امنیت

د هرات په سلګونو اوسېدونکو د ایران له خوا د حمایه کېدونکیو جاسوسانو پر ضد په عملیاتو ټینګار وکړ

د عمر راپور

د ښځو، د مدني ټولنې د فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات ولایت له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې په افغانستان کې د ایراني رژیم لاسوهنې وغندي.

هرات -- د ښځو، د مدني ټولنې د فعالانو او دیني عالمانو په شمول د هرات ولایت له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې په افغانستان کې د ایراني رژیم لاسوهنې وغندي.

برخه والو وویل، تهران طالبانو او فاطمیون لوا ته وسلې ورکوي. فاطمیون د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د بې لارې ملېشو یو واحد دی چې له شیعه افغانانو څخه تشکیل شوی او د رژیم او د هغه د مؤکلینو په ګټه جګړه کوي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې او د اعتراض برخه والې لیلا امیري وویل، تهران په نیابتي جنګونو کې ښکېل دی، د متحده ایالاتو پر ضد طالبان حمایه کوي او په وسلو سمبالوي څو د افغانستان د اوبیزې برېښنا د بندونو په ویجاړولو او د ایران په ختیځو برخو کې د اوبو د کمي د مخنیوي په برخه کې خپل هدفونه پرې ترسره کړي.

هغې زیاته کړه، هغه همدارنګه افغان ځوانان استخداموي او د سوریې جنګ او په سیمه کې نورو مذهبي جنګونو ته یې لېږي.

دا عکس چې د سلواغې په ۱ طالبانو خپور کړی دی د یوه نوي 'غوره' واحد وسله وال غړي ښیي. طالبانو ته ډېرې وسلې او روزنه د ایراني رژیم له خوا ورکول کیږي. [آرشیف]

دا عکس چې د سلواغې په ۱ طالبانو خپور کړی دی د یوه نوي 'غوره' واحد وسله وال غړي ښیي. طالبانو ته ډېرې وسلې او روزنه د ایراني رژیم له خوا ورکول کیږي. [آرشیف]

د ښځو په شمول د هرات ولایت له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې په افغانستان کې د ایران ویجاړوونکی رول او له طالب اورپکو څخه د هغوی ملاتړ وغندي. [عمر]

د ښځو په شمول د هرات ولایت له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې په افغانستان کې د ایران ویجاړوونکی رول او له طالب اورپکو څخه د هغوی ملاتړ وغندي. [عمر]

امیري وویل، «که طالبانو له ایران څخه وسلې او پیسې نه ترلاسه کولای، هغوی نشوای کولی چې په لوېدیځه حوزه کې هېڅ شی هم وکړي. د ایران حکومت په لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو اصلي ملاتړی دی، او له دغې ډلې څخه د خپلو پوځي او سیاسي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي.»

هغې وویل، «مونږ غواړو ایران ته وښیو چې مونږ د هغوی د لاسوهنې مخالف یو، او د افغان ځوانانو په توګه به مونږ هغه هېواد ته اجازه ور نه کړو چې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، په هرات ولایت کې د فاطمیون لوا په څېر په لسګونو سیمه ییز ګروپونه چې د تهران له خوا یې ملاتړ کیږي، فعالیت کوي.

هغه وویل، «مونږ د ایران دا کار غندو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو چې په هرات ولایت کې د ایران د جاسوسانو پر ضد عملیات ترسره شي او هغوی ته سزا ورکړل شي. همدارنګه، مونږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې په ایران باندې فشار واچوي څو هغوی د افغانانو له وژلو او د ترهګرو ډلو له حمایه کولو څخه منع کړي.»

قاسم سلیماني اتل نه دی

د ایران رژیم هڅه کوي په افغانستان کې داسې تبلیغ وکړي، چې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو وژل شوی قوماندان جنرال قاسم سلیماني چې د مرغومي په ۱۳مه د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په بغداد کې ووژل شو، یو اتل دی.‌

وروسته له هغه چې سلیماني په بغداد کې ووژل شو، هغو ډلو چې د ایران د رژیم له خوا یې ملاتړ ترلاسه کاوه په هرات ښار کې غونډې جوړې کړې چې جنرال د یوه اتل په توګه تبلیغ کړي.

د هرات اوسېدونکیو د دغو غونډو سخت مخالفت وکړ او د یادو غونډو ترتیبوونکي یې د تهران د جاسوسانو په نامه یاد کړل او هغوی ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د مرغومي په ۱۶مه، د هرات له ۱۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو په هرات ښار کې د هرات د والي د دفتر مخې ته په یوه غونډه کې د سلیماني مړینه وستایله او هغه یې په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ رامنځته کوونکی وباله.

هغوی هغه په سوریه، عراق او یمن کې د هغو زرګونو افغان ځوانانو د وژنې اصلي مجرم وباله چې د فاطمیون په لیکو کې یې د ایران نیابتي جنګونه ترسره کړي ول.

د ګوزرې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې فرېبا صدیقي وویل، سلیماني په سوریه، عراق او افغانستان کې په جنګونو کې چې بې ګناه ملکي خلک په کې ووژل شول، ښکېل وو.‌

هغې زیاته کړه، د هغه له مړینې راهیسې په سیمه کې د وژنو شمېر کم شوی دی.

هغې زیاته کړه، «هغه خلک چې په هرات کې د سلیماني په مړینه د تسلیت مراسم ترسره کوي هغوی د ایران له حکومت څخه پیسې ترلاسه کوي، او هغوی هڅه کوي چې نوموړی د افغانانو تر منځ د یوه اتل په توګه تبلیغ کړي. هغه یو اتل نه بلکې د زرګونو بې ګناه ښځو او ماشومانو قاتل دی.»

د طالبانو ملاتړ کول

هرات ولایت ته د امنیت د ارزونې لپاره راغلي د مشرانو جرګې یوه هیئت وویل،‌ په هرات او نورو لویدیځو ولایتونو کې د ناامنۍ تر شا له موجودو دلایلو څخه یو د تهران له خوا د طالبانو ملاتړ دی.

محمد هاشم الکوزي د مرغومي په ۲۴مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، تهران اورپکو ته وسلې ورکوي.

الکوزي چې د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمېټې رییس دی د هیئت مشري پر غاړه لرله.‌

هغه وویل، «ایرانۍ وسلې د طالبانو لاسونو ته ور رسیږي. حقیقت دا دی چې دا وسلې د سرحدونو له لارې هېواد ته راوړل کیږي او بیا طالبانو ته ور رسول کیږي. دا وسلې په ناقانونه سرحدي لارو او ځینې وختونه حتی د ګمرګونو له لارې هېواد ته راداخلېږي.»

الکوزي زیاته کړه، «له دې څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولی چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، تهران په لویدیځه حوزه کې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او مهمات ورکوي څو متحده ایالات په نښه کړي او په افغان حکومت باندې فشار واچوي.

هغه وویل، «له طالبانو سره د ایران ملاتړ ښکاره دی ځکه چې طالبان اکثر وختونه په لویدیځه حوزه کې د ایرانیو وسلو او پیسو په مرسته فعالیت کوي. د طالبانو قوماندانان تل ایران ته سفرونه کوي او هلته نظامي روزنې ترلاسه کوي.»

په هرات ښار کې یوه دینی عالم مولوي مجیب الرحمان عثماني وویل، «مونږ ټول دیني عالمان په یوه غږ د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه غندو او مونږ به هیچا ته هم اجازه ورنه کړو چې د هېواد په داخلي مسایلو کې لاس ووهي.»

هغه وویل، داسې رژیمونه لکه ایران چې په بهرنیو هېوادونو کې لاسوهنه کوي باید پوه شي چې ټول افغانان له جګړې څخه ستړي شوي او هغوی به هیڅکله هم ایران او نورو ګاونډیانو ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی هېواد بیا د جګړې په ډګر باندې واړوي.

عثماني زیاته کړه، «مونږ په هغو طالبانو باندې چې د ایران ګوډاګیان دي غږ کوو چې نور دې خپل هېواد نه ویجاړوي.»

هغه وویل، «د تاوتریخوالي هغه فعالیتونه چې طالبان یې د اسلام په نامه ترسره کوي هغه په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. هغوی هره ورځ خپل خلک یوازې د دې لپاره وژني چې د دښمنو هېوادونو هدفونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ګرانو لوستونکو، مونږ پوهېږو چې د افغانستان هره برخه اوس د تېرو ۳۰ کالو په جریان کې د افغان حکومت مخالفه ده چې د بېلابېلو ګروپونو لپاره کار کوي او د اروپایي او اسیایي هېوادونو ملاتړ ورسره دی.

ځواب ورکړئ