امنیت

تهران په افغانستان کې د سیالو اورپکو ډلو په ملاتړ سره ګډوډۍ ته لمن وهي

د سلیمان راپور

طالب اورپکي د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړه ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړه ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د ایران رژیم په یو وخت د دوه سیالو ګروپونو -- طالبان او فاطمیون لوا -- د ملاتړ له لارې د فرېب یوه خطرناکه لوبه پر مخ وړي ترڅو په افغانستان کې بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي امین الله شارق وویل،‌ «له طالبانو او د فاطمیون جنګیالیو څخه، چې په سیاسي، مذهبي او ایډیالوژیک لحاظ یو د بل مخالف دي، د ایران ملاتړ ښیي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د انارشۍ او بحران یوه تګلاره تعقیبوي او اداره کوي څو خپل امنیتي، اقتصادي او سیاسي هدفونه ترلاسه کړي.»

فاطمیون لوا یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه جوړه شوې، او د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یې تمویلوي، تربیه کوي او تجهیزوي.

په ورته وخت کې، تهران له طالبانو سره په خپلو اړیکو اعتراف کړیاو د سولې د پروسې پر وړاندې یې مخالفت ښودلی دی.

په دې بې نېټې عکس کې د فاطمیون د جنګیالیو یوه قطعه په سوریه کې یوې غونډۍ ته پورته کیږي. [فاطمیون لوا]

په دې بې نېټې عکس کې د فاطمیون د جنګیالیو یوه قطعه په سوریه کې یوې غونډۍ ته پورته کیږي. [فاطمیون لوا]

شارق وویل، «ایران په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه ترسره کويترڅو خپلې سراتیژیکې ګټې ترلاسه او خوندي‌ کړي.»

هغه وویل، «ایران له کالونو راهیسې په دې کار کوي چې افغانستان بې ثباته کړي او له هرو موجودو امکاناتو څخه استفاده کوي چې خپل هدف پرې ترسره کړي. ایران د هر هغه ګروپ ملاتړ کوي چې ګټې یې خوندي کوي.»

هغه وویل، یو وخت د تهران ګټې په دې کې خوندي وې چې د طالبانو دښمنان حمایه او تجهیز کړي او دا کار یې کاوه، «خو اوس د طالبانو ملاتړ کوي ترڅو خپل ستراتیژیک هدفونه او ګټې خوندي کړي.»

هغه وویل،‌ «د ایران له خوا په یو وخت د دو مخالفو لوریو د ملاتړ تر شا یو بل دلیل دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ترڅو په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې چې طالبان په کې واک لري د هغوې له لارې، او په مرکزي ولایتونو کې، چې تر ډېره شیعه مېشتې سیمه ده، د فاطمیون له لارې، خپلې ګټې خوندي کړي.»

په کابل کې د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو موسساتو او د مدني ټولنې د موسساتو د همغږۍ د ملي پیوستون د کمېسیون رییس ابراهیم رحیمي وویل، «موږ وینو چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په اوپراتیفي او ویجاړوونکیو ګروپونو کې غټې پانګونې کړي دي، او په فاطمیون او طالبانو دواړو کې له افغانانو څخه استفاده کوي چې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې پرې خوندي کړي.»

رحیمي وویل، «ایران په تېرو ۴۰ کالونو کې په افغانستان کې په جنګونو کې ښکېلو ګروپونو ته مالي او پوځي ملاتړ برابر کړی دی او هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل ګوډاګی رژیم واک ته ورسوي، او اوس، په یو وخت فاطمیون او طالبانو سره د مرستې کولو له لارې، غواړي چې دغه هدف ترلاسه کړي.»

له ترهګرو سره معاملې کول

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکې فضل من الله ممتاز وویل، «ایران به د خپلو موخو او ګټو د خوندي کولو لپاره هر ناقانونه کار ترسره کړي.»

هغه وویل، «هغوی د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن کورنۍ ته پناه ورکړه،‌ د طالبانو د رژیم په رانسکورولو کې یې رول ولوباوه،‌ او اوس، سره له دې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په ۱۳۷۷ کې په مزارشریف کې د هغوی دپلوماتان ووژل، لاکن هغوی طالبانو او فاطمیون ته چې یو د بل دښمنان دي مالي او پوځي ملاتړ برابروي، چې خپلې ګټې پرې خوندي کړي.‌»

ممتاز وویل، «ایران د لبنان د حزب الله، طالبانو، القاعدې، فاطمیون او نورو اورپکو ډلو ملاتړ کوي چې خپلې موخې پرې ترلاسه کړي.هغوی په افغانستان او سیمه کې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره له ترهګرو سره معاملې کوي.»

هغه وویل، «ایران غواړي چې د دو مخالفو ګروپونو د ملاتړ له لارې، افغانستان د سوریې او لبنان په څېر بې ثباته کړي چې د افغانستان څه برخې د لویدیځ لبنان په څېر د فاطمیون په وسیله کنټرول کړي، او نورې برخې یې د طالبانو په لاس کنټرول کړي.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي عبدالستار حسیني وویل، «ایران له کالونو راهیسېپه لویدیځه او جنوب لویدیځه حوزو کې طالبانو ته پوځي او مالي ملاتړ برابروي.»

هغه وویل، «دا وس چې موږ خبرې کوو، د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانان د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د طالب جنګیالیو ۱۵، ۳۰ او ۱۰۰ کسیز ګروپونه رهبري کوي. هغوی له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې په فعاله توګه ښکېل دي.»

حسیني وویل، «د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانان په لویدیځه حوزه کې د افغان قوماندانانو او عسکرو په وژلو کې ښکېل دي. افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې ۷ مقناطیسي ماینونه چې د ایران نښې پرې لګېدلې وې او د وژنو لپاره په پام کې نیول شوي وو، کشف کړل.»

هغه وویل، «اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون او طالبانو د دو افراطي او ویجاړوونکیو ګروپونو د ملاتړ له لارې هڅه کويچې په افغانستان کې امنیت، سیاسي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران نفوذ د افغانستان لپاره لکه سرطان داسی ده چې ټول وجود له مینځه وړي. که د ایران نفوذ مخه په افغانستان و نه نیول شي. ایرانیان به افغانستان ویجاړ کړي.

ځواب ورکړئ

د ایران سیاست د سیاسي - مذهبي ایډیالوژۍ په اساس دی، او راډیکالیزم په کې شامل دی.‌ د ایران حکومت په دغه هېواد کې د مدني او ولسواکو ازادیو یو غټ دښمن او د خپلو ګاونډیانو لپاره د خطر او نا امنۍ یوه غټه سرچینه ده. ایران په افغانستان کې لاس وهي او د طالبانو ملاتړ کوي.

ځواب ورکړئ

د ایران اسلامي جمهوریت په فاطمیون لوا باندې خپل تسلط ساتلی دی، او حتی شونې ده چې ایران په قصدي توګه هغوی افغانستان ته راستانه کړي وي چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره د رژیم د نیابتي ځواک په توګه جنګ وکړي. د ایران اسلامي جمهوریت په دغه هېواد کې د داعش نفوذ ته سخت وارخطا دی. د ایران اسلامي جمهوریت پوهېږي چې په ایران کې ځینې سنیان له داعش سره د نزدیکت احساس لري. له دې امله، کله چې د داعش ځواکونو په افغانستان کې دننه او د ایران پولو سره نژدې یو مرکز جوړ کړ،‌ تهران په چټکۍ سره له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې او طالبانو ته د وسلو په ورکولو سره یې داعش له خپلو پولو څخه لیرې کړ.‌ د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د مذاکراتو د فصل په پيلېدلو او د سولې د تړون په لاسلیکېدلو سره، ځینې طالب جنګیالي چې له دغه تړون څخه ناراضه دي ښایي له داعش سره یوځای شي. راپورونه ښیي چې دا وخت د داعش ډلې مشر د افغانستان په شمال کې جنګیالي استخداموي.‌ له داعش سره د طالب جنګیالیو یوځای کېدل دغه ګروپ بیا واکمنوي. په داسې یوه حالت کې، تهران دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې یو قوی نایب ګروپ ولري چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت ته هم ډېر ژمن اوسي. له دې امله، د فاطمیون ځواکونه په افغانستان کې دننه خوځیږي او ځانونه سره تنظیموي.

ځواب ورکړئ

د فاطمیون لوا جنګیالي شیعه افغانان دي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکونو تر نظارت لاندې یې د سوریې په جنګ کې برخه اخیستې ده.‌ هغوی په سوریه کې د خونړیو جنګونو تجربه لري.‌ که هغوی افغانستان ته راستانه شي او اکثر یې وظایف او مسلکونه ونه مومي، دا ښکاره خبره ده چې د داعش او فاطمیون لوا تر منځ شخړه رامنځته کېدلی شي.

ځواب ورکړئ

د افغان حکومت له خوا د ایران په سرحدونو کې د بندونو جوړولو ایران ډېر اندېښمن کړی دی، او د ایران حکومت له تېرو شلو کالو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدنې مخه ونیسي. د ایران رژیم د دې لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د بیارغونې پروسه ټکنۍ کړي.‌ تاسو د تېرو څو کالو په ترڅ‌ کې لیدلي چې ناپېژاندو وسله والو سړیو د ایران سرحدونو سره نژدې د افغانستان د بندونو په ځینې انجنیرانو باندې بریدونه کړي دي.‌ دا ښیي چې ایران په افغانستان کې د بندونو په جوړولو خوښ نه دی، او د ایران ولسمشر روښانه کړه چې هغه به د افغانستان له خوا د بندونو د جوړولو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي. نو ایران پخپله نشي کولی چې په افغانستان کې مستقیماً مداخله وکړي. ایران باید د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د افغان حکومت پر ضد د ځینې ګروپونو ملاتړ وکړي.‌

ځواب ورکړئ