اقتصاد

له مالي پلوه کمزوری شوی ایران د روسیې له خوا د ۵ میلیاردو ډالرو پانګونه قبلوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د لیندۍ په ۱۷مه وینا اوروي،‌ او د را روان مالي کال لپاره د اسلامي جمهوریت بودجه وړاندې کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر حسن روحاني د لیندۍ په ۱۷مه وینا اوروي،‌ او د را روان مالي کال لپاره د اسلامي جمهوریت بودجه وړاندې کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

تهران -- د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۷مه/ «د مقاومت بودجه» چې د روسیې له خوا د ۵ میلیاردو ډالرو «پانګونې» په وسیله یې ملاتړ شوی دی اعلان کړه. دا کار د ایران د رژیم له خوا د روانې میاشتې په لومړیو کې د لاریونوالو پر ضد خونړیو بریدونو پسې وروسته وشو.

وړاندیز شوې بودجه د هغه مالي کال لپاره ده چې د وري په میاشت کې پیل کیږي.

ایران له سخت اقتصادي رکود سره مخ دی، چې د اسعارو د ارزښت له ټیتیدوسره د انفلاسیون نرخ ډېرلوړشوی او د وارد شوي توکیو بیه هم ورسره پورته ختلې ده.

د تېلو په بیو کې تیره میاشت یو چټک لوړوالي په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول چې مرګ ژوبله یی هم را منځته کړه.

روحاني وویل، دا بودجه به له هغو ۵ میلیاردو ډالرو «پانګونې» څخه چې روسیه یې کوي او لا نهایي شوې نه ده، ګټه واخلي.‌

هغه وویل، «موږ هیله لرو چې هېواد ته به ۵ میلیارده ډالر پانګه راشي، چې یا به د داسې پلانونو له لارې وي چې وار له مخه نهایي شوي یا داسې چې په راتلونکی کال کې به نهایي شي.»

د ایران او روسیې رژیمونو په وروستیو کالونو کې اړیکې پیاوړې کړي چې دواړه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

کریملېن ډېر وختونه له پورونو څخه د داسې یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې کمزوري شوي بهرني حکومتونه په مهارت سره اداره کوي او په نورو هېوادونو کې د روسیې د ګټو د ساتنې لپاره ځان ته ځای پیدا کوي.

خونړي عملیات

د بودجې اعلان وروسته له هغه کیږي چې د تهران له خوا د لړم د میاشتې په وروستیو کې د تېلو د بیو د ډېرښت اعلان په ټول هېواد کې لاریونونه را وپارول او بیا امنیتي ځواکونو په داسې حال کې چې انټرنټ په ټول هیواد کې قطع وو د لاریون کونکو پر ضد عملیات ترسره کړل.

په تهران کې چارواکو تر اوسه پورې د هغې ناارامۍ په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر نه دی ښودلی چې په کې د پیټرولو پمپونه او د پولیسو ماموریتونه وسوزول شول او دوکانونه ولوټل شول.

په لندن کې مېشتې د بشري حقونو ادارې امنیسټي انټرنېشنل وویل چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۰۸ کسان ووژل شول.

ملګرو ملتونو د لیندۍ په ۱۵مه وویل چې تېره میاشت په ایران کې د لویو لاریونونو له پیلېدلو راهیسې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان نیول شوي دي.‌ دغې ادارې په خپلسره توګه د نیول شویو کسانو د چټک خلاصون غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې هم په یوه اعلامیه کې وویل چې هغوی داسې «تایید شوې ویډیو» ترلاسه کړې چې ښیي امنیتي ځواکونه په لاریونوالو باندې ډزې کوي چې د وژني د هوډ څرګندوي.

د حقونو ادارې زیاته کړه چې هغوی داسې «معلومات ترلاسه کړي چې ښیي د نا ارامیو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي». دا هغه شمېر تاییدوي چې پخوا امنیسټي انټرنېشنل ورکړی وو.

اعلامیه زیاتوي، «داسې راپورونه هم شته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې لا نه دي تایید کړي او وړاندیزکوي چې د دغه شمېر له دوه برابرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل بچلېټ وویل، د یادې ادارې له خوا ترلاسه شوې ويډیو ښیي چې «د لاریون کوونکیو پر ضد له سخت تاوتریخوالي څخه کار اخیستل شوی دی».‌

بچلېټ وویل، «موږ داسې ویډیو هم ترلاسه کړې چې امنیتي ځواکونه په داسې حال کې ښیي چې په بې وسلې لاریونوالو باندې د شا له خوا، په داسې حال کې چې هغوی منډې وهي، ډزې کوي، او نور مستقیما په مخونو او حیاتي غړو باندې یې ولي -- په بل عبارت داسې یې ولي چې ووژل شي.»

هغې وویل، نور ویډیوي مواد د لوېدیځ تهران په جوان روډ سیمه کې چې کرمانشاه ولایت پورې اړه لري «د امنیتي ځوکونو وسله وال غړي په داسې حال کې ښیي چې د عدلیې وزارت د یوې ودانۍ له بام څخه ډزې کوي». همدارنګه، د فارس ولایت په صدرا سیمه کې څرخکې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ټوپکو ډزې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500