امنیت

د سولې د خبرو په دوام سره په کندوز کې د جګړې قرباني ماشومانو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت په کندوز ښار کې له ۱۰۰ څخه ډېرو یتیمو او بې وزلو ماشومانو د وږي په ۲۵مه په یوه غونډه کې د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرو ته ښه راغلاست وویل او د شخړې په لوریو باندې یې غږ وکړ چې په یوه سملاسي اوربند باندې هوکړه وکړي. [هدایت الله]

کندوز -- په کندوز ولایت کې هغه ماشومان چې د کورنیو غړي یې د طالبانو په بریدونو کې له لاسه ورکړي دي په افغان حکومت او اورپکو دواړو باندې غږ کوي چې په سملاسي توګه اوربند اعلان کړي.

د کندوز په یوه دارالیتام کې د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۵مه/ له ۱۰۰ څخه ډېرو یتیمو او بې وزلو ماشومانو په یوه غونډه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو پیل ته ښه راغلاست وویل.

حکومت او طالبان د لیدنو په لومړیو پړاوونو کې دي او هڅه کوي چې داسې یوه هوکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د وږي په ۲۲مه د پرانستې په مراسمو کې، د افغانستان حکومت او متحدینو یې -- د متحده ایالاتو په ګډون چې د کب په لومړیو کې یې له طالبانو سره د سولې لومړۍ هوکړه لاسلیک کړه --د اوربند غوښتنه وکړه.

هغه ماشومان چې د کورنیو غړي یې په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي د وږي په ۲۵مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې راټول شوي څو په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ وکړي چې اوربند اعلان کړي او وینه تویول ودروي. [هدایت الله]

هغه ماشومان چې د کورنیو غړي یې په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي د وږي په ۲۵مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې راټول شوي څو په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ وکړي چې اوربند اعلان کړي او وینه تویول ودروي. [هدایت الله]

طالبانو د مذاکراتو مېز ته په راتللو سره د اوربند یادونه ونه کړه.

په غونډه کې ماشومانو تاکید وکړ چې هغوی چمتو دي چې د خپلو پلرونو او عزیزانو خون وبخښي ترڅو سوله وشي.

یوه ۱۳ کلن ماشوم عبدالشبیر حکیمي وویل، «زما پلار پنځه کاله مخکې د کندوز ښار په خواجه پیسته کلي کې له طالبانو سره په یوه نښته کې ووژل شو. هغه پولیس وو.»

هغه وویل، «اوس زموږ کورنۍ یو ډېر بد ژوند لري.»

هغه زیاته کړه، «که طالبان په سوله او اوربند باندې توافق وکړي، زموږ هغه کسان چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي چمتو دي چې طالبانو ته بښنه وکړي، خو که هغوی زموږ غوښتنه رد کړي، موږ به هېڅکله هم هغوی ونه بښو.»

یوه ۱۵ کلن هلک مطیع الله حکیمي وویل، «جنګ یواځې ویجاړتیا او بدبختي رامنځته کوي. موږ هېڅکله هم نه غواړو چې نور ماشومان خپل پلرونه هغسې له لاسه ورکړي لکه موږ چې له لاسه ورکړي دي.»

مطیع الله چې پلار یې له وژل کېدلو څخه مخکې په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو په لیکو کې خدمت کاوه، وویل، «موږ غواړو چې په سوله کې ژوند وکړو.»

هغه وویل، «که طالبان سوله وکړي، موږ چمتو یو چې هغوی ته بښنه وکړو او له غچ اخیستنې څخه ډډه وکړو.»

د کوثر په نامه یوې ۱۳ کلنې نجلۍ وویل، «موږ نشو کولی چې په عین وخت کې جنګ او سوله ومنو. جنګ باید ودرول شي چې د دواړو لوریو هیئتونه وکولی شي خبرې پرمخ بوځي.»

هغې زیاته کړه، «موږ نه غواړو چې نور په کوڅو کې مړي ووینو. هغوی [طالبان] باید موږ پرېږدي چې خپلې زده کړې وکړو ترڅو د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړو.»

یوې ۱۱ کلنې نجلۍ هدیې وویل، «په دې دارالیتام کې شاوخوا ۱۴۰ هلکان او نجونې زده کړې کوي، او موږ په یوه غږ له طالبانو څخه غواړو چې اوربند اعلان کړي او له حکومت سره سوله وکړي.»

هدیې وویل، که په افغانستان کې امنیت راشي، ماشومان به خپل خوبونه ریښتیا کړي.‌

ماشومان په داسې حال کې د اوربند غوښتنه کوي چې طالبانو په دغه ولایت کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

د وږي د ۲۵مې په شپه په یوه پېښه کې، د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته باندې د طالبانو په یوه برید کې ۸ امنیتي منسوبین مړه او ۳ نور ټپیان شول.‌

د سولې فرصت

د کندوز اوسېدونکیو او چارواکو په دواړو لوریو باندې غږ وکړ چې اوربند او دسولې هوکړه وکړي.

د جمال الدین بهمنش په نامه د کندوز یوه اوسېدونکي وویل، د خبرو دواړه لوري باید متوجه اوسي چې د تلپاتې سولې د ډاډمنولو لپاره دا فرصت ضایع نه کړي.

بهمنش وویل، «اوس د دې وخت دی چې د سولې د خبرو لوري له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او یوې هوکړې ته ورسیږي.»

بهمنش زیاته کړه، «دا د دواړو لوریو لپاره یو ستر فرصت دی چې د خپل هېواد اړتیاوې درک کړي، د موجودو ننګونو په هکله خبرې وکړي او تحلیل یې کړي او داسې یوې نتیجې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.»

بهمنش وویل، افغانان نه غواړي چې د خپلو تېرو دو لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي یا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي.

د کندوز ښار یوې اوسېدونکې مریم عیدي زاده وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې اوس هم روانې دي او یو څه مثبت حرکتونه هم لیدل شوي دي، طالبانو ته په کار دی چې اوربند ومني ځکه چې اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هغې وویل، «یو طرف ته، طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي دي، خو بل طرف ته هغوی د کندوز په ګډون په ځینې ولایتونو کې جنګ ته زور ورکړی دی، چې دا به د سولې د خبرو لپاره منفي پایلې ولري.»

د کندوز د والي د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیال نجیب الله عمرخېل وویل، افغانان ډېر زیات دردېدلي او کړېدلي دي، او د سولې له خبرو څخه مثبته نتیجه ترلاسه کول «د هغوی یواځینۍ هیله» ده.‌

عمرخېل وویل، «د کندوز خلک د سولې د خبرو کلک ملاتړ کوي. موږ د یوې تلپاتې سولې د راتګ هیله لرو څو موږ وکولی شو مهمې پروژې ترسره کړو، خپل هېواد بیاجوړ کړو او پرمخ یې بوځو او د ښوونې او روزنې سیستم پیاوړی کړو.»

د کندوز ښاروالۍ د مشورتي شورا مرستیال ذبیح الله مجیدي ومنله چې مذاکراتو د سولې لپاره هیله مندي زیاته کړې ده.‌

هغه وویل، «موږ په دوحه کې خبرې یو مثبت ګام بولو،او دا د دواړو لوریو لپاره یو غټ فرصت دی.»

مجیدي وویل، «افغانان له دې پروسې څخه ډېرې تمې لري، او هغوی هیله مند دي چې دا خبرې به هغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې روان دی.»

مجیدي وویل، افغانان په تمه دي چې اوربند وشي، ځکه که خبرې اوږدې هم شي، هغه به هېڅ ستونزې رامنځته نه کړي ځکه چې افغانستان ته به سوله راولي.‌

هغه زیاته کړه، «دواړه لوري باید د افغانانو پر وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي؛ که نه، هغوی به خدای پاک ته ځواب ووایي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دواړه جنګي لوري باید لومړی له خدای نه ووېرېږي او بیا له دغو بې ګناه ماشومانو څخه وشرمیږي، خپلې شخصې غوښتنې پرېږدي او د افغانستان د مظلوم ملت لپاره سوله وکړي. د افغانستان د خلکو لپاره نظام مهم نه دی، د هغوی لپاره سوله او ارامي مهم دي. د قاطع اکثریت افغانانو لپاره دا مهمه نه ده چې نظام دې جمهوري وي که امارتي.‌ له دې امله، دواړه مرکچي ټیمونه چې اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې مذاکرات کوي، باید پوه شي چې د افغانستان خلک امارت یا جمهوریت نه غواړي.‌ هغوی سوله غواړي، هغوی ډوډۍ غواړي. د هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي په سخت فقر کې ژوند تېروي. د افغانستان راتلونکی حکومت، چې د هر ټیم وي، باید ډېره هڅه وکړي چې فقر او بې کاري کم کړي ځکه چې فقر خلک له دین څخه مخ اړولو ته برابروي، او د پیسو د ګټلو لپاره خلک هر ډول جنایت ترسره کوي او د جنایتونو ترسره کول به د حکومت لپاره یو سردرد وګرځي، او د هېواد زندانونه به له جنایتکارانو څخه ډک شي. له دې امله، په قطر کې ناست دا مرکچي ټیمونه باید د راتلونکي نسل او د دې هېواد د بچیانو په خاطر سره جوړ او پخلا شي.‌

ځواب ورکړئ