امنیت

ازاد شوي طالب زندانیان په روانه جګړه کې د بهرنیو حکومتونو د رول په هکله خبرې کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

پخوانیو طالب جنګیالیو چې د کندهار زندان څخه خلاص شوي دي د غبرګولي په ۱۳مه داسې ژمنلیکونه یي په لاسونو کې نیولي چې په کې یې ژمنه کړې چې هغوی به د جګړې ډګر ته بېرته ورستانه نشي. [رازق کندهاری]

پخوانیو طالب جنګیالیو چې د کندهار زندان څخه خلاص شوي دي د غبرګولي په ۱۳مه داسې ژمنلیکونه یي په لاسونو کې نیولي چې په کې یې ژمنه کړې چې هغوی به د جګړې ډګر ته بېرته ورستانه نشي. [رازق کندهاری]

کندهار -- هغو په لسګونو طالب بندیانو چې په وروستیو کې د سولې د پروسې د برخې په توګه له زندان څخه خلاص شوي دي د بهرنیو حکومتونو د هغه پراخ رول په هکله معلومات وړاندې کړل چې د افغان ولس پر ضد په روان جنګ کې یې لوبولی دی.

له خلاصون څخه مخکې، په بندیانو باندې د داسې ژمنې لاسلیکول اړین شوي وو چې هغوی به بیا وسلو ته لاس نه کوي، خو ډېرو یې وروسته ویلي دي چې جنګ ته به دوام ورکړي.

هغوی د کابل په پلچرخي او د پروان په بګرام زندانونو سربېره، په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې له زندانونو څخه ازاد شوي ول، او ځینې تازه ازاد شویو یې وویل چې جګړه یوه وحشیانه فاجعه ده چې ګټه یې د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي.‌

رحیم الله زابلي چې ۳۶ کاله عمر لري او د زابل ولایت د مرکز قلات اوسېدونکی دی، شپږ کاله د طالبانو تر څنګ جنګ وکړ او بیا په ۱۳۹۵ کې د یوې جګړې په ترڅ‌ کې افغان ځواکونو ونیو.

د آرشیف په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۶مه اخیستل شوی دی، طالب زندانیان په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه د خلاصو ن په ترڅ کې په یوه کتار روان دي. افغان مقاماتو په یوه قیمار کې د زرګونو طالب بندیانو پرمخ د دزندان دروازې خلاصې کړې څو ډاډمنه کړي چې یاده ډله له کابل سره د سولې خبرې پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۶مه اخیستل شوی دی، طالب زندانیان په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه د خلاصو ن په ترڅ کې په یوه کتار روان دي. افغان مقاماتو په یوه قیمار کې د زرګونو طالب بندیانو پرمخ د دزندان دروازې خلاصې کړې څو ډاډمنه کړي چې یاده ډله له کابل سره د سولې خبرې پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

زابلي وویل، «ما څلور کاله په زندان کې تېر کړل.‌د سولې د خبرو له برکته، زه د کوچني اختر په پنځمه ورځ د زابل له مرکزي زندان څخه ازاد شوم. زه له افغان حکومت څخه د هغه د زړه سواندي اقدام له امله ډېره مننه کوم.»

هغه زیاته کړه، «زه په خپلو تېرو کارونو باندې پښېیمان یم، او هغه کارونه چې ما د طالبانو په لیکو کې د خدمت کولو پر وخت کول لکه جنګ او د ملکي خلکو ځورول هغه د ټولو اسلامي او انساني اساساتو له مخې حرام دي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو د تحریک له خوا د روانې جګړې په ترڅ‌ کې د طالبانو مشران میلیونران شول. د هغوی بچیان د پاکستان په لویو ښارونو کې لوړې زده کړې، په داسې حال کې چې زما په څېر غریب خلک د هغوی د ګټو لپاره جنګ کوي، قرباني ورکوي او په زندان کې وخت تېروي.»

زابلي وویل، «زه په هغو طالبانو باندې چې اوس هم د طالبانو په لیکو کې جنګ کوي غږ کوم چې نور دې د دغې بدمرغې جګړې لپاره خپل ځانونه نه قرباني کوي ځکه چې په افغانستان کې جګړه نه زموږ جګړه ده او نه هم جهاد دی.»

د ویجاړتیا په مقابل کې تادیات

د طالبانو پخوانی قوماندان او د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی ملا محمد کریم اخوند چې ۵۵ کاله عمر لري د غبرګولي په ۱۳مه د کندهار زندان څخه ازاد شو.

نوموړی په ۱۳۸۷ کې د شاه ولیکوټ ولسولۍ په بهرامچه کلي کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی وو.‌

هغه وویل، «ما په ۱۳۷۳ کې د طالبانو د امارت له رامنځته کېدلو راهیسې د طالبانو په لیکو کې د افغان مظلوم ولس پر ضد جنګ کاوه. د افغان حکومت په لومړیو ورځو کې، زه پاکستان ته لاړم او د بلوچستان ایالت د کوېټې په چاوڼۍ سیمه کې مې د آی اېس آی [د پاکستان د استخباراتو ادارې] له مشرانو سره وکتل.»

هغه زیاته کړه، «هغوی داسې لارښوونې راته وکړې چې په افغانستان کې پلونه، ښوونځي، کلینیکونه او حکومتي ودانۍ ویجاړې کړم. د هر تخریبي عمل په مقابل کې، هغوی ماته ډېرې پیسې راکولې.»

اخوند وویل، «په زندان کې د بند پر مهال، زه پوه شوم چې هغه جرم چې موږ طالبانو د دې ملت په مقابل کې کړی دی هغه د بښلو وړ نه دی. اوس زه په خپلو پخوانیو عملونو باندې پښېمان یم ځکه چې زموږ د ناروا جګړې له امله په زرګونو ښځو خپل مېړونه او په زرګونو ماشومانو خپل میندې او پلرونه له لاسه ورکړل.»

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی محمد قاسم جهادوال چې ۴۳ کاله عمر لري په ۱۳۹۲ کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په داسې حال کې ونیول شو چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد یې جګړه کوله. هغه د بګرام زندان کې بندي وه.‌

جهادوال د کوچني اختر په درېیمه ورځ خوشې کړای شو.

هغه وویل، «زه په ۱۳۸۳ کال کې له طالبانو سره یوځای شوم، او بیا د ایران د استخباراتو په غوښتنه زه د ایران مشهد ښار ته لاړم چې هلته مې له ځینې ایراني پوځي افسرانو سره وکتل. هغوی ماته وویل چې که زه د افغان حکومت او نړۍ والو پوځي ځواکونو پر ضد وجنګېږم هغوی به ماته هر ډول امکانات په لاس راکړي.»

هغه زیاته کړه، «د هغوی له لارښوونو څخه وروسته، ما ډېر زیات تخریبي فعالیتونه ترسره کړل چې اوس یې ان په یادولو او بیانولو باندې شرمېږم. د ماینونو په وسیله د ملکي خلکو یا د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو یا یې پر وړاندې د جنګ کولو په بدل کې به ما له ۱۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو افغانیو (۱۳۰۰ - ۶۴۰۰ ډالرو) پورې ترلاسه کول.‌»

جهادوال وویل، «د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ اوس هم په ایران کې مېشتې دي. زه چې په زندان کې وم هېڅ طالب مشر زما د کورنۍ پوښتنه ونه کړه او نه یې کومه مرسته ورسره وکړه.»

هغه وویل،‌ «زما ټول ماشومان بې سواده پاتې شول، په داسې حال کې چې زما د کلي ټول خلک په غربت کې ژوند کوي. د دې ټکو په پام کې نیولو سره به زه هېڅکله هم بیا له طالبانو سره یوځای نشم بلکې یواځې د سولې لپاره به کار وکړم.»

موږ به جهاد ته دوام ورکړو

په دې کې شک نشته چې،د افغان چارواکو له خوا په زرګونو طالب بندیانو ته د زندانونو دروازې خلاصول یو قمار ووځکه چې ځینې ازاد شویو جنګیالیو ژمنه کړې چې د جګړې ډګر ته به بېرته ستانه شي.‌

محمد داود چې د غوایي په میاشت کې له بګرام زندان څخه ازاد شو، ای اېف پي ته وویل، «که امریکایان ونه وځي، موږ به خپل جهاد ته دوام ورکړو ځکه چې هغوی په خپلو عملیاتو کې ډېر افغانان وژلي دي.»

امریکایي ځواکونو ۲۸ کلن داود ۹ کاله مخکې په فاریاب ولایت کې ونیو.

په پاکستان کې یوه طالب قوماندان ای اېف پي ته وویل په دې کې باید هېڅ ابهام نه وي چې راخوشې شوي کسان به بالاخره په افغانستان کې د جنګ په لومړیو کرښو کې توظیف کړای شي.‌

هغه وویل،‌«دا یو روان جهاد دی، او تر هغه وخته پورې به روان وي څو چې موږ د کابل حکومت سره څه ډول هوکړې ته ورسېږو.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد داود اساس وویل، له دې خطر سره سره چې ښایي ځینې جنګیالي د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شي، د حکومت له خوا د طالب زندانیانو خوشې کول یو مثبت ګام دی.

هغه په یاده اورپکې ډله باندې غږ وکړ چې د سولې پروسې څخه ښه استفاده وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

هغه وویل، «طالبان باید افغانان ونه وژني. هغوی باید خپلې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راولي او دلته د سولې پروسې سره یوځای شي.»

په ورته وخت کې، امنیتي چارواکي تاکید کوي چې افغان امنیتي ځواکونه جنګ او سولې دواړو ته پوره چمتو دي، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د بې ګناه خلکو وژل ودروي یا سخت غبرګون ته چمتو شي.

د زابل امنیه قوماندان ډګروال حکمت الله خبرداری ورکړ چې، «موږ د سولې د پروسې د چټکولو او د طالب زندانیانو د ازادولو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني له خوا اخیستل شویو ګامونو ته ښه راغلاست وایو، خو طالبان باید په واضح ډول پوه شي چې افغان امنیتي ځواکونه د جنګ او سولې دواړو لپاره پوره چمتو دي.»

هغه وویل، «طالبان باید نور بې ګناه خلک ونه وژني او نه یې وځوروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پوچو تبلیغاتو مو نور سوک نه غولیژی اجیرو رسنیو. بندیان اکثریت د امیرانو امر ته انتظار دی . چی امر ورته وشی یوه ورز به هم صبر و نه کری . او بیرته به سنگرونه گرم کری.

ځواب ورکړئ

مرګ په خونخور ایران چې د خپلو ګټو لپاره د خپلو افغان ورونو وینې تویوي. خدای دې ایران وران او ویجاړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

هو، خدای دې پرې لعنت ووروي.

ځواب ورکړئ

دا ډول نور راپورونه هم چمتو کړئ. ایرانیان مونږ ته وایي چې مونږ پخپله خپل ځانونه وژنو، او هغوی په مونږ باندې ریشخند وهي، په داسې حال کې چې هغوی او پاکستانیان ترهګر روزي. ستاسو د ښکلي وېب سایټ له امله مننه.‌

ځواب ورکړئ

ډیر د شرم ځای ده چې دغه طالبانو بندیان وایې چې دوی ته ایراني چاواکو ویلي چې که دوی د افغانستان حکومت پر وړاندې جنګ وکړي دوی ته به هر ډول امکات برابر کړي. چې تاسې خبره وه نو بیا تاسو ولې دې خپل هیواد په مقابل کې جګړه کوله؟ آیا تاسو نه پوهیدلی چې د افغانستان د جګړې ګټې نورو هیوادو ته رسیږي؟ آیا تاسو نه پوهیدلی چی دغه جګړه د افغانستان د بربادی لپاره په لاره اچول شوې ده؟ آیا تاسو نه پوهیدلی چې د افغانستان جګړه ایران او پاکستان ته ستراتیژیک موخه ده؟ همغه شیبه چې تاسو ته ایراني چارواکو دغه خبر وکړه، تاسو به سم د لاسه سلاح پر ځمکه ایښي وه او د جګړې نه مو لاس اخیستي و.

ځواب ورکړئ

که افغان مقاماتو د افغانستان په زندانونو کې د طالب بندیانو د بند په دوران کې له هغوی سره ښه چلند کړی وي، زه باور لرم چې هغوی به د جګړې ډګر ته ستانه نشي ځکه چې اکثر هغه طالبان چې د دې ګروپ په لیکو کې جنګ کوي هغوی نه پوهېږي، اوغولول شوي او ورته ویل شوي چې ټول هغه خلک چې له افغان حکومت سره کار کوي هغوی کافران دي، خو که دغه بندیان هره ورځ د زندانونو د چارواکو له خوا شکنجه شوي او زورول شوي وي، زه باور لرم چې د هغوی ډېر به د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شي. چې ریښتیا خبره وي، په افغان پولیسو کې د فساد، رشوت، ظلم او داسې نورو په څېر ډېرې ستونزې شته. په وروستیو کې، د کورنیو چارو وزارت په دې وزارت کې اصلاحات راوستل پیل کړل چې دا یو ښه کار دی. په حقیقت کې، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي یو مسلکي او منظم شخص دی. هغه کولی شي چې د هېواد په پولیس ځواکونو کې مهم بدلونونه راولي.

ځواب ورکړئ