ديپلوماسي

افغانان پر طالبانو او حکومت ټینګار کوي چې د سولې په برخه کې په خپلو غوښتنو کې نرمي وکړي

د سلیمان راپور

د طالبانو د هیئت غړو د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانستې مراسمو کې برخه اخلي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د هیئت غړو د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پرانستې مراسمو کې برخه اخلي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- افغانان په دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په جریان کې پرمختګ ته سترګې په لاره دي، او وایي چې دواړه لوري باید د تل لپاره د شخړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو سرو کرښو کې نرمي وښیي.‌

د کابل په تایمني سیمه کې یوه مېوه پلورونکي صدرالدین چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «قسم په خدای چې زموږ خلک له جنګ او وینو تویېدلو څخه پوزې ته رسېدلي دي.»

هغه وویل،‌ «طالبان هم افغانان او د دې وطن بچیان دي. ښایي چې هغوی هم له جنګ او د خپلو ورونو له وژلو څخه ستړي وي. سوله -- زما په څېر یوه مېوه پلورونکي څخه نیولې تر ولسمشر پورې -- د هر افغان هیله ده.»

صدرالدین وویل، «دا چې دواړه لوري د سولې لپاره سره جرګه شوي دي، دا د طالبانو او حکومت ملي او اسلامي مسؤلیت دی چې ژر د سولې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره هوکړه وکړي.»

د افغان مرکچي ټیم یوه غړې فوزیه کوفي (منځ کې) د وږي‌ په ۲۲مه په دوحه کې د طالبانو هیئت ته مخامخ ناسته ده. [فوزیه کوفي]‌

د افغان مرکچي ټیم یوه غړې فوزیه کوفي (منځ کې) د وږي‌ په ۲۲مه په دوحه کې د طالبانو هیئت ته مخامخ ناسته ده. [فوزیه کوفي]‌

دواړه لوري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لیدنو په لومړیو پړاونو کې دي او هڅه کوي چې داسې یوه هوکړه رامنځته کړي چې په افغانستان کې ۱۹ کلنې وینه تویېدنې ته د پاي ټکی کیدي.

د وږي په ۲۲مه د پرانستې په مراسمو کې، افغان حکومت او متحدینو یې، د متحده ایالاتو په ګډون -- چې د کب په لومړیو کې یې له طالبانو سره د سولې لومړۍ هوکړه لاسلیک کړ -- د اوربند غوښتنه وکړه. .

طالبان باید ښه نیت وښیي

په کابل کې د پوهنتون یوه محصل احمد رامش چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «له کالونو اوږدې شخړې او فلاکت څخه وروسته،‌ افغانانو داسې یو تاریخي فرصت ترلاسه کړی چې موږ ټول یې په یو غږ هرکلی کو.‌ موږ د خبرو په لوریو باندې غږ کوو چې د هر اړخیزې سولې او د جنګ د پای ته رسولو لپاره صادقانه هڅې وکړي.»

هغه وویل، «د شلو کالونو اوږده جنګ موږ ته د افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو څخه پرته بل هېڅ هم په لاس رانه کړل. د طالب جنګیالیو په ګډون هر افغان سولې ته تږی دی.»

هغه زیاته کړه، «د دواړو لوریو مرکچیان باید د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او خپل سخت شرایط او غوښتنو کې انعطاف وښیې ترڅو وکولی شي چې په یوه تلپاتې سوله باندې هوکړه وکړي.»

په مشرانو جرګه کې د لوګر ولایت یوه استازي محمد آصف صدیقي وویل، «دا چې د افغانستان حکومت او خلک د جنګ د پای ته رسولو لپاره ډېر لېوال دي، په لویه جرګه کې افغانانو د سولې په هیله د طالبانو جرمونه او ستونزې له پامه وغورځولې.»

هغه د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو ته اشاره کوله. د هغوی خلاصون د طالبانو له خوا د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو شرط وو چې یوې لویې جرګې د زمري‌ په ۱۹مه تایید کړ.

هغه وویل، «یوې مور چې خپل څلور بچیان یې په جنګ کې له لاسه ورکړي ول طالبانو ته بښنه وکړه او دا یې ومنله چې د هغوی بندیان دې خوشې کړای شي څو جنګ پای ته ورسیږي او یوه تلپاتې سوله رامنځته شي.»

هغه وویل، «اوس باید طالبان خپل ښه نیتونه او په خپلو سرو کرښو کې څه ناڅه نرمي وښيي، د افغانانو او د خپلو ورونو وژل ودروي، او په یوه ټولشمول حکومت باندې هوکړه وکړي.»

صدیقي وویل، «د باور جوړونې لپاره په کار ده چې د خبرو لوري لومړی اوربند وکړي ترڅو مذاکرات ونه درېږي.»

هغه وویل، «دا تاریخي فرصت باید له لاسه ونه وځي ځکه چې که د افغانانو خپلمنځي خبرې ناکامې شي، افغانستان به بیا د نیمې پېړۍ لپاره له شخړو او ویجاړۍ سره مخامخ شي.»

د زړه له تله د ستونزو حلول

په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت یوه استازي ډاکتر یاربازخان حمیدي وویل، «د افغانانو د سولې د خپلمنځي خبرو پیل ته په ټول هېواد کې افغانانو تود هرکلی وویل.»

نوموړي وویل، «له جنګ څخه اغېزمن شوي افغانان له دواړو لوریو څخه تمه کوي چې لومړی یو هر اړخیز اوربند اعلان کړي، او بیا خبرې اترې ترسره کړي څو د ۴۰ کالونو اوږد جنګ چې د سلګونو زرو افغانانو ژوند یې اخیستی او په میلیونونو نور یې د خپل هېواد پرېښودلو ته مجبور کړي دي، پای ته ورسیږي.»

حمیدي وویل، «د طالبانو او افغان حکومت تر منځ دومره ډېر اختلافات نشته ځکه چې موږ د یوه خدای بنده ګان یو، قران مو یو دی، دین مو یو دی... او هېواد مو یو دی. له دې امله، افغانان له دواړو لوریو څخه تمه کوي چې له صبر څخه کار واخلي او په داسې یوه سیاسي نظام باندې هوکړه وکړي چې ټول افغانان په کې شامل وي.»

په کابل کې یوه دیني عالم مصطفی مرتضوي وویل، کېدی شي چې د خبرو د دواړو لوریو تر منځ اختلافات له منځه وېوړل شي.

هغه وویل، «طالبان تل په یوه اسلامي نظام باندې ټینګار کوي. حکومت او افغان امنیتي ځواکونه او طالبان ټول مسلمانان دي، او هغوی له یوه اسلامي نظام سره هېڅ ستونزې نه لري.»

مرتضوي وویل، «غټه ستونزه د اسلام افراطي او غلط تفسیر دی. په اسلام کې د ښځو حقونه شته، د اسلام په چوکاټ کې ازادي شته، انتخابات، ګډه پرېکړه کول، رایه ورکول، ښوونه او روزنه او د بیان ازادي شته.»

هغه وویل، «د خبرو لوري باید په داسې غوښتنو باندې چې د توجیه وړ نه وي ټینګار ونه کړي او نه د سولې او د جنګ د پای ته رسولو په لاره کې خنډونه جوړ کړي.»

مرتضوي وویل، «سوله د افغانانو یوه مشروع غوښتنه ده، او د خدای پاک د صریحو کلماتو له مخې، په سوله کې ښه والی، ورورولي، وقار، ښېرازي او دوستي دي.»

هغه وویل، «له دې امله، په کار ده چې د خبرو لوري د خدای (ج) دغه پیغام ته مثبت ځواب ووایي، او افغانستان او افغانانو ته سوله برابره کړي.»

طالبانو ته د ښځو پیغام

په دوحه کې د حکومت په مرکچي پلاوي کې څلور افغانانې هم شته، او یوه مسئله چې هغوی نه غواړي مذاکره پرې وشي هغه د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو ساتنه ده.

یوې مرکچۍ فوزیې کوفي د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «طالبان باید پوه شي چې هغوی له یوه نوي افغانستان سره مخامخ کیږي، او دا حقیقت باید ومني.»

طالبانو د ښځو د حقونو په هکله ګونګې خبرې کړي دي او وایي چې هغه به د اسلامي ارزښتونو په اساس ساتل کیږي.

د اسلامي قانون پوهې او مرکچۍ فاطمې ګېلاني ای اېف پي ته وویل، د معلوماتو په ورکولو کې دغه ناخوښي ښځې له طالبانو سره د مذاکراتو په هکله اندېښمنوي.

فاطمې ګېلاني چې ۶۶ کاله عمر لري او په ۱۳۶۰مو کالونو کې یې د شورويانو پر ضد د مجاهدینو د ویاندې او وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رییسې په توګه کار کړی دی، وویل، «په افغانستان کې هره ښځه یو ډار لري ... موږ تل داسې ډار لرو چې هرکله چې په افغانستان کې تغیرات راځي او هرکله چې یو سیاسي تغیر راځي، تل ښځې په کې ژوبلېږي.»

هغې وویل، بیا هم له دې سره په ټیم کې یې د هغو سړیو ملاتړ دی چې هغوی «دقیق په هغه څه باور لري چې زه یې پرې لرم.»

البته، لومړی باید خبرې د اسلام او اوربند په څېر «عامو ارزښتونو» په هکله وشي.

ګېلاني وویل، «زه به خوشحاله یم چې موږ داسې افغانستان ولرو چې هلته تاسو خپل ځان په خطر کې نه وینئ ... که موږ اوس دغه هدف ته ونه رسېږو بیا به هېڅکله دا کار ونشي.»

د حبیبې سرابي‌ په نامه یوه بله ۶۲ کلنه مرکچۍ چې طالبانو د خپلې واکمنۍ (۱۳۷۵-۱۳۸۰) پر مهال له کاره ایساره کړې وه، او مجبوره شوې وه چې پاکستان ته وتښتي ترڅو هلته تدریس ته دوام ورکړي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې جمهوریت دوام ومومي نه دا چې د طالبانو داسې «امارت» په کې رامنځته شي چې دیني قانون په کې هغه حقونه چې اساسي قانون ورکړي دي له منځه وېسي.

سرابي خپل هېواد افغانستان ته په بېرته ستنېدلو سره د هېواد لومړنۍ ښځینه والۍ شوه او دوه ځلې یې د وزیرې په توګه کار وکړ.‌

که څه هم چې د ګروپ سیاسي مشران له حکومت سره د سولې خبرې پر مخ وړي، لاکن هغه مطمئنه نه ده چې د جګړې میدان کې طالب اورپکو دې خپل فکر بدل کړی وي.

هغې ای اېف پي ته وويل،‌ «دلته په افغانستان کې جنګیالي عین نظریه لري؛ هغوی عین چلند لري.»

سرابي وویل، بیا هم د مذاکراتو پيل «ډېر مثبت» وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې د طالبانو په مرکچي ټیم کې هېڅ ښځه نشته؟‌

ځواب ورکړئ

مېرمن فوزیه کوفي یوه ډېره زړوره ښځه ده چې وبه کولی شي د افغان حکومت په مرکچي ټیم کې د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.‌

ځواب ورکړئ

باور وکړئ چې له کلونو وروسته دا یوه اونۍ کیږي چې زه په قطر کې د دوه جګړه مارو لوریو تر منځ د سولې د خبرو په پیلېدلو سره د خوښۍ احساس کوم. زه ډېره هیله لرم چې ان شاءالله په افغانستان کې به یوه تلپاتې سوله راشي.‌

ځواب ورکړئ

هو، ستاسو خبره صحیح ده. څو چې دواړه لوري انعطاف ونه ښیي، هغوی به ونشي کولی چې هوکړې ته ورسیږي. دواړه لوري باید یو د بل منطقي غوښتنې، چې د اسلام د اساساتو پر ضد نه وي، ومني.‌ زما په نظر، غوره کار دا دی چې د هغوی مخې ته قران کریم کېښودل شي، لاسونه پرې کېږدي او قسم وکړي چې هغوی به په هغه څه باندې عمل کوي چې قران یې حکم کوي. قران کریم تر ټولو ښه اساسي قانون دی. قران کریم تر ټولو ښه سیاسي سیستم تشریح کوي. قران کریم تر ټولو ښه اقتصادي او ټولنیز نظامونه تشریح کوي. د افغانستان موجود سیستم له ۸۰٪ څخه ډېر د قران کریم په اساس دی، او ځینې مسایل چې د قران کریم د اساساتو خلاف دي هغه باید د قطر په خبرو کې د دواړو ټیمونو تر منځ حل شي. او د حکومت مرکچي ټیم هم باید د هغو تعدیلاتو مخالفت ونه کړي چې د خبرو په ترڅ کې د طالبانو له خوا وړاندې کیږي، او هغوی باید له خدای (ج) څخه ووېریږي.

ځواب ورکړئ

نظام باید تغیر وکړي، که نه، سوله به رانشي. که د افغان حکومتي ټیم مرکچیان طالبان دې ته اړباسي چې د هغوی غوښتنې ومني او طالبان راشي او د حکمتیار په څېر سوله وکړي او په کابل کې ژوند اختیار کړي، په دې هېواد کې به سوله رانشي. نو، په کار دی چې د افغان حکومت مرکچیان په دې خوښي ونه کړي چې هغوی وکولی شوای چې د طالبانو مرکچي ټیم ته ماتې ورکړي او طالبان یې دې ته مجبور کړل چې د هغوی غوښتنې ومني، ځکه چې که داسې یوه هوکړه وشي، سوله به رانشي او د دې ډلې نظامي او جنګي غړي به د افغان حکومت پر ضد جنګ ته دوام ورکړي.‌ مونږ په افغانستان کې له ټولو مدني سازمانونو او ډلو څخه غواړو چې د ښځو د ارزښتونو او حقونو او داسې نورو د خوندي کولو په هکله نور خبرې ونه کړي. دا وخت افغانان په یوه ډېره حساسه مرحله کې دي.‌ خدای مه کړه چې د سولې لپاره برابر شوی فرصت له لاسه ونه وځي. زه فکر نه کوم چې افغانان به وکولی شي چې په راتلونکیو شلو کالو کې بیا داسې یو ډیالوګ ترسره کړي. ارزښتونه، فردي ازادي، د ښځو حقونه د هېواد د ټولو خلکو لپاره مهم دي، لاکن له سولې، او د جنګ او وینو تویولو له پای ته رسولو څخه ډېر مهم نه دي. اوس مونږ سولې ته اړتیا لرو. نور مسایل به د وخت په تېرېدلو سره حل شي. دا وخت طالبان هم نه وایي چې هغوی په فردي ازادۍ، رسنیو او د ښځو په حقونو باندې باور نه لري. هغوی چمتو دي چې د اسلام په چوکاټ کې ټولو ډلو او موسساتو ته ازادي ورکړي. مونږ باید ومنو چې زمونږ دین اسلام دی او مونږ پنځه وخته لمونځ کوو او په خپلو لمونځونو کې وایو چې مونږ د خدای پاک عبادت کوو او د خدای پاک دین تعقیبوو او له هغه څخه مرسته غواړو، خو کله چې طالبان مونږ ته وایي چې ځانونه د اسلام مطابق جوړ کړو، بیا مونږ انتقاد کوو او وایو چې مونږ به یې

ځواب ورکړئ

د سولې د مذاکراتو پیل او جریان تر اوسه پورې ښه معلومیږي. خدای پاک دې دواړو لوریو ته هدایت وکړي چې د افغانانو لپاره د سولې هوکړه وکړي. مونږ په دې برخه کې له امریکا او ټولو هغو لوریو څخه چې د سولې د مذاکراتو لپاره یې افغانانو ته اسانتیا برابره کړه مننه کوو. مونږ له امریکا او نورو سوله دوستو ځواکونو څخه غواړو چې د سولې له هوکړې څخه وروسته دې په افغانستان کې د دوه لویو شیطانانو (پاکستان او ایران) د لاسوهنې مخه ونیسي. د دې کار لپاره ضرور ده چې په یوه معین وخت مثلا له شپږو میاشتو څخه نیولې تر یوه کال پورې وخت کې له پاکستان او ایران څخه افغانان راستانه کړای شي ځکه چې د پاکستان خبیثه استخباراتي اداره (آی ایس آی) او د ایران خبیثه اداره (انقلابي ګارډ) له همدغو کډوالو افغانانو څخه کسان استخداموي، روزنه ورکوي او بیا یې د افغانستان د حکومت پر ضد جنګوي. بله دا چې نړۍ وال باید د افغانستان د بیارغونې لپاره یو پنځه کلن مارشال پلان جوړ کړي چې د افغانستان بېخبناوې جوړې شي، افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودریږي، د افغانستان په سیندونو باندې د بريشنا بندونه جوړ کړای شي او د خصوصي سکټور پانګونې ته لاره هواره شي چې افغانان دې ته اړ نشي چې بیا پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته کډه شي او له هغې خوا نه وارداتي مفکورې له ځانونو سره راوړي.‌

ځواب ورکړئ