امنیت

د سلیماني اروا اوس هم له ایراني ملېشو سره یوځای شوي افغان ځوانان ځوروي

د علي راپور

فاطمیون ملېشه چې ایراني قوماندان قاسم سلیماني جوړه کړې ده، اوس هم بې وزله افغان کډوال استخداموي، چې ډېری یې د تهران په نیابتي جګړو کې د جنګ په ډګر کې وژل کیږي. [علي]

کابل -- د ایراني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د لومړي تلین په رارسېدلو سره، د هغه میراث په ایران کې د بې وزلو افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ګارد د قدس ځواک پخوانی مشر سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو فاطمیون لوا چې یوه ایران پلوه ملېشه ده او هغه جوړه کړې ده اوس هم موجوده ده، د سوریې او د نیابتي جنګونو نورو لومړیو کرښو ته اندک روزل شوي، لږ تجهیز شوي افغان جنګیالي د جګړې لپاره استوي.

شواهد ښیي چې فاطمیون له هغو بې وزله افغانانو څخه استفاده کوي چې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره د ناچارۍ له امله په ایران کې کار کوي، او اوس کتونکي وایي چې دغه ملېشه د افغانستان او سیمې لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلې ده.

که څه هم چې د ایران د اسلامي‌ انقلاب ګارد د فاطمیون د تلفاتو شمېرې نه ښیي، لاکن ښایي په زرګونو افغان کډوال د تهران په ګټه د نیابتي جنګونو په ترڅ کې مړه شوي وي.‌

د آرشیف عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۲مه خپور کړی دی قاسم سلیماني په ایران کې په یوه غونډه کې ښیي. [د ایران د دفاع وزارت]

د آرشیف عکس چې د ایران پوځ د لیندۍ په ۲۲مه خپور کړی دی قاسم سلیماني په ایران کې په یوه غونډه کې ښیي. [د ایران د دفاع وزارت]

د لیندۍ په ۲۵مه د فاطمیون لوا له خوا خپور شوی عکس قاسم سلیماني له یو شمېر ډېرو تنکیو ځوانو افغانانو سره په سوریه کې ښیي. [آرشیف]

د لیندۍ په ۲۵مه د فاطمیون لوا له خوا خپور شوی عکس قاسم سلیماني له یو شمېر ډېرو تنکیو ځوانو افغانانو سره په سوریه کې ښیي. [آرشیف]

په واشنګټن ډي سي کې د ایران د اسلامي انقلاب ګارد څارونکي علي الفوني د کب په میاشت کې ازادۍ رادېو ته وویل، دهغه د معلوماتو په اساس، د ۱۳۹۱ له مرغومي څخه د ۱۳۹۸ تر وږي پورې، شاوخوا ۹۱۷ افغان وګړي په سوریه کې وژل شوي دي.

ډېر افغان جنګیالي په هغو میاشتنیو تنخاګانو سربېره چې هغوی یې د ملېشې د غړو په توګه ترلاسه کوي، د ایران د تابعیت، امتیازاتو او د هغوی کورنیو ته د میاشتنیو تادیاتو د وعدو په بدل کې له فاطمیون لوا سره یوځای کیږي.‌

د فاطمیون پخوانیو جنګیالیو او د فاطمیون د وژل شویو غړو خپلوانو شکایت کړی دی چې دغه غوړې وعدې ډېرې کمې ریښتیا راوځي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «ایراني چارواکي په فاطمیون کې د افغان ځوانانو استخدام ته دوام ورکوي، او دغو ځوانانو د خپلې نهیلۍ له امله ثابته کړې ده چې د تهران لپاره یو ګټور بشري ځواک دی.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت غواړي چې فاطمیون د یوه جنګیالي ځواک په توګه وساتي او له هغوی څخه په هرو هغو هېوادونو کې چې ورته اړتیا پیدا کوي د جنګي ځواک په توګه کار واخلي. له دې امله، د فاطمیون د غړو استخدام او روزنه نه ده درول شوي.»

ښايي فاطمیون ژر د خپلو غړو په هېواد کې جنګ پیل کړي، نه یواځې په سوریه کې.

کامل وویل، د ایران رژیم غواړي چې له فاطمیون څخه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د مخالفت په لاره کې کار واخلي او په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي نفوذ پراخ کړي.

په حقیقت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د لیندۍ په ۲۹مه له یوه محلي افغان تلویزیوني چینل سره په یوه مرکه کې وویل، فاطمیون «غوره ځواکونه دي چې که افغان حکومت وغواړي کولی شي چې استفاده ترې وکړي.»

"په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي یوسف امین ځاځي د وري په میاشت کې د فاطمیون لپاره یوه ممکن راتلونکي ماموریت ته په اشارې سره، وویل، افغانان اوس هم اندېښمن دي چې ښایي له افغانستان څخه د نړۍ والو ایتلافی ځواکونو په وتلو سره ایران په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي.‌

د ماشومو جنګیالیو استخدامول

له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي افغانان د هغو کډوالو په هکله خپلې کیسې شریکوي چې د فاطمیون د غړو په توګه یې نومونه لیکلي وو.‌

د هلمند ولایت یوه اوسېدونکي محمد ادریس چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، د ایران په یزد ولایت کې د فاطمیون د استخدام یو مرکز ځوان افغانان هڅوي ترڅو له ملېشې سره یوځای شي.

هغه وویل، «ایراني ځواکونه له افغان ځوانانو سره د استوګنې د جواز او په ایران کې د استوګنې د ځای وعده کوي. همدارنګه هغوی وعده کوي چې که دغه ځوانان په سوریه کې جنګ ته لاړ شي، هغوی به یې له کورنیو سره د تل لپاره مرسته کوي.»

ادریس وویل، دغه په سختۍ سره ترلاسه کېدونکی د استوګنې جواز ویل کیږي چې د فاطمیون جنګیالیو ته په سوریه کې له درې میاشتې خدمت کولو څخه وروسته ورکول کیږي

هغه زیاته کړه، اسلامي انقلاب ګارد ژمنه کوي چې که د ملېشې غړي په جنګ کې ووژل شي نو هغوی به په سوریه کې خښ کړل شي.

هغه زیاته کړه، «یو ځوان سړی چې له ما سره یې کار کاوه په سوریه کې جنګ ته لاړ، خو هېڅکله هم بېرته رانه غی. ایراني چارواکو له مانه غوښتنه وکړه چې په سوریه کې جنګ ته لاړ شم، خو ما رد کړه.»

محمد سردار چې ۱۵ کاله عمر لري د بامیان ولایت اوسېدونکی دی. له ایران څخه د هغه له وروستۍ را اېستل کېدنې راهیسې، هغه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي.

له نېکه مرغه چې د هغه ورور له فاطمیون سره د دوو خطرناکو دورو کار څخه هم ژوندی پاتې ده خو اسلامي انقلاب ګارد له هغه سره خپلې کړې وعدې پوره نه کړې.

محمد د لیندۍ په ۲۶مه وویل، تېر کال د هغه ورور چې هغه وخت یې ۱۶ کاله عمر درلود، سوریې ته د جنګ لپاره لاړ او درې میاشتې وروسته ایران ته راستون شو.

سردار زیاته کړه، «څو میاشتې مخکې، زما ورور حسین بیا په سوریه کې جنګ ته ولېږل شو او دوه میاشتې وروسته بېرته راستون شو. اوس هغه د ایران په قم کې ژوند کوي.»

هغه زیاته کړه، «سره له دې چې د ایران حکومت زما له ورور سره وعده کړې وه چې هغه ته به په سوریه کې د خدمت کولو په بدل کې کور، د هغه ټولې کورنۍ ته په ایران کې د استوګنې جوازونه او ډېرې پیسې ورکړي، لاکن هغه ته یې یواځې یو موقت د استوګنې جواز ورکړ او نور هېڅ. سره له دې چې د ایران حکومت وویل چې هغوی به د هغه کورنۍ له ایران څخه راونه باسي، لاکن زه یې راواېستلم.»

سردار وویل، هغه کسان چې غواړي په فاطمیون کې خدمت وکړي لومړی د ۴۵ ورځو په مخه د پوځي روزنې لپاره تهران ته بوول کیږي او بیا سوریې ته لېږل کیږي.

د فاطمیون د لیکو د ډکولو لپاره، ایراني چارواکي وخت په وخت د کډوالۍ له قانون څخه د سرغړونې په ګډون په بېلابېلو تورونو بې اسنادو افغان کډوال نیسي.‌ د عبداللطیف په نامه یوه تازه را اېستل شوي کس چې اوس په هرات ښار کې ژوند کوي، وویل، هغوی د ۱ میلیارد ایراني ریالو (د تور بازار په نرخ د تقریبا ۴۲۸۱ ډالرو) جریمه غواړي چې هېڅ افغان کډوال یې نشي ورکولی.

لطیف وویل، مقامات هغو افغانانو ته چې دومره پیسې نه لري -- اصلا ټولو ته -- د ۲۵ کالونو زندان یا په سوریه کې د جنګ کولو لارې مخې ته ږدي.‌

د بشریت پر ضد جنایت

په هرات ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس میرویس امیني وویل، جنګ ته د ماشومانو لېږل د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او نورو نړۍ والو قوانینو څخه سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه، «هغه هېوادونه او حکومتونه چې په شخړو کې له ماشومانو څخه استفاده کوي د سزا وړ دي او باید چې تر نړۍ وال قانون لاندې محاکمه کړای شي.»

امیني وویل،‌ هر څوک چې ماشومان مجبوروي چې په جنګونو کې برخه واخلي یو جنګي جنایت او د بشر ضد جنایت ترسره کوي‌.‌

هغه زیاته کړه،‌ که چیرې ماشومان مجبوریږي ترڅو په یوه جنګ کې برخه واخلي او یا هم په ناپوهۍ دا لاره انتخابوي، د دوی پوځي خدمت له نړۍ وال قانون څخه سرغړونه ده، او د دغه جرم مرتکبین باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.‌

په هرات کې د بشري حقونو یوه فعال محمد ادریس وحیدي ومنله چې، په سوریه کې له افغان ځوانانو او ماشومانو څخه استفاده یو غیرانساني کار او جرم دی.

هغه زیاته کړه، «د افغانستان د اکثرو هغو وګړو چې له فاطمیون سره یوځای شوي دي عمرونه له ۱۸ کالونو څخه کم دي. هغوی د جنګ په هکله هېڅ نه پوهیږي، او په اسانۍ سره وژل کېدی شي.»

هغه وویل، نړۍ والې حقوقي ادارې باید د اسلامي انقلاب ګارد څخه وغواړي چې په ایران کې د ماشومانو په ګډون له ځوانو افغانانو څخه ناوړه استفاده ودروي.

هغه زیاته کړه، «کم عمره افغانان په ایران کې د هغوی له کورنیو څخه جلا کیږي، او د ایران حکومت پرته له دې چې د هغوی کورنۍ له څه نه خبرې کړې هغوی جنګ ته لیږي. دا د تاوتریخوالي او جنایت تر ټولو لوړه درجه ده.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ایوب وویل، «افغان حکومت او نړۍ وال سازمانونه باید د فاطمیون له خوا د ماشومانو استخدام ودروي ترڅو افغانان نور د بیګانه ګانو د هدفونو قرباني نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له سرپل ولایت څخه د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ایران د مولوي مهدي مجاهد د ملاتړ په موخه د فاطمیون ډلې غړي افغانستان ته استولي دي. په افغانستان کې باید د فاطمیون ډلې مخه ونیول شي او که پرېکنده اقدام ونه شي نو ډېر احتمال شته چې ایران په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې پیل کړي.

ځواب ورکړئ

اخوندي حکومت د مجبورو افغان کډوالو له فقر او ستونزو څخه ناوړه استفاده کړې ده او هغوی په زور سره استخداموي‌ چې په نورو هیوادونو کې جنګ وکړي. پوښتنه دا ده چې، افغان حکومت د افغان مهاجرینو په هکله څه دپلوماتیک اقدام کړی دی؟‌

ځواب ورکړئ

دا ټول زمونږ د حرامي - فاسد حکومت له لاسه. مرګ د افغانستان په حکومت. تل دې وي اسلام! مرګ په غني او عبدالله.‌

ځواب ورکړئ

طالبان به فاطمیون لوا او د ایران غلامانو ته درس ورکړي. افغان حکومت پخپله اوس د فاطمیونو ملاتړی دی، او حکومتي مشران پخپله په افغانستان کې دننه د ایراني چارواکو لپاره کسان استخداموي او جنګیالي ایران ته لیږي.‌ عبدالله، محقق او نورو په فاطمیون لوا کې افغان ځوانانو ته هرکلی وویل او هغوی یې د سیمې د امنیت د ټینګولو له امله وستایل. په داسې حال کې چې حکومت پخپله یوغلام دی، خلک باید له حکومت څخه د څه تمه ولري؟

ځواب ورکړئ

طالبان د پاکستان مزدوران دي. هغوی تل خپل سرونه پنجابیانو ته ښکته کوي. وشرمېږئ چې تاسو د خپلو هېوادوالو پر ضد جنګ کوئ.‌ په اسلام کې یې چېرې ویلي دي چې خپل مسلمان ورور ووژنئ؟ مرګ په ټولو مزدورانو او جاسوسانو.‌

ځواب ورکړئ

دا ځوانان په سوریه او عراق کې د خپلو مذهبي عقایدو لپاره جنګ کوي. د افغانستان په ټولو قومونو کې فقر موجود دی. ښایي چې په افغانستان کې د هزاره ګانو په نسبت په نورو قومونو کې بې وزلي ډېره وي، خو په فاطمیون لوا کې د پښتون، تاجک، ازبک او نورو معززو قومونو یو ځوان هم نه لیدل کیږي. که خبره د پیسو وای او ایراني مقاماتو جنګ ته د تللو په مقابل کې افغان ځوانانو ته پيسې ورکولای،‌ اوس به د فاطمیون لوا تر مشرۍ لاندې د سوریې او ایران په جنګ کې د نورو قومي ګروپونو په زرونو ځوانانو برخه اخیستې وای، خو تاسو نشئ کولی چې له هزاره ګانو څخه پرته حتی یو افغان هم په فاطمیون لوا کې ووینئ.‌ په دې توګه، ایران د افغانستان د شیعه ګانو له عقایدو څخه په استفادې سره په سوریه کې خپل ستراتيژیک عمق ته ځان رسوي.‌

ځواب ورکړئ

اصلا افغانان د خپلو مشرانو له لاسه داسې سپک، ذلیل او خراب شول چې اوس نه د پاکستان حیا ترې کېږي نه د ایران او نه د چین. په کابل کې د ۱۰ تنو چینایي ترهګرو نیول نوی خبر دی چې د هر افغان ذهن او زړه خفه کوي او د چین پر وړاندې چې باید له وران افغانستان سره یې په بیارغونه کې مرسته کړې وای د افغانانو کرکه راپاروي. له یوې خوا د پاکستان پوځ او استخباراتو له تېرو څلورنیمو لسیزو راهیسې افغانان د جهاد په نامه ووژل او افغانستان یې وران کړ بلې خواته ایران د خپل ملایي نظام له لارې په هزاره افغانانو کې بې شمېره ایت الله ګان او ملایان وروزل او استخباراتو او پوځ یې د فاطمیون په نامه نور هزاره افغانان تربیه او تجهیز کړل او سوریې او عراق ته یې د جنګ لپاره ولیږل چې کیدی شي په راتلونکي کې هم د افغانستان لپاره په غټ سردرد باندې بدل شي، اوس چینایانو په ټوله سپین سترګۍ سره په پلازمېنه کابل کې ترهګریز بریدونه وکړل، او که نیول شوي نه وای کیدای شوای چې نورو ولایتونو ته هم دغه شیطاني شبکه چې وایي د پاکستان د استخباراتو له لارې یې له حقاني شبکې سره ارتباط درلود، خپره شوې وای. مرګ په چینایي، پاکستاني او ایراني ترهګرو.

ځواب ورکړئ