امنیت

د فاطمیون ملېشې سیوری د افغانستان د راتلونکي په سر خپور دی

د سلام ټایمز راپور

د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي تابوت د لړم په میاشت کې په ایران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي تابوت د لړم په میاشت کې په ایران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

کابل -- د زمري په میاشت کې د افغانستان د حکومت په نسکورېدلو سره د افغانستان په هکله زیات شمېر بدلونونه رامنځته شول، لاکن هغه تهدیدونه چې د ایران له ملاتړ لاندې ملیشو له خوا متوجه ده لا په خپل ځای پاتې ده.

په ګاونډي هېواد افغانستان کې د رامنځته شویو سیاسي او امنیتي بدلونونو په هکله د ایران نارامي د لمر په څېر روښانه ده.

له دې امله، ایران د خپل انقلابي ځواک یا سپاه پاسداران له لارې له افغانانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون لوا د ملاتړ پروژه ساتلې او وخت په وخت یې پراخه کړې هم ده.‌

په داسې حال کې چې د دغه ګروپ فعالیتونه تر ډېره په سوریه کې په پروژو او هدفونو باندې متمرکز دي، او د دغو هدفونو په ترڅ کې په ډیموګرافیک ډول لیرې پراته ښارګوټي چې له شیعه جنګیالیو او سخت دریځو څخه تشکیل شوي ديپه «کوچنیو ایرانونو» باندې اړوي او د ایران له نورو متحدو ملېشو سره په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو او متحدینو په ځواکونو باندې بریدونو کې مرسته کوي، په افغانستان کې د دغه ګروپ لپاره د تهران د پلانونو په هکله اندېښنې په زیاتېدلو دي.

د فاطمیون جنګیالي د لړم په میاشت کې په سوریه کې د امام حسین غونډ کې تمرینات ترسره کوي.‌ [آرشیف]

د فاطمیون جنګیالي د لړم په میاشت کې په سوریه کې د امام حسین غونډ کې تمرینات ترسره کوي.‌ [آرشیف]

په سوریه کې په وروستیو کالونو کې جنګ کم شوی او د ایران رژیم ته یې دا فرصت ورکړی چې که وغواړي نو کولی شي چې فاطمیون نورو ځایونو ته ولیږدوي.‌

د فاطمیون لوا یوه جګپوړي قوماندان سید الیاس تېر کال د فاطمیون په یوه غونډه کې وویل، «د فی سبیل الله مجاهدینو دا لښکر ډېر غټ هدفونه لري او تر هغه پورې به جهاد نه دروي ترڅو چې یو نوی اسلامي تمدن رامنځته شي، داسې تمدن چې رامنځته کول یې د امام [علي] خامنه یي [د ایران ستر مذهبي مشر] له غټو حکمونو څخه یو حکم دی

په ټیلیګرام باندې د فاطمیون له فعال رسنیز حضور او په ایران او سوریه کې د روانو پېښو په هکله له معلوماتو څخه داسې ښکاري چې د ایران له خوا په فاطمیون لوا کې استخدام روان دی.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «فاطمیون د سپاه پاسداران تر سخت فشار لاندې دي او ایران کولی شي چې هر چېرې چې وغواړي هلته یې په خپلو نیابتي جنګونو کې وکاروي.»

دا هر څه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ایراني قوماندان او د فاطمیون د بنسټ اېښودونکي قاسم سلیماني دویم تلین را نږدې دی، او د هغه میراث اوس هم په ایران کې مېشت بې وزلي افغان کډوال دردوي.

ماتې شوې غوړې وعدې

فاطمیون هغه بې وزلي افغانان چې په ایران کې کار کوي او د خپلو کورنیو په حمایه کولو کې له ستونزو سره مخامخ وي، په نښه کوي او اوس کتونکي وایي چې دغه ملېشه د افغانستان او سیمې لپاره په یوه جدي ګواښ باندې اوښتې ده.‌

که څه هم چې سپاه پاسداران د فاطمیون د غړو د تلفاتو شمېر نه خپروي، خو ښایي چې د تهران لپاره په ترسره شویو نیابتي جګړو کې په زرګونو افغان کډوال مړه شوي وي.‌

د سپاه پاسداران د چارو څارونکي علي آلفونه چې په واشنګټن کې ژوند کوي، د ۱۳۹۸ د کب به میاشت کې له ازادۍ راډېو سره په خبرو کې وویل، د ۱۳۹۱ له مرغومي څخه د ۱۳۹۸ تر وږي پورې شاوخوا ۹۱۷ افغان وګړي په سوریه کې وژل شوي دي.

ډېر افغان جنګیالي په هغو میاشتنیو تنخواګانو سربېره چې هغوی یې د ملېشې د غړو په توګه ترلاسه کوي، د ایران د تابعیت، امتیازاتو او د هغوی کورنیو ته د میاشتنیو تادیاتو د وعدو په بدل کې له فاطمیون لوا سره یوځای کیږي.‌

د فاطمیون پخوانیو جنګیالیو او د فاطمیون د وژل شویو غړو خپلوانو شکایت کړی دی چې دغه غوړې وعدې ډېرې کمې په واقعیت بدلیږي.

ایراني مستخدمین په یوه بله طریقه د فاطمیون غړي غولوي: ورته وایي چې هغوی به د یاغیانو د بریدونو پر وړاندې د سوریې د مقدسو زیارتونو ساتنه کوي، خو پرځای یې په جنګ کې د بارودو په توګه کار ترې اخلي.

غمجنې کیسې

له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي افغانان د هغو کډوالو په هکله چې د فاطمیون لوا د غړو په توګه یې ځانونه ثبت کړي وو کیسې شریکوي.

د رضا په مستعار نامه د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکي وویل چې د هغه ۲۴ کلن د تره زوی عوض علي پنځه کاله مخکې له فاطمیون لوا سره ملګری شو خو سوریې ته له تګ څخه وروسته هېڅکله هم بېرته راستون نشو.‌

رضا وویل،‌ دوه کاله وروسته سپاه پاسداران د هغه کورنۍ خبره کړه چې زوی یې په سوریه کې وژل شوی وو.

رضا وویل، «د ایران حکومت له عوض علي او د هغه کورنۍ سره ژمنه کړې وه چې که هغه په سوریه کې جنګ ته لاړ شي، هغوی به یو کور او د میاشتې ۱۰ میلیونه تومان (۲۳۶۷ ډالر) ورکړي، لاکن عوض علي ووژل شو او هغوی د هغه کورنۍ ته هېڅ هم ورنه کړل.»

رضا د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۸مه/ له ایران څخه له را اېستل کېدلو وروسته وویل، «یوه ایراني زه هم وهڅولم ترڅو سوریې ته لاړ شم او د زینب له زیارت څخه دفاع وکړم، لاکن ما ونه منله ځکه زه پوهېدم چې هغه دروغ وایي.»

حسین وویل، په ایران کې هغه ایراني ځواکونه ولیدل چې هزاره ځوانان یې د دروغو په وعدو تشویقول ترڅو په سوریه کې جنګ ته لاړ شي.

ایراني مقاماتو درې میاشتې مخکې هغه هرات ولایت ته را وشاړه.‌

هغه وویل، «په ایراني سړیو سربېره، یو شمېر ایرانۍ ښځې هم د افغان هزاره ګانو کورونو ته ورتللې او هغوی ته یې د داعش له خوا د زینب په زیارت باندې د برید کولو په هکله خبرې کولې او هڅول یې چې خپل ځوانان سوریې ته ولېږي ترڅو له زیارت څخه دفاع وکړي.»

هغه زیاته کړه، «په ایران کې زموږ له سیمې څخه له ۱۰ څخه ډېر ځوانان چې د جنګ لپاره سوریې ته لېږل شوي وو ووژل شول، لاکن یواځې پنځه جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.»

حسین وویل، «زموږ څو نږدې ملګري چې پخوا د فاطمیون غړي وو وروسته له هغه افغانستان ته راستانه شول چې پوه شول چې د ایران حکومت هغوی ته دروغ ویلي او خپلې وعدې نه پوره کوي.»

افغانستان ته ګواښ

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد اقبال نادري وویل، فاطمیون لوا د افغانستان امنیت ته یو جدي ګواښ دی.‌

نادري وویل، «ډېر احتمال شته چې ایران به په افغانستان او په ځانګړې توګه په لوېدیځو ولایتونو کې د جنګ د اور لمبو ته د لمن وهلو لپاره له فاطمیون لوا څخه کار واخلي.»

هغه زیاته کړه، «په وروستیو کالونو کې، د فاطمیون په زرګونو غړي افغانستان ته راستانه شول او په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي.‌ که دغه خلک اوس هم د سپاه پاسداران د اوامرو تعقیبولو ته دوام ورکوي نو د افغانستان لپاره یو غټ خطر دی.»

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف د تېرې لیندۍ په میاشت کې له یوه افغان تلوېزیوني چینل سره په یوه مرکه کې وویل، اصلا فاطمیون «بهترین ځواکونه دي چې که افغان حکومت وغواړي کولی شي کار ترې واخلي.»

[له هرات څخه عمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه چې افغانان د تېرو څلوېښتو کالونو جګړې ډېر خراب کړل. څوک د فاطمیون په نامه د ایران نیابتي جنګونه پر مخ وړي څوک د طالبانو په نامه د پاکستان د پوځی او استخباراتي ادارې نیابتي جنګونه پر مخ وړي او نور بیا د داعش په نامه د سعودي، پاکستان او نورو د ګټو جنګونه پر مخ وړي. تېر شل کالونه له دغه ډول بدبختیو نه د افغانستان د خلاصون لپاره ډېر مهم وخت وه چې باید ګټه ترې اخیستل شوې وای. له دغو بدبختیو نه د خلاصون یوازنۍ لاره دا ده چې له پاکستان او ایران څخه افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه کړای شي او په دې توګه د پاکستان او ایران د استخباراتي ادارو له خوا په ترهګرو ډلو کې د افغان ځوانانو د استخدام مخه نیولې وای.‌ دا اوس هم سر وخت دی، د افغانستان نوی حکومت باید خپل احمقانه سیاستونه پرېږدي، فتحې او د غرب د ماتولو تر نامه لاندې خپل دروغژن فکر نه لاس واخلي، له نړۍ والې ټولنې څخه باید مرسته وغواړي او له پاکستان او ایران څخه هلته میشت افغانان راستانه کړي او په راتلونکي کې د نورو جنګونو مخه ونیسي.‌

ځواب ورکړئ