امنیت

ایران په لومړیو کرښو کې د علماوو په توظیف سره "مذهبي جنګ" ته لمن وهي

د سلیمان راپور

دا عکس چې د فاطمیون لوا د ټیلیګرام چینل د تلې په میاشت کې خپور کړی دی یو شمېر عالمان د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې له ایراني ځواکونو څخه پوځي روزنه ترلاسه کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

دا عکس چې د فاطمیون لوا د ټیلیګرام چینل د تلې په میاشت کې خپور کړی دی یو شمېر عالمان د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې له ایراني ځواکونو څخه پوځي روزنه ترلاسه کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

کابل -- نوي خپاره شوي عکسونه ښیي چې تهران هڅه کوي چې د فاطمیون لوا په لیکو کې د جنګ کولو لپاره د عالمانو په توظیف سره د مذهبي جنګ مسئلې ته پوکی ورکړي. دا داسې یو پوښ دی چې رژیم یې د دې لپاره استعمالوي چې خپلې خارجي لاسوهنې پرې توجیه کړي.‌

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ عسکر د فاطمیون لوا لیکې په هغو افغان شیعه کډوالو او مهاجرینو باندې ډکوي چې په ایران کې ژوند کوي. یادې لوا د څو کالونو په ترڅ کې په زرګونو غړي سوریې ته لېږلي چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جنګ وکړي.

فاطمیون لوا د تلې په ۱ په تیلیګرام باندې داسې عکسونه خپاره کړل چې دیني عالمان په داسې حال کې ښيي چې په یوه نامعلوم ځای کې پوځي روزنه ترلاسه کوي. دغه ګروپ د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې عالمان په لومړیو لیکو کې توظیف کیږي.

افغان تحلیلګران وایي، ایران دغه دیني عالمان، مذهبي سمبولونه او شعارونه او د ځوانو افغان کډوالو سخت دوامدار فقر په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترسره کولو لپاره د وسلو په توګه استعمالوي.

یو عالم د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په یوه نامعلوم ځای کې د کلاشینکوف په وسیله ډزې کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

یو عالم د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په یوه نامعلوم ځای کې د کلاشینکوف په وسیله ډزې کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

دیني عالمان د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په یوه نامعلوم ځای کې له ایراني ځواکونو څخه پوځي روزنه ترلاسه کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

دیني عالمان د فاطمیون لوا د لومړۍ کرښې جنګیالیو سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په یوه نامعلوم ځای کې له ایراني ځواکونو څخه پوځي روزنه ترلاسه کوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

مذهبي جنګ رامنځته کول

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر او د هلمند پخواني مرستیال والي محمد جان رسول یار وویل، "په سوریه کې د جنګ لومړیو کرښو ته د فاطمیون لوا د عالمانو او مبلغانو لېږل د ایران تر ټولو وروستی پلان دی چې جګړې ته مذهبي بڼه ورکوي."

هغه وویل، "ایران په سیمه کې سوله او ثبات نه غواړي،‌ له دې امله دغه هېواد په سوریه، یمن، بحرین،‌ عراق او د منځني ختیځ په ډېرو هېوادونو کې مذهبي جنګ پیل کړی،‌ او په همدې سبب دغه هېواد د فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ په څېر ډېرو اورپکو ګروپونو کې د پانګونې له لارې په اسلامي نړۍ کې جنګ خپور کړی دی."

ذینبیون غونډ له پاکستاني شیعه ګانو څخه تشکیل شوی دی.

په کابل کې یوه دیني عالم او د پوهنتون استاد محمد سالم حسني وویل، د ایران رژیم "افغان کډوال دوپه کړي او استخدام کړي دي ... او له بده مرغه چې دغه رژیم له تېرو څو کالونو راهیسې بې چاره افغان کډوال د فاطمیون لوا په لیکو کې استخداموي."

هغه وویل، "د ایران هڅې له مذهبي او ایډیالوژیکو سمبولونو او شعارونو څخه په ناوړه استفاده باندې متمرکزې دي چې په سیمه کې خپل ملي، سیاسي او پوځي هدفونه ترسره کړي."

هغه وویل، "ایران دیني عالمانو ته پوځي روزنه ورکوي او هغوی په سوریه کې د جګړې لومړیو کرښو ته لېږي چې وښیي چې په سوریه کې روان جنګ مذهبي دی او د سوریې دفاع د شیعه عقیدې دفاع ده."

هغه زیاته کړه، "د فاطمیون د نورو جنګیالیو تر څنګ د جګړې لومړیو کرښو ته لېږل کېدونکیو دیني عالمانو د ایران په ديني مدارسو کې مذهبي روزنه ترلاسه کړې ده."

په اورپکۍ کې پانګونه

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسیون رییس صدیق منصور انصاري وویل، "د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ځواک په سیمه کې په ګڼو اورپکو ډلو په ځانګړې توګه فاطمیون لوا ... او ذینبیون غونډ کې پانګونه کړې ده."

هغه وویل، "د فاطمیون لوا اکثر جنګیالي له غور، بادغیس، میدان وردک، بامیان، دایکندي او د افغانستان له نورو برخو څخه استخدام شوي وو. د فاطمیون نور جنګیالي هغه افغان کډوال او افغانان دي چې ایران ته په دیني مدرسو کې د زده کړو لپاره تللي وو."

انصاري وویل، "د آیت الله او حجت الاسلام په سطحه دیني عالمان د فاطمیون لوا لپاره د استخدام پروګرامونه چلوي، او هغوی د میاشتې د ۴۰۰ ډالرو (۳۱۳۲۰ افغانیو) یا ډېرو په بدل کې ځوان افغان کډوال استخدام او توظیفوي."

هغه وویل، "ایران غواړي چې د جګړې لومړیو کرښو ته د دیني عالمانو په لېږلو سره یو شمېر هدفونه ترسره کړي. هغوی غواړي چې مذهبي جنګ راوپاروي، د جګړې په ډګرونو کې د فاطمیون د جنګیالیو مورال لوړ کړي او شیعه ځوانان دې ته وهڅوي چې د فاطمیون لوا سره یوځای شي او په سوریه کې د شیعه ګانو له مقدسو ځایونو څخه دفاع وکړي."

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر او لیکوال نبي مصداق وویل، "ایران هڅه کوي چې په سیمه کې خپل قلمرو او نفوذ زیات کړي، او هغوی د دې هدف د ترسره کولو لپاره د ځوانو کډوالو له ناچارۍ او مذهبي احساساتو څخه ناوړه استفاده کوي."

هغه وویل، "په زرګونو ځوان کډوال چې له کالونو راهیسې په سیمه کې د ایران نیابتي جنګ پرمخ بیایي، له جګړې څخه ستړي شوي، خو دا ځل ایران غواړي چې جبهې ته د دیني عالمانو او مبلغانو په لېږلو سره د هغو ځوانانو مورال او د جګړې کولو وړتیا پیاوړې کړي چې له جګړې څخه ستړي شوي دي."

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د نړۍ وال قانون د ماسټرۍ یوه محصل شفیق الله نوري وویل،‌ دا بهانه ده چې فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ له شیعه مقدسو ځایونو څخه دفاع کوي هسې یو پوښښ دی.

هغه وویل، حقیقت دا دی چې ایران له دغو جنګیاليو څخه "د سیمه ییزو عناصرو او رقیبانو پر ضد د یوې وسلې په توګه او د نیابتي جنګونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي."

هغه وویل، "د ایران اسلامي انقلابي ګارډ او قدس ځواک له اسلامي اصولو او نړۍ والو او بشري قوانینو څخه په سرغړونه له ځوانو افغان کډوالو څخه ناوړه استفاده کوي."

نوري وویل، "هغوی اصلا دوی د سیده ذینب د مسجد د مدافعینو په توګه نه توظیفوي بلکې د جنګ لومړیو کرښو ته یې لېږي. له بده مرغه چې هغوی د سوریې له اراضۍ سره د نابلدتیا او ناکافي ترلاسه شوې پوځي روزنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500