امنیت

د وژل شوي ایراني جنرال سلیماني ستاینې افغانان ځوروي

د علي راپور

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني عکسونه د مرغومي په ۱۳مه په هرات ښار کې د ایران کونسلګرۍ کې په یوه نندارتون کې ښودل کیږي. [د ایران کونسلګري]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني عکسونه د مرغومي په ۱۳مه په هرات ښار کې د ایران کونسلګرۍ کې په یوه نندارتون کې ښودل کیږي. [د ایران کونسلګري]

کابل -- د قاسم سلیماني د دویم تلین د یاد لمانځلو پروګرامونو د هغو خلکو غوسه راوپاروله چې وایي هغه د نږدې درې لسیزو په ترڅ کې د زرګونو افغانانو د مرګ مسؤل وو.

دغه پروګرامونه چې په کابل کې د ایران سفارت او د هغه هېواد کونسلګریو تنظیم کړي وو، د تېر کال په پرتله لوی وو او په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ترسره شول.

د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې له وژل کېدلو څخه مخکې، سلیماني د عراق، سوریې، لبنان، یمن او افغانستان په ګډونپه ټوله سیمه کې د یو شمېر نیابتي جنګونو له لارېد سپاه پاسداران د پراختیا غوښتونکېاجندا مشري کوله.

د سلیماني له لاسه افغانان په سوریه کې ووژل شول

سلیماني فاطمیون لوا، داسې یوه ملېشه چې تر ډېره له شیعه افغانانو څخه جوړه شوې او په سوریه او نورو ځایونو کې د تهران په استازولۍ جنګ کوي، تاسیس کړه.ښایي د فاطمیون تلفات په زرګونو تنه وي، لاکن د ایران رژیم دغه ډول ارقام نه څرګندوي.‌

د فاطمیون جنګیالي چې په سوریه کې وژل شوي وو د روانې میاشتې په نیمایي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول. [د ایران د دفاع وزارت]

د فاطمیون جنګیالي چې په سوریه کې وژل شوي وو د روانې میاشتې په نیمایي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول. [د ایران د دفاع وزارت]

ازادۍ راډېو د کب په میاشت کې، په واشنګټن کې د سپاه پاسداران د څارونکي علي الفوني له قوله راپور ورکړ، چې د ۱۳۹۰ له مرغومي څخه د ۱۳۹۸ تر وږي پورې، شاوخوا ۹۱۷ تنه افغانان په سوریه کې وژل شوي دي.‌الفوني دغه اټکلي شمېر د خپلې معلوماتي ذخیرې په اساس ښودلی دی.

د هرات یوه اوسېدونکي نذیر احمد نظري وویل، په افغانستان کې د سلیماني د تلین لمانځل هغو زرګونو افغانانو ته سپکاوی دي چې د هغه له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه وویل، «موږ افغانانو ته قاسم سلیماني یو قاتل دی چې په افغانستان او سوریه دواړو کې یې د افغانانو په ډله ییزه وژنه کې مستقیما رول لوبولی دی.‌ هغه کلونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ سره د بې ګناه افغانانو وینې بهولي دي.»

په افغانستان کې د ۱۳۸۰ - ۱۴۰۰ د جګړې په ترڅ کې، ایران د وسلو د اکمالاتو او روزنې ورکولو له لارې په جنګ کې د افغانانو مړینه زیاته کړه.‌

نظري وویل، «دا د شرم خبره ده چې په افغانستان کې د قاسم سلیماني د تلین د لمانځلو اجازه ورکول کیږي،» او زیاته یې کړه چې هغه څوک چې د هغه تلین لمانځي او خواشیني پرې څرګندوي د هغه په څېر د افغانانو دښمنان دي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فیصل الهام وویل، «سلیماني په سیمه کې د جګړې تر شا لاس درلود. هغه فرقه ییزو شخړو ته په لمن وهلو سره د زرګونو بې ګناه خلکو وینې تویې کړې

هغه زیاته کړه، د یوه خطرناک قاتل د یاد لمانځل د شرم وړ کار دی.

الهام وویل، «موږ د ایران هغه ځمکني ماینونه او وسلې چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د افغانانو پر ضد وکارول شول، نه دي هېر کړي، او نه مو د خپلو بندونو د ویجاړولو لپاره د قاسم سلیماني تر امر لاندې د سپاه پاسداران هڅې هېرې کړي دي

د یوه ترهګر یو مثبت انځور

د مدني‌ ټولنې فعالان وایي، د ایران رژیم هڅه کوي چې د لمانځغونډو او نورو تبلیغاتي نندارو په ترسره کولو سره د سلیماني انځور مثبت وښیي.‌

تر دې چې په ځینو لوحو کې د هغه ستاینه د افغانستان د یوه نومورکي اتل په توګه او داسې شوې لکه په ډېرو هېوادونو کې چې د نومورکي سپاهي ستاینه کېږي.

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د سلیماني‌ په ستاینې سره، د ایران رژیم هڅه کوي چې فاطمیون لوا ته په افغانستان کې ایډیالوژیک مشروعیت ورکړي.‌

هغه وویل، د ایران حکومت غواړي چې د سپاه پاسداران او فاطمیون له خوا په سوریه او نورو هېوادونو کې پیل شویو جنګونو ته مشروعیت ورکړي او په دې توګه بې کاره افغان ځوانان دې ته وهڅوي چې له فاطمیون لوا سره ملګري شي.

حکیمي وویل، «ایران داسې یو پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی چې سلیماني د داعش پر ضد جنګ کې د یوه اتل په توګه وښیي او په سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې د هغه جنایتونه پټ کړي.»

هغه وویل، خو افغانان به پرې ونه غولېږي.

هغه زیاته کړه، «سلیماني یو خطرناک ترهګر وو چې څو کاله یې په سیمه کې د خطرناکو ډلو مشري یې پر غاړه لرله او د بې ګناه ملکي خلکو د وینو تویولو کې یې لاس درلود.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالکریم صدیقي وویل، افغانان د خپلو هېوادوالو قاتل ښه پېژني.

صدیقي وویل، دا مهمه نه ده چې تهران هغه څومره ستایي، لاکن سلیماني یو قاتل او یو ترهګر وو.‌

هغه وویل، «قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د خونړیو شخړو تر شا لاس درلود. هغه د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ایران د حکومت ویجاړونکې اجنداوې ترسره کولې.»

صدیقي وویل، «د سلیماني مړینه د ایران د حکومت لپاره یوه غټه ماتې وه.»

هغه زیاته کړه، د ایران حکومت د سوریې په جنګ کې په زرګونو افغانان د مذهبي جنګ په نامه ووژل.‌

هغه وویل، «اوس ایران داسې یو تبلیغاتي جنګ پیل کړی چې د لوېدیځ پر ضد د ځوانانو او د مذهبي فکر لرونکیو خلکو احساسات را وپاروي.»

په سوریه کې د وژل شویو خلکو په هکله ویر کول

د هرات اوسېدونکي الهام وویل، د هغو میندو او پلرونو درد چې خپل زامن یې لیرې په سوریه کې، چې افغانستان په کې هېڅ حیاتي ګټې نه لري، له لاسه ورکړي دي، د سلیماني د مرګ د هر تلین په لمانځلو سره بیرته تازه کیږي.‌

د غور ولایت د لال او سرجنګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عوض علي حسیني چې ورور یې څلور کاله مخکې په سوریه کې مړ شو، وویل چې د ایران حکومت د هغه ورور وغولاوه او جنګ ته یې ولېږه.‌

هغه وویل، «زما ورور علي رضا ۲۵ کاله عمر درلود او په ایران کې یې کار کاوه. د هغه په ګواښلو او د دروغو د وعدو په ورکولو سره، د ایران حکومت هغه په سوریه کې جنګ ته ولېږه چې له هغه ځای نه بیا هېڅکله هم بېرته راستون نشو.»

هغه وویل، «په سوریه کې له دوه میاشتې وخت تېرولو څخه وروسته زما ورور ووژل شو... او د هغه جسد په تهران کې د هغه کور ته راوړل شو. په ایران کې له څو میاشتو پاتې کېدلو څخه وروسته موږ مجبور شوو چې افغانستان ته راستانه شو.»

نوموړي وویل، «زما په ویر اخته مور او پلار ناروغ دي او د خپل زوی په مرګ ژړاوې کوي.»

حسیني وویل چې د هغه د ورور اصلي قاتل سلیماني دی او زیاته یې کړه چې هر کله چې هغه د وژل شوي جنرال عکس ته ګوري د خپل ورور مرګ ور یادېږي.‌

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي ذکریا رامش وویل، سلیماني د جګړې ډګرونو ته د زرګونو بې وزلو افغان ځوانانو په لېږلو سره د افغانانو تر ټولو غټ قاتل وو.

هغه وویل، «په سوریه او د سیمې په نورو هېوادونو کې د زرګونو افغان ځوانانو د وژلو تر څنګ، د سلیماني ځواکونو د تېرو ۲۰ کالونو د جنګ په ترڅ کې د خپلې لاسوهنې له لارې د افغانانو او امنیتي ځواکونو په ډله ییزه وژنه کې مهم رول ولوباوه.»

نوموړي زیاته کړه، «د ایران حکومت له کلونو راهیسې افغان ځوانان مجبوروي چې په دغو خونړیو جنګونو کې برخه واخلي.»

رامش وویل، «موږ ولیدل چې زموږ په سلګونو ځوانان د سوریې په جنګ کې، چې له افغانانو سره یې هېڅ تړاو نه درلود، ووژل شول

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوازې د جمهوریت غوښتونکو نه بلکی د هر افغان او هرې افغان واکمنۍ او حتی تالبانو وظیفه ده چې د سلیماني، قاآني، رحیل شریف، فیض حمید، جنرال باجوه، جنرال مشرف، جنرال حمیدګل، قاضی حسین احمد، مولانا فضل الرحمان، سمیع الحق ... په څېر ترهګر افغان نسلونو ته د ترهګرو په ډول ور وپیژني څو نوي نسلونه دې ته متوجه اوسی چې ایران او پاکستان له افغانستان سره څه ډول خیانتونه کړي، څومره افغانان یې په څه ډول وژلي او د افغانستان د پرمختګ څومره مخه یې نیولي دي. له سلام ټایمز نه هم هیله کوم چې نه یوازې د ایرانیانو، بلکې دغه راز د پاکستانیانو او روسانو په شمول د ټولو هغو ورانکارو مشرانو په هکله لیکل وکړي چې د افغانانو په وژلو کې یې لاس درلود.

ځواب ورکړئ