امنیت

د کندوز اوسېدونکي اوس هم هیله من دي چې افغانستان ته به تلپاتې سوله راشي

د هدایت الله راپور

د کندوز په سلګونو اوسېدونکي د کب په ۱۲مه په کندوز ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه ملاتړ اعلانوي. [هدایت الله]

د کندوز په سلګونو اوسېدونکي د کب په ۱۲مه په کندوز ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه ملاتړ اعلانوي. [هدایت الله]

کندوز – د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو له مرکچیانو سره د سولې د لاسلیک شوې هوکړې په وړاندې د طالبانو د ژمنتیا له بې ثباتۍ سره سره د کندوز اوسېدونکي یوې تلپاتې سولې ته هیله من دي. دغه هوکړه د بین الافغاني خبرو د پيلولو لپاره لومړی ګام بلل کېده.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر دغه هوکړه د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړه.

خو له هغه وخت راهیسې، اورپکو د افغان ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی چې د کابل د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو یې، چې په پام کې وه د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ پیل شي، د شک سیوری غوړولی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د کب په ۱۴مه ای اېف پي ته وویل، سولې ته یوه «اوږده او سخته» لاره په مخکې پرته ده. نوموړي وویل، «دا یو ډېر سخت حالت دی، او طالبان باید خپل تعهد ته درناوی وکړي.»

سولې ته هیله

که څه هم چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته تللې لاره اوږده او له ستونزو څخه ډکه ده، عادي افغانان اوس هم د داسې یوه هیواد هیله لري چې جنګ په کې نه وي، دا په داسې حال کې ده چې د دیری افغانانو ټول ژوند په جنګ کې تېر شوی دی.

په کندوز کې یوه قومي مشر عبدالناصر قیومي چې ۶۰ کاله عمر لري، وویل،‌ «موږ په تېرو ۱۰ ورځو کې په کندوز کې ولیدل چې د خلکو هیلې زیاتې شوي دي ځکه چې په لویه لاره باندې امنیت ښه شوی، د مخابراتو ستنو چې له دوه کالو راهیسې غیرفعالې وې بیا ۲۴ ساعته خدمت پيل کړی، د ډالرو نرخ لوېدلی او د ملکي خلکو په تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.»

د کندوز ښار د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې د فعالانو او ځوانانو په ګډون نږدې ۵۰۰ اوسېدونکي د کب په ۱۲مه راټول شول او د سولې له هوکړې څخه یې ملاتړ څرګند کړ.‌

هغه وویل، «د دې ولایت اوسېدونکیو ته له یوې لسیزې راهیسې جنګ سخت تاوانونه ور رسولي،‌ له دې امله، هغوی د سولې په لور د هر پرمختګ یا ګام ملاتړ کوي.»

نور جنګ بس دی

په کندوز کې یوه سوداګر خان محمد مومند وویل، «موږ افغانان له جنګ څخه ستړي شوي یو. موږ جنګ او د خپلو ورونو وژل نه غواړو، او موږ په قطر کې لاسلیک شوې هوکړې ته ښه راغلاست وایو. موږ په خپلو سیاستوالو باندې غږ کوو چې خپل اختلافات یوې خواته پرېږدي او د سولې لپاره هلې ځلې وکړي

هغه زیاته کړه، طالبان او متحده ایالات «باید په هوکړه کې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره مناسب ترتیبات ونیسي.»

د مولوي جمعه خان په نامه یوه دیني عالم چې په دغه پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، د جګړې په ټولو لوریو باندې یي غږ وکړ چې «تلپاتې اوربند اعلان کړي».

هغه وویل، «په اسلام کې د ورونو تر منځ جنګ او وینه تویول منع دي. افغانان له ۴۰ کالونو راهیسې یو د بل وینې تویوي. اوس هغوی داسې یو فرصت لري چې د وینو تویول دروي.»

هغه وویل، «افغانان سخت ژوبل شوي دي. جنګ باید نور ودرېږي.»

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې د ډیپارټمنټ یوه محصل غلام رسول اسدي وویل، فقر، بې کاري، ناارامي، له هېواد څخه د ځوانانو وتل او خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د جنګ یواځې یو څو منفي پایلې دي.

هغه د کب د ۱۲مې غونډه کې وویل، «نن ازبکان، پښتانه، تاجکان، هزاره ګان او نور قومونه دلته راټول شوي چې د سولې د هوکړې لاسلیکولو ته ښه راغلاست ووایي ځکه چې سوله افغانانو ته لومړیتوب لري.»

هغه وویل، «موږ لیدلي چې یواځې د یوې اونۍ اوږده اورکم په ترڅ کې امنیت او ژوند په مثبت ډول بدل شوي وه. که سوله نه وي، په امنیت، پرمختګ یا بیارغونه کې به ښه والی رانشي، او موږ به کومه وده یا پرمختګ ونه وینو.»

د افغانانو د ټپونو رغول

په کندوز کې د افغان ښځو د شبکې رییسې مرضیه رستمي وویل، «افغانان له جګړې څخه کرکه کوي او هغوی هره ورځ تلویزیون ګوري او راډیو ته غوږ نیسي چې د سولې د خبرو په هکله تازه معلومات ترلاسه کړي.»

هغې وویل، «د کندوز ښځې... د بین الافغاني خبرو اترو په پلاوي باندې غږ کوي څو پوره هڅې وکړي چې د ښځو د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې خوندي کړي.»

د شېرخان لېسې د لسم ټولګي یوه زده کوونکي روح الله امیني هم د یوې تلپاتې سولې لپاره د ځوان نسل هیلې څرګندې کړې.

هغه وویل، «که افغانستان ته نن سوله راشي، ځوانان به په هر سکتور کې بریاوې ترلاسه کړي.»

«چېرې چې سوله وي، هلته به تعمیراتي پروژې، وظیفې او ښه ژوند وي.»

د غونډې یوه معیوب برخه وال عبدالسلام صابر وویل، یواځې سوله کولی شي چې د جګړې ټپونه ورغوي.

هغه وویل، «د څو کالونو جګړې د میلیونونو خلکو ژوند واخیست او په زرګونو نور یې ټپیان کړل. هېواد یوې تلپاتې سولې ته اړتیا لري. موږ سوله غواړو، او جګړه باید ودریږي.»

هغه زیاته کړه، «موږ طالبانو ته وایو چې که هغوی کولی شي چې له نورو سره سوله وکړي، هغوی باید له افغانانو او زموږ له حکومت سره هم سوله وکړي ځکه چې جګړې افغانان تباه کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله په طبعیت کې یو عجیب ځواک دی او د خلقت نظم سره یوه تلپاتې او نه ماتېدونکې اړیکه لري ځکه چې د نړۍ پایښت، بقا او یووالی د نړۍ وال نظم او سولې پوروړي دي. همدارنګه، د طبعیت د قانون په اساس، د بشر پایښت او نېکمرغي د ژوند په ټولو اړخونو کې سولې او امن ته اړتیا لري، نو سوله د افغانانو له اساسي اړتیاوو څخه یوه اړتیا ده. د نړۍ هېوادونه باید ژر تر ژره په افغانستان کې یوه عاجله سوله یقیني کړي چې د دې هېواد خلک ژر تر ژره د نورو هېوادونو د خلکو په څېر یو سوله ییز ژوند ولري.‌

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د افغانستان خلک له جنګ نه ستړي دي او په ټول هېواد کې سوله غواړي. په دې کې شک نشته چې خلک په دې غمجنه تراژیدۍ کې د ناامنیو اصلي قربانیان دي. هغه افغانان چې په هېواد کې دننه پاتې شوي دي هغوی ته تر ټولو سخت دردونه یا کړاوونه ور رسېدلي دي. د دغو جنګونو په نتیجه کې ګڼ شمېر خلک ووژل شول، ټپیان شول او معیوب شول. همدارنګه، د هېواد ډېر نور خلک د جنګ او ناامنۍ د سختو شرایطو له امله ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول او د بې کورۍ ډېر دردونه یې ولیدل. ځینې نور خلک په سمندرونو کې ډوب او ووژل شول.‌ له بده مرغه چې دا بهیر د ۱۳۵۷ له کودتا څخه پیل شو او د شوروي په یرغل سره یې څلورلسیزې او تر ننه پورې دوام وکړ. د دې حالت منفي اغېزې فقر او د سیاسي او اقتصادي سیستمونو ویجاړتیا دي، نو سوله او امن زمونږ د هېواد او ملت لپاره عاجلې او حیاتي اړتیاوې دي.‌

ځواب ورکړئ

سوله د انسانانو عاجله اړتیا ده، خو له بده مرغه چې په اوسنیو حالاتو کې د نړۍ په هېوادونو کې مظلوم او نهیلي اقشار په ځانګړې توګه د افغانستان غریب او مظلوم خلک د دولتي مشرانو تر ظلمونو، غلام ګرځولو او بشر ضد سیاستونو لاندې ځپل شوي دي. دا هېڅکله افراط نه دی چې وویل شي چې دا نشي کیدلی چې یو انسان له سولې څخه پرته د هغه په مادي، اجتماعي او روحاني ژوند کې تعریف شي.

ځواب ورکړئ

بې له شکه چې سوله او په سوله کې ژوند د هر انسان همېشنۍ اړتیا ده، خو له بده مرغه چې افغانان ترې محروم دي. په افغانستان کې د ډېرو کلونو جنګ او نا ارامي هېواد او د هېواد خلکو ته د نه جبران وړ خرابۍ رامنځته کړي دي. د افغانستان د بېلابېلو قومونو او ګروپونو تر منځ د سولې نشتوالی او اختلافات یوې خواته او د القاعدې، طالبانو، او داعش د اړوندو ګروپونو له خوا ترهګریزو بریدونو او همدارنګه د افغانستان په حکومت کې دننه شخړو بل لوري ته په دې هېواد کې امنیت او سوله په خطر کې اچولي دي.

ځواب ورکړئ