امنیت

د طالبانو انشعابي ګروپ چې ایران یې ملاتړ کوي هڅه کوي چې د سولې پروسه ګډه وډه کړي

د علي راپور

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۹مه خپور شوی دی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۹مه خپور شوی دی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- چارواکي وایي، تهران په دې کار کوي چې د طالبانو لپاره داسې یوه ډله جوړه کړي چې د سولې د پروسې مخه ونیسي.

تمه ده چې د اورپکو او متحده ایالاتو تر منځ د کب په میاشت کې د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان د استخباراتو یوه چارواکي د غبرګولي په نیمایي کې د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډېو ته وویل، حزب ولایت اسلامي، چې د طالبانو د هغو قوماندانانو یو ګروپ دی چې د سولې له هوکړې سره خوښ نه دي او د جنګ د پای ته رسولو مخالف دي، د تهران او د هغه د متحدینو له خوا حمایه کیږي.

هغه وویل، دغه ډله تر اوسه پورې «په رسمي توګه اعلان شوې» نه ده، او زیاته یې کړه چې په غړو کې یې طالب قوماندانان او د طالبانو وړې څانګې شاملې دي.

د دغه ګروپ د موجودیت په هکله په لومړي ځل ملګرو ملتونو د غبرګولي په میاشت کې راپور ورکړ.

په لندن کې د متحده خدمتونوشاهي انسټیټیوټ کې د طالبانو د چارو یوه شنونکي انتونیو ګیوستوزي ازادۍ راډېو ته وویل، د یادې ډلې پوځي ځواک معلوم نه دی، او داسې ښکاري چې مرکز یې په ایران کې دی.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، تهران په افغانستان کې سوله او د جنګ پای ته رسېدل نه غواړي. له دې امله، هغه له هرو موجودو وسایلو څخه کار اخلي چې جنګ جاري وساتي.

حسیني وویل، «د طالبانو ګڼ شمېر ډلې، په ځانګړې توګه په لویدیځه حوزه کې، په بشپړ ډول د ایران له خوا حمایه کیږي او د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې په هوکړه باندې عمل نه کوي.»

هغه وویل، «دا خلک هر هغه څه کوي چې ایران یې ورته وایي. ایران هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې او په ترهګرو ډلو باندې خپل نفوذ کم کړي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي غلام حسن مجروح وویل، طالبان یوه متحده رهبري او د مسایلو په هکله واحد موقف نه لري.

هغه وویل، د هغوی رهبري په انفرادي ګروپونو باندې بشپړ کنټرول نه لري -- د طالبانو د ډلې اکثره غړي د یوه یا ډېرو کسانو تر قوماندې لاندې عملیات کوي، چې هر یو یې بېلابېلو خارجي استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.

هغه وویل، «په دې کې شک نشته چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان به د دې لپاره استخدام شي چې د سولې له هوکړې څخه په وتلو سره د ځینې هېوادونو ګټې وساتي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو دا ګروپ به په راتلونکي کې په ګاونډیو هېوادونو کې له استخباراتي ادارو څخه د لارښوونو په ترلاسه کولو او د سولې د پروسې په خرابولو سره په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي.»

د متحده ایالاتو پر ضد مخالفت

مجروح وویل، په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې استخباراتي ادارې هڅې کوي چې په افغانستان کې متحده ایالاتو ته جدي ننګونې راپورته کړي، چې ډېر وختونه طالبان او ترهګر ګروپونه د امریکایي او افغان ځواکونو پر ضد پاروي.

هغه وویل، «د هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د امریکایي حضور مخالفت کوي هدف دا دی چې متحده ایالات مات کړای شي. هغوی د دې پروا نه کوي چې څومره خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي؛ ټول هغه څه چې هغوی یې پروا کوي دا دي چې د هغوی ګټې خوندي کړای شي.»

په بادغیس ولایت کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد انورهارون وویل، په هغو رژیمونو کې چې هڅه کوي چې امریکایي ګټو ته زیان ورسوي او طالبان حمایه کړي یواځې ایران نه ده بلکې روسیه او چین هم په کې شامل دي. هغه زیاته کړه، هغوی یو هم په افغانستان کې د متحده ایالاتو حضور نه غواړي.

هارون وویل، دغه هېوادونه له ټولو وسایلو څخه په استفادې سره په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې امریکایي هدفونو او ګټو ته زیان رسوي، او زیاته یې کړه چې د شخړې د دوام تر شا یو عامل د هغوی نفوذ دی.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک کېدلو وروسته، په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي، چې ښیي چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي. هغوی ځینې طالب قوماندانان حمایه کوي او هڅوي یې چې تاوتریخوالی زیات کړي.»

هغه وویل، ځینې طالبان واقعا له تاوتریخوالي څخه ستړي شوي او سوله غواړي. هغوی غواړي چې د سولې هوکړه رعایت کړي، خو نور هغه چې د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا حمایه کیږي جنګ ته دوام ورکوي او د طالبانو د مشرتابه خبره نه مني.

هارون وویل، «له طالبانو سره د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران ملاتړ او د افراطي ډلو جوړول په افغانستان کې سولې ته زیان رسوي او په افغانستان کې به د یوې نوې شخړې جبهه پرانیزي.»

نظامي او مالي ملاتړ

په ایرانی رژیم باندې له ډېرې مودې راهیسې تور لګیږي چې طالبانو ته نظامي او مالي ملاتړ برابروي، چې دغه تور په هرات ولایت کې چې له ایران سره پوله لري د وسلو د لیږد له موندنو څخه وروسته نور هم پیاوړی شوی دی.

افغان ځواکونو د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې دعملیاتو په ترڅ کې په سلګونو د هاوان ګولۍ او غټه اندازه چاودېدونکي توکي ونیول.

دې ته ورته، په یوه بل عملیات کې چې د سلواغې په ۲۳مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ترسره شو، افغان ځواکونو د طالبانو یوه د وسلو او مهماتو ډیپو چې په لسګونو وسلې او چاودېدونکي توکي په کې ول کشف کړل.

افغان پولیسو هم د وري په ۴مه په هرات ښار کې په یوه عملیات کې ۲۳ ټنه مرمۍ ونیولې.

افغان چارواکو د کوم مشخص هېواد د نوم له یادولو څخه پرته وویل، دغه وسلې او مهمات له ګاونډیو هېوادونو څخه هرات ته راغلي وو.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال ذبیح الله مومند وویل، داسې راپورونه راغلي چې طالبانو په لویدیځه حوزه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد یې کاروي.

هغه وویل، «په افغانستان کې جګړه یوه استخباراتي جګړه ده. د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ادارې یو شمېر ترهګر ګروپونه حمایه کوي چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک ووژني... د طالبانو ځینې ګروپونه د ګاونډیو هیوادونو د ګټو لپاره جنګ کوي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه افغان ملي اردو د هغو ګروپونو څارنه کوي چې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره جنګ کوي او له هغوی څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوي. هغوی پخوا د داسې ګروپونو پر ضد اقدام کړی او بیا به یې هم وځپي.

مومند وویل، «تصمیم په لویدیځه حوزه کې موجود طالبان نه نیسي؛ هغوی له بهر څخه حکمونه ترلاسه کوي. دا ښیي چې طالبان داسې بهرني ملاتړي لري چې هغوی ته پیسې او وسلې ورکوي چې جنګ جاري وساتي.»

هغه وویل، که طالبان د بهرنیو استخباراتي ادارو ملاتړ ونه لري هغوی به یواځې په څو ورځو کې له منځه وېوړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران حکومت اوس له طالبانو سره مرسته کوي، او هغوی ته پیسې او امکانات برابروي، خو وروسته چې دغه ډله په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، د دې ډلې تر ټولو غټ دښمن به ایران وي، ځکه چې طالبان به هېڅکله هم له فاطمیون لوا سره، چې د افغانستان له شیعه ګانو څخه جوړه شوې ډله ده او د ایران له خوا تمویلیږي او په سوریه، یمن او عراق کې د داعش پر ضد جنګ کوي، جوړجاړی ونه کړي.‌ وروسته له هغه چې طالبان د فاطمیون لوا له جنګیالیو سره، چې له یادو هېوادونو څخه به افغانستان ته راستانه شي، په جنګ کې ښکېل شي، ایران به د طالبانو مخالف شي،‌ او له طالبانو سره د ایران د حکومت دوستي به په دښمنۍ باندې بدله شي. زما ډېر ښه په یاد دي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت په مزارشریف کې د ایران دپلوماتان چې د ایران لپاره یې جاسوسي کوله، ووژل، او ایران د دپلوماتانو د وژلو له امله د طالبانو پر وړاندې عکس العمل وښود. د ایران حکومت خپل ځواکونه چمتو کړل چې په افغانستان باندې برید وکړي. طالبانو هم د افغانستان – ایران په پولو باندې خپل ځواکونه توظیف کړل چې د ایران د بریدونو ځواب ووایي. بیا ایران وډار شو او برید یې ونه کړ. نو، طالبان به د ایران لپاره د لستوڼي ماران وګرځي، او یوه ورځ به هغوی هغه وسلې چې ایران یې ورکوي بېرته د هغه هېواد پر ضد وکاروي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت ولې د خپلو خلکو ستونزو ته پام نه کوي او نه یې هواروي چې طالبانو ته پیسې او اسانتیاوې برابروي؟ اوس په ایران کې ډېر فقر او لوږه حاکم دي، ځکه چې د ایران رژیم له زیاتېدونکيو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی. د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د ایران پیسې ورځ‌ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، او دا بې کفایته حکومت په افغانستان او عربي هېوادونو کې په طالبانو او نورو ترهګرو ډلو باندې پیسې لګوي.‌ ایرانیان باید خپل حکومت ته اجازه ورنه کړي چې ترهګر ګروپونه تمویل کړي. خلک باید راپورته شي او په ټول هېواد کې د ایران د حکومت پر ضد احتجاج وکړي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ژغورلو یواخینۍ لار او د ایران او نورو هېوادونو لاسوهنو په افغانستان کې بندول، د طالبان سره سوله او په افغانستان کې یو قوی اسلامی نظام جوړول دي. زه فکر کوم چې که طالبان افغانستان کې واک ته روسیږي، دوی کولی شي چې د ایران د مداخلې مخه ونیسي. کرزي او اشرف غني هزاره ګانو ته دومره وخت او صلاحیت ورکړ چې دوی په ډیر سپین سترګۍ په افغانستان کې د ایران ګټو لپاره فعالیت کوي او څوک نشته چې له دوی نه وپوښتي چې تاسو ولې دغه کار کوئ. په دې کې هیڅ شک نشته چې ایران له ځینې سخت دریزه طالبان سره مرسته کوي تو څو دوی وهڅوي چې د حکومت سره سوله ونکړي او د حکومت پر وړاندې خپلی جګړې ته دوام ورکړي. ځکه د ایران ملی ګټې د افغانستان په جګړه نغښتې دي. ځکه دغې جګړې د ایران هزاره ګوډاګیانو ته په افغانستان لار هواره کړه چې افغانستان کې د ایران په ګټه هر ډول فعالیت وکړې.

ځواب ورکړئ

ایران ډېره زیاته هڅه کوي چې د سولې د بین الافغاني پروسې مخه ونیسي. له دې امله، هغوی طالبانو ته پیسې او امکانات ورکوي چې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مخه ونیسي څو هغوی دلته ووژل شي. ایران او روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې له امریکا څخه انتقام واخلي. څه وخت مخکې، ځینې راپورونو وښودله چې روسي مقاماتو طالب اورپکو ته د یوه امریکایي عسکر د وژلو په سر سل زره امریکایي ډالر ورکړي وو. د داسې انعامونو د ورکولو تر څنګ، هغوی د هغوی ستاینه هم وکړه. نو، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو پاتې کېدل نه د امریکا لپاره ګټور دي او نه د افغانستان لپاره. له دې امله، افغان حکومت او متحده ایالات باید هڅه وکړي چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو خوندي وتل ډاډمن کړي، طالبان دې ته جوړ کړي چې په افغان حکومت کې په قدرت کې شریک شي او په دې هېواد کې جنګ پای ته ورسوي، ځکه څومره چې جنګ اوږدیږي، ګټه یې ایران او روسانو ته رسیږي.

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان دواړه د افغانستان غټ دښمنان دي. پاکستان د طالبانو مشرانو ته ځایونه ورکړي او حمایه کوي یې او ایران فاطمیون او نورې ترهګرې ډلې حمایه کوي. ما د بي بي سي د یوه ایراني خبریال یو ټویټ‌ ولوست چې په کې یې لیکلي وو چې ایران په کابل کې د تبیان په نامه مرکز چې څه باندې یو کال مخکې داعشیانو ورباندې برید وکړ اصلا د سیاسي فعالیت لپاره استعمالاوه. یعنې په ښکاره یې تعلیمي او فرهنګي فعالیتونه په کې کول او تر پردې لاندې یې د هزاره افغانانو په منځ‌ کې د ایران د ګټو لپاره کار کاوه او ځوانان یې د ایران له خوا حمایه کېدونکو ترهګرو ډلو ته جذبول.

ځواب ورکړئ