امنیت

ناټو خبرداری ورکړ چې که طالبان د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راشي له بدو پایلو سره به مخامخ شي

ای اېف پي

په عکس کې، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د کب په ۱۴مه د کرویشیا په پلازمېنه زاګرېب کې د اروپایي اتحادیې د دفاع وزیرانو یوې غونډې ته رسېږي. [دمیر سینکار/ای اېف پي]

په عکس کې، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د کب په ۱۴مه د کرویشیا په پلازمېنه زاګرېب کې د اروپایي اتحادیې د دفاع وزیرانو یوې غونډې ته رسېږي. [دمیر سینکار/ای اېف پي]

زاګرېب، ګرویشیا -- د ناټو مشر د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په ترڅ کې وویل، لویدیځ ځواکونه به یواځې هغه وخت له افغانستان څخه وځي چې طالبان د وژنو د کمولو په برخه کې په خپلو ژمنو باندې ودریږي.‌

اورپکو تېره اونۍ له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو راهیسې د افغان ځواکونو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی، چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په هکله یې چې د کب ۲۰مه یې مهالوېش ټاکل شوی دی، شکونه راپورته کړي دي.‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ای اېف پي ته وویل، سولې ته یوه «اوږده او سخته» لاره په مخکې پرته ده، او خبرداری یې ورکړ چې که هغوی هوکړه ماته کړي، بهرني ځواکونه به لاړ نشي .

ستولتنبرګ د کرویشیا په پلازمېنه زاګرېب کې، چې هغه په کې د اروپایي اتحادیې د دفاع وزیرانو په یوه غونډه کې برخه اخیستې وه، ای اېف پي ته وویل، «ډېر سخت حالت دی، او طالبان باید د خپلې ژمنې درناوی وکړي. موږ باید ووینو چې تاوتریخوالی کم شوی دی.»

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د سولې هوکړه ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د سولې هوکړه ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

«موږ یواځې هغه وخت کولی شو چې د هوکړې خپله برخه کار ترسره کړو چې که طالبان خپلې خواته په هوکړه باندې عمل وکړي.»

دغه هوکړه چې د کب په ۱۰مه په دوحه کې لاسلیک شوه په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو یوه لاره بلل کیږي.‌

خو تېره شپه، طالب اورپکو د اورکم د وروستي نقض په ترڅ کې په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان عسکر او پولیس ووژل.‌

د هوکړې د شرایطو په اساس، امریکایي او نور بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي خو په دې شرط چې طالبان په امنیتي تضمینونو ودریږي او یاغیان دا ژمنه وکړي چې د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره خبرې ترسره کړي.‌

بدیل نشته

ناټو، چې په افغانستان کې د ۱۶۰۰۰ عسکروو پیاوړی روزنیز او حمایوي ماموریت لري، له ډېر وخت راهیسې په دې تاکید کوي چې هغوی به یواځې هغه وخت وځي چې شرایط جوړ وي -- په ځانګړې توګه د دې ژمنې په ترلاسه کولو چې ترهګر ونشي کولی چې له دغه هېواد څخه په بهرنیو هېوادونو کې د بریدونو د پلان لپاره وکاروي.

ستولتنبرګ چې په ۱۳۸۰ کې یې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د یرغل لپاره د ناروي د لومړي وزیر په توګه عسکر لېږلي وو او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، وویل، «دغه هوکړه چې د شنبې په ورځ لاسلیک شوه یو مهم لومړی ګام وو، خو هغه یواځې یو لومړنی ګام دی.»

هغه وویل، «سولې ته تللې لاره به اوږده او سخته وي، او موږ باید خفګانونو ته چمتو واوسو.»

هغه زیاته کړه، «په ورته وخت کې هېڅ بدیل نشته. د یوه سوله ییز حل یواځینۍ لاره دا ده چې له طالبانو سره مذاکرات او خبرې ترسره شي.»

د اورکم د هوکړې له لاسلیکولو څخه یواځې درې ورځې وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې هغوی د افغان حکومت د ځواکونو پر ضد خپل عملیات بیا پیلوي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، اورپکو د ۲۴ساعتونو په بهیر کې د خپلې فیصلې د نښې په توګه، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۵ کې ۳۰ بریدونه ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ناټو د عمومي منشي له خبرو څخه داسې معلومیږي چې په دې هېواد کې به جنګ پای ته ونه رسیږي، او خلک باید د یوې لسیزې نور جنګ لپاره هم ځانونه تیار کړي. په دې هېواد کې د خلکو لپاره ژوند ډېر تریخ شوی دی. د افغانستان غریب خلک باید څه وکړي؟ اکثر خلک هره ورځ دې ته حیران دي چې څنګه ډوډۍ وګټي، او هره ورځ دا غریب خلک قرباني کیږي. که اردو ده که پولیس او که طالبان، هغوی ټول بې چاره خلک دي. هېڅ شتمن سړی، سیاستوال یا د طالبانو مشران چې په دوحه کې مجلل ژوند لري په دې هېواد کې نه وژل کیږي. جنګ تل له دغو غریبو او مظلومو خلکو څخه قرباني اخیستې ده. خدای دې ناټو، امریکا، افغان او طالب مشران هلاک کړي. امین

ځواب ورکړئ