امنیت

د هرات لاریونوالو خبرداری ورکړ چې تهران غواړي له افغانستان څخه د نړۍ بله سوریه جوړه شي

د عمر راپور

د ښځو په شمول د مدني ټولنې له ۱۰۰ څخه ډېر فعالان او لاریونوال د لیندۍ په ۱۸مه په هرات ښار کې سره ټول شول چې په افغانستان کې د ایران د رژیم د تخریبي فعالیتونو پر ضد احتجاج وکړي. [عمر]‌

هرات -- د مدني ټولنې له ۱۰۰ څخه ډېر فعالان او لاریونوال د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ په هرات ښار کې سره ټول شول چې په افغانستان کې د ایران د رژیم د تخریبي فعالیتونو پر ضد احتجاج وکړي.

احتجاج کوونکیو په تهران باندې تور ولګاوه چې ځان د افغانستان دوست بولي په داسې حال کې چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې بېخبنایي پروژې ویجاړوي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي مبین ثاقب چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، ایران اوبو او نورو طبیعي منابعو ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې مستقیماً مداخله کوي.‌

هغه د افغان کډوالو له منځه د ایران له خوا استخدام شوې ملېشې ته په اشارې وویل، «د فاطمیون لوا لپاره د ایران له خوا د جنګیالیو استخدام یوه له هغو اندېښنو څخه ده چې غواړي افغانستان په دویمه سوریه باندې بدل شي

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۱۸مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې احتجاج کوونکي غواړي چې د ایران رژیم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ودروي. [عمر]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۱۸مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې احتجاج کوونکي غواړي چې د ایران رژیم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ودروي. [عمر]

ښځینه لاریونوالو د لیندۍ په ۱۸مه په هرات ښار کې داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي دي، «مونږ به د خپل هېواد په پرمختیایي چارو کې د لاسوهونکو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران د لاسوهنې مخه ونیسو.» [عمر]‌

ښځینه لاریونوالو د لیندۍ په ۱۸مه په هرات ښار کې داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي دي، «مونږ به د خپل هېواد په پرمختیایي چارو کې د لاسوهونکو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران د لاسوهنې مخه ونیسو.» [عمر]‌

ثاقب زیاته کړه، «مونږ په ایراني مقاماتو باندې غږ کوو څو هغوی په دې پوه کړو چې مونږ اجازه نه ورکوو افغانستان بېرته د ۱۳۶۰مو او ۱۳۷۰مو کلونو دورې ته بوځي.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي فیروز احمد بهزاد چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې د ایران په څېر هېوادونو پر ضد چې د فاطمیون لوا په څېر ترهګرې ډلې جوړوي لاس په کار شي. هغو ترهګرو ډلو چې ایران جوړې کړي دي ټوله سیمه ناامنه کړې او په کار دی چې د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو ته وښیو چې، که څه هم چې په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی، خو بیا هم افغان ځوانان کولی شي چې د هغوی هره لاسوهنه شنډه کړي او دا چې هغوی حاضر دي چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.»

د هرات یوې اوسېدونکې او د لاریون برخه والې فاطمې احمدي وویل، د ایران رژیم له څو کالو راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او سختې ستونزې یې جوړې کړي دي.‌

هغې وویل، «د ایران حکومت باید د خپلو خلکو ستونزې حل کړي او زمونږ د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

احمدي له طالبانو څخه د تهران ملاتړ ته په اشارې وویل، «ښه به دا وي چې هغوی هغه پیسې چې په طالبانو باندې یې لګوي په خپلو خلکو باندې ولګوي او لوږه او فقر له منځه وېسي.»

احمدي په طالبانو باندې فشار راوړ چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ګټو پر ضد جنګ ودروي او د افغانانو له وژنې څخه ځانونه وساتي.‌

د طالبانو او فاطمیون ملاتړ کول

احتجاج کوونکیو اندېښنې راپورته کړې چې د ایران رژیم د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه هرات کې د فاطمیون لوا لپاره خوندي پټنځایونه جوړ کړي او دا چې له جنګیالیو څخه داسې استفاده کیږي چې د ایران سیاسي او استخباراتي هدفونه ترسره کړي.

د مدني ټولنې د فعالانو په وینا، د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د فاطمیون جنګیالیو په ځای پرځای کولو سره، د ایران حکومت پلان لري چې جنګیالي استخدام کړي او سوریې او نورو هېوادونو ته یې ولېږي چې د ایران په نیابتي جنګونو کې جنګ وکړي.‌

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، د روسیې، ایران او پاکستان په څېر هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې مداخله کوي.‌

هغه زیاته کړه، «دا هېوادونه له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او هغوی ته پیسې او وسلې ورکوي. د دغو هېوادونو ملاتړ طالبان د دې وړ کړي چې هره ورځ په افغانستان کې په لسګونو ملکي خلک ...‌ووژني.»

بشریار وویل، «د فاطمیون او نورو په څېر ترهګر او استخباراتي ګروپونه د ایران له خوا جوړ شوي دي. هغوی په هرات او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې فعالیت کوي. دا ډلې افغان ځوانان استخداموي او په سوریه کې یې د جنګ کولو لپاره لېږي او مونږ دا کار غندو.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه بل فعال محمد جواد فقیریار وویل، د ایران حکومت په فعاله توګه هڅه کوي چې د طالبانو او فاطمیون لوا د ملاتړ له لارې په افغانستان کې خپله لاسوهنه پراخه کړي.‌

هغه زیاته کړه، دا حالت د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر خطرناک دی.‌

هغه وویل، «د فاطمیون غړي هره ورځ د کډوالو او کارکوونکیو په بڼه د ایران او افغانستان تر منځ تګ راتګ کوي، او د ایران حکومت د هغوی د سفر لپاره اسانتیاوې برابروي.»

فقیریار وویل، «د فاطمیون لوا لپاره استخدام ښه په درز کې روان دی. هغوی بې کاره او غریب افغانان غولوي او استخداموي.»

هغه وویل، طالبان او فاطمیون لوا دواړه خطرناک ترهګر ګروپونه دي چې باید له منځه وېوړل شي.‌

د تهران د زیاتېدونکیو ګواښونو پر ضد جګړه کول

په هرات کې حکومتي چارواکي وایي، د افغانستان امنیتي ځواکونه په پرمختللیو وړتیاوو سمبال دي او دا وړتیا لري چې ټولو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړي او د بهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسي.

د هرات د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، مقاماتو د نړۍ والې ټولنې او د افغانستان د نړۍ والو شریکانو په مرسته ټول ترهګر ګروپونه په نښه کړي او د هغوی پر ضد به اقدام وکړي.

هاشمي وویل، «طالبان د بشریت دښمنان دي ځکه چې هغوی ملکي خلکو ته زیان ور رسوي، هېواد له ګډوډۍ سره مخامخ کوي،‌ او د افغانستان بېخبنأ ویجاړوي. ټوله نړۍ هره ورځ ګوري چې طالبان ... څنګه په خپلو ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې بې ګناه خلک وژني.»

هغه وویل، هغه هېوادونه چې د طالبانو ملاتړ کوي هغوی د بشریت پر ضد جنایت ترسره کوي.‌

هغه زیاته کړه، «ګاونډي هېوادونه حق نه لري چې طالبان ور وبلي او کوربه توب یې وکړي. آیا هغوی هغه جنایتونه نه ویني چې طالبان یې په افغانستان کې ترسره کوي؟»

هغه زیاته کړه، «زمونږ امنیتي ځواکونه وضعه کنټرولوي، او هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي. هر هغه هېواد چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي هغه به بالاخره پخپله په اور او جنګ کې وسوزېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500