ديپلوماسي

اروپایي هېوادونه له اتومي تړون څخه د سرغړونو له امله د ایران پر ضد دعوا اقامه کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د تېر نومبر په ۱۰مه اخیستل شوی، په بوشهر کې د اتومي انرژۍ د بټۍ دپاسه د ایران بیرغ رپېږي. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تېر نومبر په ۱۰مه اخیستل شوی، په بوشهر کې د اتومي انرژۍ د بټۍ دپاسه د ایران بیرغ رپېږي. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

پاریس -- د اروپایي اتحادیې درې هېوادونو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۴مه/ لپه مکررو سرغړونو د تهران له تورنولو څخه وروسته، وویل چې هغوی غواړي د ۱۳۹۴ تر هستوي تړون لاندې له ایراني رژیم سره د شخړې دعوه پیل کړي. .

د برتانیا، فرانسې او جرمني له خوا دغه ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې د جیګپوړي ایراني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدلو او د تهران له خوا -- د اوکراینۍ الوتکې له تصادفي ویشتلو څخه چې د مرغومي‌ په ۱۸مه پېښه شوه درې ورځې وروسته -- په اعتراف پسې د لوېدیځ او ایراني رژیم تر منځ ترینګلتیاوې په ډېرېدلو دي.

د ۱۳۹۴ هستوي تړون -- چې د عمل ګډ هر اړخیز پلان (JCPOA) -- په نامه یادیږي، داسې یوه ماده لري چې دواړو لوریو ته اجازه ورکوي چې د ګډ کمیسیون په وړاندې د بل لوري له خوا د مهمې سرغړونې په هکله د دعوا اقامه وکړي.

که مسئله په ګډ کمیسیون کې حل نشي، هغه بیا یوه مشورتي بورډ ته او بالاخره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځي.

د برتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې تهران د غوایي له میاشتې راهیسې له خپلو ژمنو څخه په شا کیږي او هغه مهم محدودیتونه له پامه غورځوي چې پخوا یې تر تړون لاندې د خپل اتومي‌ پروګرام په هکله د منلو موافقه کړې وه.

د سې شنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، «له دې امله موږ د ایران د کړنو په پام کې نیولو سره، بل انتخاب نه لرو مګر دا چې د دعوې اقامه کولو ته مخه کړو،‌ او زیاتوی چې تهران «خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.»

د تړون د ساتلو هوډ

خو یادو درې هېوادونو وویل، «موږ یو ځل بیا له تړون سره خپله ژمنتیا څرګندوو او هوډ لرو چې له ټولو لوریو سره کار وکړو چې تړون په خپل ځای وساتي.» متحده ایالات په ۱۳۹۷ کې له دغه تړون څخه ووت.

اعلامیه زیاتوي، «د وروستیو پېښو په پام کې نیولو سره، دا ډېره مهمه ده چې موږ په روانو لانجو باندې چې ټوله سیمه ګواښوي، د اتومي وسلو د نه خپراوي بحران ور زیات نه کړو.»

«موږ هیله لرو چې ایران د عمل ګډ هر اړخیز پلان (JCPOA) لاندې د خپلو ژمنتیاوو پوره مراعتولو ته بېرته راوګرځوو.»

د یادو مذاکراتو هدف دا وو چې د بندیزونو د پورته کولو په مقابل کې د تهران هستوي غوښتنې -- چې لویدیځو هیوادونو وېره لرله چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړي -- محدودې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500