تجزيه

فقیه ولایت یو عقیدوي انحراف دی چې په ایران کې دکتاتوري غښتلې کوي

د اردشیر کردستاني راپور

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د وري په میاشت کې د اسلامي جمهوریت د مؤسس روح الله خمیني له یوه عکس سره ملت ته وینا کوي. [د ستر مذهبي مشر ادارې خپور کړی عکس]

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د وري په میاشت کې د اسلامي جمهوریت د مؤسس روح الله خمیني له یوه عکس سره ملت ته وینا کوي. [د ستر مذهبي مشر ادارې خپور کړی عکس]

شیعه عقیدوي نظریه چې د ایران د استبدادي واکمنۍ نظام توجیه کوي، سیمې ته «انقلاب» صادروي، او د فقیه ولایت په نامه مشهوره ده، په پراخه شیعه ټولنه کې د یوه عقیدوي انحراف په توګه رد کیږي.‌

دا چې لږ تر لږه له ۱۰مې پېړۍ راهیسې پرې په شیعه اسلام کې بحثونه کیږي د مهدی په نه موجودیت کې د یوې اسلامي ټولنې حاکمیت په ګوته کوي. مهدي د ۱۲ شیعه امامانو وروستی امام دی او داسې ګڼل کیږي چې د محمد رسول الله (ص) له مستقیمې نبیرې څخه دي.‌

د شیعه اسلام غالب نظر دا دی چې په اسلامي ټولنه باندې باید یواځې د هغو کسانو له خوا واکمني وشي چې د محمد رسول الله (ص) مستقیمه اولاده وي.‌

ویل کیږي چې مهدي یا امام زمان له ۹۴۱ میلادي کال راهیسې «پټ» یا «په موقت ډول غیرحاضر» دی. شیعه روایات وایي چې هغه به د قیامت په ورځ بیا راڅرګند شي. په موقت ډول به د سترې مرتبې یو دیني عالم او پوه شیعه ټولنه رهبري کوي.

دا بې نېټې عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په میاشت کې خپور کړی، د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني (منځ کې) او نور جګپوړي ایراني پوځي قوماندانان په داسې حال کې ښیي چې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي ته سلامي کوي. ستر مذهبي مشر ته د وفادارۍ قسم تر سره کول د سپاه پاسداران د ماموریت بینادي اصل تشکیلوي. [د ایران د دفاع وزارت]

دا بې نېټې عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په میاشت کې خپور کړی، د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني (منځ کې) او نور جګپوړي ایراني پوځي قوماندانان په داسې حال کې ښیي چې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي ته سلامي کوي. ستر مذهبي مشر ته د وفادارۍ قسم تر سره کول د سپاه پاسداران د ماموریت بینادي اصل تشکیلوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې فاطمیون لوا غړي د تېر وري په میاشت کې د سوریې په حلب ښار کې د آیت الله خمیني د یوه عکس تر څنګ راټولېږي. په سیمه کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو بېلابېلو ملېشو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره په کار ده چې یو شخص ستر مذهبي مشر او د فقیه ولایت نظریې ته د ژمنتیا قسم ترسره کړي. [آرشیف]

د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې فاطمیون لوا غړي د تېر وري په میاشت کې د سوریې په حلب ښار کې د آیت الله خمیني د یوه عکس تر څنګ راټولېږي. په سیمه کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو بېلابېلو ملېشو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره په کار ده چې یو شخص ستر مذهبي مشر او د فقیه ولایت نظریې ته د ژمنتیا قسم ترسره کړي. [آرشیف]

د اسلامي جمهوریت مؤسس روح الله خمیني احتمالا د فقیه ولایت د نظریې تر ټولو مهم ملاتړی وو. هغه له دغې نظریې څخه د ستر مذهبي مشر د موقف د توجیه کولو لپاره کار اخیست. [عکس له اېرنا څخه]

د اسلامي جمهوریت مؤسس روح الله خمیني احتمالا د فقیه ولایت د نظریې تر ټولو مهم ملاتړی وو. هغه له دغې نظریې څخه د ستر مذهبي مشر د موقف د توجیه کولو لپاره کار اخیست. [عکس له اېرنا څخه]

د شیعه عالمانو تر منځ بحث په دې باندې تمرکز کوي چې د دولت د ورځنیو چارو د ادارې څومره برخه باید فقیه ته پرېښودل شي.‌

غالب تفسیر دا دی چې فقیه باید د سیاست او دولتي ادارې په مبهمه دنیا کې مستقیمه لاسوهنه ونه کړي څو له مذهبي پلوه پاک پاتې شي.‌

تر دې تفسیر لاندې، په شیعه مذهبي روایت کې د فقیه قلمرو د شخړو حلولو، د مذهبي چارو اداره کولو او سیاسي مشرانو ته توصیې پورې محدودېږي.‌

د عراق جګپوړی شیعه مذهبي عالم علي السیستاني احتمالا د دې تفسیر تر ټولو غټ پلوي دی. هغه له لږو استثنأتو څخه پرته، د عراق له سیاست څخه ګوښې پاتې شوی دی.

بل طرف ته د اقلیت نظر دا دی چې فقیه باید د دولت په اداره کولو کې ښکېل وي او د چارو څارنه وکړي.‌

د اسلامي جمهوریت مؤسس روح الله خمیني (۱۹۰۰ - ۱۹۸۹) احتمالا د دې نظریې تر ټولو لوی ملاتړی وو چې ملاتړ یې کاوه او پراخوله یې او بالاخره یې د ۱۳۵۸ کال د اسلامي انقلاب لارښوونه وکړه.

فقیه ولایت

غالب تقسیر چې وایي فقیه باید مستقیما په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي، لږ تر لږه له ۱۶مې پېړۍ راهیسې، هغه وخت چې صفوي امپراتورۍ شیعه ییزم د اسلام د رسمي دولتي دین په توګه اعلان کړ، غالب دی.

په ۱۹۷۰ کال کې خمیني په تبعید کې د لکچرونو ورکولو یوه لړۍ پیل کړه او د شیعه واکمنۍ مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې ونیو او استدلال یې کاوه چې ایران باید «د فقیه ولایت» تر امر لاندې وچلېږي.‌

خمیني ته د دې اعتبار ورکول کیږي چې د فقیه د رول په هکله دودیز پوهاوی یې په داسې یوه پوهاوي باندې واړاوه چې «فقیه» باید په کې د ملت او د هغه د حاکمانو د یوه سیاسي او اخلاقي مشاور پرځای د یوه شیعه ملت لارښود واوسي.

د هغه تر فورمول لاندې، چې د یوه «ستر مذهبي مشر» موقف توجیه کوي،‌ د فقیه ولایت مقام مطلق دی او د یوه اسلامي حکومت ټولې نورې څانګې کنټرولوي یا چلوي‌.‌

هغه ویلي دي، د ستر مشر د صلاحیتونو د پراختیا هدف دا دی ترڅو د ولسمشر، پارلمان یا نورو ټاکل شویو چارواکو «مستبدانه تمایلات کنترول کړي».

د ایران موجود اساسي قانون چې د ۱۳۵۸ له هغه اسلامي انقلاب څخه چې خمینی یې واک ته ورساوه، وروسته لیکل شوی، داسې طرحه شوی چې دغه پراخ لید یې تصویب کړی دی.

دغه قانون د ستر مذهبي مشر د صلاحیتونو فهرست وړاندې کوي او هغه ته داسې انحصاري صلاحیت ورکوي ترڅو د وسله والو ځواکونو د ټولو څانګو مشران، د دولت له خوا د حمایه کېدونکیو رسنیو مشران او د ساتونکیو شورا (شورای نګهبان) نیم غړي، وټاکي‌.‌

د ساتونکیو ځواکمنه شورا چې ۱۲ غړي لري په دې هکله پرېکړه کوي چې څوک کولی شي او څوک نشي کولی چې په اسلامي جمهوریت کې د یوې انتخابي ادارې لپاره سیالۍ ته ودرېږي.

د تایید معیارونه ښه نه دي تعریف شوي، له یوې ټاکنې څخه تر بلې ټاکنې پورې بدلېږي، او تر ډېره د دې لپاره کارول کیږي چې د اسلامي جمهوریت یا د ستر مذهبي مشر منتقدین له واک ترلاسه کولو څخه ګوښې وساتي.

دغه راز، د ساتونکیو شورا د کارپوهانو د شورا (مجلس خبرګان رهبري) کاندیدان ازمویي. د کارپوهانو شورا دا دنده لري ترڅو ستر مذهبي مشر وټاکي او ظاهرا د هغه اجرأت وڅاري.

که څه هم چې په تخنیکي لحاظ د کارپوهانو شورا دا صلاحیت لري چې ستر مذهبي مشر لیرې کړي، لاکن په عمل کې دغه شورا تر ډېره د ستر مذهبي مشر په ترجیحاتو باندې د تایید ټاپه لګوي.

په هر حال، په شورای نګهبان باندې د ستر مذهبي مشر نفوذ دې ته لاره هواروي چې د هغه منتقدین د کارپوهانو شورا (مجلس خبرګان رهبري) ته د انتخابېدلو له سیالۍ څخه حذف کړي.‌

سربېره پر دې،‌ ستر مذهبي مشر اجازه لري چې د دولتي چارواکو فیصلې لغوه کړي. هغه کولی شي چې «د ملي ګټو لپاره د مدبرانه فیصلې» تر نامه لاندې داسې فتواګانې ورکړي چې د ولسمشر پریکړې رد کړي.

د ایران اوسني ستر مشر علي خامنه اي څو ځلې داسې عامه څرګندونې کړي دي چې په لړ کې یې داسې فیصلې هم شوي دي چې څوک د دې وړتیا لري په واک کې موجود ولسمشر ته مشورې ورکړي.

په هره کورنۍ مسئله او د بهرني سیاست په ټولو مسایلو کې د انتخاب په هکله وروستۍ خبره هغه کوي.

له فقیه ولایت څخه د سپاه پاسداران استفاده

په ۱۳۵۸ کې خمیني د اسلامي انقلاب ګارډ د عسکرو (سپاه پاسداران) د جوړښت منظوري ورکړه او هدف یې دا وو چې اسلامي انقلاب صادر کړي.‌

د سپاه پاسداران مشران ټینګار کوي چې د هغوی رول دا دی ترڅو د ستر مذهبي مشر تر مشرتابه لاندې انقلاب څخه ساتنه وکړي، او له فقیه ولایت څخه داسې کار اخلي ترڅو په خلکو کې ژمنتیا ترویج کړي.

په ۱۳۸۹ کال کې، د سپاه پاسداران د هغه وخت قوماندان محمد علي جعفري وویل چې سپاه پاسداران «د فقیه ولایت پر وړاندې هر دول مخالفت خیانت ګڼي».

د وږي په میاشت کې، د سپاه پاسداران مشر طراح محسن رفیق دوست وویل چې سپاه پاسداران «داسې رشد کړی چې د فقیه ولایت نظریه یې په هسته کې واقع ده».‌

له نظریاتي مخالفینو او پراخې داخلي ناارامۍ څخه «د انقلاب د ساتنې په بهانه»، سپاه پاسداران په مکرر ډول خلک ځپلي دي.

د ۱۳۸۸ د ولسمشرۍ له جنجالي ټاکنو څخه وروسته، سپاه پاسداران هغه لاریونوال، چې د خامنه ايي د واکمنۍ پر ضد یې شعارونه ورکول او د زرغون خوځښت (جنبش سبز) په نامه خوځښت چې هغوی رامنځته کړی وو پلویان، وځپل.

وروسته له هغه چې ستر مذهبي مشر اعلان وکړ چې واکمن ولسمشر محمد احمدي نژاد ته -- چې یو سخت دریځی ملي ګرا وو -- د هغه پر سیال ترجیح ورکوي، جعفري وویل سپاه پاسداران باید د هغه سیاسي حرکت «ملاتړ وکړي» چې د خامنه اي له نظریې سره ډېر نږدې دی.

په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کې لاریونوالو په خامنه اي او سپاه پاسداران باندې لا نور انتقادونه وکړل. په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ډېرو ویډیوګانو کې هغوی په داسې حال کې لیدل کیږی چې د خامنه اي او د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني پوسټرونه څیرې کوي.

د سپاه پاسداران قدس ځواک له لسیزو راهیسې داسې اورپکي تمویلوي او تربیه کوي چې هغوی له تاوتریخوالي او سیاسي جبر څخه په استفادې سره په سیمه کې د اسلامي جمهوریت د نفوذ د پراختیا لپاره کار کوي.

د سپاه پاسداران د نورو برخو په څېر، قدس ځواک خپل مشروعیت د فقیه ولایت د خوندي کولو لپاره د خپل ځاني اعلان کړي ماموریت څخه اخلي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله او د عراق د ولسي خوځښت د ځواکونو (پي اېم اېف) مشر، دواړو په خپلو هېوادونو کې موجودو سیاسي نظامونو ته د ژمنتیا پرځای له خامنه اي سره بیعت کړی دی.

په متحده ایالاتو کې د ایران د چارو یوه شنونکي محسن حسیني وویل، سپاه پاسداران «غواړي ترڅو ټول نایب ګروپونه یې له خامنه اي سره بیعت وکړي».

هغه وویل، د قدس ځواک د مذهبي عقایدو له فرېب او د «اسلامي ټولنې» د اړتیاوو پوره کولو په نامه په عراق کې له پي اېم اېف ملېشو څخه رانیولې په لبنان کې تر حزب الله او حتی په یمن کې حوثيانو پورې، له ټولو څخه د ایراني رژیم نفوذ ته پراختیا لپاره استفاده کوي.

نوموتي شیعه شخصیتونه فقیه ولایت ردوي

د شیعه فقیه له خوا د مطلقه واکمنۍ نظریې له هماغه پیل راهیسې چې خمیني وړاندې کړه په ایران کې خپل منتقدین لرلي دي.

حتی له هغه مخکې، د شیعه ټولنې ډېرو وتلیو شخصیتونو په ایران کې دا نظریه رد کړې وه چې د فقیه په نامه پېژندل شوی عالم دې په سیاست کې هر رسمي مشرتوب په لاس کې ولري.‌

په هغوی کې احمد ناراقي (۱۸۰۶ - ۱۸۶۶) چې یو دیني عالم او د فقیه ولایت، چې نن ورځ په ایران کې موجود دی، د نظریې یو غټ مرستندوی وو، هم شامل وو.‌

خو ناراقي د فقیه له خوا د مستقیمې واکمنۍ تر ډېره د مطلقه واکمنۍ په مخالفت کې استدلال کاوه.

په وروستیو کې، د عراق په السیستاني سربېره، د بشیر النجفي، محمد الفیاض او محمد سعید الحکیم په ګډون جګپوړو شیعه عالمانو د یوه اسلامي فقیه له خوا د سیاسي واکمنۍ د نظریې پر ضد د مخالفت غږ پورته کړی دی.

یوه مشهور انقلابي مصطفی تاج زاده چې وروسته د ریفورمونو په یوه مدافع باندې بدل شو په ۱۳۹۸ کې وویل، «د یوه فقیه له خوا د سیاسي واکمنۍ نظریه، لکه چې موږ یې د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې لرو، یو انحراف دی چې د شیعه ټولنې اکثرو غړو رد کړی دی.»

تاج زاده وویل، «زه د هغو خلکو په ډله کې وم چې په اساسي قانون کې مو د مطلقه واکمنۍ د مفهوم د ځایولو لپاره کار وکړ، خو وروسته زه پوه شوم چې هغه کار غلط وو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پروا نه کوي چې تاسو پښتانه د ایران او د ایران د مشرانو پر ضد هر څه منفي تبلیغات کوئ، مونږ هزاره ګان له ایران سره یو او مونږ به د ایران له ګټو څخه دفاع کوو، او په راتلونکي کې به مونږ ټول تاسو د فاطمیون په وسیله له وطن نه وباسو او د پاکستان پنجاب ته به مو ولېږو.‌

ځواب ورکړئ

طالبان ډېرښه پوهېږي چې له تاسو سره څه وکړي. د کمونست رژیم له نسکورېدلو او د مجاهدینو د حکومت له واک ته رسېدلو څخه وروسته، تاسو په دې هېواد کې ډېر زیات ظلمونه وکړل، تاسو د خلکو په سرونو باندې مېخونه ټک وهل، تاسو د ښځو اندامونه پرې کړل، خو له نېکه مرغه چې طالبان راغلل او تاسو ته یې یو ښه درس درکړ. تاسو د طالبانو د رژیم پر وخت ډېر ښه ارام شوئ، خو له بده مرغه چې، امریکا او د کرزي او غني حکومتونو تاسو ته ډېر زیات فرصت او قدرت درکړل. دغه کار تاسو ډېر چاغ کړئ، چې اوس تاسو په بې شرمانه توګه د ایران د ګټو ملاتړ کوئ او د نظام پر ضد شعارونه ورکوئ او په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوئ او د هغوی څرخکې راغورځوئ او هغوی په شهادت رسوئ.‌ تاسو په افغانستان کې غیرقانوني کارونه کوئ او د ایران د سپاه پاسداران لپاره عسکر استخداموئ او په افغانستان کې د فاطمیون راتګ ته لاره هواروئ. دا حکومت بې زړه او بې کفایت دی چې تاسو ته ځواب نشي ویلی.‌ طالبان کولی شي چې تاسو ته ښه ځواب ووایي. طالبان راروان دي او هغوی به تاسو پرې نه ږدي چې دغه ډول فعالیتونه وکړئ. طالبان به یو اسلامي دولت جوړ کړي، او په ټول هېواد کې به د سولې او امنیت په راوستلو سربېره د بهرنیو جاسوسانو لاسونه لنډ کړي.‌ استعمار تاسو ته لاره هواره کړه چې هر هغه څه چې تاسو غوښتل وکړئ. پښتانه د دې هېواد اصلي استوګن دي. هغوی تل د اشغال پر ضد درېدلي او اشغالګران یې له دې هېواد څخه پسې اخیستي دي. هغوی انګرېزان او روسان دواړه له دې هېواد څخه واېستل، او امریکا یې مجبوره کړه چې دا هېواد پرېږدي.‌ تاسو تل د بهرنیو هېوادونو ډولونو ته ګډه کړې او د هیڅ اشغالګر هېواد پر ضد مو جنګ نه دی کړی.‌ شرم دې وي په تاسو باندې.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان باندې د یرغل پرځای، امریکا باید په ایران باندې حمله کړې وای، ځکه چې د افغانستان خلکو په ټول تاریخ کې هېڅ هیواد ته زیان نه دی رسولی، بلکې په افغانستان باندې تل بهرنیو هېوادونو بریدونه کړي دي.‌ امریکا باید په ایران باندې برید وکړي ځکه چې هغه د سیمې د هېوادونو او افغانستان لپاره د یوه سرطان په څېر دی، او په نژدې راتلونکي کې به د نړۍ د ډېرو ځواکمنو هېوادونو، روسیې، ایران او چین یو ډېر خطرناک مثلث جوړ شي. دا به د امریکا د متحده ایالاتو لپاره یو بد خبر وي.‌ دغه درې واړه هېوادونه اتومي وسلې لري او کولی شي چې نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي. روسیه هڅه کوي چې طالبان تر خپل نفوذ او قوماندې لاندې راولي، ځکه چې طالبان به په راتلونکي حکومت کې مهم رول ولري، په داسې حال کې چې د افغانستان د شمال ټلوالې مشران هم له روسیې او ایران سره نژدې اړیکې لري.‌ له دې امله، د امریکا د متحده ایالاتو لپاره دا غوره ده چې د افغانستان جنګ ژر تر ژره پای ته ورسوي او په افغانستان کې د طالبانو او واکمن ټیم په شمول یو ډېر قوي حکومت جوړ کړي، او له دغه هېواد سره لږ تر لږه د یوې یا دوه نورو لسیزو لپاره مالي او پوځي مرستې وکړي څو افغانستان وکولی شي چې د ایران او روسیې پر ضد ودرېږي او د دې مخه ونیسي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د روسیې او ایران جاسوسان واک ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

اصلا فقیه ولایت د ایران د استعماري فکر یوه وسیله ده چې غواړي د ګاونډ او سیمې هېوادونو ته یې خپور کړي. د اکثرو رسنیو له راپورونو نه داسې ښکاري چې ایران خپل دغه استعماري فکر سوریې او عراق ته د فاطمیون، ذینبیون، حزب الله او نورو ډلو په شکل کې او په افغانستان کې د حزب وحدت او د علیپور د ملیشو په شکل کې چې ځانونه د مقاومت جبهه که څه شی بولي خپروي. که د علیپور د ملیشو مخه ونه نیول شي دوی به په افغانستان کې نه یوازې ملي جوړښتونو ته زیان ورسوي بلکی د افغانستان نړۍ والو ملګرو ته به هم زیانونه ور ورسوي. بهتره دا ده چې علیپور او ملیشې یې او نورې ډلې ټپلې چې د ایران له خوا حمایه کیږي وار له مخه وځپل شي او له منځه وېوړل شي او د ایران سرحد سره نژدې د افغانستان په سیندونو باندې بندونه جوړ کړای شي چې ایران ته تلونکې اوبه په افغانستان کې دننه مصرف شي.

ځواب ورکړئ

دا بیخي د ماشومانو پوښتنه ده چې څوک وپوښتي (آیا د ایران نفوذ د افغانستان لپاره ښه دی؟‌) د هیڅ هیواد نفوذ هم د بل هیواد لپاره ښه نه دی. مونږ افغانان له ایران نه نیولې تر امریکا او اروپا او ان تر اسراییلو پورې هیوادونو سره دوستي غواړو خو نفوذ د هیچا هم نه غواړو. ایران او پاکستان د افغانستان داسې دښمنان دي چې نه د افغانانو په سر سرفه کوي نه یې په مال او اولاد. هم د افغانستان بیخبناوې ویجاړوي او هم افغانان وژني.‌

ځواب ورکړئ