امنیت

د افغانستان پولې سره نږدې د فاطمیون د غړو راټولېدل د هغوی د راتلونکي فعالیت په هکله اندېښنې ډېروي

د علي راپور

د فاطمیون جنګیاليو چې نظامي یونیفورمونه یې پر تن دي د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد کې په یوه کانفرانس کې برخه اخلي. [آرشیف]

د فاطمیون جنګیاليو چې نظامي یونیفورمونه یې پر تن دي د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد کې په یوه کانفرانس کې برخه اخلي. [آرشیف]

کابل -- د افغانستان له پولې سره نږدې د ایران په مشهد ښار کې د فاطمیون لوا یوې وروستۍ غونډې په هېواد کې د یادې ډلې د راتلونکیو فعالیتونو په هکله اندېښنې راپورته کړي دي.

فاطمیون لوا یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه تشکیل شوې او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا تمویل، تربیه او تجهیز کیږي،‌ او په اټکلي توګه د ۱۲۰۰۰ او ۱۴۰۰۰ تر منځ جنګیالي لري.

د زمري د ۲۴مې په غونډه کې، د فاطمیون په مشرانو او جنګیالیو سربېره، د عراقي، لبناني او بحریني شیعه افراطي ډلو، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ مرسته ترلاسه کوي، مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د فاطمیون لوا یوه جګپوړي قوماندان سید الیاس د غونډې د څرګند هدف د خلاصه کولو پر مهال وویل، «موږ به تر هغه وخته پورې قناعت ونه کړو څو مو چې متحده ایالات له سیمې څخه ویستلي نوي او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د مرګ غڅ مو نوي اخیستی.»

د فاطمیون لوا یو جګپوړی قوماندان سید الیاس د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کوي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا یو جګپوړی قوماندان سید الیاس د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کوي. [آرشیف]

د زمري په ۲۴مه، په مشهد کې د فاطمیون د کانفرانس برخه والو ته یو شمېر ځانګړي پیغامونه ولوستل شول. په هغو کې، د بحریني شیعه مشر آیت الله شیخ عیسی قاسم چې دلته په عکس کې ښکاري، او د لبنان د اورپکې ډلې حزب الله د کلتوري اتاشي شیخ اکرم برکت پیغامونه شامل ول. [آرشیف]

د زمري په ۲۴مه، په مشهد کې د فاطمیون د کانفرانس برخه والو ته یو شمېر ځانګړي پیغامونه ولوستل شول. په هغو کې، د بحریني شیعه مشر آیت الله شیخ عیسی قاسم چې دلته په عکس کې ښکاري، او د لبنان د اورپکې ډلې حزب الله د کلتوري اتاشي شیخ اکرم برکت پیغامونه شامل ول. [آرشیف]

خو کتونکي وایي چې د دغې غونډې په ترڅ کې اکثره بیانیې او څرګندونې، چې ډېر وختونه یې د فاطمیون او د ایران د رژیم رسنۍ تکراروي، د هغه څه لپاره یوعام پوښ وو چې د ایران مشران یې په حقیقت کې د فاطمیون د هغو زرګونو سرسختو غړو لپاره په پلان کې لري چې په سوریه کې له جنګ څخه راستنیږي.

الیاس د خپلو خبرو په دوام وویل، «د مجاهدینو دا لښکر، د خدای د رضا لپاره، ډېر غټ هدفونه لري او خپل جهاد به تر هغه وخته پورې ونه دروي څو چې ... یو نوی اسلامي تمدن رامنځته شي،‌ داسې تمدن چې تحقق یې د ایران د ستر مشر امام خمیني له مهمو حکمونو څخه وو.»

د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې یوې عراقۍ ملېشې حرکت النجباء د عمومي منشي مرستیال او رسمي ویاند نصره الشمري د فاطمیون غونډې ته وویل چې په انقلاب کې د راتلونکي پړاو یوه برخه دا ده چې «اسراییل په بشپړ ډول له منځه وېوړل شي او متحده ایالات او د هغوی مزدوران وشړل شي.» هغوی د مزدورانو اصطلاح په کابل کې واکمن حکومت او افغان ځواکونو ته کاروي.‌

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «په دې هکله جدي اندېښنې شته چې په عراق او سوریه کې د داعش د جنګ له پای ته رسېدلو څخه وروسته به د ایران حکومت د فاطمیون جنګیالي افغانستان ته راولېږي چې خپلې پوځي او سیاسي موخې پرې تعقیب کړي او هغوی د متحده ایالاتو او افغان حکومت د ګټو پر ضد استعمال کړي.»

کامل وویل، کېدی شي چې د فاطمیون جنګیالي د افغانستان په جګړه کې برخه واخلي او د افغانانو په وژلو او د هېواد د بېخبنا په ویجاړولو کې یو غټ رول ولوبوي.

هغه وویل، په عمومي توګه، د فاطمیون لوا د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «ایران له فاطمیون څخه په کار اخیستلو سره، هڅه کوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو ګټې له خطر سره مخاخ کړي.»

هغه وویل، «فاطمیون تر ډېره حده د انقلابي ګارډ‌ تر نفوذ لاندې دي،‌ او ایران کولی شي چې له هغوی څخه په خپلو نیابتي جنګونو کې هر چېرې چې دغه هېواد وغواړي کار واخلي.»

په افغانستان کې فعالیتونه

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي وویل، په هرات کې چارواکو داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په دغه ولایت کې ځینې ناقانونه وسله والې ډلې فعالیت کوي، او دغه وضعیت د ځایي خلکو لپاره د اندېښنې سبب شوی او هغوی یې په غوسه کړي دي.

هغه وویل، «موږ له حکومت څخه غواړو چې د دغو ګروپونو په وړاندې، چې د بهرنیانو ملاتړ ورسره دی، جدي او قاطع چلند وکړي. که چېرې د دغو ګروپونو مخه ونه نیول شي، د هغوی فعالیتونه به ورځ تر بلې زیات شي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، هېڅ ناقانونه وسله وال ګروپ ته چې د یوه بهرني هېواد یا سازمان له خوا حمایه کیږي به اجازه ورنه کړل شي چې په هرات ولایت کې فعالیت وکړي،‌ او زیاته یې کړه چې وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.‌

هغه وویل، امنیتي ځواکونه به له هغه هر ګروپ سره چې هڅه کوي چې د افغانستان امنیت مختل کړي او خلکو ته ستونزې پیدا او د بهرنیانو هدفونه تعقیب کړي،‌ جدي چلند وکړي.‌

ان د طالبانو د ډلې غړو، چې د فاطمیون لوا سیاله ډله ده، د فاطمیون په هکله اندېښنې ښودلې دي.‌

په هرات ولایت کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د یوه جلا شوي ګروپ د مشر مرستیال ملا منان نیازي وویل، د فاطمیون لوا جنګیالي په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او بامیان کې ځای پرځای شوي او په افغانستان کې د ایرانیانو هدفونه تعقیبوي.‌

هغه وویل، « موږ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د فاطمیون لوا هدفونه معلوم کړي دي. د فاسد فاطمیون ګروپ په جوړولو سره، ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې یوه کورنۍ جګړه پیل کړي.»

نیازي وویل، د ایران رژیم د فاطمیون په څېر ترهګرو ډلو د جوړولو له لارې، په سیمه کې د عراق، سوریې، لبنان او یمن په څېر د فتنې اچولو اور بل کړی دی.

هغه وویل، «فاطمیون لوا د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ دی، خو موږ به یې له منځه وېسو او هېڅکله به اجازه ورنه کړو چې فعالیت وکړي.»

د افغان کډوالو له بې وزلۍ څخه ناوړه استفاده

د فاطمیون لوا په هکله وروستۍ اندېښنې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې افغان کډوال جذبوي چې له یادې ډلې سره یوځای شي او له هغوی سره د دروغو وعدې کوي چې د ایران تابعیت او ډېرې پیسې به ورکړي.

تر دې پورې چې، د بشري حقونو د ټولو کنوانسیونونو پر خلاف، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ماشومان په فاطمیون لوا کې استخدام کړي، چې یو شمېر یې په سوریه کې د ایران د نیابتي جنګ په ترڅ کې وژل شوي هم دي.‌

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، ټول هغه افغانان چې له فاطمیون سره یوځای شوي دي هغوی د فقر یا ناچارۍ له امله جنګ ته تللي دي.‌

هغه وویل، تهران د هغوی له فقر او ناوړه حالت څخه استفاده کړې او هغوی یې په خپله سیاسي او نظامي لوبه کې ورښکېل کړي دي.

حکیمي وویل، «ما د فاطمیون له یوه پخواني جنګیالي سره، ‌چې سوریې ته تللی وو او اوس په کابل کې ژوند کوي، دوه ورځې تېرې کړې. هغه راته وویل چې د ایران حکومت هغه ته د میاشتې ۳۶۰۰۰ افغانۍ (۴۰۰ یورو) ورکولې چې په سوریه کې جنګ وکړي.»

هغه وویل، که د فاطمیون غړي ډېر زیات غریب نه وای، هغوی به دا نه وای منلې چې په سوریه یا کوم بل هېواد کې د ایران د ګټو لپاره جنګ وکړي.

هغه وویل، «د ایران حکومت د فاطمیون جنګیالیو سره ژمنه کړې چې ډېرې پیسې،‌ کورونه او تابعیت به ورکړي او ترڅو چې له دغو جنګیالیو څخه استفاده کوي هومره ورسره د دروغو وعدې کوي، خو کله چې جنګیالي ووژل شي یا په جنګ کې برخه اخیستل ودروي، دغه هېواد خپلې وعدې نه ترسره کوي.»

په ۱۳۹۶ کې، افغان حکومت د ایران له خوا په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو څخه د ناوړه استفادې په وړاندې مخالفت وښود او د یادې ملېشې د انحلال غوښتنه یې وکړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بل هېواد په چارو کې د هېڅ هېواد لاسوهنه هم نشي کولی چې ثبات په کې رامنځته کړي، بلکې په عملي توګه په هغه هېواد کې اختلافات او نفاق رامنځته کوي. که القاعده ده که داعش او که فاطمیون دي، دا ټول به په یوه داسې هېواد کې چې هلته قومي شخړې اوس هم په لوړه نقطه کې دي اختلافات رامنځته کړي.‌ نوی نسل د هېڅ ترهګرې ډلې چې هر قومي ګروپ پورې اړه ولري او د هېواد موجودې ګټې په خطر کې اچوي، دفاع نه کوي. هغوی د هغو پر ضد ودریږي ځکه چې ټول قومونه له بې وزلۍ څخه کړېږي او بهرنیان او فاسد ګاونډیان ترې ناوړه استفاده کوي.‌ مونږ ډېر ښه پوهېږو چې ټول بهرني داخلي ګروپونه، که افغانان هم دي، هغوی د حکومت او ملت په ګټه نه دي، بلکې هغوی په هېواد کې یو تخریبي رول ترسره کوي.

ځواب ورکړئ

وروره، ولې تاسو ملامتیا په ایران باندې ور اچوئ؟ راځئ چې په خپل هېواد کې وګورو چې حکومت عباس بصیر چې د عاشورا د څېړنو په برخه کې یې د ماسټرۍ ډګري اخیستې ده د لوړو زده کړو د وزیر په توګه نومولی دی.‌ بهتره ده چې د ایران ټولنیز او بین الحکومتي ملاتړ کوونکي وپېژندل شي او هغوی د عزادارۍ شخصي او رسمي مراسمو ته راوبلل شي.‌

ځواب ورکړئ

متحده ایالات له عراق څخه ووتل او د عراق قدرت او واکمني یې د ایران له خوا حمایه کېدونکیو ګروپونو ته وسپارل، او په افغانستان کې به هم همداسې کار وکړي. څومره چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت رانژدې کېږي، هومره دغه ګروپونه قوي کیږي، او دا هغه حقیقت ښیي چې امریکا په غیر مستقیم ډول دغه ګروپونه قوي کوي، ځکه چې هغوی کولی شي چې په سیمه کې د متحده ایالاتو اوږدمهالې ګټې خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

له پاکستان څخه وروسته به ایران د افغانستان لپاره په یوه ډېر خطرناک دښمن باندې واوړي. که د ایران د لاسوهنو مخه ونه نیول شي،‌ افغانستان به یو ځل بیا د فرقه ییزې سیالۍ، په ځانګړې توګه شیعه او سني تر منځ د جنګ په میدان باندې بدل شي.

ځواب ورکړئ

(۲) د ایران له خوا د جوړ شوي ترهګر فاطمیون ګروپ تر ټولو ښه مقابله دا ده چې امریکا او نور هغه هیوادونه چې د ایران له ترهګریز او پراختیا غوښتونکي سیاست سره مخالف دي، په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د ایران له سرحد سره نژدې ولایتونو کې د برېښنا د بندونو په برخه کې پانګونه وکړي. اوبه د ایران پر ضد بهترینه وسله ده چې باید وکارول شي. همدا کار د ترهګرو له اصلي پلار (پاکستان) سره هم کېدی شي خو چې امریکا اراده ولري.‌

ځواب ورکړئ

اصلا د افغان حکومت لپاره د «مزدور» د کلیمې په تحقق کې پخپله امریکایانو او په ځانګړې توګه د ټرمپ ادارې ډېر رول لوبولی دی. مثلا، د قطر په خبرو کې یې له خبرو نه محروم کړل، د انتخاباتو په نتایجو کې یې مداخله وکړه او عبدالله یې په زوره په غني باندې ور تحمیل کړ، د نظار شورا او پخوانۍ شمال ټلوالې جنایتکارانو ته د حکومت له خوا د سزا ورکولو مخه نیسي، د اردو او پولیسو له خوا د نیول شویو هغو کسانو چې پاکستان د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره رالېږلي وو د اعدام مخه نیسي. یو ښه مثال یې دا دی چې ولې د افغانستان د حکومت په محبسونو کې لس او شل زره طالبان،‌ داعشیان او نور جنایتکاران موجود دي خو له طالبانو سره ټول ایله زر حکومتي کسان بندیان دي؟‌ د دې معنی دا ده چې طالبان هغه کسان چې په جنګ کې یې نیسي وار له واره وژني خو حکومت یې راولي او ښه ښه خوراکونه پرې کوي چې لکه پسونه داسې چاغېږي او چې خوشې شي بیا د جنګ میدان ته ځي. کله چې پوښتنه ترې وشي چې ولې جنایتکارانو ته سزا نه ورکوي؟ ولې قاتلان نه اعداموي؟ وایي امریکایان یې نه پرېږدي. نو مزدور او بې واکه واکمن نور څه ته وایي؟ بله خبره د فاطمیون د ترهګرې ډلې ده، که امریکایان وغواړي کولی شي چې د فاطمیون له ترهګرو نه د هغه ګرنېټ بم په توګه کار واخلي چې یو دښمن یې د بل په لوري واروي او هغه یې له چاودېدلو نه مخکې راواخلي او بېرته یې د دښمن په لور ور ګوزار کړي. که چېرې امریکایان وغواړي، کولی شي چې همدغه د فاطمیون جنګیاليو ته چې د ایران ترهګر قدس ځواک او انقلابي ګارډ استخدام کړي وه او اوس راتښتېدلي یا راستانه شوي دي د ۴۰۰ پر ځای ۵۰۰ او ۶۰۰ ډالر ورکړي او بېرته یې د ایران پر ضد وجنګوي ځکه چې ایران هم د امریکا دښمن دی او هم د افغانستان. (۱)

ځواب ورکړئ

د فاطمیون ډله د افغانستان راتلونکې لپاه یو ډیر ستر ګواښ ګڼل کیږي. که افغانستان دولت غفلت وکړي او د دغې ډلې پروړاندې جدي تصمیم ونه نیسي، افغانستان امنیت به ډېر خرابه شي.

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا به د افغانستان د راتلونکي امنیت ته یو غټ ګواښ جوړ کړي، او مونږ له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دغې ډلې پر ضد جنګ ته پوره چمتو واوسي.‌

ځواب ورکړئ

دا یو حقیقت دی چې د ایران حکومت به له فاطمیون ډلې څخه په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي، ځکه چې هغوی په دغه ګروپ باندې پانګونه کړې او له دې ډلې څخه په استفادې سره، هغوی په سوریه کې د بشارالاسد مخالفین کمزوري کړل. همدارنګه، دغو ځواکونو په عراق کې هم ډېرې لاسته راوړنې لرلې. اوس چې په سوریه او عراق کې وضعیت ښه شوی دی او دغه ډلې له هغو هېوادونو څخه ډېرې ایران ته بېرته راغلې دي، ایران به هڅه وکړي چې دا ځواکونه افغانستان ته راولېږي او په افغانستان کې د خپلو شیطاني هدفونو لپاره ترې استفاده وکړي. تر دې چې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا عبدالمنان نیازي هم له دې څخه خبر دی او یو څو ورځې مخکې هغه په یوه ویډیو کې د فاطمیون جنګیالیو ته خبرداری ورکړ چې که هغوی وخوځيږي ټول به ووژني. نیازي همداراز وویل چې هغه هره ورځ په افغانستان کې د هغوی په لسګونو کسان وژني. افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د ملا عبدالمنان نیازي په کسانو باندې برید ونه کړي، او باید چې د فاطمیون او طالبانو پر ضد د طالبانو د جلا شوې څانګې ملاتړ وکړي او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي. زه فکر کوم چې د ملا عبدالمنان نیازي ډله د امنیت په ډاډمنولو کې له افغان محلي پولیسو څخه ډېره بهتره ده، ځکه چې دغې ډلې د هرات په ټولو لویو لارو باندې امنیت راوستی او هره ورځ په لسګونو غله او د ایران جاسوسان وژني. دا ګروپ نه اداري فساد کوي نه په چا باندې ظلم کوي نه جنسي تېری کوي، بلکې دا هڅه هم کوي چې اداري فساد له منځه لاړ شي.‌

ځواب ورکړئ

که د طالبانو دا ډله هغسې ښه وي چې تاسو ویلي دي، بیا ولې هغوی له حکومت سره نه یوځای کیږي؟ ملا نیازي یوازې ملکي خلک او د لویو لارو مسافر نیسي او وژني. هغه او د هغه فاسد ګروپ د فاطمیون هېڅ ډله تر اوسه پورې په نښه کړې نه ده.‌ که د فاطمیون ګروپونه په افغانستان کې وي یا دلته فعالیت کوي،‌ د نیازي ګروپ به د ځان د پټولو لپاره د موږکانو سوړه ولټوي.‌ دغه ډله یوازې د بې ګناه مسافرو پر ضد جنګ کوي. دغه ګروپ هېڅکله په جنګ کې برخه نه ده اخیستې، او جنګیالي یې د ملي اردو د ځواکونو له وېرې له یوه غره څخه بل غره ته تېښتې کوي.‌

ځواب ورکړئ