تجزيه

د سوریې رژیم له خوا د شکنجې او سپکاوي کمپاین د ایران له خوا حمایه کېدونکو ملېشو پورې تړاو لري

سلام ټایمز

د رژیم له زندان څځه راخلاص شوی یو سوریایي بندي د ۱۳۹۷د چنګاښ په ۲۸مه د حلب په جنوب کې د العیس سرحدي سیمې ته په رسېدلو سره د اپوزیسیون جنګیالیو ته خپل ټپونه ورښيي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

د رژیم له زندان څځه راخلاص شوی یو سوریایي بندي د ۱۳۹۷د چنګاښ په ۲۸مه د حلب په جنوب کې د العیس سرحدي سیمې ته په رسېدلو سره د اپوزیسیون جنګیالیو ته خپل ټپونه ورښيي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

ایران د خپلې پراختیا غوښتونکې اجندا په لړ کې، سوریې ته د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره د ملېشو په لېږلو سره،‌ د رژیم له خوا د سوریایي ملکیانو په وژلو کې شریک دی.

ایران، د شخړې له پيل راهیسې،‌ د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک له لارې، چې قاسم سلیماني یې مشري کوله، او د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې په یوه امریکایي برید کې ووژل شو، په سوریه کې فعالیت کوي.

دغه مرګ د تهران له خوا په ګرده سیمه کې د جګړو او اختلافاتو د تخم کرلو لپاره د لسیزو په اوږده کمپاین کې د یوې مهمې شېبې په توګه ثبت شو.

اوس د اسلامي انقلابي ګارد قدس ځواک د اسماعیل قااني تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. ډېری وایي چې نوموړی د خپل سلف په څېر جذابیت او د سیمې په هکله معلومات نه لري،‌ لاکن داسې هوډ یې ښودلی چې د سلیماني لاره به تعقیب کړي.‌

د شمال لویدیځ ادلیب ولایت په دانا ښارګوټي کې چې د اپوزیسیون تر کنټرول لاندې دی، یو سوریایي سړی د مرغومي په ۱۳مه د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په خوښۍ کې ماشومانو ته خواږه ورکوي. [عارف وتاد/ای اېف پي]

د شمال لویدیځ ادلیب ولایت په دانا ښارګوټي کې چې د اپوزیسیون تر کنټرول لاندې دی، یو سوریایي سړی د مرغومي په ۱۳مه د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په خوښۍ کې ماشومانو ته خواږه ورکوي. [عارف وتاد/ای اېف پي]

سوریایي تورن ایاد الغریب (چپ) د غوایي په ۴مه د لویدیځ جرمني په کوبلېنز کې د دوو سوریایي تورنو پر ضد له یوې محاکمې څخه مخکې خپل مخ پټوي. په هغوی باندې تور لګېدلی چې په سوریه کې یې د دولت تر حمایې لاندې شکنجې ورکولې. [توماس لوهنېس/ای اېف پي/پ او او اېل]

سوریایي تورن ایاد الغریب (چپ) د غوایي په ۴مه د لویدیځ جرمني په کوبلېنز کې د دوو سوریایي تورنو پر ضد له یوې محاکمې څخه مخکې خپل مخ پټوي. په هغوی باندې تور لګېدلی چې په سوریه کې یې د دولت تر حمایې لاندې شکنجې ورکولې. [توماس لوهنېس/ای اېف پي/پ او او اېل]

د فاطمیون لوا په ګډون، چې له افغان جنګیالیو څخه تشکیل شوې، هغو ملیشو چې د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک له خوا رامنځته شوي او رهبري کیږي په پټه او ښکاره د سوریې د رژیم په ملاتړ مداخله کړې ترڅو یې په قدرت کې وساتي او مخالفین یې وځپي.

د شخړې په اوږدولو او پېچلي کولو سربېره، دغه حالت د سوریې رژیم ته دا وړتیا ورکړې ترڅو د خپلو خلکو پر وړاندې ناوړه چلند ته چې پوره اسناد یې موجود دي دوام ورکړي.‌ په دغه ناوړه چلند کې په ملکي خلکو باندې کیمیاوي بریدونه او په زندانونو کې شکنجې هم شامل دي.

د دغو او نورو جرمونو له امله د سوریې د رژیم د مسؤل ګڼلو او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي د هڅو په لړ کې په ځانګړې توګه د ایران او روسیې له خوا،‌ د متحده ایالاتو حکومت د سوریې د ملکيانو د خوندیتوب لپاره د قیصر قانون ۱۳۹۸ تصویب کړ چې د غبرګولي په میاشت کې نافذ شو.‌

دغه قانون د یوه پخواني سوریایي نظامي عکاس په نامه چې د «قیصر» په مستعار نامه مشهور وو، نومول شوی دی. نوموړی په ۱۳۹۲ کې د سوریې په زندانونو کې د وحشتونو له ۵۵۰۰۰ عکسونو سره وتښتېد او د متحده ایالاتو د کانګرس پر وړاندې یې د پېښو کیسې وکړې.‌

په دې کې داسې عکسونه شامل وو چې د اسد د زندانونو له داخل څخه اخیستل شوي او د بندیانو داسې عکسونه ښیي چې د بدن غړي یې پرې کړای شوي او نمبرونه یې په تندیو باندې لیکل شوي دي.‌

د وري په میاشت کې یو ځل بیا د معلوماتو ورکولو پر وخت، قیصر په متحده ایالاتو او نړۍ واله ټولنه باندې ټینګار وکړ چې د اسد رژیم د دغو چارو د مسؤل په توګه وپوښتل شي.

بندیزونو د اسد متحدین په نښه کړل

د قیصر قانون له نافذېدلو څخه وروسته،‌ د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د اسد د مېرمنې او یوه تنکي ځوان زوی په ګډون رژیم ته د نږدې کسانو پر ضد یو لړ بندیزونه اعلان کړل.‌

دغو بندیزونو د سوریې د تېلو سکتور، د پارلمان وکیلان او د استخباراتو افسران په نښه کړل، او په دې لړ کې د لړم په میاشت کې، د هغو ۷۰ ملکي کسانو په یاد چې د ۱۳۹۴ د تلې په میاشت کې په دوما کې په یوه مارکېټ‌ باندې د بمبارۍ په نتیجه کې ووژل شول نور بندیزونه ولګول شول.

همدارنګه، بندیزونو د رژیم د فعالیتونو بهرني تسهیلونکي هم په نښه کړي دي.‌

د اسد په مسؤل نیولو سربېره، دغه قانون داسې طرحه شوی چې د ایران او روسیې د لاسوهنې مخه نیسي او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د بیارغونې د ګټورو قراردادونو له لارې د سوریې پر خلکو له ظلم کولو څخه ګټه واخلي.‌

دغه قانون په ځانګړې توګه د اسلامي انقلابي ګارد له خوا حمایه کېدونکې فاطمیون لوا، د اسلامي انقلابي ګارد اړوند نورې ډلې، او همدارنګه هغه اورپکي چې د روسیې له خوا تمویلیږي او د سوریې رژیم د ځواکونو، په ځانګړې توګه د هېواد په جنوب کې، ملاتړ کوي، په نښه کړي دي.

د ایراني چارو کارپوه شیار تورکو وویل، د قیصر تر قانون لاندې د فاطمیون لوا نومول «اسلامي انقلابي ګارد او اورپکو ته یې یوه درنه ضربه ده.»

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وار له مخه د ۱۳۹۷ په مرغومي کې دغه ملېشه له اسلامي انقلابي ګارد سره د اړیکو لرلو او د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو په تور نومولې ده.

دغه نوي بندیزونه به «د پراختیا غوښتونکیو پروژو په تطبیق کې» د اسلامي انقلابي ګارد له خوا د بهرنیو اجیرانو استعمال وننګوي، او د فاطمیون په څېر ملېشو ته به نوي خنډونه رامنځته کړي.‌

تورکو وویل،‌ یادې ملېشې د سوریې په ستراتیژیکو سیمو -- لکه دمشق، دیر الزور، حلب او پالمیرا -- کې د ځای پرځای کیدو له لارې تر اوسه پورې د رژیم د بقا په ډاډمنولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه، د فاطمیون په قوماندانانو او جنګیالیو باندې د بندیزونو لګولو له لارې د فاطمیون کمزوري کول به په خپل وار سره د اسلامي انقلابي ګارد سیمه ییزه اجندا کمزورې کړي،‌ او رژیم ته د برابر شوي ملاتړ سقوط ته به حتما لاره هواره کړي.

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو لپاره په الشرق مرکز کې د ایراني چارو یوه څېړونکي فتحي السید وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد له خوا تمویل شویو ملېشو د سوریې د شخړې په بدترولو او په فرقه ییز جنګ باندې اړولو او په دې توګه په واک کې د الاسد رژیم په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه وویل، که دا مداخله نه وای، اوس به د سوریې رژیم په واک کې نه وای، او ملېشې یې په هغو جنایتونو کې چې رژیم ترسره کړي دي شریکې وبللې.

د رژیم د جنایتونو نوي شواهد

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره اټکل کوي چې د رژیم په زندانونو کې د سختو شرایطو په نتیجه کې له شکنجې څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ کسان مړه شوي او له ۱۳۹۰ کال راهیسې نیم میلیون کسانو د سوریې په زندانونو کې وخت تېر کړی دی.

د سوریې رژیم د جنایتونو تازه شواهد رابرسېره کیږي.‌

جرمني څارنوالانو د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱/ اعلان وکړ چې په جرمني کې استوګن یو سوریایی ډاکتر چې د غبرګولي په میاشت کې په سوریه کې د بشر ضد جرمونو د ترسره کولو په شک نیول شوی وو، له نورو تورونو سره هم مخامخ شي.

ای اېف پي راپور ورکړ چې، په پیل کې په «اعلاء م.» باندې په ۱۳۹۰ کې په حمص ښار کې د سوریې د استخباراتي خدمتونو د ادارې له خوا چلېدونکي زندان کې د بندیانو د شکنجه کولو دوه دعوې شوې.

خو څارنوالانو وویل چې اوس په هغه باندې د ډېرو نورو سرغړونو تورونه هم لګېدلي دي. په دغو تورونو کې یوه ادعا داسې شوې چې یو کس یې وژلی او ۱۸ نورې د شکنجو دعوې هم پرې شوي دي.

علاء م.‌ په حمص کې په یوه نظامي محبس کې ډاکتر وو چې د ادعاوو له مخې یې وحشیانه ناوړه چلندونه ترسره کړي دي. په دغو چلندونو کې د یوه تنکي ځوان هګیو ته اور ور اچول هم شامل دي.

په ۱۳۹۱ کې، هغه یوه زنداني پسې چې ټپونه یې عفوني شوي او یوه نظامي روغتون ته انتقال شوی وو، ورغی. د ادعاوو له مخې، هغه له دوو نورو افسرانو سره یوځای، په بندي باندې د لغتو او نور ګوزارونه وکړل او د هغه په ټپونو باندې یې اور اخیستونکي مایعات وڅڅول بیا یې اور ورته کړ. په نتیجه کې بندي بې هوښه شو.‌

په علاء م. باندې تور دی چې څو ورځې وروسته د بندي د زندان خونې ته ورغی او هلته په خونه کې موجود ۲۰ نور بندیان یې هم په لغتو او سوټیو ووهل.

یوه بندي هڅه وکړه چې د خپل ځان دفاع وکړي.

څارنوالانو وویل، «لږ وروسته، مدعی علیه داسې یوه ستنه چې مرګوني مواد یې په کې اچولي وو، تیاره کړه او د هغه کس په مټ کې یې زرق کړه. څو دقیقې وروسته شخص مړ شو.»

د وري په میاشت کې، په نړۍ کې د اسد رژیم له خوا حمایه شوې شکنجې لومړنۍ قضیه په جرمني کې پرانستل شوه. وروسته قربانیانو د مقاماتو پام د مشکوکو کسانو لوري ته ور واړاوه.

دوه تورن کسان، د سوریې د استخباراتو پخواني افسران انور رسلان او ایاد الغریب د نړۍ وال صلاحیت د هغو اصولو په اساس محاکمه کیږي چې یوه بهرني هېواد ته اجازه ورکوي چې د بشریت ضد جرمونه تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران پخپله له اقتصادي بحران څخه کړېږي، خو فاسد حکومت یې د نورو هیوادونو په جنګونو کې په میلیونونه ډالر لګوي. د ایران حکومت باید خپل اقتصاد ته پام وکړي، او هڅه وکړي چې هغه بندیزونه چې د نړۍ والې ټولنې له خوا په دغه هیواد باندې لګول شوي دي هغه لیرې شي. که په تېره یوه لسیزه کې په ایران باندې بندیزونه نه وای لګول شوي، اوس به په نړۍ کې د ډېرو شتمنو هېوادونو له جملې څخه وو. د ایران خلک باید د خپل فاسد نظام پر ضد راپورته شي او دغه خونړی نظام رانسکور کړي.‌ د ایران اخوندي نظام به ایران تباه کړي. په ایران کې باید یو ریښتنی دیموکراتیک سیستم جوړ شي، او دا مستبد نظام باید رانسکور کړای شي.‌

ځواب ورکړئ