارول شوې وي، لاکن کېدی شي چې د ۱۳۹۷په نیمایي کې د موادو د ذخیره کولو لپاره کارول شوې وي.

په راپور کې د دوو هغو جلا موقعیتونو په هکله چې د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې یې د وږي په میاشت کې نمونې اخیستې وې او ښایي چې هلته د ۱۳۷۹ په وروستیو کې نه اعلان شوی هستوي فعالیت ترسره شوی وي، څه نوي معلومات نه دي ورکړل شوي.‌

د هغو نمونو تحلیل جریان لري

البته، هغه تایید کړه چې، سره له دې چې له تېر راپور راهیسې د ذخیرې پراختیا ورو شوې، د ایراني رژیم د غني شویو یورانیمو ذخیره له هغه حد نه چې د نړۍ له غټو ځواکونو سره د ۱۳۹۴ په هوکړه کې ټاکل شوې وه، ۱۲ برابره زیاته شوې ده.

د ایران له خوا سرغړونې

د مذاکراتو هدف دا وو چې د تهران هستوي غوښتنې -- چې لویدیځ ځواکونه وېرېدل چې د اتومي وسلو د جوړونې لپاره وې -- د بندیزونو د نرمولو په مقابل کې، محدودې کړي.

د ۱۳۹۴ کال هوکړه له هغه وخت راهیسې چې متحده ایالات ترې ووتل، په تدریج سره د خرابېدلو په لور روانه وه.

تهران د ‍‍۱۳۹۸ د غوايي له میاشتې راهیسې د هستوي فعالیت په برخه کې هغه حدود چې په موافقه کې ورته ټاکل شوی وو، ماتوي، او د یورانیمو د غني کولو په برخه کې یې ښکاره هڅې په ګرده نړۍ کې غندل شوي دي.‌

د تېر کال له مرغومي راهیسې، درې اروپایي هېوادونو په ایران باندې د مکررو سرغړونو د تورونو له لګولو څخه وروسته د ۱۳۹۴ تر هستوي تړون لاندې له ایراني رژیم سره دعوا پيل کړې ده.‌

د برتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په تهران باندې تور لګولی چې تر هوکړې لاندې له خپلو ژمنو څخه په تدریجي توګه په شا کیږي او په هستوي پروګرام باندې یې مهم محدودیتونه له پامه غورځوي.

د ایران رژیم، د ۱۳۹۴ په هوکړه کې د ذخیرې په مقدار او د یورانیمو د غني کولو په سطحه باندې د لګېدلو محدودیتونو له ماتولو سره سره، په هوکړه کې له ټاکل شوې اندازې څخه ډېر پرمختللي سنتریفیوژونه استعمالوي.‌

د ایران رژیم د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې وویل چې دا هیواد به خپل هستوي تعهدات پریږدي او «د سنتریفیوژونو په شمېر لګېدلي حد» نه به تېر شي.‌

د لړم د ۲۱مې راپور تایید کړه چې، د تهران د یادو اعلامیو مطابق، وروسته له هغه چې د ساحې یوه بله برخه د چنګاښ په میاشت کې په یوه چاودنه کې ویجاړه شوه، کارکوونکیو د نطنز د هستوي مرکز په یوه تر ځمکې لاندې برخه کې سنتریفیوژونه نصب کړي وو. تهران د پېښې پړه په سبوتاژ کوونکیو باندې ور واچوله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خبره د ګازو د سنټریفیوژونو نه ده. خبره د کیفیت ده. اوس د ایران د سنټریفیوژونو درجه آی آر ۵ ته رسېدلې ده. دیندوهیندو یوازې په څو اونیو کې به له ۶۰٪ یورانیم ۲۳۵ څخه په لوړه کچه غني شوي ۹۰٪ یورانیم ته ورسیږي. د ۱ هستوي بم لپاره ۵۱ کیلوګرامه په لوړه سویه غني شوي یورانیم په کار دي. او په اېس اېن اېف کې په اېن پي پي کې چې د ایران له خوا بیا پروسیس کیږي، ۵ کیلوګرامه پلوتونیم ۲۳۹ د یوه پلوتونیم بم لپاره کافي دي. نړۍ د ایران تېلو ته اړتیا لري نو ایران پر مخ روان دی. اسراییل د ورځې په پای کې دی.‌ سمیر سردانا

ځواب ورکړئ

د یورانیمو غني کول د ایران د نه انکار وړ حق دی. بل هېڅ هېواد هم دا حق نه لري چې په دې برخه کې خپل نظر څرګند کړي. هېوادونه باید د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاس ونه وهي.‌ ولې ملګري ملتونه په ایران باندې د یورانیمو د غني کولو تور لګوي او نور هېوادونه لکه متحده ایالات، چین، فرانسه او داسې نور نه تورنوي؟‌ تر اوسه پورې، ایران هېڅ غلط کار نه دی کړی، خو د متحده ایالاتو، روسیې، فرانسې، او نورو په څېر هېوادونو په بېلابېلو هېوادونو کې په میلیونونو خلک له منځه وېوړل، لاکن هیڅوک هم پرې انتقاد نه کوي. ملګري ملتونه هره ورځ په ایران باندې انتقاد کوي. هغوی دا کار د دې لپاره کوي چې ایران د هغوی غلامي نه مني او غواړي چې یو ازاد هېواد واوسي. پاکستان هم اتومي وسلې لري، خو هیڅوک هم په دغه هېواد باندې انتقاد نه کوي، ځکه چې پاکستان یو غلام هېواد دی، او د انګلستان غلام دی.‌

ځواب ورکړئ

که بایډن د ایران ولسمشر شي، ایران به خپله د یورانیمو بډاینه څو ځلې ډېره کړي، ځکه چې بایډن او په ټوله کې دیموکراتان د نړۍ پر وړاندې معتدل سیاست لري. د ټرمپ سیاست ډېر روښانه وو، خو د بایډن سیاست ښايي ډېر مبهم وي.

ځواب ورکړئ

ایران حکومت او ایرانیان د دونالد ترمپ له بایللو ډیر خوښ بریښي ځکه د ترمپ سیاست د ایران د یورداانیمو غني کولو په هکله ډیر واضیح و او بایدن ډیر معتدله سیاست لري. د نړۍ ډیری هیوادونه د بایدن ګټلو ته خوښ ښکاري خو زه فکر کوم چې د ترمپ سیاست ډیر واضیح و او هغه غوښتل چې نړۍ که کومه لوبه چې امریکا پیل کړې وه هغې ته د پای ټکۍ کیږدي او د افغانستان جګړه هم پای ته ورسوي. هغه پوهیده چې د افغانستان جګړه باندي اړخونه لري او دغه جګړه باید ژر تر ژره ختمه شي.

ځواب ورکړئ