امنیت

د طالبانو له خوا د دروغو په بهانه د اورکم ماتولو چارې وېره او نهیلي خپره کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د سولې هوکړه لمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د سولې هوکړه لمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۳مه/ وروسته له هغه نهیلي خپره شوه چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه څو ورځې وروسته د افغان ځواکونو پر ضد یو شمېر همغږې حملې وکړې، او خپل نوی د تاوتریخوالي کمپاین د هغه څه پرخلاف چې په هوکړه کې ځای شوي دي د دروغو په بهانه توجیه کوي.

په کندهار ولایت کې، چې د طالبانو اصلي ځای بلل کیږي، جنګ په لږ تر لږه دوه ولسوالیو کې پيل شوی دی.‌

د ځایي پولیسو مشر سلطان محمد حکیمي ای اېف پي ته وویل، «هغوی په پنجوایي او میوند ولسوالیو کې زموږ په پنځو پوستو باندې بریدونه پيل کړل. جنګ روان دی.»

طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د افغان اردو او پولیس ځواکونو پر ضد بریدونه بیا پیل کړي. هغوی په دې توګه، «په تاوتریخوالي کې رسمي کموالی» چې په وینو تویولو کې یې په ډراماتیک ډول کمی راوستی وو او افغانانو د نسبي ارامۍ له امله ورته ښه راغلاست ویلی وو، پای ته ورساوه.‌

د طالبانو د هیئت غړي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له متحده ایالاتو سره د لاسلیک له مراسمو څخه مخکې راغونډ شوي دي. [ګیوسیپ ګساس/ای اېف پي]

د طالبانو د هیئت غړي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له متحده ایالاتو سره د لاسلیک له مراسمو څخه مخکې راغونډ شوي دي. [ګیوسیپ ګساس/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو، یاغیانو او افغان ځواکونو تر منځ اورکم یوه اونۍ او د کب په ۱۰مه په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې تر لاسلیک پورې دوام وموند او د اونیزې رخصتۍ پر وخت هم روان وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «په تاوتریخوالي کې کموالی ... اوس پای ته رسېدلی، او زموږ عملیات به په نورمال شکل دوام ومومي.»

«د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس، زموږ مجاهدین به په بهرنیو ځواکونو باندې برید نه کوي، خو د کابل ادارې پر ځواکونو به زموږ عملیات روان وي.»

د یوه سند له مخې چې یوه یاغي ای اېف پي ته ورکړی دی، د طالبانو نظامي کمیسیون جنګیالیو ته هدایات ورکړي چې عملیات بیا پيل کړي.

د افغان اردو یوه قوماندان ای اېف پي ته وویل، لږ وروسته طالبانو په بادغیس ولایت کې په پوځي سنګرونو باندې بریدونه وکړل. لږ تر لږه یو عسکر ووژل شو.

ولسمشر اشرف غني د کب په ۱۱مه وویل چې نوموړی به لږ تر لږه د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ د خبرو تر پیلېدلو پورې چې ظاهرا د کب په ۲۰مه پيل کیږي،اورکم ته دوام ورکړي.

طالبان د افغان حکومت له خوا د هغو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون د ردولو له امله، چې د متحده ایالاتو - طالبانو په هوکړه کې یې ذکر راغلی دی، په غوسه دي.

د یاغیانو له خوا له مکررو ادعاوو سره سره، د هوکړې عبارت په صراحت سره بیانوي چې د بندیانو تبادله «د ټولو اړوندو لوریو همغږۍ او تایید» پورې تړلې ده.

هوکړه په صراحت سره وایي چې، «متحده ایالات تعهد کوي چې له ټولو اړوندو لوریو سره په سملاسمي توګه په داسې یوه پلان باندې کار پیلوي چې د ټولو اړوندو لوریو د همغږۍ او تایید په اساس د باور جوړونې د یوه ګام په توګه ژر تر ژره جنګي او سیاسي بندیان خوشې کړي.»

غني، په هوکړه کې د بیان شوي خپل حق په اساس، د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو د یوه شرط په توګه له دې ځانګړې برخې سره توافق ونه کړي.

له هغه وخت راهیسې، طالبان په نامشروع توګه د خپل تاوتریخوالي خپرول د دغه رد په وسیله توجیه کوي.

د هوکړې له روحي څخه سرغړونه کول

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په یوه ټویټ کې ولیکل، «که د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د بیا پيلولو اعلان ریښتیا شي، دا له هغې هوکړې څخه سرغړونه ده چې په وروستیو کې په دوحه کې لاسلیک شوې ده. دا د زور ښودنې وخت نه دی، بلکې د باور جوړونې او په رغوونکي ډول د مخکې تګ مرحله ده.»

د هوکړې د شرایطو له مخې، بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، خو په دې شرط چې طالبان امنیتي تضمینونه ورکړي او دا ژمنه وکړي چې یاغیان له کابل سره خبرې وکړي.

په واشنګټن کې د وېلسن څېړنیز مرکز څېړونکي مایکل کوګلمن وویل، هغه په دې حیران نه دی چې طالبانو بیا بریدونه کړي دي.

هغه په یوه ټويټ کې ولیکل، «په یاد ولرئ، تاوتریخوالی د طالبانو لپاره د فشار د واردولو وسیله ده. هغه به په اسانۍ سره پرې نه ږدي.»

«او اوس دا ډله له خپلې دغې نفوذي وسیلې څخه، په بین الافغاني خبرو کې د خپل موقف د پیاوړي کولو لپاره چې که/کله پیل شي، ناوړه استفاده کوي.»

محتاطانه هیله مندي

افغانانو د طالبانو له خوا د افغانانو پر ضد د بریدونو د بیا پيلولو له امله سخت انتقادونه وکړل.

سلطان غني د ټوېټر په یوه پست کې لیکلي، «افغانان به افغانان وژني. مسلمانان به مسلمانان وژني. او طالبان وایي چې دا جهاد دی؟»

په داسې حال کې چې د هوکړې ملاتړي وایي چې دا د سولې په لور یو مهم لومړی ګام وو، ډېر افغانان -- په ځانګړې توګه ښځې -- وېره لري چې په نتیجه کې به یې یاغیان بیا قدرت ترلاسه کړي.

په میلیونونو افغانانو د ۱۳۷۰مو کالونو په ترڅ کې هغه وخت هېواد پرېښود چې د کورني جنګ کړاوونه پرې روان ول او طالبانو کنټرول ترلاسه کړ.

د خاطرې ساپۍ کورنۍ د هغو خلکو په ډله کې وه چې په ګاونډي ایران کې یې پناه واخیستله.‌

د بشري حقونو دغې ۲۹کلنې فعالې په کابل کې ای اېف پي ته وویل، «زه هیله منه یم چې خلک به نه وژل کیږي، خو کله چې خبره هغو قوانینو ته ځي چې د طالبانو او د هغوی د سختې ایډیالوژۍ په وسیله تپل شوي وو، بیا زه ډېره اندېښمنه کیږم.»

خو دغه هوکړه مخالفین هم لري. کتونکي وایي چې ښایي د ایران رژیم هڅه وکړي چې د نایبو ګروپونو د توظیف له لارې چې په امریکایي او افغان ګټو باندې به بریدونه وکړي دغه پروسه تخریب کړي.

ښایي داعش چې په افغانستان کې کلکه ماتې ورکول شوې ده، هم هڅه وکړي چې د اختلاف په رامنځته کولو سره دا هوکړه تخریب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له هوکړې څخه سرغړونه طالبانو نه ده کړې، بلکې امریکا او د هغې ګوډاګي حکومت ترې سرغړونه وکړه. په تړون کې راغلي چې د کب له ۲۰مې څخه مخکې به د افغانستان د حکومت له توقیف څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کیږي، خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني دا رد کړې ده او ویلي یې دي چې هغه به طالب بندیان خوشې نه کړي. طالبان چمتو دي چې د افغان حکومت ټول جنګي بندیان خوشې کړي.‌ اوس وګورئ چې څوک له هوکړې څخه سرغړونه کوي؟ طالبان که افغان حکومت؟‌ افغان حکومت ترې سرغړونه کوي.

ځواب ورکړئ