امنیت

آیا طالبان کولی شي چې په افغانستان کې خپل روان 'جهاد' توجیه کړي؟

د سلیمان راپور

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د امریکایي مرکچیانو او طالب استازو تر منځ د کب په ۱۰مه د سولې د هوکړې لاسلیک کېدل ولمانځي. طالبانو د کب په ۱۲مه وویل چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد یرغلیز بریدونه بیا پیلوي، او په دې توګه یې هغه اورکم پای ته ورساوه چې د هوکړې له لاسلیک کېدلو څخه مخکې یې اعلان کړی وو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د امریکایي مرکچیانو او طالب استازو تر منځ د کب په ۱۰مه د سولې د هوکړې لاسلیک کېدل ولمانځي. طالبانو د کب په ۱۲مه وویل چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد یرغلیز بریدونه بیا پیلوي، او په دې توګه یې هغه اورکم پای ته ورساوه چې د هوکړې له لاسلیک کېدلو څخه مخکې یې اعلان کړی وو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- له متحده ایالاتو سره د کب په میاشت کې د سولې د یوه تړون له لاسلیکولو څخه وروسته، د طالبانو دوامدار تاوتریخوالی په دې هکله پوښتنې راپورته کوي چې دغه اورپکې ډله په افغانستان کې خپل روان «جهاد» څنګه توجیه کوي.

پخوا طالبانو خپل جنګ چې هغوی یې «جهاد» بولي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور پورې تاړه.

خو د سولې هغه تړون چې واشنګټن له طالبانو سره لاسلیک کړ، په دې شرط چې طالبان له کابل سره خبرې پيل کړي او په خپلو ژمنو ودریږي، ایجابوي چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان څه وځي.

د متحده ایالاتو یوه جګپوړي دفاعي چارواکي د غبرګولي په ۸مه ای اېف پي ته وویل، د ځواکونو دغه اېستنه له مهالوېش څخه مخکې ده او نږدې ۸۵۰۰ امریکایي عسکر پاتې دي، دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوي وروستي اوربند څخه مخکې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي ول.

سړي د غوایي په ۳۱مه د یوه موټر، چې د قربانیانو مړي انتقالوي، په شاتنۍ برخه کې ناست دي. یوه ورځ مخکې وسله والو سړیو د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په یوه جومات کې د ماخستن د لمانځه پر وخت په عبادت کوونکیو باندې ډزې وکړې چې د یوه ځایي پولیس د وینا له مخې، لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

سړي د غوایي په ۳۱مه د یوه موټر، چې د قربانیانو مړي انتقالوي، په شاتنۍ برخه کې ناست دي. یوه ورځ مخکې وسله والو سړیو د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په یوه جومات کې د ماخستن د لمانځه پر وخت په عبادت کوونکیو باندې ډزې وکړې چې د یوه ځایي پولیس د وینا له مخې، لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

دا حقیقت ښيي چې د طالبانو جګړه د افغانانو او مسلمانانو پر ضد ده.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سید نقیب الله هاشمي وویل، «طالبان د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد د جګړې د دوام لپاره چې هغوی یې «جهاد» بولي، هېڅ دیني توجیه نه لري.»

هغه وویل، د افغانانو او د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو وژنه چې ټول مسلمانان دي جهاد نه ده،«هغه یو جنایت او یوه غټه ګناه ده، او طالبان باید پوه شي چې هغوی به د افغانانو په وژلو سره خپلې خوخې ترلاسه نه کړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي نجیب الله ازاد وویل، که د طالبانو «جهاد» ان د سولې د تړون له لاسلیکولو څخه مخکې غیراسلامي وو، اوس نو بېخي د توجیه وړ نه دی.

هغه وویل، «مخکې له دې چې طالبان له متحده ایالاتو سره یوه حل ته ورسیږي، په افغانستان کې دننه ټولو شیعه او سني علماوو او د اندونیزیا او سعودي عربستان دیني علماوو یوه فتوا صادره کړه چې د طالبانو جګړه «جهاد» نه دی او دا چې هغه جواز نه لري.»

«دا ښیي چې د طالبانو جګړه له متحده ایالاتو سره د هغوی له تړون څخه مخکې هم جهاد نه وو، او له تړون څخه راوروسته هم ورته جهاد نشو ویلی.»

ازاد وویل، «له متحده ایالاتو سره د طالبانو له تړون څخه وروسته د هغوی د جګړې دوام ښيي چې هغوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور له امله جنګ نه کوي، بلکې د دې لپاره ... چې قدرت ترلاسه کړي او د ګاونډیو هېوادونو ګټې خوندي کړي.»

هغه وویل، «طالبان پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې د ولسواکۍ او د خلکو د رایو له لارې قدرت ترلاسه کړي؛ له دې امله، هغوی بهانې کوي او نه غواړي چې د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.»

ازاد وویل، «د جګړې په دوام باندې د طالبانو تاکید ... دا معنی لري چې هغوی غواړي د افغانانو او مسلمانانو پر ضد جنګ وکړي. دا جنګ «جهاد» نه دی، بلکې د افغانانو او مسلمانانو وینه تویول دي.»

د سولې لپاره چمتووالی

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل، «د طالبانو جګړه له پيل نه غیرمشروع وه.»

هغه وویل، «که طالبانو د بهرنیو ځواکونو د حضور له امله جګړه کوله، بیا نو له متحده ایالاتو سره د هغوی له هوکړې څخه وروسته دې ته بهانه نه پاتې کېږي چې هغوی د یوه هېواد پر ضد چې په ګرده نړۍ کې د اسلامي حکومت په نامه پېژندل کیږي او مسلمانان په کې اوسیږي جنګ وکړي ځکه چې داسې کول غلط او غیرمشروع دي.»

مینه پال وویل، «حکومت هوډ کړی چې سوله وکړي، او موږ په دې برخه کې مؤثر ګامونه اخیستي دي. خلک په تمه دي چې یو دایمي او هر اړخیز اوربند نافذ شي. که اوربند وشي او دواړه لوري د خبرو اترو له لارې خپل مسایل حل کړي، موږ کولی شو چې یوې باعزته سولې ته ورسیږو.»

د سولې تړون له افغان حکومت څخه غواړي چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، . همدارنګه دغه تړون له یاغیانو څخه غوښتنه کوي چې په بدل کې ۱۰۰۰ تنه حکومت پلوه بندیان خوشې کړي

مینه پال وویل، «د طالب بندیانو خوشې کول روان دي، او موږ تمه لرو چې تاوتریخوالی راکم او اوربند اوږد شي.»

«حکومت د سولې بین الافغاني خبرو ته په بشپړ ډول چمتو دی ځکه چې خپل مرکچي ټیم یې معرفي کړی، او طالبان دې ته بهانه نه لري چې بین الافغاني خبرو ته شا واړوي.»

هغه وویل، «تاوتریخوالی په ځانګړیو سیمو کې کم شوی دی، خو په ځینې سیمو کې اوس روان دی. حکومت او خلک هر هغه مثبت ګام ته چې طالبان یې د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د ټینګولو په لور اخلي ښه راغلاست وایي.»

سوله: یواځینی حل

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او دیني عالم محمد سالم حسني وویل، «د اختر په ترڅ کې له یوه درې ورځني اوربند څخه وروسته، داسې ښکاري چې په ډېرو سیمو کې تاوتریخوالی کم شوی دی. اوس په کار دی چې طالب جنګیالي پوه شي چې هغوی د جنګ دوام ته هېڅ توجیه نه لري.»

هغه وویل، «هغه څه چې طالبان یې د «جهاد» په نامه کوي هغه له حقیقي جهاد سره چې په اسلامي لارښوونو کې تعریف شوی دی کاملا په تناقض کې دي. د طالبانو جګړه افغانانو یا مسلمانانو ته هېڅ ګټه نه رسوي؛ له دې امله، په شریعت کې د دې لپاره هېڅ توجیه نشته.»

په کندهار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمدخان مسلم وویل، «دواړو لوریو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې یو د بل پر ضد په پوره توان سره جنګ وکړ، چې په نتیجه کې یې په لسګونو زره جنګیالي ووژل شول.»

هغه وویل، «طالبانو ونشوای کولی چې افغان حکومت رانسکور کړي، او حکومت هم ونه توانېد چې طالبان له منځه وېسي.»

«د دې ټکي په پام کې نیولو سره، موږ فکر کوو چې یواځینۍ حللاره دا ده چې جنګ او د افغانانو وینه تویول ودرول شي او مسلمانان مذاکرات او سوله وکړي.»

مسلم وویل، «موږ وینو چې د اختر له اوربند څخه وروسته، تاوتریخوالی کم شوی دی، او افغانان هیله لري طالبان په دې پوه شي چې لکه څنګه چې د هغوی مشرانو له متحده ایالاتو سره سوله کړې ده، د خپلو هېوادوالو پر ضد د هغوی جهاد نور هېڅ جواز نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

۲۳/۶/۲۰۲۰ د دې لپاره چې طالبان سولې کولو ته مجبور شي، نړۍ واله ټولنه باید په پاکستان او ایران باندې فشار واچوي. د دې کار لپاره، متحده ایالات، چین او روسیه باید په ګډه کار وکړي. په ځانګړې توګه، هغوی باید په پاکستان او سعودي عربستان باندې فشار واچوي چې د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفو نورو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر له اوس نه ایسته له طالبانو او متحده ایالاتو سره کېناستل او په افغانستان کې د سولې په هکله خبرې کول به نتیجه ورنه کړي ځکه چې دواړه یو شی دي او یو له بل نه فرق نه لري. دواړه لوري ترهګر، لوټماران او یرغلګر ... دي. په کوم کتاب کې لیکل شوي چې ستاسو د مسلمانو ورونو پر ضد جهاد روا دی؟ نو، دواړه لوري (امریکا او طالبان) به په خپل چل او فرېب او همدارنګه ویجاړوونکیو فعالیتونو سره د ټولې نړۍ په مقابل کې سپک او ناکام شي، خو زه د هغو شهیدانو کورنیو او پاتې نورو بې ګناه افغانانو ته خفه یم چې د هغوی برخلیک به څنګه کیږي. خدای دې زمونږ ګران هېواد افغانستان د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو له خبیثې حلقې څخه خوندي وساتي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د افغانستان اصلي دښمنان دي ځکه چې هغوی په افغان ملکیانو، نظامي ځواکونو او دیني عالمانو باندې هېڅ رحم نه کوي. هغوی له دین نه وتلي دي او مسلمانان نشي بلل کېدلی ځکه چې مسلمانان هېڅکله هم خپل ورونه نه وژني، بلکې په هر چا باندې رحم لري.

ځواب ورکړئ

طالبان یوه مزدوره او اجیره ډله ده. مونږ باید هېڅکله هم په یوه اجیره او ملعونه ډله باندې باور ونه کړو. د افغانستان اسلامي جمهوریت باید په یاده ډله باندې ډېر زیات فشار واچوي چې هغوی ونشي کولی چې وتښتي. بیا به هغوی مجبور شي چې یا سوله وکړي یا د تل لپاره زما د ښکلي هېواد له نقشې څخه ورک شي. ژوندي دې وي زما د هېواد زړور ځواکونه چې د دغو وحشیانو پر ضد جنګ کوي.‌

ځواب ورکړئ

د دې لپاره چې طالبان د سولې کولو ته راولي نړۍ واله ټولنه باید په پاکستان او ایران باندې فشار راولي. د دې کار لپاره په کار دی چی امریکا،‌ چین او روسیه په شریکه کار وکړي. په ځانګړی توګه پاکستان او سعودي عربستان باید مجبور شي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه چې د افغان حکومت مخالفت کوي لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

که طالبان د بهرنیوهېوادونو مزدوران وي او له افغانستان څخه بهرنه قوماندې، لارښوونې او حکمونه ترلاسه کوي، دا جنګ به بې له شکه دوام ومومي. دا هم د یادونې وړ ده چې د فقر او بې کارۍ له امله،‌ یو شمېر طالب جنګیالي به له داعش ډلې سره یوځای شي، او داعش ډله به د جنګ د دوام مسؤلیت پرغاړه واخلي. بیا به هم هغه غریب او بې چاره خلک چې له کلونو راهیسې د بدمرغۍ په اور کې سوزېږي، بې ځایه او کډه شي، خو هیڅوک هم نه پوهېږي چې څوک له داعش سره مالي او نظامي ملاتړ کوي؟ دغه ډله به په افغانستان کې د پخوا په نسبت ډېر په رسمي او خلاص ډول تخریبي کارونه ترسره کړي چې په نتیجه کې به یې روسیه او ایران دې سیمې ته را اوږده شي.‌

ځواب ورکړئ

د سپتمر له ۱۱مې څخه مخکې، طالبان په دې هېواد کې ول او هغو ویل چې جهاد روان دی، خو اوس چې امریکایي ځواکونه وځي، اوس هم عین کیسه روانه ده. لکه څنګه چې هیلري کلنټن ویل چې طالبانو هغوی پیدا کړل او کولی شي چې ختم یې هم کړي، چې یو بې معنی او چټي خیال وو. اوس فرق دا دی چې که متحده ایالات هغسې چې مېرمن کلنټن ویل د طالبانو ملاتړ کول ودروي او په پاکستان او د طالبانو په نورو ملاتړو باندې پوځي او اقتصادي فشارونه اچوي،‌ بیا شاید طالبان په افغانستان کې د خپلو مسلمانانو ورونو پر ضد د جهاد لپاره کومه قانع کوونکې توجیه ونه لري.‌

ځواب ورکړئ

له اوس نه طالبان نشي کولی چې د افغان حکومت پر ضد خپل جنګ ته دیني توجیه ورکړي. پخوا که هغوی خپل جنګ له دیني پلوه توجیه کاوه په هېواد کې خارجي ځواکونه موجود ول او مستقیماً په جنګ کې دخیل ول. اوس هغوی له هېواد څخه وځي، او نور به په جنګ کې برخه وانه خلي.‌ نو د افغانانو پر ضد د طالبانو جګړه د ریشخند وړ او احمقانه ده.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د طالبانو جنګ نور دیني توجیه نه لري ځکه چې بهرني عسکر له هېواد څخه د وتلو په حال کې دي او طالبانو پخپله له هغوی سره هوکړه لاسلیک کړې چې هغوی به نور یو پر بل بریدونه نه کوي، او دا چې ټول بهرني او امریکایي ځواکونه به د راتلونکي یوه کال په اوږدو کې له افغانستان څخه وځي.‌ له دې امله، کله چې بهرني ځواکونه په هېواد کې نه وي، د افغانانو پر ضد د طالبانو جګړه معنی نه لري. که هغوی د افغانانو او خپلو مسلمانانو ورونو او د افغان حکومت پر ضد جنګ ته دوام ورکړي،‌ دا به نه یوازې دیني توجیه نه ولري، بلکې د بې ګناه خلکو په وژنه به یوه غټه ګناه هم وکړي.‌ که طالبان په ریښتیا مسلمانان وي او له دیني احکامو څخه خبر وي، هغوی باید جګړه ودروي، راشي او په کابل کې د امن ژوند پیل کړي. هغوی هم له جګړې څخه ستړي شوي دي. هغوی په هېواد کې د اشغال د پای ته رسولو لپاره ۲۰ کاله جنګ وکړ، او بالاخره یې اشغال ته ماتې ورکړه او متحده ایالات یې مجبور کړل چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، ځکه چې متحده ایالات پوه شول چې هغوی نشي کولی چې نور نو د طالبانو پر ضد جنګ وګټي. متحده ایالاتو ولیدل چې هره ورځ د هېواد بې چاره ملکي خلک قرباني ورکوي، او یوه ښه پرېکړه یې وکړه چې خپل ځواکونه له افغانستان څه وباسي. سره له دې چې متحده ایالات یو غیرمسلمان هېواد دی، خو په افغانستان کې د جنګ په حقیقت پوه شو چې دا جنګ نور بې معنی دی.‌ نو طالبان،‌ چې مسلمانان دي، باید پوه شي چې د افغانانو او د افغان حکومت پر ضد د هغوی جنګ نور بې معنی دی.‌ که هغوی جنګ ته دوام ورکړي، په دې کې شک نشته چې هغوی به یوه غټه ګناه وکړي،‌ او خدای پاک به په اخرت کې سخته سزا ورکړي.‌

ځواب ورکړئ