مظاهرې

په ایران کې انقلابي ګارډ خبرداری ورکړ چې په لاریونوالو باندې به خونړي عملیات وکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

ایراني لاریونوال د لړم په ۲۵مه په تهران کې د یوه لاریون په ترڅ کې د یوه اور په چاپېر راټول دي. [ای اېف پي]

ایراني لاریونوال د لړم په ۲۵مه په تهران کې د یوه لاریون په ترڅ کې د یوه اور په چاپېر راټول دي. [ای اېف پي]

تهران -- په دولتي رسنیو خپاره شويو یوه ګواښونکي پیغام کې، د ایران د تر ټولو قوي پوځي څانګې، اسلامی انقلابي ګارډ یا سپاه انقلاب، ځواکونو ویلي چې هغوی به د ایران په بېلابېلو برخو کې د زیاتېدونکیو لاریونونو پر ضد «پرېکنده» ګامونه واخلي.

د پیټرولو د قېمت ټکان ورکوونکې پرېکړې په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول. چارواکي وایي چې په دغو لاریونونو کې د ۳ امنیتي منسوبینو په شمول لږ تر لږه ۵ کسان د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۸مه/ وژل شوي دي.‌

دغه زیاتېدونکې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې ۱۰۰ ښارونو ته غزېدلې دي.

د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه یی په خپلو خبرو کې چې دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خپرې کړې، لاریونوال د «رذیلانو» په نامه یاد کړل او ویې ویل چې هغوی قانون او نظم ټکني کړي دي.

ایراني لاریونوال د لړم په ۲۵مه د پیټرولو د قېمتونو د لوړېدلو پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې په اصفهان کې د ټایرونو د سوزېدلو پر وخت راټول شوي دي. [ای اېف پي]

ایراني لاریونوال د لړم په ۲۵مه د پیټرولو د قېمتونو د لوړېدلو پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې په اصفهان کې د ټایرونو د سوزېدلو پر وخت راټول شوي دي. [ای اېف پي]

په لارو او کوڅو کې د وضعیت په هکله روښانه معلومات نشته، ځکه نن درېمه ورځ ده چې حکومت انټرنټ پرې کړی دی.

رژیم د سې شنبې په ورځ وویل چې له انټرنټ څخه به یوازې هغه وخت بلاک لیرې کړای شي چې مقامات مطمئن شي چې له هغه څخه ناوړه استفاده نه کیږي.

د حکومت ویاند علي ربیعي وویل، «انټرنټ به په ځینې ولایتونوکې، چیرته چې د هغه له ناوړه ګټه اخیستنې څخه ډاډ ترلاسه شې، په تدریجې توګه به بیرته خوشي شي.»

د انټرنټ قطع کېدلو د هغو ویډیوګانو د بهیر مخه نیولې چې د لاریونونو یا د تاوتریخوالي د اړوندو کارونو په هکله په ټولنیزو رسنیو شریکېدل.

نېټ بلاکس، هغه وېب سایټ چې په نړۍ واله سطحه د انټرنټ د بندېدلو چارې څاري، وویل، په ایران کې د سې شنبې په ورځ د انټرنټ اتصال د عادي سطحو په نسبت ۴٪ ته وو.‌

د فرانسې د خبري اژانس ژورنالستانو په تهران کې دوه د پیټرولو سټېشنونه په داسې حال کې لیدلي چې اور یې اخیستی وو او د پولیسو د یوه ماموریت په شمول یې بېخبناوې ویجاړې شوې وې.‌

خو ژورنالستانو یې له فلم جوړولو څخه منع کړای شوي وو ځکه چې په سلګونو د ګډوډۍ ضد پولیسو په پلازمېنه کې د زغره والو ګاډو او د اوبو د توپونو په وسیله د څلورلارو یا چوکونو ساتنه کوله.

دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې اعلان وشو چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د اخیستل کېدونکیو ۶۰ لېټرو په قېمت کې به ۵۰٪ زیاتوالی راشي او له دې څخه د زیاتو سون توکو په قېمت کې به ۲۰۰٪ ډېرښت راشی.

د لاریونوالو پر ضد مرګونی ځواک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې هغوی په هغو راپورونو ټکان خوړلی چې د لاریونوالو پر ضد له ژوندیو مهماتو څخه استفاده شوې او «د هېواد په بېلابېلو برخو کې غټ شمېر کسان مړه شوي دي».

ویاند روپرټ کولویل په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، «ایرانۍ رسنۍ او یو شمېر نورې سرچینې وایي چې ښایي په لږ تر لږه ۸ بېلابېلو ولایتونو کې د لاریونونو په ترڅ کې په لسګونو کسان وژل شوي او ډېر نور ټپیان شوي، او له ۱۰۰۰ څخه ډېر لاریونوال نیول شوي وي.»

هغه وویل، «مونږ په ایراني مقاماتو او امنیتي ځواکونو تاکید کوو چې چې د سوله ییزو غونډو د ګډوډولو لپاره د ځواک د کارولو مخه ونیسي.»

کولویل همدارنګه په لاریونوالو باندې غږ وکړ چې په سوله ییزه توګه دې مظاهرې وکړي او ویې ویل چې لاریونوال دې «فزیکي تاوتریخوالی نه رامنځته کوي او نه دې ملکیتونو ته زیان ور رسوي.»

متحده ایالاتو د «مرګوني ځواک» د کارولو له امله ایران غندلی دی او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو لاریونوالو ته په غبرګون کې په یوه ټویټ کې لیکلي، «متحده ایالات له تاسو سره دي.»

دولتي تلوېزیون په تبرېز او قدس ښار کې د «ګډوډۍ جوړونې» پر ضد د غونډو ویډیوګانې وښودلې.

په دولتي تلوېزیون د خوله پټو ځوانو سړیو ویډیوګانې خپرې شوي چې له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي او د اختلاف ډېرې کمې نښې ترې څرګندېږي.

په یوه ویډیو کې چې دوشنبه (د لړم ۲۷مه) ماښام خپره شوې، په اندیمشک کې یو سړی په داسې حال کې لیدل کیږي چې یو توپک یې نیولی او په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي او نور د تیږو وارونه کوي.

اېسنا او فارس خبري اژانسونو د دوشنبې ناوخته راپورونه ورکړل چې بریدګرو چې په چاقوګانو او ساتولونو سمبال وو د تهران په لویدیځ کې د یوه کمین په ترڅ کې درې تنه امنیتي منسوبین ووژل.‌

د دغو درې کسانو له ډلې څخه یو د مرتضی ابراهیمي په نامه چې د ایران اسلامي انقلابی ګارډ کې یو قومانان وو، پېژندل شوی دی.

نور دوه ۲۲ کلن مجید شیخي او ۳۳ کلن مصطفی رضایي ول. دوی دواړو په بسیج ملېشه کې کار کاوه. بسیج نظام ته وفادار د رضاکارانو یو ځواک دی.

دا له هغه وخت راهیسې چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو او د هغوی اړوندې بسیجي ملېشې په سختۍ سره هغه حکومت ضد لاریونونه وځپل چې د ۱۳۹۶ د مرغومي په لومړیو کې پیل شوي او تر سلواغې پورې غزېدلي وو، تر ټولو بد تاوتریخوالی دی. هغه وخت لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي ول.

د اقتصادي ستونزې ریښې

په داسې حال کې چې د دغو لاریونونو سرچینه د پیټرولو د قېمت لوړوالی ښودل شوی، د ناارامۍ اصلي ریښه اقتصادي ستونزو ته رسېږي -- چې له پوروړي بانکي سکټور څخه نیولې بیا په اقتصاد کې د پوځ اړوندو سازمانونو پراخ او مبهم رول پورې غزېدلې دي.

ډېر ایرانیان وایي چې رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پر ځای په سیمه کې د نیابتي جنګونو په حمایه کولو سره د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې سختوي.

عام خلک ډېر د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ته په دې په قهر دي چې د حکومت د لګښت ډېره برخه ترلاسه کوي او بیا یې په خارج او په ځانګړې توګه په سوریه، عراق او یمن کې په نیابتي جنګونو لګوي.‌

اټکلونه سره توپیر کوي، خو ځینې ارقام ښیي چې تر ۴۰٪ پورې ایرانیان -- له ۳۰ میلیونو څخه ډېر اتباع -- د فقر له کرښې ټیټ له کړاوونو ډک ژوند کوي په داسې حال کې چې حکومت په قېمتي بهرنیو پېښو کې د خلکو ژوند او پیسې ضایع کوي.

په داسې حال کې چې په کور دننه ایرانیان له ستونزو سره مخامخ دي، د حکومت له خوا د اسلامي انقلابي ګارډ له لوري د حمایه کېدونکیو ملېشو -- لکه افغان فاطمیون لوا او پاکستاني ذینبیون غونډ -- تمویل په ډېرېدونکي ډولخلک په غوسه کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د ایران په ملت کې لږ غیرت هم وای، هغوی باید زر ځلې شیطان صفته اخوندان له منځه وړي وای. حق ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي. د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره باید یو څوک په خپل ټول قوت ودریږي.‌

ځواب ورکړئ