ديپلوماسي

افغان حکومت د ایران د قدس ځواک د نوي قوماندان په هکله څېړنه کوي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه اخیستل شوی د قدس ځواک نوی ټاکل شوی قوماندان اسماعیل قاآني (ښی) په تهران کې د فقید قاسم سلیماني د درناوي د مراسمو په ترڅ کې د ایران د لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي تر څنګ لیدل کیږي. [تسنیم نیوز]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه اخیستل شوی د قدس ځواک نوی ټاکل شوی قوماندان اسماعیل قاآني (ښی) په تهران کې د فقید قاسم سلیماني د درناوي د مراسمو په ترڅ کې د ایران د لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي تر څنګ لیدل کیږي. [تسنیم نیوز]

کابل -- افغان حکومت، د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان فقید قاسم سلیماني چې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د خایناستي چې ځان یې په دروغو په ۱۳۹۷ کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه معرفي کړی او له بامیان ولایت څخه یې لیدنه ترسره کړې وه، په هکله څېړنه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ وویل چې هغوی به د اسماعیل قاآني د هغه سفر په هکله چې په بامیان ولایت کې د ایراني رژیم په پيسو د جوړېدونکي روغتون د لیدنې لپاره تللی وو، څېړنه وکړي.‌

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه اي وروسته له هغه قاآني د قدس ځواک قوماندان مقرر کړ چې د توغندیو یوه برید د مرغومي په ۱۳مه سلیماني په بغداد کې وواژه.‌

د رسنیو د راپورونو په اساس، ادعا کېږي چې هغه وخت چې سلیماني د قدس ځواک عمومي مشر وو، ده په افغانستان او پاکستان کې د یاد ځواک د عملیاتو نظارت کاوه.

ایرانیانو د مرغومي په ۱۴مه په تهران کې د هغه د سلف قاسم سلیماني د وژنې په اعتراض کې د یوه لاریون په ترڅ کې د قدس ځواک د نوي قوماندان اسماعیل قاآني عکسونه پورته کړي دي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

ایرانیانو د مرغومي په ۱۴مه په تهران کې د هغه د سلف قاسم سلیماني د وژنې په اعتراض کې د یوه لاریون په ترڅ کې د قدس ځواک د نوي قوماندان اسماعیل قاآني عکسونه پورته کړي دي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۲۰مه اخیستل شوی، د قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندې د قدس ځواک د هغه وخت یو جیګپوړی غړی اسماعیل قاآني (منځ کې) په بامیان ولایت کې لیدل کیږي. قاآني هغه وخت د بامیانو والي او نورو محلي چارواکو سره د لیدنو پر وخت ځان په دروغو په افغانستان کې د سفیر د مرستیال په توګه معرفي کړی وو. [د بامیان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۲۰مه اخیستل شوی، د قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندې د قدس ځواک د هغه وخت یو جیګپوړی غړی اسماعیل قاآني (منځ کې) په بامیان ولایت کې لیدل کیږي. قاآني هغه وخت د بامیانو والي او نورو محلي چارواکو سره د لیدنو پر وخت ځان په دروغو په افغانستان کې د سفیر د مرستیال په توګه معرفي کړی وو. [د بامیان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

له برید څخه وروسته د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، سلیماني له دې امله په نښه کړای شو چې هغه «په فعالانه توګه د داسې پلانونو په جوړولو بوخت وو څو په عراق او ټوله سیمه کې په امریکایي دپلوماتانو او عسکرو باندې بریدونه ترسره کړي،» او زیاته یې کړه چې، «دغه وزارت د دې لپاره قاطع دفاعي عمل ترسره کړ چې د سلیماني په وژلو سره په بهر کې امریکایي منسوبین خوندي کړي

هېڅکله د ایران د سفیر مرستیال نه وو

د بامیانو ولایت والي محمد طاهر زهیر د مرغومي په ۱۷مه وویل، د ۱۳۹۷ د غبرګولي په میاشت کې له کابل څخه یو ایرانی هیئت راغی چې روغتون وګوري او قاآني خپل ځان په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال معرفي کړ.

زهیر وویل، «ایران په بامیان ولایت کې یو ۱۲۰ بستریز روغتون تمویلوي او هغه وخت چې یاد هیئت له بامیان څخه لیدنه کوله په روغتون باندې کار ورو شوی وو. کابل ماته خبر راکړ چې یو ایرانی هیئت درځي چې په روغتون باندې د کار بهیر وګوري.»

هغه وویل، «ایرانی هیئت د ۸ کسانو په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې راغی او د بامیانو په هوایي ډګر کې ښکته شو،‌ او نېغ لاړ چې تر رغونې لاندې روغتون وګوري. په بامیانو کې د محلي حکومتي چارواکو له منځه یوازې د عامې روغتیا رییس هغوی بدرګه کول.»

زهیر د خپلو خبرو په دوام وویل، «د روغتون له ۴۵ دقیقه یي کتنې څخه وروسته، هغوی د والي دفتر ته راغلل. هغه ماته خپل ځان رامعرفي کړ او ویې ویل چې هغوی یو ایرانی هیئت دی چې د یوې کتنې لپاره راغلی او دا چې هغه د ایران د سفارت مرستیال دی او خپل تخلص یې اسماعيلي یاد کړ. هغه وویل چې هغوی بامیانو ته د دې لپاره راغلي چې په روغتون باندې کار له نژدې څخه وڅاري.»

زهیر وویل، «اسماعیلي او د هغه ټیم له ما سره ۱۰ دقیقې ملاقات درلود، او ویې ویل چې هغه دلته د دې لپاره راغلی چې ما او د بامیانو خلکو ته اطمینان راکړي چې هغوی به د روغتون کار په نیمایي کې پرې نه ږدي او بشپړ به یې کړي.‌ هغه وویل چې که د رغونې په ترڅ کې کومه ستونزه راولاړېږي، هغوی به زموږ د مرستې غوښتنه وکړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له قانوني پلوه دا صلاحیت نه لرو چې بهرني ارتباطات تنظیم کړو، او د بهرنیو چارواکو کتنې د مرکز په سطحه ترتیب کیږي.»

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ادریس زمان د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د قاآني د ۱۳۹۷ د کتنې کارونه تر څېړنې لاندې دي.‌

زمان وویل، «اسماعیل قاآني هېڅکله هم په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال نه وو، او موږ دا مسئله څېړو چې معلومه کړو چې دا کتنه څنګه او د کوم هدف لپاره ترسره شوې ده.»

د فاطمیون لوا لپاره استخدام؟

ځینې شنونګي قاآني ته په افغانستان کې د ایران د نیابتي جنګ د قوماندان او د فاطمیون لوا د یوه پلان جوړونکي په سترګه ګوري. دا د اورپکو یوه ډله ده چې تر ډېره له هغو افغان وګړو څخه تشکیل شوې چې اصلا د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خوا د دې لپاره استخدام شوي چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم لپاره وجنګیږي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اکبرجان پولاد وویل، د سفیر د مرستیال تر نامه لاندې له بامیان څخه د هغه لیدنه د دې لپاره طرحه شوې وه چې له ایران سره مرسته وکړي څو په دغه هېواد کې خپل استخباراتي او سیاسي هدفونه ترسره کړي.

هغه وویل، «دا ښکاره خبره ده چې هر څوک چې بل هېواد ته په جعلي اسنادو سفر کوي، هغه شیطاني او ویجاړونکې ارادې لري، او د سفیر د مرستیال په توګه د یوه پوځي قوماندان معرفي کول د ایران ویجاړوونکي هدفونه په ګوته کوي.»

پولاد زیاته کړه، «دا د روغتون افتتاح داسې یو څه دي چې د عامې روغتیا چارواکي یا قانوني ایراني دپلوماتان یې باید ترسره کړي. دا داسې یوه پوځي قوماندان پورې چې په افغانستان کې د هغه هېواد نیابتي جګړه پر مخ وړي، اړه نه لري.»

هغه وویل، «قاآني په هغه وخت کې د فاطمیون لوا مهندس او مشر وو. ښایي چې هغه بامیان ته د دې لپاره تللی وي چې د فاطمیون د جنګیالیو استخدام او له هغوی سره اړیکې جوړول تنظیم کړي.»

هغه، د طالبانو له خوا په ۱۳۹۷ کې د هغو ښارونو د ځینې برخو نیولو ته په اشارې سره، وویل، «قاآني د هغو ایراني پوځي قوماندانانو په ډله کې وو چې د غزني او فراه ښارونو په نسکورېدلو کې یې رول ولوباوه.»

هغه وویل، د ایران لاسوهنې د جګړې «شدت» هم زیات کړی دی.

پولاد وویل، «ایران له کالونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. دا بل دلیل دی چې ولې ایراني پوځي قوماندان دغه کتنه ترسره کړې ده.»

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو شنونکی عارف کیاني وویل، ایران په افغانستان کې پټې سیاسي او امنیتي ګټې لري، او قاآني «د دې لپاره په پټه په جعلي اسنادو افغانستان ته راغلی وو چې دغه هدفونه ترسره کړي.»

کیاني زیاته کړه، «قاآني په نیابتي او نامنظمو جګړو کې یو له بانفوذو څېرو څخه دی، او کله چې هغه له بامیان څخه لیدنه ترسره کوله هغه د قدس ځواک د انصار ډلې مشر وو چې په افغانستان کې یې د ایران هدفونه تعقیبول او تطبیقول.»

هغه وویل، «د جیګپوړو پوځي چارواکو کتنې د اړوندو هېوادونو د پوځي ګټو او هدفونو لپاره ترسره کیږي، او زه باور لرم چې قاآني بامیان ته د سفر پر وخت د دې لپاره خپل هویت پټ کړی وو چې خپل پوځي هدفونه ترسره کړي. د قاآني کتنه د یوه پلان شوي پروګرام په اساس وه او زه فکر کوم چې د فاطمیون جنګیالیو استخدام د هغه له هدفونو څخه یو هدف وو.»

هغه وویل، «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست او حکومت باید دا مسئله وڅېړي او خلکو ته قانع کوونکی ځواب ورکړي.»

د دپلوماتیکو نورمونو پر ضد

د کابل پوهنتون یوه استاد او د سیاسي چارو شنونکي داود راوش وویل، د ایران له خوا ادعا شوې هڅه چې په غلطه یو پوځي قوماندان د سفیر د مرستیال په توګه تېروي ناقانونه ده او باید وڅېړل شي.

هغه وویل، «د دغه وتلي جنګي قوماندان کتنه... چې ځان یې د سفیر د مرستیال په جامه کې تېر کړی وو له نړۍ والو قوانینو، دپلوماتیکو عرفونو او د افغانستان له ګټو څخه سرغړونه ده. په کابل کې دایران سفارت باید د هغوی له خوا د دغه ترسره شوي کار په هکله د افانستان حکومت او خلکو ته سپیناوی وړاندې کړي.»

د کابل یوه اوسېدونکي او کتاب پلورونکي محمد عارف رحیمي وویل، د ایران دا کار یواځې د رژیم داسې هدف دی چې په افغانستان کې خپله ناوړه مداخله پرې ترسره کوي.‌

دغه ۳۸ کلن سړي وویل، «ایرانیان تل هڅه کوي چې د روغتونونو د جوړونې، د کلتوري مرکزونو او داسې نورو د تاسیسولو له لارې په افغانستان باندې نفوذ ولري.»

هغه وویل، «هغوی له شریک کلتور،‌ ژبې او مذهب څخه په استفادې سره خپل شیطاني هدفونه ترسره کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د بامیانو والي طاهر زهیر څخه باید پوښتنه وشي چې هغه چې په ایران کې زده کړې کړي او اوسېدلی دی او د افغانستان نصر موسسې او د افغانستان لپاره د قدس د عملیاتو قوماندان سردار موسوی سره ښکېل وو، څنګه یې اسماعیل قاآنی ونه پېژانده؟‌ ښاغلي طاهر زهیر ایران ته له ډېرو بلنو سره سره، له سلیماني او قاآني سره په بامیانو کې ډېر ځلې کتلي دي.‌

ځواب ورکړئ

دښمن په هره لاره او په بېلابېلو بهانو سره غواړي چې د خپل هېواد د ګټو لپاره کار وکړي څو د خپل ملت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ولري. نو، کله چې د یوه بهرني هېواد یوه جیګپوړي چارواکي د سفیر د مرستیال په توګه بامیان ولایت ته سفر وکړ، او والي هم له کومې پلټنې څخه پرته نوموړی خپل حضور ته ومانه، بیا نو ستونزه چېرې ده؟ او مسؤل څوک دی؟ دا روښانه ده چې مسؤلیت حکومت ته ورګرځي چې دا یې نه ده معلومه کړې چې آیا سړی د سفیر مرستیال وو؟ حکومت ډېر کمزوری دی.

ځواب ورکړئ

زہ خو دافغانستان په دی پردی پاله سیاست بلکل پوه نه شوم.

ځواب ورکړئ

طاهر زهیر پخپله یومعامله ګر او د افغانستان د ټولو نژادي ګروپونو، په ځانګړې توګه دهزاره ګانو پر ضد یو متعصب شخص دی. هغه غواړي چې د هزاره ګانو په استازیتوب قدرت ته ورسیږي. هغه چمتو دی چې هر ډول معامله وکړي، هغه که د دین په نامه وي که د قوم، په هېواد کې دننه وي که بهر څو خپلې فرقوي ګټي خوندي کړي. نو بیا یو څوک له خارجیانو څخه ولې ګیله وکړي؟ که زه د ملي امنیت ریاست پرځای وای، ما به سمدلاسه زهیر د افغانستان د حکومت د پالیسۍ د نه مراعاتولو له امله نیولی وای او ټول هغه ګروپونه چې د هغه تر شا پټ دي به مې پرې راښکاره او رسوا کړي او د هغوی د ناوړه هدفونو په هکله به لاس په کار شوی وای.

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان او امریکا د استخباراتی ادارو لپاره د شرم خبره ده چې دومره لوی جنایتکار او د زرګونو افغانانو قاتل افغانستان ته راغلی او دوی پرې نه دي پوه شوي.

ځواب ورکړئ