امنیت

ایران د هستوي پلټنو د درولو او د یورانیمو د بډاینې د ډېرولو په لور حرکت وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د لیندۍ په ۴مه په تهران کې له جګپوړو حکومتي چارواکو سره خبرې کوي. د تهران وروستی حرکت چې هستوي پلټنې ځنډوي یو ځل بیا د خامنه اي او ولسمشر حسن روحاني تر منځ چې د دغه ګام مخالف دی، اختلافات رامنځته کوي. [د ایران د دفاع وزارت خپور کړی عکس]

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د لیندۍ په ۴مه په تهران کې له جګپوړو حکومتي چارواکو سره خبرې کوي. د تهران وروستی حرکت چې هستوي پلټنې ځنډوي یو ځل بیا د خامنه اي او ولسمشر حسن روحاني تر منځ چې د دغه ګام مخالف دی، اختلافات رامنځته کوي. [د ایران د دفاع وزارت خپور کړی عکس]

تهران -- د ایران رژیم د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ داسې یو قانون تصویب کړ چې وایي که نړۍ واله ټولنه د سلواغې تر نیمایي پورې په رژیم باندې لګېدلي بندیزونه لیرې نه کړي، دغه هېواد دې د یورانیمو بډاینه تر هغو کچو پورې زیاته کړي چې د وسلو د سون توکو جوړولو ته نږدې کېږي او نړۍ وال هستوي پلټونکي دې وباسي.

دغه لایحه له حکومت څخه غواړي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ایراني هستوي مرکزونو پلټنې دې پای ته ورسوي او «په کال کې دې ۱۲۰ کیلوګرامه ۲۰٪ غني شوي یورانیم تولید او ذخیره کړي.»

دغه ډول ګامونه د هغو ژمنو خلاف دي چې ایراني رژیم په ۱۳۹۴ کې له نړۍ والو ځواکونو سره د یوه مهم هستوي تړون د برخې په توګه کړې دي.

د ۱۳۹۴ کال تړون په تهران باندې لګېدلي بندیزونه نرموي او په مقابل کې یې له ایران څخه غوښتنه کوي چې خپل هستوي پروګرام محدود کړي او د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي چارواکي تایید کړي چې دغه هېواد هستوي وسلې نه جوړوي.

دوه ایراني پوځي منسوبین د لیندۍ په ۱۰مه په تهران کې د ایران د هستوي پروګرام د بنسټ اېښودونکي محسن فخري زاده، چې تېره اونۍ ووژل شو، تابوت انتقالوي. د فخري زاده وژنه -- په وروستیو کالونو کې د نورو ایراني هستوي ساینسپوهانو په وژنو، په حساسو پوځي مرکزونو کې ګڼ شمېر چاودنو، او په ایران کې له یوه هستوي مرکز څخه د حساسو هستوي او د میزایلو د پروګرام د اسنادو په وروستۍ غلا باندې ور اضافه شوه -- او د ایران په استخباراتي وړتیاوو باندې یې له هرې خوا څخه انتقادونه راوپارول. [د ایران د دفاع وزارت خپور کړی عکس]

دوه ایراني پوځي منسوبین د لیندۍ په ۱۰مه په تهران کې د ایران د هستوي پروګرام د بنسټ اېښودونکي محسن فخري زاده، چې تېره اونۍ ووژل شو، تابوت انتقالوي. د فخري زاده وژنه -- په وروستیو کالونو کې د نورو ایراني هستوي ساینسپوهانو په وژنو، په حساسو پوځي مرکزونو کې ګڼ شمېر چاودنو، او په ایران کې له یوه هستوي مرکز څخه د حساسو هستوي او د میزایلو د پروګرام د اسنادو په وروستۍ غلا باندې ور اضافه شوه -- او د ایران په استخباراتي وړتیاوو باندې یې له هرې خوا څخه انتقادونه راوپارول. [د ایران د دفاع وزارت خپور کړی عکس]

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې تېره میاشت په خپل وروستي راپور کې وویل چې د ایران د غني شویو یورانیمو ذخیره د ۱۳۹۴ په هوکړه کې له ټاکل شوې ۳.۶۷٪ څخه له ۱۲ برابره لوړ حد ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د هستوي څار ادارې وویل، خو تر اوسه پورې تهران د ۴.۵٪ حد څخه پښه نه ده اړولې او دغه هېواد د پلټنې له سخت رژیم سره برابر روان دی.‌

کورنۍ شخړې

د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې عمومي رییس رفایل ګراسي د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، د ایران رژیم د خپلو هستوي مرکزونو د پلټنې له پای ته رسولو څخه هېڅ ګټه نشي ترلاسه کولی.

هغه وویل، «موږ دغه خفګان درک کوو، خو په عین وخت کې، دا روښانه ده چې له ایران څخه نیولې، هیڅوک به هم د هغه کار له کمولو، محدودولو یا ټکني کولو څخه چې موږ یې له هغوی سره په ګډه کوو، څه ګټه ترلاسه نه کړي.»

ولسمشر حسن روحاني، چې حکومت یې د ۱۳۹۴ د هستوي تړون لپاره لاره هواره کړه، دغه قانون بې ګټې وباله.

دا لومړی ځل نه دی چې روحاني په ښکاره د یوه ډېر معتدل چلند په ګټه د دغه هېواد د سخت دریځو پرېکړه غندي.

هغه د لیندۍ په ۱۲مه د دغه ګام له تایید کېدلو څخه مخکې وویل، «حکومت له دې قانون سره موافق نه دی او د دپلوماسۍ لپاره یې زیانمن بولي.»

د ایران د پارلمان رییس او د اسلامي انقتلاب ګارد ځواک یوه پخواني قوماندان محمد باقر قالیباف وویل، د دغه ګام هدف دا وو چې تېره اونۍ د ایران د جګپوړي هستوي ساینس پوه محسن فخري زاده له وژلو څخه وروسته لوېدیځ ته یو پیغام واستوي.

د قانون ملاتړو وویل هغوی غوښتل چې د «شهید شوي» ساینس پوه هدفونه ترسره کړي.

پارلمان چې محافظه کاران په کې اکثریت دي په پیل کې په یوه قهرجنه ناسته کې د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ یاد قانون تصویب کړ، او د لیندۍ په ۱۲مه د ساتونکیو شورا له خوا تایید شو.‌ د ساتونکیو شورا یوه انتصابي موسسه ده چې د منتخب پارلمان څارنه کوي.

داخلي کار؟

دا لا روښانه نه ده چې د نوي قانون چټک تایید د فخري زاده د وژنې پر وړاندې د تهران غبرګون ښیي.

د ایران د اسلامي انقلاب ګارد ځواک پخوانی غړی فخري زاده د دفاع وزارت مرستیال، د وزارت د دفاعي نوښتونو او پلټنې د سازمان رییس،‌ او د ایران د هستوي پروګرام یو بنسټ اېښودونکی وو.

هغه د لیندۍ په ۷مه له تهران څخه بهر په یوه بمي او وسله وال برید کې ووژل شو.

د هغه وژنه -- په وروستیو کالونو کې د نورو ایراني هستوي ساینسپوهانو په وژنو، په حساسو پوځي مرکزونو کې ګڼ شمېر چاودنو، او په ایران کې له یوه هستوي مرکز څخه د حساسو هستوي او د میزایلو د پروګرام د اسنادو په وروستۍ غلا باندې ور اضافه شوه -- او د ایران په استخباراتي وړتیاوو باندې یې له هرې خوا څخه انتقادونه راوپارول..

دغه انتقادونه په ځانګړې توګه د ایران د سخت دریځو له خوا کیږي چې وایي فخري زاده یو ښکاره هدف وو. هغوی وایي چې د هغه موټر مرمۍ ضد نه وو، چې د هغوي په اند دا په قصدي توګه د یوه کمزوري امنیت ښکارندويي کوي.

داسې ګومان هم کیږي چې ښایي دغه وژنه یو داخلي کار وي.

یوه نظریه دا ده چې ښایي د ایراني سخت دریځو هغه ډله چې له متحده ایالاتو سره د هر ډول مذاکراتو مخالف دي، کیدی شي پارېدلي وي چې فخري زاده ووژني،‌ او داسې بهانه رامنځته کړي ترڅو ایران د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) سره له خپلو ژمنو څخه په شا کړي او د احتمالي مذاکراتو مخه ونیسي.‌

هېڅ ډلې یا حکومت د دغې وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، لاکن تهران یې پړه پر خپلو معمول دښمنانو: اسراییل، متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د ایران مجاهدین خلق سازمان باندې چې یوه سیاسي - نظامي ډله ده او غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبري رانسکوره کړي او پرځای یې خپل حکومت جوړ کړي، ور اچوي.

د ایران رژیم همدارنګه له یوه مخ پر ځوړي اقتصاد او د داخلي وګړو له ناخوښۍ سره مخامخ دی چې ورځ تر بلې غواړي چې خپله لاس په کار شي.

له ژمنو څخه په شاتګ

رژیم په تدریج سره له ډېرو هغو ژمنو څخه په شا کېږي چې د ۱۳۹۴ هستوي تړون لاندې یې ورسره هو کړې وه او د ۱۳۹۸ له غبرګولي راهیسې د هستوي فعالیت په برخه کې خپل حدود ماتوي.

تهران تل له دې څخه انکار کړی چې د اتومي وسلو د جوړولو تکل لري، خو دا په ښکاره توګه ردول چې د یورانیمو له نورې بډاینې څخه لاس واخلي په ګرده نړۍ کې غندل کېږي.

د تېر کال له مرغومي راهیسې، درې اروپایي هېوادونو په ایران باندې د مکررو سرغړونو د تورونو له لګولو څخه وروسته د ۱۳۹۴ تر هستوي تړون لاندې له ایراني رژیم سره دعوا پيل کړې ده.

د برتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په تهران باندې تور لګولی چې تر هوکړې لاندې له خپلو ژمنو څخه په تدریجي توګه په شا کیږي او په هستوي پروګرام باندې یې مهم محدودیتونه له پامه غورځوي.

د ایران رژیم، د ۱۳۹۴ په هوکړه کې د ذخیرې په مقدار او د یورانیمو د غني کولو په کچه باندې د لګېدلو محدودیتونو له ماتولو ترڅنګ، په هوکړه کې له ټاکل شوې اندازې څخه ډېر پرمختللي سنتریفیوژونه هم استعمالوي.‌

د ایران رژیم د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې وویل چې دا هیواد به خپل هستوي تعهدات پریږدي او «د سنتریفیوژونو په شمېر لګېدلي حد» نه به تېر شي.‌

تېره میاشت، د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې وویل چې د تهران له خوا په دغه هېواد کې په یوه ناڅرګند مرکز کې د هستوي موادو موجودیت «له تخنیکي پلوه صحیح کار نه» وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د یورانیمو د منرال درجه ټیټه او په ځمکه کې ژور دي چې عملیات یې قېمته تمامیږي. دیندوهیندو. له ۰.۰۷٪ څخه ایران په ۲۰٪ یورانیم ۲۳۵ کې دی. له دې ځای څخه ۹۰٪ اسان او چټک دي. ایران باید دا مطمئنه کړي چې ای سي ډي سي نه وي او د هغه د غني کولو په مرکزونو باندې برید ونشي. سمیر سردانا

ځواب ورکړئ

ښایي د پردې تر شا یو څه روان وي، ځکه چې ایران او د ایران خلک د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې د بایډن په بریالي کېدلو سره ډېر خوښ شول. ښایي بایډن ایران ته ویلي وي چې تاسو کولی شئ د خپلو یورانیمو بډاینه زیاته کړئ. زه فکر کوم چې د ایران او پاکستان پر ضد د ټرمپ سیاست ډېر روښانه وو. دا د ټرمپ فشارونه وو چې پاکستان دې ته چمتو شو چې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې همکاري وکړي. که نه، پاکستان به هېڅکله هم دې ته نه وای چمتو شوی چې له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې همکاري وکړي، په داسې حال کې چې بایډن یو جدي سړی نه ښکاري. ښایي چې د قدرت له ترلاسه کولو څخه وروسته، بایډن ایران ته اجازه ورکړي چې یورانیم غني کړي.

ځواب ورکړئ

ایراني او پاکستاني پوځي او استخباراتو له افغانانو او افغانستان سره دومره خیانت کړی چې که ټول یې په یوه ورځ مردار شي هم پرې نه خفه کیږم. خدای دې افغانانو ته وس ورکړي چې له پاکستاني او ایراني منافقینو څخه انتام واخلي.

ځواب ورکړئ