ديپلوماسي

افغانانو د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکنې لپاره لویه جرګه پیل کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

له ۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان د زمري په ۱۷مه په کابل کې راټول شوي چې د سلګونو طالب بندیانو د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي. د دغې لویې جرګې موخه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته راولي. [ډاکتر عبدالله عبدالله]

له ۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان د زمري په ۱۷مه په کابل کې راټول شوي چې د سلګونو طالب بندیانو د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي. د دغې لویې جرګې موخه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته راولي. [ډاکتر عبدالله عبدالله]

کابل -- په زرګونو افغانانو د جمعې په ورځ /د زمري ۱۷مه/ په کابل کې یوه درې ورځنۍ غونډه پیل کړه څو په دې هکله پرېکړه وکړي چې آیا هغه ۴۰۰ طالب زندانیان چې ډېر یې په داسې بریدونو کې ښکېل دي چې په لسګونو افغانان او بهرنیان یې وژلي دي، خوشې کړي.‌

د بندیانو برخلیک د جنګ د دواړو لوریو تر منځ د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو غټ خنډ دی.‌ دواړو لوریو ژمنه کړې چې د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې د بندیانو تبادله بشپړه کړي.‌

کابل وار له مخه نږدې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي، خو چارواکي زړه نازړه دي چې هغه وروستي ۴۰۰ شاوخوا بندیان چې طالبان یې غوښتنه کوي، خوشې کړي که نه، او وایي چې د هغوی خوشې کول «ډېر خطرناک» دي.

ولسمشر اشرف غني د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د لویې جرګې د پرانستلو په مراسمو کې وویل، «طالبانو وویل چې که دا ۴۰۰ کسان ورخوشې شي، په درې ورځو کې دننه به مستقیمې خبرې پيل شي.»

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۱۷مه په کابل کې د لویې جرګې په لومړۍ ورځ وینا کوي. غني د جرګې برخه والو ته وویل، طالبانو ویلي چې که د هغوی پاتې ۴۰۰ بندیان خوشې کړای شي، هغوی به په درې ورځو کې دننه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۱۷مه په کابل کې د لویې جرګې په لومړۍ ورځ وینا کوي. غني د جرګې برخه والو ته وویل، طالبانو ویلي چې که د هغوی پاتې ۴۰۰ بندیان خوشې کړای شي، هغوی به په درې ورځو کې دننه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

د لویې جرګې غړي چې ماسکونه یې لګولي دي، د زمري په ۱۵مه د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د ازموینې لپاره انتظار کوي. د افغان مشرانو دغه لویه جرګه د دې لپاره سره راټولېږي چې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي چې خوشې کول یې د سولې د بین الافغاني خبرو پیلېدلو ته لاره هواروي او حکومت وایي چې «ډېر خطرناک» دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د لویې جرګې غړي چې ماسکونه یې لګولي دي، د زمري په ۱۵مه د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د ازموینې لپاره انتظار کوي. د افغان مشرانو دغه لویه جرګه د دې لپاره سره راټولېږي چې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي چې خوشې کول یې د سولې د بین الافغاني خبرو پیلېدلو ته لاره هواروي او حکومت وایي چې «ډېر خطرناک» دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، «که هغوی خوشې نه کړای شي، نه یواځې دا چې هغوی به جنګ ته دوام ورکړي، بلکې زیات به یې هم کړي، خو دا ناشونې وه چې هغوی له ولس سره له مشورې څخه پرته خوشې کړای شي.»

د لویې جرګې د ترسره کوونکي کمېسیون رییس معصوم ستانکزي وویل، په دې درې ورځنۍ جرګه کې شاوخوا ۳۲۰۰ استازي برخه اخلي.‌

تمه ده چې هغوی د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۹مه/ پرېکړه وکړي، خو د هغوی پرېکړه لازم الاجرأ نه ده. پخواني حکومت یو ځل د جرګې سپارښتنه رد کړې وه.‌

طالبانو د زمري په ۱۷مه دغه جرګه رد کړه او ویې ویل چې هغه د ولس استازیتوب نه کوي.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جرګې د لومړۍ ناستې له پيلېدلو څخه مخکې په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ پوهېږو چې خلک نه غواړي دغه بندیان خوشې شي.»

هغه وویل، «خو دغه سخت کار به داسې یوې مهمې نتیجې ته لاره هواره کړي چې افغانان او د افغانستان دوستان یې له اوږدې مودې راهیسې انتظار کوي: د تاوتریخوالي کمول او داسې مستقیمې خبرې چې د سولې هوکړې او د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواروي

پمپیو ژمنه وکړه چې متحده ایالات به طالبان خپلو ژمنو باندې ټینګ کړي چې د سولې د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې تاوتریخوالی کم کړي او له افغانستان سره ملاتړ ته به دوام ورکړي.‌

هغه وویل، «موږ تیار یو چې هغو سیمو ته د متحده ایالاتو د پرمختیایي پروګرامونو د غځولو په ګډون چې پخوا ورته خدمت نه دی شوی، د یوه سوله ییز حل ملاتړ وکړو.»

جدي سرغړونې

د طالب بندیانو د یوه رسمي لست په اساس، اکثر بندیان په جدي سرغړونو باندې تورن دي چې له ۱۵۰ څخه ډېر یې د اعدام په سزا محکوم دي.

همدارنګه، په لست کې د ۴۴ یاغیانو داسې یوه ډله هم شته چې په «لوړه سویه» بریدونو کې د رول لرلو له امله د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

په هغوی کې پنځه داسې یاغیان دي چې په ۱۳۹۷ کې په کابل کې په انټرکانټیننټل هوټل باندې برید سره تړاو لري. په هغه برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي وو.‌

په لست کې یو داسې طالب اورپکی هم شامل دی چې د ۱۳۹۶ د غبرګولي په میاشت کې په کابل کې د جرمني سفارت سره نږدې ستر لارۍ بمي برید کې ښکېل وو.‌د دې تر څنګ، د اردو یو پخوانی افسر هم په کې دی چې په ۱۳۹۱ کې یې په یوه داخلي برید کې پنځه فرانسوي عسکر وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي وو.‌

د بندیانو د لست له مخې، طالبان د یوه داسې یاغي د خلاصون غوښتنه کوي چې په ۱۳۹۷ کې یې د G4S په نامه برتانوي امنیتي شرکت پر ضد برید کې لاس درلود او ګڼ نور داسې اورپکي چې د امریکایي عسکرو په وژنه کې ښکېل ول.‌

د دغو ۴۰۰ کسانو په ډله کې دوه داسې اورپکی شته چې په ۱۳۹۴ کې په کابل کې د ناټو د یوه کاروان په نښه کولو کې ښکېل وو او د درې امریکایانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل.‌

د لست دوه نور کسان په ۱۳۸۲ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د یوې کارکوونکې بیتینا ګایزلارډ د وژنې په تور بندي شوي دي.‌

یوه لویدیځ چارواکي چې له دغې قضیې څخه خبر وو د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «واقعا ځینې داسې بندیان شته چې خلک نه غواړي چې هغوی خوشې کړای شي، او اکثر یې ځکه چې هغوی د ایتلاف د عسکرو او وګړو په وژنه کې ښکېل ول.»

روان جنګ

د بندیانو تبادله د سولې د خبرو په لاره کې یواځینی خنډ نه دی.‌

طالبانو او حکومتي ځواکونو د زمري له ۱۰ څخه د زمري تر ۱۲مې پورې د اختر په مناسبت په یو درې ورځني اوربند توافق وکړ.

خو جنګ د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ هغه وخت بیا پیل شو چې طالبانو په غزني ولایت کې په حکومتي ځواکونو باندې برید وکړ. دا لومړی ځل مخامخ جنګ وو چې مقاماتو تایید کړه چې د اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته وشو.‌

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، په دو نښتو کې ۱۰ تنه یاغیان ووژل شول.

هغه ای اېف پي ته وویل، «د هغوی بریدونه په شا وتمبول شول او تلفات ور واوښتل.»

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده د دواړو نښتو پېښېدل تایید کړل.‌

په یوه جنګ کې چې د غزني ښار سره نژدې وشو، افغان ځواکونو هغه وخت د هوایي برید غوښتنه وکړه چې طالب جنګیالیو د اردو په یوه بېس باندې چې خواوشا ۳۰۰ حکومتي عسکر په کې وو، برید وکړ.

یوه بله اندېښنه دا ده چې، طالبان له القاعدې سره نژدې اړیکې لري. تحلیلګران او چارواکي وایي چې دا له متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې له تړون څخه سرغړونه ده او ښیي چې هغوی د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو اود جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ریښتني نه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی باید طالبان له مذاکراتو څخه وروسته خوشې کړي. که چېرې هغوی له مذاکراتو څخه مخکې خوشې کړي، ښایي چې هغوی د ۵۰۰۰ نورو په څېر د طالبانو د ډلې سره یوځای شي.

ځواب ورکړئ

یو طرف ته د افغانستان د روغتیا وزارت د کرونا د بیا سر راپورته کولو خبرداری ورکړ او په خلکو یې غږ وکړ چې صحي سپارښتنې او ټولنیزه فاصله مراعت کړي. بل طرف ته، نژدې ۴۰۰۰ کسان د درې ورځو په مخه د لویې جرګې په خېمه کې تر یوه چت لاندې راټول شول چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله خبرې وکړي.‌

ځواب ورکړئ

مشورتي لویې جرګې ته اړتیا نه وه، او که حکومت مشوره غوښتله، په پارلمان کې د خلکو ۲۵۰ استازي دي.‌ د لویې جرګې جوړولو د افغانستان پلازمېنه بنده کړې وه او دا کار د خلکو په تاوان دی.‌

ځواب ورکړئ

د لویې جرګې راغونډېدل د قانون خلاف کار وو ځکه چې افغانستان یو پارلمان او یو سینیټ لري چې د خلکو استازي په کې حاضر دي. هېواد له سختو اقتصادي ستونزو او د کرونا وایرس له خپراوي سره مخامخ دی، او ټولنه مالي مرستې ته اړتیا لري.‌ هغوی باید د ځینې بندیانو د خوشې کولو لپاره لویه جرګه نه وای جوړه کړې.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ولسمشر باید د طالب بندیانو له خوشې کولو څخه مخکې د هغوی د جنایتونو پلټنه کړې وای. هر طالب بندي چې تر اوسه خوشې شوی دی، هغه د طالبانو او داعش د جګړې ډګر ته ورستون شوی دی. که دا ۴۰۰ خطرناک طالب بندیان خوشې شي، په هېواد کې به امنیتي وضعه بدتره شي.‌

ځواب ورکړئ

د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر پرېکړه وروستۍ شوې او دې ته اړتیا نه وه چې لویه جرګه دې چې په میلیونونو ډالر پرې لګېږي راوبلل شي.‌

ځواب ورکړئ

افغان ولسمشر اشرف غني د لویې جرګې په ترسره کولو سره غواړي چې د سولې پروسه د هغه د دورې تر پایه پورې دوام ومومي، او د ۴۰۰ طالب بندیانو په هکله مشوره د هغه د خپل شخصي هدف د ترسره کولو لپاره یوه بهانه ده، که نه، ولې هغه د خوشې شویو ۴۶۰۰ بندیانو په هکله له خلکو سره مشوره ونه کړه؟ هغوی د چرګانو د وژلو له امله نه وو نیول شوي او نه د هګیو په غلا نیول شوي وو چې حکومت له افغانانو سره له مشورې څخه پرته خوشې کړل.‌ ټول بندیان مجرمان وو او دي.‌ نو، که ولسمشر په ریښتیا له خلکو سره مشوره کولی او د افغانانو پرېکړه ورته مهمه وای، هغه به د ۴۶۰۰ بندیانو له خوشې کولو څخه مخکې لویه جرګه دایره کړې وای.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ولسمشر پوهېږي چې د طالب بندیانو په خوشې کولو به په هېواد کې سوله هېڅ رانشي او اوس ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.‌ ولسمشرغني غواړي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو مسؤلیت د دې هېواد خلکو ته پرېږدي، ځکه خلکو تصمیم ونیو چې خطرناک طالب بندیان خوشې کړي.‌ که وضعیت خرابیږي، مسؤلیت به یې د جرګې د غړو پرغاړه وي، نه ولسمشر.

ځواب ورکړئ

که جرګه د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو پرېکړه وکړي یا نه، متحده ایالات به یې خوشې کړي. نو،‌ لویه جرګه باید نه وای دایره شوې او په میلیونو ډالر باید نه وای لګېدلي. دا پیسې باید د یوه ښوونځي یا یوه پله یوه بند په جوړولو باندې لګېدلې وای.‌ په وروستیو کې، ولسمشر خرابې پرېکړې کوي. د ولسمشر د سلاکارانو پرځای باید مستعد کسان راشي چې ولسمشر ته صحیح مشورې ورکړي.‌

ځواب ورکړئ