امنیت

یو ایرانی چارواکی د فاطمیون د 'رضاکارانو' په اړه د تهران د ادعا خلاف څرګندونې وکړې

د سلیمان راپور

د فاطمیون لوا غړي د کب په ۲۱مه د سوریې په حلب کې د آیت الله خمیني د یوه عکس تر څنګ راټول شوي دي. [ارشیف]

د فاطمیون لوا غړي د کب په ۲۱مه د سوریې په حلب کې د آیت الله خمیني د یوه عکس تر څنګ راټول شوي دي. [ارشیف]

کابل -- یوه ایراني چارواکي اعتراف وکړ چې تهران بې وزله افغان کډوال د پیسو په وعدو غولوي چې په سوریه کې د فاطمیون لوا د برخې په توګه جنګ وکړي. دا کار د رژیم د هغې ادعا خلاف دی چې وایي دغه ډله له اجیرانو څخه نه بلکې له رضاکارانو څخه جوړه شوې ده.

د اسلامي انقلابي ګارډ یوه پخواني غړي پروېز فتاح چې د اسلامي انقلاب د مستضعفان بنسټ د رییس په توګه کار کوي، په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو په پراخه توګه شریکه شوې ده، ویلي دي، رژیم افغانان د پیسو په بدل کې سوریې ته د جنګ لپاره لېږل.

فتاح په یوه تلویزیوني ننداره کې په خپله یوه ویډیو کې چې د خپراوي نیټه یي معلومه نده وویل، «ما له سپاه کوپراتیف فاونډېشن سره کار کاوه چې حاجی قاسم سلیماني رانه مرسته وغوښتله او ویې ویل چې هغه پیسې نه لري چې هغه میاشت یې په سوریه کې د فاطمیون جنګیالیو ته ورکړي.»

د هغه هدف د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وو چې د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې په یوه برید کې وواژه .

د فاطمیون لوا غړي د کب په ۱۹مه په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې د فزیکي استقامت تمرینونه ترسره کوي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي د کب په ۱۹مه په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې د فزیکي استقامت تمرینونه ترسره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې د شیعه ګانو د ۱۲م امام، امام زمان یاد لمانځي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې د شیعه ګانو د ۱۲م امام، امام زمان یاد لمانځي. [آرشیف]

هغه زیاته کړه، «سلیماني نشوای کولی چې خپلو د فاطمیون جنګیالیو ته اجوره ورکړي.» هغه وویل، «زه خجالت یم. ما هغوی دلته راوستل او اوس نشم کولی چې پيسې ورکړم.»

سلیماني په ایران کې د ایران له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي څخه وروسته تر ټولو ډېر ځواکمن مشر بلل کېده.

د ناوړه استفادې ثبوت

د فتاح دا اعتراف، چې پخوا د برېښنا وزیر وو، د ایرانی مقاماتو د هغو انکارونو خلاف دی چې ویل یې رژیم د فاطمیون لوا جنګیالیو ته پیسې نه ورکوي. پرځای یې، ایران اصرار کاوه چې افغانانو د سوریې په جګړه کې د رضاکارانو په توګه برخه اخیستې ده.

دغه څرګندونې همدارنګه د ایراني رژیم مالي ستونزې په ګوته کوي چې له ډېرېدونکیو ناراضو خلکو او ګډوډ اقتصاد سره مخامخ دي.

د فتاح خبرې په ایران کې کم اهمیته وبلل شوې.‌

د شرق په نامه ایرانۍ ورځپاڼې د وري په ۱۷مه د فتاح څرګندونې حیرانونکې وبللې او ویي لیکل، «داسې ښکاري چې د مستضعفان بنسټ رییس داسې پوهه نه لري چې په یوه تلوېزیوني ننداره کې د خبرو کولو لپاره ورته اړتیا ده.»

په افغانستان کې، د سیاسي چارو شنونکي لکه اکبرجان پولاد چې په کابل کې میشت د سیاسي چارو شنونکی دی، دغه اعتراف له بې وزلو افغانانو څخه د ایراني رژیم د ناوړه استفادې کلک ثبوت بولي.

هغه وویل، «پخوا، ایراني مقاماتو په بېلابېلو وختونو کې ویل چې افغانان د سوریې جګړې ته د رضاکارانو په توګه او له کومو مالي تشویقیو څخه پرته تللي چې له زیارتونو، د سیده ذینب جومات او نورو مقدسو ځایونو څخه دفاع وکړي.»

پولاد زیاته کړه، «خو د هغه پرخلاف د دغه ایراني چارواکي خبرې ښیي چې د ایران حکومت د افغانانو د ژوند په خطر کې اچولو او هغوی ته په سوریه کې د جنګ کولو لپاره د پیسو ورکولو له لارې د افغان کډوالو له بې وزله حالت څخه ناوړه استفاده کوي.»

هغه وویل، «د دغه ایرانی چارواکي خبرې ښیي چې ایران په سوریه او نورو هېوادونو کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د فاطمیون لوا په څېر نیمه نظامي ډلو کې دومره پراخه پانګونه کړې چې اوس د تمویل له داسې ستونزو سره مخامخ دی چې نشي کولی د فاطمیون جنګیالیو ته پيسې ورکړي.»

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي بریان هوک د تېر لړم په میاشت کې وویل، ایراني رژیم د سوریې د کورني جنګ په ترڅ‌ کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په پیاوړي کولو او په سوریه کې د تهران د نفوذ په پراخولو نږدې ۱.۲ تریلیونه افغانۍ (۱۶ میلیارده ډالر) لګولي دي.

د فاطمیون لوا یوه پخواني غړي چې یو وخت په سوریه کې توظیف شوی وو، وویل، «د فاطمیون لوا هر جنګیالی د میاشتې ۶۳۰۰۰ افغانۍ یا ۸۲۸ ډالره (۳.۵ میلیونه تومان) له ایران او ۹۰۸۲ افغانۍ یا ۱۲۰ ډالر له بشارالاسد څخه ترلاسه کوي.‌

د احمد په مستعار نامه یوه پخواني غړي وویل، «ایران د میاشتې ۲ میلیون څخه تر ۱۲ میلیون تومان قوماندانانو ته ورکوي.‌ ایران هغوی ته بانکي کارډونه صادر کړي، او د هغوی اجورې د هغوی اړوندو بانکي حسابونو ته لېږل کیږي.»

هغه وویل، ایرانی رژیم د فاطمیون لوا هغو جنګیالیو ته چې لږ تر لږه درې ځلې په سوریه کې جنګ ته تللي دي د دایمې استوګنې اسناد ورکوي.

احمد وویل، «هغه افغانان چې د فاطمیون د برخې په توګه جنګ کوي نه اخراج کیږي، او هغوی دا حق ترلاسه کوی چې په ایران کې کور، موټر او داسې نور واخلي.»

هغه زیاته کړه، خو اکثر غړي حتی روزنه هم نه ترلاسه کوي.

هغه وویل، «هغه [فاطمیون] له شاملولو څخه وروسته هیچاته هم روزنه نه ورکوي -- په سملاسي توګه یې جګړې ته لېږي.»

د اسد جنایتونه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي فضل من الله ممتاز وویل، د فاطمیون لوا غړي اوس د هغو وحشتونو لوری دی چې د سوریې د حکومت له خوا ترسره کیږي.‌

هغه وویل، «کله چې په ۱۳۹۰ کې عرب پسرلی پیل شو، د ایران رژیم مبارکۍ ور ولېږلې، خو کله چې عرب پسرلی سوریې ته ورسېد، ایران خپل نظامیان او د فاطمیون لوا جنګیالي سوریې ته ولېږل چې د سوریې د خلکو مخه ونیسي

ممتاز وویل، اسد «د لسګونو زره سوریایانو په وژلو سره فجیع جنایتونه ترسره کړل. ایرانیان او فاطمیون لوا د اسد د جنایتونو لوری تشکیلوي.»

هغه وویل،اوس،‌ چې د سوریې حکومتي ځواکونه په سوریه کې ځمکې لاندې کوي او د ایران له خوا حمایه کېدونکیو ملېشو ته لږه اړتیا لري ښایي تهران هڅه وکړي چې له فاطمیون څخه په افغانستان کې استفاده وکړي.

ممتاز وویل، «ایران له کالونو راهیسې د خپلو نایبو ډلو له لارې به افغانستان کې جنګ او مداخله کوي. هغوی د آرین بانکاو پیسو وینځلو له لارې ترهګرې ډلې حمایه کولې. اوس یوه کلتوري جنګ ته د ودې ورکولو لپاره په افغانستان کې په لسګونو رسنۍ تمویلوي.»

هغه وویل، «موږ ډاریږو چې یوه ورځ به هغوی د فاطمیون لوا جنګیالي افغانستان ته راولېږي او یوه بله کورنۍ جګړه به پیل کړي.»

په ډله ییزو قبرونو کې خښ شوي

ممتاز وویل، «پلټنې ښیي چې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان -- چې اکثر یې تنکي ځوانان دي -- د سوریې جنګ کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «د هغوی یو شمېر په سوریه کې، او یو غټ شمېر یې په ایران کې په ډله ییزو قبرونو کې خښ شوی دي.»

په کابل پوهنتون کې د ټولنپوهنې یوه پروفیسر داود راوش د فاطمیون لوا د دغو غړو د کورنیو د پاتې غړو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.‌

راوش وویل، «یوه د اندېښنې خبره چې د ټولنې لپاره ننګونې رامنځته کوي د فاطمیون د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ دي.»

هغه زیاته کړه، «په سوریه کې جګړې په زرګونو افغانې کورنۍ بې سرپرسته یا بې برخلیکه پرېښي دي. ښایي چې ایران دغو کورنیو ته څو ورځې یو څه ورکړي خو هغوی به دا کار د اوږدې مودې په مخه ونه کړي.»

راوش د محرومو ښځو او ماشومانو فقر ته په پام سره وړاندوینه وکړه چې، «وروسته له هغه چې هغوی [د فاطمیون د وژل شویو غړو کورنۍ] افغانستان ته راستنې شي، هغوی به په ټولنه باندې بار جوړ شي. د هغوی مېرمنې او ماشومان به بېلابېل ډول جرمونه ترسره کړي او عامه نظم به مختل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

13 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایرانیان تل د خپل هېواد د ګټو په فکر کې دي. د تېرو څلوېښتو څخه ډېرو کالو په ترڅ کې، هغوی په ځانګړې توګه په خپلو عملونو کې وښودله چې کډوال یوازې د هغوی وسیلې وې. همدارنګه مونږ باید دا هېر نه کړو چې تر ټولو ښه جنګ دا دی چې له فرېب څخه کار واخیستل شي او هغوی دا کار ډېر کوي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ایران نفوذ مصیبت جوړوي.‌ افغان حکومت باید په هېواد کې د ایران نفوذ ودروي.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت نفوذ د هېواد د ثبات او امنیت لپاره ښه دی، خو د پاکستان او د سعودي وهابیانو نفوذ په افغانستان کې د نا امنۍ او د مسلمانانو او اسلامي فرقو تر منځ د بې اتفافۍ سبب شوی دی.

ځواب ورکړئ

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ غریب او بې اسناد افغان کډوال، هغوی ته د دایمي اقامې، مالي مرستې، او د هغوی کورنیو ته د نورو تشویقیو په وړاندې کولو سره استخداموي ځکه چې په ایران کې د اوسېدونکیو نژدې ۲.۵ میلیونو افغانانو یو پر درې برخې د کډوالو په توګه ثبت شوي په داسې حال کې چې پاتې نور اکثر غیرقانوني اقتصادي کډوال دي. ځینې افغانان په سوریه کې د ایران جګړې ته د دې لپاره لاړل چې په هغه هېواد کې د بندي کېدلو له سزاګانوڅخه ځانونه وژغوري. همدارنګه، ځینې افغان شیعه ګان په سوریه کې د ایډیالوژیکو، مذهبي او سیاسي هدفونو لپاره جنګیږي.‌ هغه چې د وروستۍ دلیل (ایډیالوژیک، مذهبي او سیاسي) په اساس د فاطمیون لوا په لیکو کې جنګ کوي ډېر کم دي. نور ټول یې په نورو دلایلو مجبور دي چې جنګ وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ایران په نورو هېوادونو کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د افغان ځوانانو په استخدام سره یو غټ جنایت ترسره کوي. د تېرو ۷ کلونو په ترڅ کې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په زرګونو افغان شیعه ګان استخدام کړي، روزلي او توظیف کړي چې د هغوی تر قوماندې لاندې په سوریه کې د سني یاغي ډلو پر ضد جنګ وکړي.‌ په سوریه کې په فاطمیون لوا کې د جنګ کولو لپاره د افغانانو استخدام کوم پټ کار نه دی. دا ټولې نړۍ ته روښانه ده، حتی چې ایراني حکومتي چارواکي پرې اعتراف کوي. د ایراني چارواکو له خوا د وړاندې شویو محاسبو له مخې، فاطمیون لوا خواوشا ۲۰ زره فعال جنګیالي لري. په افغانستان کې هزاره مشرانو هم په فاطمیون لوا کې د افغانانو د استخدام ملاتړ کړی دی.‌ له فاطمیون لوا سره د افغانانو د یوځای کېدلو د ودرولو لپاره، مونږ په افغانستان کې یوه قوي حکومت او ښه اقتصاد ته ضرورت لرو.‌ زه له نړۍ والې ټولنې، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو څخه غواړم چې په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ کړي چې د طالبانو په شمول ټولې ډلې په کې واک ولري.‌ بیا به مونږ وکولی شو چې له فاطمیون لوا سره د افغان هېوادوالو یوځای کېدل ودروو.‌

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت په نړۍ کې تر ټولو ډېر منافق حکومت دی. د ایران د لاسوهنې له امله نه د سوریې خلک ښه ورځ لري او نه د افغانستان خلک. په دې ورځو کې ایران ډاکتر عبدالله عبدالله ته وایي چې د اشرف غني په مقابل کې ودریږي او اجازه ورنه کړي چې خپله کابینه اعلان کړي ځکه چې که اشرف غني د یوه قوي حکومت په راس کې وي، هغه به د افغانستان اوبه مهار کړي او په نتیجه کې به د ایران ځمکې وچې شي.‌

ځواب ورکړئ

ایران او ایرانیان د افغانانو له اقتصادي ستونزو څخه ناوړه استفاده کوي، او د خلکو اعتبار او فقر څخه ناوړه استفاده په څرګنده له بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کیږي. ایران باید خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې داسې کار کوي؟

ځواب ورکړئ

ایران له افغان کډوالو څخه ناوړه استفاده کړې ده، او دغه کډوال مجبور کړای شوي چې د اقتصادي ستونزو له امله په سوریه کې جنګ وکړي.‌

ځواب ورکړئ

سعودي عربستان یو غټ شمېر افغان ځوانان استخدام کړي چې د فاطمیون لوا پر ضد له ترهګرو ډلو سره یوځای شي. امریکایي ادارې ولې په هغوی باندې راپورونه نه لیکي؟ ولې تاسو یوه ورځ په دې هکله یو راپور خپور نه کړ چې څومره افغانان د سوریې د حکومت پر ضد د داعش په لیکو کې جنګ کوي؟

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا له داسې افغانانو څخه جوړه شوې چې هغوی، د خپلو شخصي او مذهبي عقایدو په اساس، سوریې ته تللي چې له ترهګریزو بریدونو څخه د مقدسو ځایونو دفاع وکړي او د داعش د ترهګرې ډلې په ماتولو کې یې مهم رول لوبولی دی. هیچا هم هغوی نه دي مجبور کړي چې لاړ شي او په سوریه کې جنګ وکړي. هغوی پخپله خوښه له دغې ډلې سره یوځای شوي دي.

ځواب ورکړئ

افغان کډوال باید ژر تر ژره له ایران څخه راستانه شي.‌ که دا کډوال هېواد ته راستانه شي، په دې کې شک نشته چې له اقتصادي ستونزو سره به مخامخ شي، خو لږ تر لږه له وژل کېدلو څخه به وژغورل شي.

ځواب ورکړئ

که د فاطمیون عسکر کلکه اراده لري چې د داعش پر ضد وجنګیږي، هغوی کولی شي د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي. پاکستان او ایران له څلورو لسیزو څخه ډېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، او په دې هېواد کې د جنګ سبب هم پاکستان او ایران دی. د فاطمیون عسکر باید د هغو افراطي ډلو پر ضد چې د پاکستان او ایران له خوا په افغانستان کې استخدام شوي دي جنګ وکړي او خپل هېواد له موجود خطر او بدبختۍ څخه وژغوري.‌

ځواب ورکړئ

ایران په هغه هېواد کې د افغان کډوالو له احساساتو او اعتبار څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ایران باید زمونږ هېوادوال د بهرنیانو د ګټو لپاره په نورو هېوادونو کې ونه وژني. افغان حکومت باید د ایران پر ضد یو جدي موقف ونیسي او ترې وغواړي چې په فاطمیون لوا کې د افغان کډوالو استخدام ودروي.‌

ځواب ورکړئ